په كوټه كې ناست وم چې دروا زه په شدت خلاصه شوه.
پلار مې چيغه كړه:
ورو!
كوچني ورور مې په وره كې نوك ونيو، د پلار له وېرې بېرته پر شا ولاړ او د
كور په اوږده دهلېز كې يې منډه كړه. ور خلاص پاته شو او كوټې ته سړه هوا او
ورسره د لاندې د پخې غوښې بوى راننووت. پلار ته مې وكتل، له غوسې نه په ډكو
سترګو كې يې د لاټين ژيړه رڼا ښكارېده. ولاړ شوم، د وره د پورې كولو پر
مهال مې د ورور وارخطا غږ واورېد:
ادې! جومات ته لېونى راغلى.
پلار ته مې مخ ورواړاوه، د تاوخانې پر تاوده ځاى ناست و او د راډيو ستن يې
تاووله. له كوټې ووتم، په دالان كې مې مور د ښوروا لپاره ډوډۍ وړوله. ورور
مې د هغې تر څنګ ناست و او تنور ته يې پښې ورغزولې وې. په قهر مې وويل:
دروازه د سړي غوندې خلاصوه!
ورور مې په بېړه راته وكتل، سترګې يې وځلېدې او په داسې غږ، لكه كوم زېرى
چې راباندې كوي، ويې ويل:
جومات ته لېونى راغلى!
غږ مې يو څه پوست كړ:
ته په خپله لېونى يې!
ورور مې مور ته مخ ورواړاوه او د خواست په ژبه يې وويل:
غوښه پخه ده؟
مور مې له كټو نه د لاندي يو راايستلى بڅرى په ګوتو كې ټينګ كړ، بېرته يې
په كټو كې، چې له خولې نه يې مړ تاو پورته كېده، واچاوه، ورو يې وويل:
يو څه وخت لا نور هم غواړي.
له دې سره يې پر كټو برغولى كېښود او بېرته يې تناره ته ور ښكته كړه. ورور
مې ماته وكتل:
لالا! اجب لېونى دى، له جوماته يې ټول هلكان وايستل.
ما وپوښتل:
ولې؟ په جومات كې لويان نه وو؟
_نه، هغوى خو هر ماښام تر لمانځه وروسته كورونو ته ځي.
مور ته مې مخ ورواړاوه:
ادې! ډوډۍ يو څه وخت مه لندوه!
_ولې؟
_جومات ته ځم.
***
دباندې په وتو سره مې وار له واره په ورمېږ كې د واورې بڅركي ولوېدل. پورته
مې وكتل، د ماښام په تته رڼا كې څرخېدونكې واوره ورو- ورو راښكته كېده، له
ګام سره مې كلوښـو ته واوره ورولوېده. د انګړ لرګين ور مې له ځنځيره ونيو،
د وره غنجا شوه او په ليخك كې پرته واوره يې سره ټوله كړه.
جومات كور ته نږدې و او د كلي د هلكانو چيغې په اسانۍ سره اورېدل كېدلې.
لېونيه! اى لېونيه، لېونيه!...
ګامونه مې ګړندي كړل، د جومات وره وازه خوله نيولې وه او له دهلېز نه يې د
هلكانو شور او زوږ راته... وره ته په رسېدو سره ناڅاپه د پښو دربى شو. پر
دېوال څه شى ولګېد، پر ځمكه ولوېد او له غږ نه يې پوه شوم چې د لرګي وار و.
يو هلك په منډه له وره راووت. مخكې تر دې چې څنګ ته شم، اوږه يې زما تشي ته
سيخه شوه. ما په دېوال پورې لاس ونيو، خو هلك له ځمكې يوه- يوه نيمه لوېشت
پورته شو او پر ښي اړخ ولوېد. پنځه شپږ هلكان مې په ترپ تر سترګو تېر شول.
ځمكې ته مې وكتل، په واوره كې د يوه غځېدلي انسان چاپ جوړ و. يو دم چوپه
چوپتيا شوه، داسې لكه هېڅ چې هم نه وي پېښ شوي. يوه شېبه پر خپل ځاى
ودرېدم. په احتياط مې ښۍ پښه تر لخك واړوله، دهلېز ته ورننوتم، د جومات د
څنګ د كوټې دروازه خلاصه وه او له كوټې نه د لاټين تتې رڼا د بوټونو د
ايستلو ځاى روښانه كړى و. ورو مې د وره خوا ته غړۍ وراوږده كړه. د كوټې پر
خړ دېوال د يو بنيادم لړزانده سيورى ښكارېده، پښه مې ونيوله. پر يوه لوى
عسكري بوټ مې سترګې ولګېدې، چې د تلي چاكونه يې له واورې نه ډك اوبوټ ړنګ
پروت و. د كوټې منځ مې هغه وخت سم ليدلاى شواى، چې دوه ګامه لا نور هم پر
مخ تللى واى. ګام مې واخيست، پښه مې پر يوه شي ولگېده او د لرګي د رغړېدو
غږ چوپتيا ماته كړه. په بېړه مې سيوري ته وكتل، د پخوا په څېر لړزانده ولاړ
و. ټيټ شوم، د امسا په بڼه يو غوڅ شوى لرګى مې دېوال ته ودراوه. بل ګام مې
پورته كړ، د اوږدې كوټې په منځ كې يو په ونه لوړ بنيادم ولاړ و. د هغه راته
شا وه. اوږد بالاپوښ يې په تن و، په ښي لاس كې يې د بوټ جوړه نيولې وه او
داسې راته وايسېد، لكه ځمكې ته چې ګوري.
ورو مې وويل:
سلام عليكم!
سړي كوم غبرګون ونه ښود. دوهم ځل مې يو څه په زوره د سلام ټكى له خولې
راوايست. هغه يوه جټكه وخوړه، په تېزۍ سره يې مخ راواړاوه، د څراغ رڼا يې
پر نيمايي څېره ولګېده او د څېرې په روښانه برخه كې يې د ژورو ګونځو سيوري
ښكاره شول. سړى بوډا و، خړه لونګۍ يې تر سر تاو وه او د ږيرې د ښي اړخ سپين
وېښته يې د لاټين رڼا ته ځلېدل...
په لړزانده ګامونو رانږدې شو، بوټ ته مې وكتل، د وار په بڼه يې نيولى و. په
بېړه مې وويل:
خوا مه بدوه، هلكان دي!
ده هېڅ ونه ويل، بوټ يې د خپلې جوړې تر څنګ كېښود او د كوټې په بر سر كې د
تاوخانې پر تاوده ځاى كېناست، سر يې وځړېد او په فكر كې ډوب شو.
پوه شوم چې سړى بې ازاره دى، ورمخته شوم، ورو مې وويل:
زه به ډوډۍ درته راوړم!
خو دى د پخوا په څېر غلى و او غولي ته يې كتل.
له جوماته ووتم، واوره په تېزۍ اورېدله. كور ته لاړم، د كوچني ورور چې مې
كله راته پام شو، په بېړه يې وويل:
لېوني ونه وهلې؟
هغه ته مې ځواب ورنه كړ، له مور نه مې وغوښتل چې يوه كاسه ډوډۍ تياره كړي.
په لنډه موده كې ډوډۍ تياره شوه. له دالان نه د راوتو پر وخت مې ورور ته
ورياده كړه چې چاى راپسې راوړي. كله چې بېرته جومات ته ورغلم، مساپر د پخوا
په څېر ځړېدلى سر ناست و. د هغه تر مخ مې دسترخوان وغوړاوه. كاسه مې كېښوده
او څراغ مې ورنږدې كړ. اوس يې نو ټوله څېره ښكارېده؛ ګڼې وروځې يې درلودې
او په كيڼه سترګه ړوند و. ورو مې وويل:
ډوډۍ سړېږي، كه لاس مينځې، په هغه بدنۍ كې اوبه شته!
ورو ولاړ شو، له شا مې پسې وكتل، د كميس لمن يې په بالاپوښ كې پټه وه، خو د
پرتوګ په يوه پايڅه پورې يې لويه پينه ښكارېده. بدنۍ يې ورواخيسته او
دباندې ووت.
شېبه وروسته چې بېرته پر خپل ځاى كېناست، لاسونه يې لانده وو. له كاسې نه
يې يوه كوچنۍ ګوله ورپورته كړه، لاس يې لړزېده او كله چې يې ګولې ته خوله
وازه كړه، په وريو پورې يې يو غاښ هم نه ښكارېده. لنده ډوډۍ يې ښه ډېره
وخوړه، خو غوښې ته يې لاس وراوږد نه كړ. ورو مې وويل:
د پسه لاندى دی.
خو د ده شونډې ونه خوځېدې.
