ډېر پخوا وه په كلا كي يوه خونه
پكښي جوړ وه ګدامونه انبارونه
هم د وريجو هم جوارو پرېماني وه
هم شكري هم غنم وه جوالونه
موږكانو جوړه كړې ورته لار وه
په دې خونه كي يې كړي وه غارونه
چي پيشو به راښكاره سوه دوى به ورك سول
له غارونو به يې نه راتلل ږغونه
يو څو ورځي پيشو پاته سوه دننه
هره ورځ به يې څارل د دوى كارونه
ګوندي نن يا سبا وږي سي راووزي
موږكان په وجود خوار وږي نسونه
ورځ به خواره وي د دوى زما به مېله وي
د هفتو مياشتو به واخلم كساتونه
په لكيو په برېتو به يې كړم لوبي
په پنجو به يې څيرم نازك پوستونه
نازوي به مي بادار او بي بي دواړه
د موږك غريب څوك اوري فريادونه
يوه ورځ د يوه غار په خوله كي ناست و
يو موږك اوږده برېتونه بوڅ غوږونه
د پيشو چي ورته پام سو پر سجده سوه
څو يې پرله پسې وكړله نفلونه
لاس يې پورته كړ و خداى ته په دعا سوه
ويل ته مي را معاف كړې ګناهونه
ما وژلي بې آزاره موږكان دي
په دنيا كي مي ډېر وكړل آزارونه
څه عاجز څه ښكلي ښكلي بندګان دي
بې ګناه مي ولي وكړله خونونه
دا توبه مي كړې قبوله لويه خدايه
ما ته مه كړې را نصيب ستا عذابونه
موږك واورېده توبه د پيشو جاني
استغفار او ډول ډول قسمونه
د پيشو ژړا يې وليده په سترګو
چي كول يې د قبلې پر لور خواستونه
وروسته ورو سوه د موږك خوا ته روانه
ويل واوره ما خوړلي سوګندونه
باقي ژوند به مي طاعت او عبادت كړم
په پرهېز به تېروم پاته كلونه
كه چا غوښي په خيرات كي راكړې خورم يې
نور پر ما باندي حرام ژوندي ښكارونه
نور له غار څخه راووزه موږك جانه
د كندو په مخ كي جوړ كړه اتڼونه
مبارك دي د كندو غوړي مېلې سه
ځه خوښي كوه نڅا كوه رقصونه
پر دنيا درته څوك څه ويلاى نه سي
دې جهان كي ځانته جوړ كه جنتونه
موږك واورېدې خوږې خوږې خبري
نه يې پښې په حركت سوې نه لاسونه
د پيشو د نصيحت اثر ونه سو
و موږك ته يې معلوم زاړه مكرونه
نور پيشو سوله له غاره څخه ليري
ويل ګوره زه پر شا اخلم ګامونه
كه له دې تر هغه غاره پوري ولاړ سې
در كومه تا ته لوى لوى انعامونه
يو به در كم د كندو اختيار په لاس كي
بل درښيمه د وريجو ګودامونه
د غوړيو ذخيرې ته به دي بوزم
تر قيامته به در غوړ كمه برېتونه
تر خپل غار پوري به دونه بوره يوسې
چي بسيا دي اولادونه سي نسلونه
د موږك تر خولې اوبه راتويېدلې
تصور ته يې راتلل ټول نعمتونه
مګر تېره يې پيشو كړه له نظره
ژړي سترګي سپين تېره تېره غاښونه
ويل ما لره د غار قناعت بس دى
خداى دي تا ته كړي په برخه جنتونه
فاصله ده ډېره كمه انعام زيات دى
په دې كار كي راته ښكاري حكمتونه
هسي نه چي زه له غار څخه در ووزم
ته مي ښخ كې په سينه تېره نوكونه
دښمني مو پخوانۍ ده زر كلنه
زما نيكونو ازمېيلي ستا نيكونه
ستا نيكونو داسي ډيري توبې وكښې
داسي ډېر يې ننګولي محرابونه
داسي ډيري توبې ماتي سوې نيمګړي
نيمه خوا سوله قولونه پرهېزونه
خو ګناه نه د توبې نه د سجدې ده
ستا په خټه كي اخښلي دي ظلمونه
2000- 3- 6