پخوانيو زمانو كي يو لوى ښار و
چېرته ليري په شنو غرونو كي ايسار و
له نړۍ څخه يې بېل وه عادتونه
له مخلوقه يې جلا وه رواجونه
يو يې دا و له سلګونو رواجونو
پاچهي به هيچا نه كړل په كلونو
نه له پلاره پاتېده پاچهي زوى ته
نه هوس د ميراث پاته كم او لوى ته
په دې ښار كي يې جوړ كړى يو ميدان و
د ښار ټولو اوسېدونكو ته عيان و
هري درې مياشتي ميدان كي غونډېدله
د قاضي مخي ته ټول حاضرېدله
لوى قاضي به ګيند را خوشي پر ميدان كړ
او جارچي به په هغه ګړي اعلان كړ
كه هر چا كړ دا ګيند پورته زموږ پاچا دى
پوره درې مياشتي امير دى زموږ پېشوا دى
چي يې درې مياشتي د قدرت پر تخت تېرېږي
په هغه ورځ به يو لاس ورنه پرې كېږي
شاهدان كه د چا ډېر وه د ظلمونو
ترې به سترګه ايستل كېږي په سيخونو
نه دعوه نه بهانه سي څوك منلاى
نه يوه ورځ پاچهي سي اوږدېدلاى
په دې ښار كي د قدرت لېوني ډېر وه
پاچهۍ لره تر لاس تر سترګه تېر وه
د دوى مخي ته لاسونه پرې كېدله
لا د چا سترګه په سيخ ايستل كېدله
د قدرت ګيند چي به خوشي پر ميدان سو
د نيولو په تكل به زوړ او ځوان سو
د قدرت دپاره هر يو تر لاس تېر و
هم د لاس هم يې د سترګي نعمت هېر و
چي په برخه به د هر سړي قدرت سو
چي به پورته څوك پر تخت د سلطنت سو
په غوغا به يې په ښار كي ځوان او زوړ كړ
په دريو مياشتو به يې زړه په خلكو سوړ كړ
پس له وخته به روان و كږه غاړه
چا او چا بايللى لاس او سترګه دواړه
يوه ورځ چي ګيند را خوشي سو ميدان ته
جارچي خوله وه سمه كړې و اعلان ته
چي راټوپ كړله ميدان ته يو وګړي
نه يې لاس و نه يې سترګه د زوى مړي
چا پوښتنه ورنه وكړله نادانه
ته په څه منډي وهې موړ يې له ځانه
په دريو مياشتو كي به لاس درنه اره كړي
يا دي ښايي بله سترګه در ړنده كړي
ويل درې مياشتي چي كړې مي نشه ده
لا په زړه كي مي هغه نشه تازه ده
لا هنوز لرم يو لاس او يوه سترګه
د قدرت نشه مي نه پرېږدي تر مرګه
كه لاسونه مي پرې كېږي سترګي نه وي
د دريو مياشتو پاچهي به مي په ښه وي
په دريو مياشتو كي به ډېر كم بې لاسونو
ډېري سترګي به كم كمي له سرونو
چي قاضي وي چي دا ګيند او دا ميدان وي
په دې ښار كي داسي ډېر به لېونيان وي
ويرجينيا
2001- 1- 9