پوهېدم چې ګونګى نه دى، ځكه ګونګيان بيا په غوږو هم نه اوري. دوهم ځل مې
كوم ست ورته ونه كړ. په زړه كې راتېره شوه، شايد لېونى وي. دا وخت د وره
كړپ شو، كوچنی ورور مې په وره كې ودرېد، د هغه په ښي لاس كې چايجوش او په
كيڼ لاس كې يې ګيلاس ښكارېده. پوه شوم چې له وېرې پر مخ نه شي راتلاى، ځكه
ولاړ شوم، چايجوش او پياله مې ورنه ونيول، ورو مې وويل:
يوه بړستن درسره راوړه!
دى هم په منډه دباندې ووت، ګيلاس مې له چايو ډك كړ، د بوډا تر مخ مې كېښود،
يو ځل بيا په دې هڅه كې شوم چې پر خبرو يې راولم؛ ورو مې وويل:
يخني نه ده؟
د دې پر ځاى چې څه ووايي، لړزېدلى لاس يې د څنګ جېب ته كړ او ډك لاس
كاغذونه يې پر غولي كېښودل. حيران شوم. په نويو او زړو كاغذونو كې يو قلم
او عكس هم ښكارېده. په عكس كې مې وار له واره پر بوډا سترګې ولګېدې، چې
توره دريشي يې په تن، سرتور سر او رنګه نېكټايي يې تړلې وه. سترګه يې جوړه
وه او تر څنګ يې يوه سينګار شوې پېغله د واده په سپين كميس كې ولاړه وه.
د عكس پر پاتې برخه يو كاغذ پروت و. لا مې عكس ته سم نه وو كتلي، چې د بوډا
تور لاس د كاغذونو پر كوټه ور ټيټ شو اوپر غولي يې يوازې د ګوليو يو پاكټ
پرېښود.
بوډا كاغذونه په جېب كې كېښودل، له پاكټ نه يې يوه ګولۍ خولې ته واچوله او
د چايو غوړپ يې ورپسې وكړ. په زړه كې مې پوښتنې راولاړې شوې: �څوک دى،
سوالګر دى، که شتمن؟ ښاري دی، كه كليوال؟ روغ دى، که لېونى؟ د واده په جامو
کې دا ښکلې نجلۍ څوک ده، مېرمن يې ده؟ سترګه يې ولې ړنده...� ناڅاپه يو درب
شو، مخ مې ورواړاوه، وره ته نږدې يوه بړستن پرته وه. بړستن مې د سړي پښو ته
كېښوده، كاسه او دسترخوان مې راواخيست، ورو مې وويل:
پياله او چايجوش بيا په هغه تاخچه كې كېږده!
دا مې وويل او له جوماته ووتم.
***
د پلار په غږ مې سترګې رڼې شوې، په غوسه يې ويل:
يوه ورځ يې نه ده، دوې يې نه دي، غټ سړى دی.
وروسته مې د مور غږ واورېد:
خير دى، زه به ورته ووايم.
پوه شوم چې پلار مې ولې په غوسه دى. ساعت ته مې وكتل، لمر لا نه و راختلى.
په بړستن كې مې پښې بندې كړې. د كوټ په لستوڼو كې مې لاسونه ننه ايستل او
له كوټې ووتم. د كوټو او دالان ورونه اوږده دهلېز ته خلاصېدل. دهلېز مې د
ګوتو په سرونو لنډ كړ. كله چې د دالان وره ته ورنږدې شوم، پر سپږمو مې د
تودې ډوډۍ بوى ولګېد. د مور مې د وره له چولې راته پام شو، ور مې خلاص كړ
او دالان ته ور ننوتم. ځړېدلې شونډې يې وخوځېدې:
پلار به دې درسره ګوري!
د خواست په ژبه مې وويل:
خير دى مورې لا وخت شته. ته يوه بدنۍ اوبه راكه چې اودس وكم!
خو دا ځل يې په غوسه راته وكتل:
تر تا خو دي هغه كشرى ورور لا ښه دی، پلار يې يو ځلې ورته وويل چې د سهار
جمعې ته راځه، تر اوسه يې د هغه خبره نه ده هېره كړې، خو ته غټ سړی يې، سره
غرمه راجګېږې!
