دشهادت کيسې
چا مې د مات، زخمي زخمي
او مړاوي شوي خوب تعبير ونه کړ
چې مې د اوښکو د ګلونو نندارې ته
ددې لرې وطنونو له باغونو نه
د شاتو مچۍ ولې راځي؟
چامې د زړه د وينو سين کې
وينې څښونکي کبان ونه ليدل
چې يې د مستو خنداګانو
او پيالو له کړنګهار نه يې
دې لوى کلي او ټول وطن ته خوب نه ورځي.
چا د اسمان له چاودي زړه
زخمي سينې
اوله ويرجنو سترګو ونه پوښتل
چې د سپوږمۍ ناوې
د هسک د واټ په منځ کې
د شهيدو ستورو وينو نه
پر مخ ولې خالونه ايښي؟
او شپو ته بولي
د اسمان د طلايي بڼ
دهر ګل او سرې غوټۍ
د زړه چاودون او شهادت کيسې.
١٣٦٨/٤/١
درې نومونه
زما د شتو پوښتنه ولې کوئ؟
زه مې د ژوند لپاره
درې نومونه ښکلي
اوله هر څه نه سپېڅلي لرم:
شعر،
شراب،
اود شنو ولو د شنو څانګو غرمو سيورى.
١٣٦٨/٤/٥
کابل
د ماضي پاڼه
د سرو وينو پرون وينم
چې دنن شفق ته ګورم
راته تېرې کيسې ښيي
د ماضي پاڼه اينه شوه.
چې کې لوى سمندر وينم
په باغي څپو کې لامبم
د زمان ګلونه مينځم
د ازاد ساحل په څاڅکو
د نجات پر بېړۍ سپور يم
کله تندر کله کله اور يم
ړنګوم د سکون څلي
ويښوم د ماڼو کلي
هر محل راته ميوند دى
هره دښته تاتره شوه.
چې کې لويو غرو ته ګورم
ټول جهان راته شمله شي
دا کږې وږې درې مې
راته رزم شي، جګړه شي
هره تيږه د وطن مې
د جرګو لويه دېره شي
هره چغه دبابا مې
پر ((لاتيانو)) زلزله شي
هر يو توغ، هره جنډه مې
دپرنګ پر سر لمبه شي
هره پېغله د وطن مې
ملالۍ شي، زرغونه شي
چې دا مسته برېښنا وينم
راته توره شي تياره شي
د پرون غرور ته ګورئ!
چې زموږ د لاس وسله شوه.
لا د هسک څڼو کې زانگي
دا اسمان اسمان خيبر مې
دا دننګ د کسو تورشو
دا جهان جهان سپين غر مې
لا د فتحې سرود بولي
دا ميوند ميوند سنګر مې
د دښمن پر مرۍ چورلي
د غازي ادې خنجر مې
لا د تورو ګوزار غواړي
د زلمي شهيد ټټرمې
زېرى! زېرى! چې لا سره مو
د ننګونو معرکه شوه
دا په سرګټلې لاره
بيا زموږ په وينو سره شوه.
١٣٦٨/٤/٧
کابل
حاصل
بيا مو په کليو، کروندو کې
د ماتم د ماښامونو ډمې ونڅېدې
بيامو د ژوند واټ
د سرو اوښکو دماښام شفق
په وينو سور کړ.
او په دې ستړيو کروندو کې
د غنمو او ګنيو د هر فصل پر ځاى
هره شېبه د ځوانيمرګ ژوند
اود سرو وينو حاصل اخلو.
١٣٦٨/٤/٢٦
کابل
دا ستوري هم تويې شول
دا ستوري هم تويې شول
دا سپوږمۍ هم بوره شوه
او ددې شپو تورو ځنګلونو کې زېږېږي
او لوېږې د شرمښو
او د دښتو د بګوو بچي.
دا ستوري هم تويې شول
دا رڼا هم مړه شوه
او د زړو کېږديو منځ کې
دکوچنيو ماشومانو د خنداوو
او په غرو کې د زاړه شپونکي
د ((هاى هاى)) اوازونه پټ شول.
دا ستوري هم تويې شول
سبا به لمر هم مړ وي
او موږ د شپوبنده ګان خاندو
د رڼاوو د مرګونو
او شهيدو ښکلو ستورو
ډلوډلو جنازو پسې.
١٣٦٨/٥/٤، کابل
هغه ورځ...
بيا به سره لېچې د رامبېلو
زموږ د کلي د ګلابو
له شينکي قده راتاو، راتاو شي؟
بيا به د سرې غوټۍ ډولۍ
د پسرلي پر مرمرينو اوږو
راشي زموږ د کلي باغ ته؟
بيا به د غرونو
د زاړه شپونکي
د بين د زړه
زخمي اسويلي ساه واخلي؟
بيا به زموږ دکېږدۍ مخه
د وريو له سپېڅلو او معصومو اوازو ډکه شي؟
هوکې!
