پخوانيو زمانو كي يو لوى خان و
پر باغونو يې ولاړ نيمى آسمان و
هم سخي و هم باتور هم ښكلى ځوان و
د زړه ډك لكه زمرى و پهلوان و
مهربان پر يتيمانو پر خوارانو
پر پوښتنه و حاضر د رنځورانو
په پاللي همېشه مړه او ژوندي وه
په روزلي وه كه غم و كه ښادي وه
هره شپه يې مجلس تود و د يارانو
له قلا يې و ږغ پورته د سازيانو
چي سندري چا ويلې د ده مل و
چي په ښار كي ربابي و د ده خپل و
د چا غوړي وې چمبې په خيراتونو
چا يې وكړلې مېلې پر ذكاتونو
ډلي ډلي ورته ناست غوړه مالان وه
تر څپليو تر ګامونو يې قربان وه
شل او دېرش يې نوكران او مزدوران وه
په سل ګونو يې د مځكو بزګران وه
په دعا يې هم كوچنيان وه هم لويان وه
په پلټنو يې ياران او مخلصان وه
خو هر ګوره نه يې ورور و نه يې پلار و
نه يې زوى په نصيب كړى كردګار و
درې څلور يې واده كړي ارتينې وې
د ګلونو تر ګېډيو ښايستې وې
هره ښځه يې ښايسته وه بې سينګاره
لكه سرو زرغونه وه بې بهاره
خداى نور هر څه وه وركړي بې اولاده
زړه يې ډك و لكه زخم له فرياده
خيرات كړي يې پسونه او غوايان وه
نازولي يې پيران او دروېشان وه
په دوا يې ستړي كړي طبيبان وه
ننګولي يې په ښار كي كوډګران وه
په قسمت كي يې زوى نه و رسېدلى
له اولاد سره خداى نه خندولى
غم او فكر وار په وار ورباندي زور سو
خان رنځور سو پر كور پرېوتى نسكور سو
لا يې تبي وې ملګري د دردونو
چي يې واورېدل د لويو تاوانونو
په درياب كي يې ډوب سوي وه مالونه
په تاوان كي ورنه ولاړل جايدادونه
څو يې خرڅي كړلې مځكي شنه فصلونه
قلاګاني اورشوګاني لوى باغونه
د تاوان له غمه لا پسي رنځور سو
د مرګي په انتظار يې هر تربور سو
ورځ تر بلي يې زور زيات سو د دردونو
طبيبان يې سول عاجز له درملونو
نه اثر كاوه ملا او تعويذونو
نه اميد له لويو لويو زيارتونو
آوازه سوه خان له رنځه نه جوړېږي
يا به نن وي يا سبا كار يې خلاصېږي
ناجوړۍ ته يې عاجزه طبيبان دي
په تعويذ يې ستړي سوي ملايان دي
پر ځواني يې د مرګي لاري سپرې دي
پر فاني دنيا يې پاته يو څو شپې دي
په قلا كي يې نور نه وه هوسونه
نه ياران وه نه مستي نه پايكوبونه
نه له هري خوني پورته آوازونه
نه خوښي وه نه نغمې وې نه رقصونه
نه د خان په كور كي هره ورځ ياران وه
نه په ورځ كي تر ده سل ځله قربان وه
يو اشناى چي تر دا ټولو پر ده ګران و
دا د خان دپاره ځان و هم جهان و
له سهاره تر ماښامه پر مېلمه و
لكه سيورى همېشه به ورسره و
ده به تل ويل كه مال دى كه مي ځان دى
تر وېښته مي قربان كړى د خپل خان دى
چي ژوندى به يم يوه ورځ بې له خانه
خدايه مرګ مي كړې په برخه له آسمانه
خدايه ته مي د خپل يار د بلا سپر كړې
د اجل غشى يې ما ته برابر كړې
خو چي ږغ سو د طبيب چي نه جوړېږي
خان كه ژر وي او كه وروسته روانېږي
نو اول ورڅخه ليري هغه يار سو
له تربور سره ملګرى سو اغيار سو
بيا يې نه وكړه د خان د رنځ پوښتنه
نه يې پل هغې كوڅې ته كړ دننه
په كوڅه كي يې د يار قدم پردى سو
د خان سيورى يې په سترګو كي اغزى سو
خو د خان اجل لا نه و رسېدلى
په تندي كي يې لا مرګ نه و ليكلى
لا يې پاته پر نابوده دنيا شپې وې
لا په برخه يې يو څو خوږې ترخې وې
له بستر څخه راپورته سو روان سو
بيا په كلي په مالت كي ږغ د خان سو
بيا يې شاته ورپسې خپل نوكران وه
بيا يې خلك په ثنا صفت ګويان وه
زوړ اشناى چېرته له ليري را پيدا سو
خان يې وليدى له ورايه په خندا سو
ښه سو خدايه چي دي بيرته خان را جوړ كى
په دښمن او رقيبانو مي زړه سوړ كى
خان له ياره په ګيله وكړه پوښتنه
نن دي څرنګه په ياد سوم درواغجنه
زه دا دوه كاله رنځور ومه ناتوانه
ستا په زړه كي يو ځل تېر نه سوم ناځوانه
يار يې خوله كړه ورته خلاصه ويل خانه
په پېغور پېغور مي مه شړه له ځانه
دا دنيا د مړو نه ده د ژوندو ده
چي ژوندي ورباندي ګرځي د هغو ده
طبيبانو ته ژوندى نه وې بللى
ملايانو هديرې ته وې سپارلى
موږ هم نه وې حسابلى په ژوندو كي
ژر يا وروسته مو كتلې هديرو كي
چي له مړو سره ياري كوي نادان دى
بېخبره له قانونه د جهان دى
اوس چي بيرته ژوندى سوى يې زموږ خان يې
په ژوندو كي تر هر چا راباندي ګران يې
ويرجينيا
2000- 3- 20