د مور خوابدون مې نه شواى زغملاى، ژمنه مې ورسره وكړه چې له دې هيسته به تر
پلار مخكې په جومات كې ناست يم. دا وخت مې ورور دالان ته راغى. د هغه په
لاس كې نيول شوې چايجوش د تېرې شپې مساپر راپه زړه كړ. ومې ويل:
هغه سړي ته چا چاى وروړى و؟
_هغه لېونى يادوې؟
لنډ ځواب مې وركړ:
هو!
_لالا! هغه خو په جومات كې نه و.
مور مې وويل:
خواركى به په دې نيم ګز واوره كې چېرته تللى وي؟
په حيرانتيا مې وپوښتل:
نيم ګز؟
د ځواب پر ځاى يې په رپېده اوار شوى پاستى تناره ته ورټيټ كړ. زه هم ولاړ
شوم، د دالان پر يوازېنۍ خوله شوې كوچنۍ ښيښې مې ورغوى تېر كړ، انګړ تك
سپين و او د زردالو د ونې پر وچو ښاخونو څلور ګوتې واوره پرته وه.
د مور غږ مې واورېد:
چاى دې ژر وڅښه او بام ته وروخېژه!
پاو وروسته له كوچني ورور سره يو ځاى د بام پر سر ولاړ وم. اسمان برګ و او
په واوره كې ليرې كلي توربخون برېښېدل. زموږ د كلي پر هر بام يو- دوه تنه
ولاړ وو او واوره يې اچوله.
د ورور په غږ مې جټكه وخوړه:
لالا! راځه چې بامونه سره ووېشو، دوه يې ستا او دوه يې هم زما.
هغه ته مې وكتل، نيم بام يې تور كړى و او زه لا په نيم ګز واوره كې ولاړ
وم. خندا راغله، د واورې غونډوسکى مې جوړ كړ، خو مخكې تر دې چې پر هغه وار
وكړم، د تره زوى مې د خپل كور له بامه راباندې غږ كړ!
اى! هلته يو څه ښكاري، دوه كارغان هم ورته ناست دي.
ورغږ مې كړ:
چېرته؟
_د دښتې خوا ته وګوره! د توت ونې ته نږدې!
ورمېږ مې كوږ كړ. ده رښتيا ويل، په واوره كې يو تك تور شى برېښېده. وار له
واره مې د تېرې شپې مساپر په زړه كې ودرېد اوپه چيغه مې وويل:
هله ژر كوه!
***
د ژامو مې ټكا وه، مور مې يوه بله بړستن راباندې وغوړوله، تر څنګ مې
كېناسته او ويې ويل:
د ژوندو دى؟
لنډ ځواب مې وركړ:
نه پوهېږم، خو زما په شا لا ساه پكې چلېده.
له ځان سره يې وويل:
خواركى!
دا وخت په دهلېز كې دربى شو، دروازه په شدت سره خلاصه شوه، ورور مې په وره
كې ودرېد او په ستړي غږ يې وويل:
اورلګيت، اور لګيت چېرته دی؟
مور مې وارخطا غوندې شوه:
په اورلګيت څه كوې؟
_پلار يې غواړي، د مېلمنو د كوټې بخارۍ بلوي.
_ولې؟
_هغه لېونى يې زموږ حجرې ته راووړ.
مور او ورور مې دواړه له كوټې ووتل، زه هم ولاړ شوم، پايڅو ته مې وكتل، لا
لندې وې، پټو مې تر ځان تاو كړ. دباندې سوړ باد چلېده او غونډۍ- غونډۍ
ورېځې يې شمال لور ته په مخه كړې وې. له واورې نه پورته شوې رڼا مې سترګې
له اوښكو ډكې كړې. د مېلمنو له كوټې نه چې د انګړ دروازې ته نږدې په دېوال
پورې نښتې وه، ګډوډ غږونه اورېدل كېدل.
كوټې ته ورغلم، پر غزېدلي مساپر غبرګې بړستنې پرتې وې، اوږد بالاپوښ يې سر
ته شاړې واړې پروت و او څو كليوالو پلتۍ ورته وهلې وې. ورور مې هم دېخوا
هاخوا ګرځېده، هغه ته مې وويل:
د بامونو واورې لا پاتې دي.
پلار مې بخارۍ ته ورپو كړل او بيا يې مخ راواړاوه:
ته هم مرسته ورسره وكه، واوره درنه ده!
