زما زوى ارش ته:
ستړي شعرونه
زه دې له لرې نه اواز اورم
زه دې له لرې نندارې کوم
چې لټوې مې سرګردانه نا اشنا کوڅه کې
چې لټوې مې ددې ستړو ميخانو غاړه کې.
خو زه
د شنو ونو د لاندې له خپل سيوري سره
ښيښه د غم دميو لاس کې
له هرګوټ نه وروسته
د اورلګيدو د کوچنۍ لمبې رڼاوو لاندې
ستړي شعرونه ليکم.
هوکې!
د وينو شعر، د غم شعرونه
او ستا د ماتو مړاوو شونډو ارمانونو غزل.
١٣٦٧/٩/٥
کابل
راشئ او وګورئ!
راشئ او وګورئ!
زما د ژوند دا((شنې شنې)) اود ((مستو)) شاعريو شېبې
راشئ او وګورئ!
زما دغزلونو د ميلاد او کوچنيوالي دغه تنګې کوڅې
راشئ او وګورئ!
زما د شعر چغې مساپر ماښام کې
چې په سرو وينو لامبي
چې ستړې ساندې بولي
چې تورتم کې د څو وچو اورلګيدو
دې کوچنۍ رڼا ته
وينه شي،وڅاڅي او ژاړي سربډاله دې کڼې ځمکې ته.
راشئ او وګورئ!
زما دمړو خوبونو د اسمان دا نړېدلې ځاله
راشئ او وګورئ!
زماد غزل سترګو کې
څپې، څپې د وينو او سرو اوښکو چينې.
راشئ او وګورئ!
زما د شعر ګلونه پاڼې پاڼې
الماسي برېښنده غاښو کې دخاڼو پاتې.
راشئ او ومې ګورئ!
راشئ او ومې ګورئ!
چې څنګه خلاص شم شوګيرونه د سهارله شنو بادونو سره
وايم چې نه يې ليکم
خو پاڅم وخوځم او ګرځم
لا هماغسې له غمو ډکو شعرونو سره.
١٣٦٧/ ٩/١٠
شومه دم
راځه چې څه د ستورو د لالونو شومه دم دى
په څڼو د سپوږمۍ کې د ګلونو شومه دم دى
کيسې خو په والله چې د شرابو زړې شوي
جانانه! د سرو شونډو د جامونو شومه دم دى
دشمعې په رڼا کې به مې ستا څېره ليدله
اوس راشه چې مې کور د مشالونو شومه دم دى
خيالونه شول څپې څپې په شنه سين د اسمان کې
ته ګوره چې اشنا! د غزلونو شومه دم دى
زماد انتظار شېبې او ستا نيم کښه سترګې
زما د شوګيرو، ستاد خوبونو شومه دم دى.
١٣٦٧/١٠/٦
کابل
اجمل خټک ته:
شمشاد شمله، زيږې خبرې
ته رانه ځې او زه تڼاکې پر ځيګر ګرځوم
د ذهن باغ کې دې کرم ياد دې پر سر ګرځوم
اشنا! در تلى نه شمه لار ټوله اغزو نيولې
د زړه پر ګل دې لکه پرخه هر سهر ګرځوم
څاڅکى غزل به مې ليکه تابه تر جوړ کړ درياب
اوس به د شعر منګى خالي پرکوم ګودر ګرځوم
بې شکه کور د پښتنو کې لر وبر خو نه شته
چې مې دزړه ((دالان)) نه ځې خاورې پر سر ګرځوم
ستا دا شمشاد، شمشاد شمله او ستا زېږې خبرې
لکه روڼ ستورى په اسمان کې د خيبر ګرځوم
ګوره زاري درته کوم چې درنه نه شمه هېر
ستا د ((غيرت چيغه)) خو زه په لر وبر ګرځوم.
١٣٦٧/١١/٣
کابل
د خاورين کلي ناوې
هاغه ده وينم يې تر خاورو لاندې
يوه سپېڅلې څېره
او يو تنکى ماشوم
چې پوست په غېږه کې نيولى دى د ځمکې ادې
تى ورکوي
او له خاورين زړه نه يې ورکړلې
دتورو تورو وينو لپې.
هاغه ده وينم يې تر خاورو لاندې
يوه رنګينه پاڼه
يوه نازکه لښته
چې شنه بادونه يې خاورين کلي ته ځي
او ورته ساه ورکوي
باران يې زلفې مينځي
اوشنې وږمې يې غوږ ته بولي
د ښايست او د شنې مينې کيسې.
هاغه ده وينم يې تر خاورو لاندې
يوه د حسن ډيوه يوه ښايسته شهزادګۍ
يوه له شنو، سپينو او سرو رنګونو ډکه
نازولې انا.
