د بنګلو نجلۍ )بيلي جويل(
دا په لوړو بنګلو كي د ښار اوسي
زما په شان غريب يې هيڅ نه دى ليدلى
نه يې مور كله كيسه ده ورته كړې
نه يې خيال ته داسي څوك دى ورغلى
دا نجلۍ ده نازولې د قصرونو
ورته نسته لار د پلونو د خوارانو
نن يې زړه ته ده زما مينه ورغلې
نن د بخت په ازمېينه ځم يارانو
نن يې كړې فيصله د ژوندانه ده
نن سپاري چا ته جلو د خپلي ميني
نن به زړه د چا له زړه سره پيوند كړي
تودوي د چا په وينه خپلي ميني
نن يې زړه غواړي چي ځان لره پيدا كړي
يو غښتلى په زړه كلك له غريبانو
خو له ما څخه اختيار دى ميني وړى
زه له دغي ډلي نه يمه يارانو
دا په لوړو بنګلو كي د ښار اوسي
ما د دې نړۍ هرګز نه ده ليدلې
زه د دې دنيا ته نه يم ورغلى
ما لا خپله طالع نه ده ازمېيلي
ستړې سوې ده په سپينو بنګلو كي
زړه يې شين دى له هغه ژوندونه ژاړي
د غټانو له زامنو ده بېزاره
نن يې زړه د غريبانو سره غواړي
نن كه نه سمه ور وړلاى مرغلري
يوه ورځ به مي راخيژي د بخت ستورى
پرې به جوړ كمه باران د سرو او سپينو
په ټولۍ كي د سيالانو به مي ګوري
هغه ورځ به دا زما په مينه وياړي
راسره به وي پر څنګ باندي روانه
په ورو ورو به اخلي ښكلي قدمونه
لكه زركه لكه سروَ خرامانه
نن يې زړه غواړي چي ځان لره پيدا كړي
يو غښتلى په زړه كلك له غريبانو
خو له ما څخه اختيار دى ميني وړى
زه له دغي ډلي نه يمه يارانو
نن يې زړه ته زما مينه ورغلې
ما هم زړه په بنګلو كي دى بايللى
ور روان يمه د بخت په ازمېينه
نازولي ته مي واك دى ورسپارلى
ويرجينيا
1999- 5- 31