مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د ثريا پر مزار

زما د ګران دوست او ځوان شاعر هادي هادي د هغه شعر په جواب كي ليكل سوى دى چي، ستا به باور نه راځي، تر عنوان لاندي يې په جلال آباد كي د ملكې ثريا پر مزار باندي ليكلى دى. ثريا ته يې ويلي دي چي ستا به باور نه راځي چي ستا په وطن كي پر ښځو څه تېرېږي.

واه زوروره څه په لوړ آواز سندري وايې
ستا په سندرو كي ږغونه د پېړۍ اورمه
لكه له منځه د وحشي او توپاني سمندر
زه ستا آواز د بې وزلانو له بېړۍ اورمه
د غرونو منځ كي له درو له ګړنګونو څخه
يوه خوږه يوه اشنا غوندي شپېلۍ اورمه

څومره زړه ور يې چي لا نوم د ملالۍ يادوې
د ثريا د قبر سر ته يې لنډۍ يادوې
لا دي د زړه خواله راوړې د نازو لوڼو ته
لا په دښتونو كي سندري د كوچۍ يادوې
لا دي ژوندۍ ده په سينه كي سوځېدلې مينه
لا ماښامونه لا اورونه د كيږدۍ يادوې
لا دي خوبونو ته راوزي خپلي دنګي نجوني
لا د ګودر سره پاولي او غاړګۍ يادوې

اوس دي هغه ښكلي پېغلوټي بې پاوليو ګرځي
اوس بې پوړني ببر سر بې غاړګيو ګرځي
اوس يې سندري په دښتونو كي شپې نه ويښوي
چي د شيطان محتسب سترګي پر كيږديو ګرځي
هغه ښايستې د غزلونو د شعرونو سترګي
له اوښكو سرې دي شوړېدلي په زاريو ګرځي
اوس د دېوانو د شامته ښكلا وتورېده
د ترابان په كور كي پوځ د شاپېريو ګرځي
اوس يې په مېنه كي د توري بلا مور لنګه ده
په پېښور كي په كوڅو كي د پرديو ګرځي
هغه ښايستې په تورلېنګيو كي پلو ګرځوي
د ګيدړانو كره لوڼي د زمريو ګرځي

د ثريا د خويندو ميندو هديره وركه ده
د ښكليو لوڼو يې كلا وركه دېره وركه ده
اوس د زلخوږي ابوجهل د لښكر له جوره
په ماښامونو كي لمبه وركه خېمه وركه ده
څوك د تورونو څوك سنګسار دپاره جوړي نجوني
پر سوركۍ شونډو يې د ژوند بله كيسه وركه ده
اوس نه په ورا نه په اتڼ نه په مېله راوزي
د ژوند له خوني يې رڼا وركه ډېوه وركه ده

په دې تورتم كي به له چا سره غمونه ژاړو
اوس به د كومو ځوانيمرګو لحدونه ژاړو
د كومو كونډو كومو بورو كومو ورارو سره
د چا كيسې او د چا شناختي او قبرونه ژاړو
د بې عزته محتسب دُره عزت لوټوي
د چا پر ولي پر ناموس باندي زخمونه ژاړو
دلته به څرنګه ګرېوان د زورورو نيسو
دلته به چا سره دردونه پرهارونه ژاړو
دلته مو وژني د نصيب د فيصلو په حكم
وايه له چا سره دا تور عدالتونه ژاړو
اوس د بابا پر مېنه حكم د اورنګ چلېږي
د پردۍ توري به موږ چا ته ګوزارونه ژاړو

ګوره هادي ! نن دي پر خويندو بدي شپې راغلې
د رڼاګانو په وطن كي دي تيارې راغلې
چي پايزېبونو به يې شپې له كېږدۍ وشړلې
هغو پاپيو ته نن توري زولنې راغلې

خو كه دا مېنه په ريشتيا د ملالۍ مېنه وه
كه د نازو او ثريا او تورپېكۍ مېنه وه
كه په ريشتيا زمريو ميندو وه راوړي بچي
كه په ريشتيا د عُقابانو د ځالۍ مېنه وه
كه د شهيد مين په وينو چا خالونه وهل
كه د ګوليو په باران كي د سيالۍ مېنه وه
كه چا دې خاوري ته د وينو اوبه خور وركړى
كه د اتڼ كه د پايكوب كه د مستۍ مېنه وه

نو پر دې خاوري داسي ډيري زلزلې راغلي
دې هسكو څوكو داسي ډيري حادثې ليدلي
دلته مرګي موږ ته په زر ځله خېمې وهلي
د بورو ورارو سترګو ډيري جنازې ليدلي
موږ له ازله د توپان په شپه كي وزېږېدو
دې سمندر كي له پېړيو مو څپې سهلي

كه ژوند باقي و يوه ورځ به مو بيا ښكلي نجوني
لكه د غرونو غرڅه مستي نازولي نجوني
بيا پر واټونو ډلي ډلي په سېلونو ګرځي
زما د كابل هغه ښايستې هغه ښاغلي نجوني
بيا به په سرو منګلو زړونه له كوګله كاږي
په شرنګا شرنګ به را رواني وي منلي نجوني

بيا به د سترګو تر كونجو ګوري مكار محتسب
موږ به پر نويو پاڼو نوي حسابونه ليكو
بيا به د شعر پر مځكه وكرو د ميني فصل
بيا به له سره نوي نوي غزلونه ليكو

واشنګټن ډي سي
2001- 9- 9
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery