د دروازې په زوره وهل او د باندې په كوڅه كې د وسله والو طالبانو شور او زوږ د ټنګ
ټكور ټول پروګرام ګډوډ او له ټولو يې آرام او خوښي وتښتوله ، ټول له يوه سره په
منډه په كوټو كې خواره او د هېچا له خولې سوڼ قدرې ونه خوت ، ټولو يوه بل ته رډ رډ
كتل ، خو لويې دروازې ته هېچا زړه نه ښه كاوه ، ناببره جنت ګل ته يو كس وړانديز وكړ
:
- جنرال صاحب ! ورووځه ،كه موږ هر يو لاسته ورشوو ، ولا چې په وهلو خو مو پوستكى
وباسي .
جنت ګل په خپله اوږده ږيره لاس راكښود ، كلمه يې په ځان چوف كړه او د دروازې په لور
، ځولۍ � ځولۍ ور روان شو :
له دروازې د باندې د وسله والو طالبانو ګواښونو يې په وجود كې وينه وچه كړه ، خو
زړورتيا يې له لاسه ورنه كړه ، لويه دروازه يې پراننېستله ، يوازې له دروازې يې سر
لږ شان ور وويست او بيا په عجز او زاريو سر شو :
- صاحب ! زه پخپله طالب يم ، جنرال يم ، د پوليسو په قوماندانۍ كې يم ، � هسې دې
ځوانانو ته دې خداى انصاف وركړي � .
لا خبره يې بشپړه كړې نه وه چې له د باندې يې كلكه څپېړه وخوړه .
- چوپ شه منافقه ! د طالب نوم په ځان مه ږده ، كه نه اوس دې دا شاجور په ګېډه
درتشوم .
جنت ګل په ورو سر رادننه كړ ، خو لويه دروازه يې هماغسې تړلې پرېښوده او بيا د
دروازې له شا په زاريو شو :
- په خداى قسم خورم كه چا هېڅ شى كړى وى .
وسله وال طالب وغورېد :
- د دوكڼو ساز مو عالمونه په سر اخېستي وو او ته منافق وايې چې هېڅ شى � .
جنت ګل بيا ځواب وركړ :
- صاحب ! ښادي خو خامخا څه خندا او ساتيري غواړي ، خو زه په دا سپينه ږيره درته قسم
خورم ، كه چا باجه او يا دوكڼه وهلې وي .
وسله وال طالب پوښتنه وكړه :
- او كه مو بيا درسره پيدا كړل :
جنت ګل ځواب وركړ :
- بس غرغره مو كړئ ! ما خو په قوماندانۍ كې ټوله دنيا پېژني .
وسله وال ملا وويل :
- چې داسې ده د دې دوكڼو غږ مو له كومه راته ؟
جنت ګل ځواب وركړ :
- دا هسې د تېلو بوشكه او لويه د اغږلو كاسه وه .
وسله وال ملا په غوسه شو :
- منافقه په دا سپينه ږيره درواغ مه وايه .
جنت ګل بيا په قسمونو سر شو :
- په خداى قسم خورم ملا صاحب ! �
د ډلې مشر ملا لږ څه ارام شو :
- ښه چې قسم خورې .. هغه كسان او هغه شيان دلته راحاضر كړه :
جنت ګل وويل :
- په سترګو ! خو سوال درته كوم چې هلكانو ته به څه نه واى .
وسله وال ملا وويل :
- كه له كاسې او بوشكې داسې لعنتي ساز جوړولى شي ، بخښم يې .
په جنت ګل كې په دې خبره سا وچلېده ، ژر په هغو زلمو پسې ورغى او په بيړه يې هغه
دوه زلميان ، بوشكه او كاسه حاضر كړل .
ملا له دروازې ورغږ كړ :
- د باندې يې راوباسه !
جنت ګل زړه نازړه دروازه خلاصه كړه .
- بيا ملا له زلميانو وپوښتل :
تاسو دې خداى ووهي چې باجه او دوكڼه مو نه دي وهلي ؟
زلميانو په زړورتيا ځواب وركړ :
- په خداى قسم خورو .
بيا نو ملا امر وركړو :
- ښه نو شروع كړئ چې اوس مو دروغ او رښتيا معلوم شي .
زلميانو دستي د بوشكې او كاسې په وهلو پيل وكړ . ساز لكه جادو په ټولو وسله والو
داسې اغېز وكړ چې يوه د درېدلو بولنه نه وركوله ، خو د ډلې مشر وويل :
- يره دا د كافر شيان خو ولاكه د باجې او دوكڼې سره وپېژنې .
