د خوشحال خان خټك د بهاريه قصيدې په پيروي
هى افسوس چي بيا به رانه سي بهار
نه ځولۍ ځولۍ ګلونه نه ګلزار
نه ښايسته به سي ټالونه په پېغلانو
نه ولاړ به وي زلمي كتار كتار
نه روان به وي همزولي لاس تر غاړه
نه نوروز نه ګل سرخ نه شالمار
نه به ښكلي وي دښتونه په زلميو
نه به پورته له باغونو وي چغار
نه به بيا خوشال ايستلې توره راسي
نه به باز غوندي منګل سر كي په ښكار
نه به سره تبۍ كي مځكه د مغولو
نه لښكر به د غليم كي تار په تار
نه مرغان به د رحمان پر غزل ژاړي
نه بې ګوري څوك فالونه پر ګفتار
نه به څوك د قناعت په اطلس وياړي
نه به ګرځي په خرقه كي شهريار
نه به كړنګ و شنو پيالو ته حميد وركي
نه به شونډي پكښي ويني د خپل يار
نه به اوښكي تويوي پر مسافرو
نه به فرش كي په لېمو دلبر ته لار
مهاجري سولې ورځي شبستان ته
د تورتم لښكر نيولى د لمر ښار
نه د زركو په نارو دي غرونه ښكلي
نه بازان خوني منګول تېره منقار
نه نارې دي د چڼچڼو د قمريو
نه شاهين پسي وتلى دى په ښكار
په ګزمو د شيطانانو سترګي ګرځي
منګي نسته پر ګودر باندي كتار
پاولي نه كوي شرنګى پر ګودرونو
پېغلي نه لري خالونه د سينګار
نه غوټۍ دي د سوما له اوبو مستي
نه لښكري د بورا ګرځي خمار
نه وږمې ګرځي په شپو كي د ګلونو
نه شبنم له غونچو الوزي سهار
هره خوا ګرځي لښكر د صيادانو
اوس بلبل ترانې نه وايي په جار
د نارنجو ګل به څوك ګرېوان ته يوسي
محتسب چي وي وهلى ننګرهار
څوك به وليكي خاټول ته غزلونه
د مرګي لښكر چي پروت وي پر مزار
ګناه كاري سوې جنډۍ د زيارتونو
نه سخي سته نه لمن د لاله زار
جنازې دي چي را اوري پر كورونو
مستي نه لري كوڅې د كندهار
ستا په نوم چي ورانوي د وطن څلي
ربه ته يې په لعنت كه ګرفتار
د احمد پر مېنه مه واى زېږېدلى
مه يې مور د دې وطن واى مه يې پلار
نن يې اور د جنازو پر وطن بل كړ
هم لښكرو د غلام هم د بادار
خدايه يو زخم خو نه دى چي به جوړ سي
كال په كار دي پرهارونه وار په وار
چي به ويښي په نارو وې د نكلونو
له هغو كيږديو پورته دى كوكار
چي دښتونه يې وه ښكلي په اورونو
له هغو خېمو كچكول باسي مالدار
نه شپانه سته نه كيږدۍ نه رمې ګرځي
نه په دښت كي د لېوانو پروت دى ډار
خدايه وركي سوې شملې د شملورو
نه سرونه سول راپاته نه دستار
له قاصده سره نسته پيغامونه
بدشګون دى سترګي سرې دي د رويبار
رباتونه نابلده راته ښكاري
قافله پر كومه ځي كرار كرار
توره شپه ده كنډوونه كږلېچونه
يا به ړوند وي يا جاهل كاروان سالار
له خزانه تر خزان پوري ژوندون دى
نه يوه لحظه سكون سته نه قرار
هره ورځ يې له دوږخ څخه راوزي
پر تندي د هري شپې ليكلى نار
هر ساعت يې قيامتي اورونه اوري
زخمي كډي باروي زړونه افګار
كور او كلي د سكروټو كروندې دي
ورور له وروره زوى له پلار څخه بېزار
لا ټولۍ د لېوني محتسب ګرځي
نه پر سد يې دى پرې ايښى نه هوښيار
د مطرب له شهبازونو اوښكي اوري
نه په سور كي يې رباب دى نه سيتار
نه په غلا نه په ښكاره يې ديدن كېږي
د جانان كوڅې نيولي دي اغيار
نه ساقي ډكي پيالې راوړي محفل ته
نه ياران دي په مستيو كي سرشار
نه د ګل په نصيب سرې شونډي د پېغلو
نه بورا سينه څيرلې ده په خار
ځه په مخه دي ګلونه پسرليه
درته نور به وي ملكونه انتظار
دا يتيمي څڼي نه غورځي اتڼ ته
دا زوى مړي تا ته نه دي د روزګار
ته د كونډو اوښكو نه يې د پوښتني
د زهيرو زړونو مه اخله آزار
جهاني د خوشحال خان له بركته
د سكروټو په قلم ليكي اشعار
ويرجينيا
2001- 1- 3