مخكې تر دې چې څه ووايم، د تره زوى مې وار ړومبى كړ:
کاکا! زه به ورسره لاړ شم، د ده پايڅې لندې دي او څو شېبې مخكې يې دا دروند
بار پر خپلو اوږو تر جوماته راورساوه.
له دې سره يې پراته سړي ته اشاره وكړه. ولاړ شو او له ورور سره مې يوځاى له
كوټې ووت.
كليوال اندېښمن غوندې وو. په كوټه كې يوازې پوښتنې اورېدل كېدې:
څوك دى؟ له كومه راغلى؟ كه مړ شو، نو څه به په كوو؟
په پاى كې مې پلار وويل:
كه هر څوك يي، اوس مو غاړې ته رالوېدلى، كه يې پور پرې كړ، بيا به هغه وخت
ګورو.
كليوال تر غرمې ناست وو، بيا يو ځاى ولاړ شول. پلار مې د ډوډۍ ست ورته وكړ،
خو دوى پاتې نه شول او له پلار سره مې يو ځاى له كوټې نه ووتل.
پر سره انګار مې يو- دوه د توت لرګي كېښودل، په تاخچه كې يوه زړه مجله پرته
وه، لاس مې وروغزاوه او د بخارۍ تر څنګ مې دېوال ته ايښي بالښت ته ډډه
ووهله. د مجلې پاڼې مې راواړولې، يوه كيسه مې پيدا كړه. د پيل له څو كرښو
نه يې وپوهېدم چې تلوسه لري او په لوستلو ارزي. كيسه په زړه پورې وه، ښه
انځور يې درلود او ذهن يې ورسره ووړ. د دوهمې پاڼې په نيمايي كې وم چې
ناڅاپه يوه لړزانده غږ سړه خوله راباندې راوسته:
انوره زويه!
په بېړه مې سر هسك كړ. يو سرتور، ډنګر سړى د كوټې په منځ كې ناست و. څپولي
وېښته يې سره سريښ وو او يوه سترګه يې وچه راته نيولې وه.
شا و خوا مې وكتل، په كوټه كې له ما او بوډا پرته بل څوك نه و. سړي په
لړزانده غږ خپله خبره تكرار كړه:
انوره زويه!
له دې سره يې بړستنې له ځنګنو نه وښويېدې، لكه يو ماشوم چې نوى پر پښو
راغلى وي، همداسې په لړزېدلو لينګو ولاړ شو، خو مخكې تر دې چې خپل انډول له
لاسه وركړي، په چټكۍ مې لاسونه ترې تاو كړل او ورو مې پر خپل ځاى پرې ايست.
لړزانده لاس يې له ځمكې پورته شو او زما پر مخ يې داسې تېر كړ، لكه د چا چې
پر يوه ماشوم مينه راغلې وي. لاس يې تود و، پوه شوم چې تبه لري. ورو- ورو
يې سترګه بې نوره كېده، وروسته نيمكښه شوه او بيا يې تار- تار سپين باڼه
سره ورغلل.
نبض مې يې وكوت، رګ يې په چټكۍ سره غورزېده...
دا وخت مې ورور له انګړ نه راغږ كړ:
ډوډۍ تياره ده.
په بخارۍ پورې مې يو- دوه نور لرګي هم پسې كړل او دمېلمنو له كوټې نه ووتم.
د كور په دهلېز كې مې د پلار غږ واورېد:
په جومات كې يې خدمت نه شو كېداى، ځكه مې كور ته راووړ.
د كوټې ور مې خلاص كړ، مور مې وويل:
هو! ثواب لري.
د غرمې ډوډۍ مې له پلار، مور او كوچني ورور سره پر يوه دسترخوان وخوړه.
پاتې ورځ دوه - درې ځلې د مېلمنو كوټې ته ورغلم، خو مساپر به د تېر په څېر
بېسده پروت و.
ماښام قضا چې مې كله لاټين ته اورلګيت ورته كړ، د مساپر سترګه پرانيستې
راته ښكاره شوه. دی ستوني ستغ پروت و او سترګه يې د چت پښتولانو (تيرانو)
ته وچه نيولې وه.
ومې ويل:
څنګه يې؟
ورمېږ يې كوږ شو، خو څه يې ونه ويل.
ورمخته شوم، پر تندي مې يې لاس كېښود، تبه يې پرې شوې وه. ورو مې وويل:
د خوړو اشتيا لرې؟
دى بيا هم غلى و.
ما زياته كړه:
كه دې كور- كلى دلته نږدې وي، راته ووايه، زه به يې خبر كم.
هغه يوازې مخ رانه واړاوه. ما هم څه ونه ويل او د بخارۍ په لګولو بوخت شوم.
خو شېبه وروسته مې چې ورته پام شو، نو د سترګې له كونج نه يې يوه اوښكه
راورغړېده او د غوږ له پاسه يې په ببرو سپينو وېښتو كې پټه شوه. په څېره كې
يې د بېوسۍ نښې ښكارېدې. په خپله خبره وشرمېدم، ورو مې وويل:
پر موږ بار نه يې او اوس تلاى هم نه شې، له يوې خوا په واوره كې منډ نه شته
او له بلې خوا ناروغه يې.
بوډا غلى و، زه هم لاړم، هغه مې يوازې پرېښود او ماخوستن له يوې كاسې يخني
ښوروا سره بېرته د مېلمنو كوټې ته راغلم. بوډا پر خپل ځاى ناست و، سترګه يې
راواړوله، خو څه يې ونه ويل. كاسه مې د بخارۍ پر سر كېښوده. د لاس اوبه مې
وروړې او په چيلمچي كې خړې اوبه تويې شوې. كله چې مې ډوډۍ پر دسترخوان
كېښوده، پاستي ته يې لاس وروغزاوه. ومې ويل:
پلاره! يخني ده، غوړ نه لري.
له دې خبرې سره يې ډوډۍ بېرته پر خپل ځاى كېښوده. په حيرانۍ مې ورته وكتل،
سترګه يې له اوښكو ډكه وه او په څېره كې يې يو درد پروت و.
پر خپله خبره مې فكر وكړ، داسې څه مې له خولې نه وو راوتلي، چې څوك خوابدى
كړي. ورو مې وويل:
ولې دې لاس ونيو؟
د لومړي ځل لپاره يې خړې شونډې وخوځېدې:
هېڅ.
بېرته يې پاستي ته لاس وروغزاوه، ډوډۍ يې وخوړه، لنډه دعا يې وكړه او په
يوه سترګه يې راته وكتل:
مننه.
حيران شوم، وار له واره مې د تېرې شپې عكس سترګو ته ودرېد، ځكه د مننې ټكى
كليوال خلک دومره نه كاروي. دوى له مقابل لوري نه د خوښۍ څرګندولو ته د
(كور ودان، خداى دې مه خواروه، خير يوسې، موږ كمه كړه، خداى دې درډېره كړي)
او داسي نور توري پر خولو راوړي. يو ځل مې بيا په زړه كې پوښتنه راولاړه
شوه:
دا سړى څوك دى؟
لا مې په ذهن كې دا پوښتنه د ځواب لپاره سره اړوله، چې بوډا وويل:
بچيه! راسره په زحمت شوې!
ما وخندل:
څه زحمت...
په خبره كې راولوېد:
كه سهار ته هوا ښه وه، درنه ځم.
نه پوهېږم چې ولې مې د زړه له تله وويل:
دا دې خپل كور وګڼه، تر څو چې نه يې روغ شوى، نه شې تلاى!
خوله يې خبرو ته جوړوله، چې ما وار ورنه واخيست:
او بل واوره ډېره ده، منډ نه شته.
دا وخت مې په ذهن کې را تېر شول چې د ده د ځاى د معلومولو لپاره ښه وخت په
ګوتو راغلى دى؛ په خندا مې زياته كړه:
نو چېرته به ځې؟
له دې خبرې سره يې سر وځړېد او غلى شو، خو ما نه غوښتل چې يو ځل بيا چوپتيا
خوره شي، هماغسي مې په خندا وويل:
د كوم ځاى يې؟
بې له دې چې سر پورته كړي، ورو يې وويل:
د قره باغ، د غزني قره باغ يادوم.
ما وخندل:
د قره باغ د نجونو څه اجب جمال دى + ګل په قره باغ دى.
د لومړي ځل لپاره يې ګونځې- ګونځې شونډې ويړې شوې او په خوند يې وويل:
دا سندره خان قره باغي ويلې ده.
د خبرو لپاره ښه بانه راته پيدا شوې وه، ومې ويل:
هو! د خان سندرې مې خوښېږي، ښه هنرمند و.
ورو يې وويل:
پرچميانو وويشت.
په خبره كې ورولوېدم:
خو ما اورېدلي چې مجاهدينو مړ كړ.
