هيلۍ
پاڼې را ورژېدې
څانګې بربنډې شولې
کفن د سپينو واورو واغوسته
د ځمکې ادې
کنګل زموږ په ويالو کې
د اوبو له ستوني ساه واخيسته
او ځوانيمرګ شول د سيندونو
نازولې کبان
نو اى هيلۍ!
وزورنه پرانېزه ورځه
دغه ماحول
ګرانې! دا ستا د اوسېدو کله دى؟
١٣٦٨/٩/٢٢
کابل
سلامونه
هلته چې شنه ښکلي بادونه
غوړوي پر شنو ګنيو
د شنو پرخو امېل،
هلته چې ويالې دي
د جل په موسمونو کې
د ستړيو پرديسانو د غرمو څپرې
اودوېالو رڼې اوبه دي
د سپوږمۍ دپېغلتوب اينې
اشنا! همغلته زموږ کلى دى
زموږ د ژوند هغه ويالې
او کروندې هلته دي
ګوره! که راغلې کله زموږ
دغه زاړه، دغه کوچني کلي ته
ماته پلو کې
زموږ پټيو نه د تلليو
((قځلاخو)) سلامونه راوړه!.
١٣٦٨/١٠/٨
کابل
غلا
نن مې مودو نه پس په سترګو کې
د خوب پر ځنګله اور ولګېد
خو سپين سهار ړوند شو
نن مې د کور په دېوالونو کې ځنګېږي
د ځوانۍ د زړه چاودون
اودګناه يو وېروونکى انځور
کور مې لوټ شوى خوبه!
صدف په ناړو باندې لوند دى
مرغلرې ورنه غلو وړې دي:
زما دمور دلاسو نښې ها سپېڅلې تسبې
او په انګړ کې
د انګورو دتاکونو هغه ښکلې، هغه مستې شنګلې.
١٣٦٨/١٠/٢٣
کابل
ماڼو ته سرود
موږه دې وينو ماڼو!
موږه دې وينو بېړۍ!
ماڼو! زموږه دلته يو ګودر اباد دى:
د زلميو او د پېغلو د تنکيو زړو د وينو ګودر
دلته زموږ د وطن ميندې د کوډلو
اود ورانو کلاګانو انګړونه
هر سهار په خپلو ستړيو ستړيو اوښکو مينځي.
زموږ بوختيا: وير سره غاړه غړۍ
زموږ ((مېلې)) پر هديرو، ټولېدل
او ټنګ ټکور مو: د ګوليو نڅا
ژوند مو د اور او د ايرو
او دسکروټو او سپرغيو
يوه تکه سره بټۍ ده ماڼو!
مړي مو کور کې مساپر
او د ځنګلونو شرمښانو خوراک.
خو موږ دې وينو بېړۍ!
موږه دې وينو د توپان او ګردابونو په سرونو
د ګلونو او عمرونو لالهاندې بېړۍ!
موږه دې وينو د ياغي سين په موجونو کې
چې اوړې او را اوړې
غورځې، پرځې
او را وخوځېږې
د څپو پر غرونو لارې باسې.
موږه دې وينو ماڼو!
موږه دې وينو چې ((سلام)) ته دې هر ګام کې
د وختونو لېوني پېريان
د شپو له ځنګلونو وتي
موږه دې وينو چې دې ښکار ته
هر څپک کې
دنهنګو وينې څښونکى لښکر ناست دى
له غاښونو نه ارې جوړوي.
موږه دې وينو چې د درد کومي کې ساه وباسې
موږه دې وينو چې يوه تڼاکه مړه نه وي اوبله درځي
موږه دې وينو چې د ژمي باد دې ژامو کې ډبره شوله
تاوه را تاوه شوله.
موږه دې وينو ماڼو!
چې هره ورځ او هره شپه، هره ګړۍ راته دا ستا
د سفرونو اومزلونو د ګامونو ښکالو
دلته راځي
موږه دې سوز، موږ دې ګداز اورو
موږ دې په لاس کې د ورغوي کرښې دلته لولو
ماڼو ورځه!
ماڼو وردرومه، سفرکم مزلونه لږ پاتې دي
د ستم زور اوبه دى.
که چېرته تم شې ماڼو!
اود ساحل پر لوري لار ونه کړې
د وخت پر پاڼو به ورستې شي تورتمونو کې
د ستړيو قافلو ديون سپېڅلې کيسې
د ګلکڅونو شنې ريښې به چېرته هم
د شنه ساحل پر ازادۍ باندې باور ونه کړي
موږه د مرګ او د ژوندون پر تمځاى ناست يو
ستا هر ګام ته موله زړونو نه
د وينو مشالونه ايښي
موږ دې هر ګام او هر قدم
د خپلو اوښکوپه دې ماتو، تکو سپينو مرغلرو مينځو.
راته هادي شه ماڼو!
راته هادي شه ماڼو!
