يوه ورځ ملا په خپل كور كي بيده و
په خوږو خوبونو مست لكه مينده و
سپيني غوښي يې خوړلي تر سږمو وې
ښورواګاني يې څټلي د كاسو وې
خورهار يې رسېدى تر ګاونډيانو
حرام كړى يې و خوب د ماشومانو
چي پر اړخ به راواړاوه مېرمني
بيا به ستوني ستغ سو لاندي تر بړستني
تر پخوا به يې په لوړ اواز خوركى سو
لا په منځ كي به زګېروى كله شپېلكى سو
له ناكامه به يې ښځه په ژړا سوه
خپل مېړه يې خواږه خوب لره بلا سوه
نيمه شپه يې د كور مخي ته غوغا سوه
څه سړي وه څه د سپيو هم غپا سوه
وار په وار پورته كېدله آوازونه
د ملا مېرمني ونيول غوږونه
پنځه شپږ ځله يې خپل مېړه ټېله كړ
بيا يې كش يو ځل تر لاس بيا تر سږمه كړ
ويل كښېنه د كور مخي ته جنجال دى
هم د سپيو هم سړيو غالمغال دى
زموږ كوڅې ته به حتماً وي غله راغلي
يا به څوك وي چا وهلي يا وژلي
ملا غاړي كړې تازه يو څه حيران سو
پر اوږو يې كړ پوستين پسي روان سو
په كوڅه كي څراغ نه و توره شپه وه
شپه د ژمي هم سړه وه هم تياره وه
څو كسان وه په كوڅه كي يې دعوه وه
يو له بله يې وهلي وه جګړه وه
ملاجان ته پته نه وه چي د چا سي
چي د كوم يوه دښمن د چا پر خوا سي
يو او بل ته په خبرو په كيسو سو
په تياره كي د جګړې په خلاصېدو سو
چي ملا كړ ځان تيار د جګړې لور ته
چا پوستين كړ له اوږو ورڅخه پورته
چي هر څه يې شاوخوا پسي نارې كړې
چي يې جوړي سوي سوي غلبلې كړې
مځكه چاك سوه پكښي ورك د ده پوستين سو
د ملا مسكين پر كور باندي ناورين سو
خلك ستړي جګړه خلاصه كراري سوه
په تياره كوڅه كي بيرته خاموشي سوه
چي مېرمني يې آغازي كړې پوښتني
د ملا تر زړه وتلې د غم ستني
ويل مه كوه پوښتنه د وګړو
زما پر خوار پوستين جګړه وه د زوى مړو
چي پوستين له منځه ووتى جنګ سوړ سو
بدي ولاړه هر سړى له جنګه موړ سو
په پردي جنګ كي بايللى مي پوستين دى
پر لړمون مي چړې ګرځي زړه مي شين دى
چي ناحقه پردي جنګ ته ورګډېږي
خپل پوستين به يې د غلو په لاس كي لوېږي
له ملا څخه خوابدې سوه عورته
اوس ګيله وكړي له غلو كه له قسمته
ويرجينيا
2002- 3- 13