زنداني خيالونه
ما ويل زه به يوه ورځ د پسرلي په سهار
چي مځكه سره او شنه وي
چي د بوډۍ په ټال كي
غزلي ناڅي ترې نظمونه اوري
چي د توبې پر لغوړنو پر چاودلو شونډو
كيسه د ذكر زنګ وهلې نيمه خوا ويده وي
چي له محرابه سجدې نه راپاڅي
چي شيخ د خپل قهر په اور كي سوځېدلى پروت وي
چي په جومات كي غځېدلى پروت وي
چي د نې او د خُمار سندري
چي د جانان او د نګار سندري
چي د ساقي او د خپل يار سندري
هم له شبنمه هم له ګلو خوځي
هم له نرګس هم له سنبلو خوځي
هم له اوربل هم له كاكلو خوځي
له شونډو خوځي له سرو مُلو خوځي
زه به راځم پر هغه لاره باندي
چي تا په مياشتو په كلو څارله
چي تا په اوښكو په سلګو څارله
تا په دعا، تا په تعويذ، تا په فالو څارله
زه به راځم لكه د تلليو مرغكيو په څېر
د پسرلي د توتكيو په څېر
او راسره به وي د سپينو مرغلرو امېل
زه به كيسې د پردېسيو كوم
ته به كيسې د شوګيريو كوې
زه به له ګل څخه فراق ژاړمه
ته به نكلونه د اغزيو كوې
زه به دي غېږ كي نيسم
ته به مي غېږ كي نيسې
يوه شېبه به شوګيرونه هېر كو
د خيال په تاو به خزانونه هېر كو
اوښكي به هيري كو غمونه هېر كو
خو ګراني كله د زمان بندېوان
دا د عمرونو د زندان بندېوان
په زړه ظالم د شنه آسمان بندېوان
زما د خيالونو زولنې ماتوي
يا ستا د اوښكو سلسلې ماتوي
دا په زړه سخته زمانه
كله ارام ته پرېږدي
د پردېسۍ ستړي خپاره خيالونه
د بې وسۍ زخمي زخمي خوبونه
واشنګټن ډي سي
2000- 11- 1