همداسې به شي
غرونه به هست شي
او دا دښتې به
له ډېرو ترانو ستړې شي
خوهغه ورځ چې:
زما پر قبر
د پولادو شناختې هم ويلې وي؟
١٣٦٨/٧/١٨
کابل
که سپوږمۍ نه واى
که سپوږمۍ نه واى
زموږ د شنه ښکلي اسمان کلي کې
زموږ د باغ خوږو انګورو به
د چاله حسنه رنګ اخيسته؟
او د کوچيانو کاروانونو به
پر کوم لورې مزلونه وهل؟
که سپوږمۍ نه واى
زموږ د شنه ښکلي اسمان کلي کې
د مساپرو سلامونه به له لرې وطنونو
د اشنا سترګو ته چا رسول؟
او زموږ کېږدۍ به
د تورتم له خونړيو لاسو چا ژغورلې؟
که سپوږمۍ نه واى
زموږ د شنه ښکلي اسمان کلي کې
د شعر پېغلې به تنکيو اننګيو ته
د مينې خال له چاپوراوه؟
اود وختونو تروږمۍ کې به
د ژوند او داميد ګامونه چا اخيستل؟
کښت دې سمسور سپوږمۍ!
ژوند دې زرغون،
ځواني دې هسکه او ښېرازه اوسه!.
١٣٦٨/٧/٢٤
کابل
لمبې په دام کې
دلته غوټۍ له ډېرې تندې وسوې
دلته د باغ ډيوې سوې قتلې
د اغزو پر خونړيو لاسو
او دلته ځمکه شوه د سربو
او اورونو پر غرمو بدله.
دلته په کليو کروندو کې
د ماتم د ماښامونو ډمې ونڅېدې
بيامو د ژوند واټ
د سرو اوښکو دماښام شفق
په وينو سور کړ.
او په دې ستړيو کروندو کې
د غنمو او ګنيو د هر فصل پر ځاى
هره شېبه د ځوانيمرګ ژوند
اود سرو وينو حاصل اخلو.
دلته په سترګو کې
تنکۍ اوښکې هم وچې شولې
دلته سيندونه، ګودرونه
او ويالې تږي شول
((دلته ډوډۍ وږې ده)).
دلته د شنه سپرلي د ګلو د زېږېدا
او شهادت نېټه راغبرګه شوله
او زموږ په مينو او جونګړو کې
خواره لوګي
زموږ دژوند د پاى ټکي شول.
دلته وطن په وينو سور دى
او لګيا دى زموږ د وينو پر مدار څرخي
دلته زموږ داوښکو سين کې ملايک او شيطانان،
اوپرښتې او تور دېوان سره په ګډه لامبي
دلته غرونه غرور مات دى
او هر سين ته اتکړۍ دي پرتې
دلته د اورلمبې په دام کې نيسي.
دلته اوبه، دلته اورونه، دلته خاوره
او بادونه رانه غلو وړي دي
دلته د سترګو له ککيو نه قي شوى
د شملو او لوپټو انځور
دلته زموږ د لاس تسبې او س د لوليو
او لغړو فواحشو په غوږو کې زانګي
دلته ويالې تږي دي
((دلته ډو ډۍ وږې ده)).
١٣٦٨/٧/٢
کابل
ښېرې په مالت کې
جانانه! دلته مه راځه لمبې دي په مالت کې
زندۍ دي زولنې دي، غرغرې دي په مالت کې
چې ته به لوبېدې پکې اوس هغه ګلان نه شته
ايرې دي په مالت کې، هديرې دي په مالت کې
د مينې ګودر وران شو د منګيو کتار مات دى
له سرو وينو نه بيا جوړې ويالې دي په مالت کې
سبابه وي منم خو په ماحول کې دکوډګرو؛
په موږه خو خورې ورې تيارې دي په مالت کې
ذره هم ستړى نه شو پر موږ زور د ستمګرو
هر څومره که ژړا وې دي ښېرې دي په مالت کې.
١٣٦٨/٨/١٤
کابل
اس (١)
هغلته لرې يو سپين اس ولاړ دى
لکه د ګلو پرخه
لکه د قو بڼکه
لکه دښکلي يار د سپينو غاښو سپينه برېښنا
لکه اوبو کې د ښايسته وو ښاپېريو د مړوندونو سيورى.
هغلته لرې يو سپين اس ولاړ دى
لکه د ستورو اوښکه
لکه د ټولې دنيا سپينه نازولې سپوږمۍ
ورپسې منډې وهم
چغې وهم
تښتي رانه
راځنې کرکه لري
فقط همداسې لکه ته چې رانه کرکه لرې
منډې وهې
تښتې رانه
هلته يو اس ولاړ دى
هلته يو اس ولاړ دى
لکه د ګلو پرخه
لکه د قو بڼکه.
١٦٨/٨/١٥
کابل