وروسته يې زلميانو ته كړل :
- ښه تاسې اوس ورسره يوه سندره هم ګډه كړۍ !
زلميانو پوښتنه وكړه :
- كومه سندره !ء
له يوه طالبه غير ارادي ووتل :
- په طالبانو پورې دې كومه سندره نه ده ياده ؟
زلميانو دستي ځواب وركړ :
- طالبه ډېر مې يادېدې � .
د طالبانو مشر په منډه ځواب وركړ :
- بس د نښې منځ دې ووېشت .
بيا زلميانو سندره پيل كړه او چې سندرې ټول پسې واخېستل ، نو د طالبانو مشر لكه
جادو چې پرې وشي ، ناببره له خولې ووتل :
طالبه خداېږو به ملا شې
په كتاب پروت يې يادوې شينكي خالونه
او بيا لكه له خوبه چې راكښيني ، دستي يې امر وكړ :
- هلكان پرېږدئ ، ځكه لوظ مو ورسره كړى ، لوظ نه ماتوو ، دا كاسه او بوشكه راواخلئ
، ټوله خبره په همدې شيانو كې ده .
بيا يې هلكانو ته مخ كړ :
- ځئ كور ته ! معاف مې كړئ ! لوظ نه ماتوو ، خو كاسه او بوشكه پرېږدئ . دې ښارښتي
شي چې په موږ ښارښت راوست ، ستاسو لاسونه بيا كله اودرېږي ، بيا به تر سهاره ګډ
ياست .
- د دوى له منځه د يوه طالب له خولې غيرارادي ووتل :
- ملا صاحب رښتيا وايي ، كه لږ دا ساز اوږد شوى واى ، ولا چې زه يې په ګډا راوستى
واى .
بل هم د ده په پله وويل :
- ولا چې زما اوږې يې هم له مستې وخوځولې .
درېيم طالب پوښتنه وكړه :
ملا صاحب ! بوشكه او كاسه چېرې وړو ، وړو يې چې چېرته مجلس پرې تود كړو، كه څنګه ؟
ملا په قهر شو :
- بوشكه او كاسه بلې دنيا ته .
بيا يې وويل :
- بس څومره چې دې د كافر شيانو ته ورګورۍ په تاسو د منكراتو پيريانو كښېني.
بيا يې په زور غږ كړ :
- راواخلئ دا لعنتي شيان چې ولايت ته يې د معجزې كيسه تېره كړو ، بيا هغوى پوه شه
او فرمان يې .
بوشكه او كاسه يې راواخېستل او په راسبا يې نېغ د ولايت د امير مخې ته كېښودل .
امير چې څنګه له حاله خبر شو ، هغه هم خورا حيران شو او په حيرانتيا يې وپوښتل :
- رښتيا وايي !؟
ملا ځواب وركړ :
- په خداى قسم خورم كه دې له سم ډول سره پېژندلى واى ، داسې غربهارى يې كاوه چې څه
يې كوې .
بيا د ولايت امير د امر بالمعروف او نهى عن المنكر رئگيس ته مخ ور واړاوه .
د امر بالمعروف او نهى عن المنكر رئيس وړانديز وكړ :
- دا مخلوق كه هر څومره بند كړۍ ، يو سورى په هر شكل چې وي ځان ته راوباسي .
والي ته هم خندا ورغله .
- او يوه لار ځانته پيدا كوي .
بيا لږ څه جدي شو !
- ښه چاره څه ده ؟
رئيس ځواب وركړ :
- بس منكرات چې دومره چالاكي كوي ، موږ يې هم ټول سوري بايد وربند كړو .
امير وپوښت :
- د دې معجزې په باب څه وايې ؟
رئيس په بيړه ځواب وركړ :
- بس حكومت او يا مشر ملا ته وړانديز وليكه چې د داسې بوشكو او كاسو په وارداتو دې
بنديز ولګول شي .
- امير وويل :
- او دا چې راغلي !؟
رئيس ځواب وركړ :
- د راغليو په اړه دې سر له سبا په لوډسپېكرونو كې اعلان وشي چې ټولې دا ډول كاسې
او بوشكې دې زموږ ادارې ته وسپاري .
امير يې په بيړه وړانديز تصديق كړ :
- بس زه همدا اوس دا د خير كار دستخطوم .
رئيس يې په ملاتړ وويل :
- او زه دا اوس خپلو طالبانو ته امر كوم چې په تطبيق يې لاس پورې كړي .
براتسلاو - سلواكيا
د 2004 ميلادي كال د اپريل 20