د دې پر ځاى چې څه ووايي، بالاپوښ ته يې لاس وروغزاوه او هماغه كاغذونه يې
پر ځمكه كېښودل. خو دا ځل عكس پړمخې پروت و او پر شا يې ليكل شوي وو: �د
ديارلس سوه دوه اتيايم لمريز كال، د ثور اتلسمه�.
له پاكټ نه يې يوه ګولۍ ورواخيسته، د چايو غوړپ يې ورپسې وكړ او په داسې
حال كې چې كاغذونه يې په جېب كې اچول، ويې ويل:
نه بچيه! پرچميانو وويشت.
وپوهېدم چې سړى هېرجن نه دى او ذهن يې ښه كار كوي.
ده زياته كړه:
خان ټكسي چلوله او د كابل په دريمه كارته كې يې په خپل موټر كې توپانچه پرې
تشه كړه. نهه پنځوسم كال و او كله چې يې مړى قره باغ ته راوړ، ملايانو په
هديره كې پرې نښود.
ومې ويل:
ولې؟
_هغه د جهاد لومړۍ دوره وه، ملايانو ويل چې خان كاپر و او بايد د مسلمانانو
په هديره كې تر خاورو لاندې نه شي. د كورنۍ غړي يې بېوسه خلك وو، نه يې زور
درلود، نه ځمكه. هماغه و چې د غواوو په ګوډله (غوجل) كې يې خاك (قبر) ورته
وكينده او خاورې يې پرې واړولې.
دا وخت مې كوچنى ورور د چاى له پتنوس سره كوټې ته راننوت. بوډا وويل:
ورور دې دی؟
لنډ ځواب مې وركړ:
هو!
ورور مې دوې پيالې له چايو ډكې كړې، يوه يې د بوډا او بله يې زما مخې ته
كېښوده او په خپله له كوټې ووت. بوډا وخندل:
ډېر شوخ دی!
وپوهېدم چې د تېر ماښام د هلكانو ځورول ورپه زړه شول. يو څه وشرمېدم او ورو
مې وويل:
څنګه يې كيې، هلكان دي.
بوډا پياله ورپورته كړه او سر يې په منفي بڼه وخوځاوه:
لويان هم ګرم دي.
ما د نورو خبرو تمه ورنه لرله، چې بوډا غلى شو. بې اختياره مې له خولې
ووتل:
كاكا! انور څوك دى؟
ناڅاپه يې ګيلاس په لاس كې كوږ شو، يو تند حركت يې وكړ او په چټكۍ سره يې
خپله غزېدلې ښۍ پښه ورټوله كړه، د لاس په ګوتو يې لنده پايڅه، چې مړ تاو
ورنه پورته كېده، د خپلې پښې له څرمنې نه پورته ونيوله.
په وارخطايۍ ولاړ شوم. خو ده تر لاس ونيولم:
چيرې؟
په خوابدي غږ مې وويل:
د غاښونو كريم راوړم، د سوځېدنې لپاره ښه دي.
ده وخندل:
كېنه زوروره! دومره لويه خبره نه ده، چې عمر تېر شي، خپل لاس به دي لا په
واك كې نه وي.
خو زه له خپلې خبرې پښېمانه وم او د هغه سوځېدل مې له خپله لاسه ګڼل. بوډا
خپله ښۍ پښه تر ځنګانه لوڅه كړه، پر توره څرمن يې يو- دوه ځايه مازې سرخي
ښكارېده. څو ځله يې سوځېدلي ځاى ته ورپو كړل او ويې ويل:
دې ته برسېرنه سوځېدنه وايي، دومره د تشويش وړ نه ده په خپله ښه كېږي.
وروسته يې په داسې حال كې چې خپلې پښې ته يې كتل، ورو يې وويل:
د انور نوم دې څنګه پر خوله راغى؟�
تلولى غوندې شوم:
هسې تا په تبه كې ياداوه.
يو سوړ اسوېلى يې وايست. ما ورته وكتل، په سترګه كې يې اوښكې راټولې وې او
غريو نيولي غږ يې مازې شونډې سره وخوځولې:
انور زما زوى دی.
تر يوې شېبې چوپتيا وروسته يې په داسې غږ، لكه څوك چې له ځان سره غږېږي،
زياته كړه:
ډاكټر انور.
