ځوانيمرګي ځوانۍ څه وې
سپيني ږيري مخ دي تور سه
مرور يم تر قيامته
ځه كلونه دي په ګور سه
ځوانۍ چيري مي كړې وركه
چېري ولاړې ښكلي نجوني
چي ښايستې ونې يې ګورم
رانه ليري ځغلي نجوني
خدايه نغده مي راوړې
پور ته نه يمه راغلى
پنځه ورځي مي زلمى كه
ژوند مي ټوله دربخښلى
چي بيا زه يم بيا ياران وي
بيا سبزه وي بيا ګلان وي
چي بيا مى وي بيا مستان وي
د شرابو رود روان وي
پيالې سر پر سر تشېږي
ښاخلې بند پر بند ماتېږي
ويني وار په وار تودېږي
مرګ او ژوند دواړه هېريږي
شرنګ سي پورته له ربابه
لمبه خېژي له دريابه
شيخ توبه كي له كتابه
پرهېز مات كي له شرابه
له پايكوبه د يارانو
شپې سي اور د رقيبانو
ورځي توري د شيخانو
ژوند اغزي د غليمانو
يو د بل په سترګو پايو
زه او يار مي لاس تر غاړه
يو په بل كي سره ورك سو
په يوه هستي كي دواړه
هم ډكېږي هم تشېږي
صُراحي او ګيلاسونه
له مستانو نسكورېږي
د سرو مُلو ډك جامونه
نازولې ساقي ګرځي
لكه څانګه د ګلونو
چي خمار مستي يې څاڅي
له سرو سترګو له لاسونو
خدايه سپين وېښته مي واخله
په رګو مي كړه اورونه
بس پنځه شپې مي زلمى كه
نور در ونيسه كلونه
چي توبه وي له حسابه
زه هغسي مستي غواړم
چي پرهېز وي له كتابه
زه هغه كلونه ژاړم
او كه دا نه وي خالقه
بې اجله درنه ولاړم
ويرجينيا
2002- 3- 13