هاغه ده وينمه يې
چې له خاورين کلي نه راغله
د ښايست پر اوږو.
ګوره سپرلى راغى
هلته يو ګل وټوکېد.
١٣٦٧ کب
کابل
فصل
د خزان رټلى ګل يم پر سپېڅلي بهار سوځم
د ګونګۍ شمعې رڼا يم د شپې زېږم سهار سوځم
ورته اوښکه شم د سترګو زما ستړى سفر ګورئ
لايې کوز پر شونډو نه يم چې په ښکلي رخسار سوځم
د کمڅيو د بڼ ګل وم لکه روڼ د شفق څاڅکى
ستاد تورو زلفو غره ته اوس تنهالکه خار سوځم
د ليلې زړه کې شوې هېرې د مجنون لېونۍ سترګې
ټولو لوزونه ځوانيمرګ شول د وعدو پر مزار سوځم
د وفا دانې مې کښت کړې د جفا فصل زرغون شو
د ژړا چم خو مې نه زده خو د زړه په انګار سوځم.
١٣٦٧ ورى
کابل
ښکاري نظر
زده که دې خواږه نه دي ترخه خو راته ووايه
مات مات دې منګى شه جنۍ څه خو راته ووايه
زه ساده په غورو د لېمو کله پوهېږمه
نيمه راته ووايه د زړه خو راته ووايه
نه وايمه نه چې راته وکړه د وصال کيسه
خير دى يو غزل د بېلتانه خو راته ووايه
ما دې د الفت زړي د زړه پر سر کرلي دي
ته پرې د سپرغو د بارانه خو راته ووايه
سترګې مې باولۍ شوې ستاښکاري نظر ته کېناستې
اوسه يې هغه وخت د قتلېده خو راته ووايه.
١٣٦٨/ ١/١٨
کابل
زړه سوى پر غوټۍ
نازولې غوټۍ راغله
د سپوږمۍ امېل پر غاړه
د سپرلي وينې پر شونډو
او د ستورو د سرو اوښکو
په چينو مينځلې زلفې
دا ډېرۍ د سپينو واورو
د جلګو سپين کفنونه
يرغلونه د ږليو
د يخجنو بادو کړيکې
توپاني خونړۍ ورېځې
دترخو سيليو ژبې
د ګلونود مرګ چغې
د ويرجنو ورځو ميندې
د نېستۍ پر سين لاهو شول
راته سور پسرلى شين شو
زما زړه پر غوټۍ سوځي
زما زړه پر غوټۍ سوځي
چې د مرګ له پولې راغله
له لوخړو ډک جهان ته
د شرابو جام په لاس کې
خماري نشې په سترګو
خو شېبه پرې تېره نه ده
چې بې اور او توپان سوځي
د ثواب بنګړي پر لېچو
له ګناه تشه لمنه
دا زموږ د وينو سين کې
دا زموږ غريب سپرلي کې!!!
١٣٦٨/١/٢٤
کابل
د بې لارو لارو پل
تا وې درځم به
ما مې زړه درته باغچه باغچه کړ
زماد مړه اميد انګړ کې
د نرګسو او زنبقو ګلان وغوړېدل
زماد ذهن د اسمان
د اجل وهلې دښتې
او وچې شوې چينې
لکه د شنه هسک کرونده کې
د سپوږمۍ
او رڼو ستورو د موسکاوو پټي
هاسې پر فصل راغلل
ستا دراتلو د شېبو ټال کې زنګېدم زنګېدم
ستاد راتللو هر قدم ته مې د شعر پېغلې مينځې کړلې
ستاهر قدم ته مې د شعر نازولې وينې وپاشلې
خو ته رانغلې:
خو ته رانغلې د شينکي باد د کمڅيو
غورځېدلې غوټۍ
زماد بې ګله شملې ول ول کې تلپاتې شوله
او هر سهر راته په ذهن کې
دا ستا د قدمونو
دبې لارو لارو پل ښيي.
١٣٦٨/١/٢٩
کابل
سيلۍ
تورې سيلۍ دي په جونګړو کې رڼا نه پرېږدي
دلته دوينو لېوني چيرته خندا نه پرېږدي
چې د اشنا خورو ورو زلفو کې نه شته ګلان
ظالم وختونه د سپرلي ستوني کې سا نه پرېږدي
پرون په کاڼو نن چې داسې په سکروټو لګو
شېبې سلګۍ ته خو مو هېڅکله سبا نه پرېږدي
وينو کې زېږي، پکې لوى شي، پکې ومري بچي
قاتلې شپې دي دعا ګوى کور کې د چا نه پرېږدي
داسې مېلمه شو په وطن راته د مرګ سوداګر
چاته عزت، چاته شمله، چاته حيا نه پرېږدي.
١٣٦٨/٢/١٥
کابل