په دې خبره كې يې يو ژور درد پروت و. په زړه كې راتېره شوه، زوى به يې مړ
وي. عكس مې سترګو ته نېغ ودرېد، په ذهن كې مې وګرځېدل، نو هغه نجلۍ څوك ده؟
شايد دوه ودونه يې كړي وي! يو په ځوانۍ كې او بل هم د زړښت پر مهال. خو دا
فكر هم د منلو وړ راته ښكاره نه شو. دا خوار بوډا او هغه ښاري ځوانه نجلۍ!
هېڅ امكان نه لري، شايد هم امكان ولري...
ذهن مې ګډوډو پوښتنو ته ګډوډ ځوابونه وركول. په پاى كې پوښتنې او ځوابونه
سره ګډ شول، توري په يو بل كې ننوتل، نه مې پوښتنه جوړولاى شواى او نه هم
ځواب...
د بوډا غږ زما فكر سره راټول كړ:
واده لرې؟
ورو مې وويل:
نه، تر اوسه لا نه. پلار مې وايي چې لومړى دې سبق خلاص كه.
په بېړه يې وويل:
د څه شي سبق؟
پوهنتون يادوم. دا مې وروستى كال دى، اوس په رخصتۍ راغلى يم.
لنډه شېبه غلى و، داسې لكه فكر چې وهي. وروسته يې سر پورته كړ:
ښه ده، ښه ده، پلار د اولاد خير غواړي. هغه مه خوابدى كوه!
ورو مې وويل:
له ما نه مې مور او پلار دواړه خوشاله دي، تر خپله وسه يې درناوى كوم.
_هو! زويه زاړه خلك د ماشومانو غوندې دي، په كوچنۍ خبره خوشالېږي، خو ډېر
كم خوابدون نه شي زغملاى.
دې ته ورته خبره ما د طب په دريم كال كې له خپل استاد نه هم اورېدلې وه.
هغه ويل: �څومره چې عمر تېرېږي، په هماغه اندازه د مغز حجرات هم كمزوري
كېږي او انسان په وړه خبره تر روحي فشار لاندې راځي�.
په خندا مې وويل:
كاكا! ته خو د ډاكټرانو غوندې خبرې كوې.
ده وخندل:
ډاكټر نه يم، خو لږه- ډېره مطالعه لرم.
په خندا مې خبره ورغوڅه كړه:
نو زده كړې دې چېرته كړې دي؟
يوه شېبه غلى و، وروسته يې په ارام غږ وويل:
زموږ په وخت كې لېسې او پوهنتونونه نه وو، تر شپږمه ليك- لوست كېده. د
ظاهرخان دوره وه، د حكومت خلك به په كليو ګرځېدل، خو كليوالو به خپل
ماشومان ورنه پټول، بانې به يې پيدا كولې، تاوانونه به يې پر غاړه اخيستل،
رشوت به يې وركاوه او يا به هم شتمنو خلكو، بېوزلو ته پيسې وركولې چې د دوى
د ماشومانو پر ځاى د خپلو كوچنيانو نوم وركړي. زما پلار هم نېستمن سړى و. د
كلي ملك يو پسه وروباخښه او د ملك د زوى پر ځاى، زه د مكتب خوا ته روان
شوم...�
په خبره كې يې ورولوېدم:
نو د خلكو ولې له مكتب نه دومره بد راتلل؟
_هېڅ. دوى ويل چې مكتب ماشومان بې لارې كوي، كوپر ته يې باسي، دين او مذب
(مذهب) ورنه اخلي�.
بوډا يوه شېبه غلى شو او بيا يې يوه سترګه راواړوله:
زويه! كلونه تېر شول، خو زموږ فكر لا پر خپل ځاى ولاړ دى؛ اوس هم ډېر خلك
همدا عقيده لري، مكتبونه سوځول كېږي، ښوونكي وژل كېږي او مكتب ته د پسات
ځاله وايي. دلته لا اوس هم لمر ته زولنې ورلوېږي او ځمكه د غوايي پر ښكر
ولاړه ده...
بوډا پر خبرو راغلى و او ما غوښتل چې د هغه د ژوند په اړه ډېر څه واورم، خو
د نزاكت له مخې مې نېغ په نېغه پوښتنه نه شواى ورنه كولاى. مجبور وم چې له
څنډو نه اصلي موضوع ته راشم، په خندا مې خبره ورغوڅه كړه:
نو دوې ګټې مو وكړې، هم مو پسه ترلاسه كړ او هم دې مكتب ووايه!