١٣٦٨/١١/١٠
کابل
لاس راکوې او که نه؟
بيا د اسمان دروازې بېرته شوې
باران دى چې ورېږي پسې
خو د سرو وينو باران
ځمکه شوه ټوله سرترپايه پر چينو بدله
د سرو لمبو په چينو
دنيا مو ټوله په ناپايه سمندر واوښته.
((نوح)) بيا دعا د مرګ
دو خت د ګناه کارو کړې
موږ ګناه کار چېرته يو؟
نه خو مو چاته لېونى ويلى
نه موپېريان د چا د عقل غله ګڼلې چېرته
خوځو ډوبېږو بېګناه
د سرو اورونو د موجوو سين کې.
اى د ((جودي)) پر غرونو ناستې
زموږ د ((نوح)) بېړۍ!
موږه په خپله لېوني يو
او پېريانو رانه عقل وړى
لاس راکوې او که نه؟.
١٣٦٨/١١/١٦
کابل
موسم
بې له تا دوينوشپې شوې، مېلمنه مو شه د کلي
د (زيوس) د کال وړانګې ((اتنه)) موشه د کلي
ځو چې غار په وينو لوند دى، ګډوي لوگي د غوښو
څويو سترګى دېو پاچا دى نو وسله مو شه د کلي
د تيارو اوښې ګونډه دي ژوندترې ساه ايستلى نه شي
د سپوږمۍ د روح اينه شه او ډيوه مو شه د کلي
ورته ېوې لولۍ سترګک کړسکندرتخت دجمشيد وسو
دا مړژواندى قوم راويښ کړه زلزله موشه د کلي
چې دژوند هره چينه يې تر هر پل لاندې کړه وچه
دا د مرګ په سره موسم کې ته قبله مو شه د کلي.
١٣٦٨/١١/٢٦
کابل
زما ليلا
زما ليلا د شنو نارنجو د باغچو ونه ده
چې د سپرلي باد يې د ګلو د وږمو سپينو چينو کې
د خپل ټول عمر مزلونه مينځي.
زما ليلا د شنه اسمان د لويو کليو
دا سپوږمۍ پېغله ده
چې تورو شپو کې څانګه څانګه شي
د دښتو او ځنګلونو تورو څڼوته
غونچې د مرغلرو وايي.
زما ليلا د چنارونو او سپېدارو
ښايسته مرغۍ ده
چې چېرته ښاخ له ونې وزېږي
نغمې ورته دعشق او دپاکۍ غږوي.
زما ليلا د هسکو غرونو د سرونو
د کېږدۍ کوچۍ ده
لکه ګوربت يې پر ژورو اوپر تړو
کږېدل نه دي زده.
زما ليلا د شنو بادونو د چينو
هغه رڼه سترګه ده
چې چېرته ګرد پر رڼا پرېوزي
پرې وږمې د ازادۍ وروي.
زما ليلا د خداى دکلي د شنه باغ
دهسکې ونې سره مڼه ده اشنا!
چې د جنت وږي يوازې د خپل حسن
او رنګونو په کاسو مړوي
او تويولو ته يې لاس د قدرت هم نه رسي.
١٣٦٨/١١/٣٠
کابل
مېرمنې ته مې:
ستا وفا
مادې په زلفو کې
يو ګل د وفا کېښوده
تا مې شملې ته
د ځوانۍ شېبې
غونچې غونچې کړې...
کيسې
سوړ ژمى اوبه شو د سپرلي هنګامې چېرته دي؟
دا زموږ دتږيو هغه ډکې کاسې چېرته دي؟
شپو کې لګېدلې د زلمې شهيد پر قبر چې
اوس موپرشهيد وطن دا ورکې ډيوې چېرته دي؟
زموږه خو يادېږي دپرديو هم بېوسه مرګ
سرې جنډې رپېږي پرې؛زموږهديرې چېرته دي؟
زموږ د ټنګ ټکور هوجرې، زموږ د محبت کلي
زموږ د شمله ورو هغه لويې دېرې چېرته دي؟
شته دلوپټو غرور او هسک دى دپګړيو غر
اوف چې دپښتواوپښتونوالې کيسې چېرته دي؟
١٣٦٨
کابل
لکه سپېڅلى لوګوس
ته د زنبقو د تنکيو اننګيو
د شبنم څاڅکو کې
دانه دانه د پسرلي ښکالو کې وټوکېدې
لکه سپېڅلى ((لوګوس))
لکه د وينې د زلمي شهيد سوري ټټر کې.
ته د باران او سپيونو واورو
له معصومې او سپېڅلې بېګناه لمنې
زما دزړه پر جل وهلې دښتې تويه شولې
لکه وږمه د سهر
لکه کوچنى ماشوم
ديوې بېوزلې مور د وير او د دعا په بدل.
ته دلمرونو د کانونو
او سپوږمۍ له څاه نه
لويه ډيوه شوې
په تيارو شپو کې مې وځلېدې
لکه دړوند لاسو کې ستړې امسا
لکه د تږي مساپر په مخ کې لويه چينه.