نصيب
موږ چې له اره د شپو روږدي يو سبا دې نه شي
که په څو شمعوشپې رڼېږي نو رڼا دې نه شي
خيردى زموږ دباغ ګلونه که تالا تالا شول
ستا د ښايست، ستا د کمڅو غرونه تالا دې نه شي
د خپل تندي تياور کې ډوب شوم ستا وربل مې هېر شو
ستادبېلتون خوب مې ليدلى دى رښتيادې نه شي
خوا مو اغزو،لاره اغزو،کلى اغزو نيولى
داسې سپرلي کې که راځې ګلونه رادې نه شي
موږ د تقدير پر ماڼوپه وچ سمندر ټول لاهو کړو
دغه نصيب به وي زموږ خو د بل چادې نه شي.
١٣٦٦/١١/١٣
جلال اباد
انګازې
چوپه چوپتيا ده
لارې چوپې دي، کوڅې چوپې دي
چرګانو نارې نه کړې
ملا اذان ونه کړ.
دا څه سهار دى؟
چې له يوه کوره يو غږ
د يوه ور د خلاصېدلو ونه خوت
چرګانو نارې نه کړې
ملا اذان ونه کړ.
واټونه تش دي
د سوالګرو ماشومانو
پر نازکې چغې پلنې نه شوې
چرګانو نارې نه کړې
ملا اذان ونه کړ.
خو يوغږ اورم،
يو غږ وينم،
يو غږ څښم
چې مې په ذهن کې ژړېږي
انګازې کوي
په ماته ژبه وايي راته:
کارغان راغلل
کارغان راغلل
کارغان تورې غاړې راغلل
واى! زموږ د باغ ګلونه
واى! دا ونې، دا فصلونه.
١٣٦٧ل کال
کابل
ژوند ته ژړا
سترګې دې شته؟
ته راته ګورې؟
غږ مې اورې؟
ژوندونه! نن دې پټو سترګوته
يو غلى مساپر ناست يم
چې اسوېليو ته مې
دباد او توپانونو
د کاروان اوښې ستمى کوي
اود غم اور ته مې
د غرونو
اود دښتو
ډبرينې پښتۍ وسوځېدې
اوښکې مې بېرته خو را!.
١٣٦٧/٢/٢٨
کابل
درشل
چې پر اغزنو لارو ځو سبا ګلونو کې ځو
د عشق درشل ته په سکروټو په اورونو کې ځو
شپو کې دلمر زړي کرو ورېځې په ستورو ولو
پاتې منزل پورې اشنا په سحرونو کې ځو
کږې کوڅې که د سفر څو له تيارو ډکې دي
دوينو سور مشال په لاس کې تورتمونو کې ځو
له زړنو پرخې ووروو پر جل وهلي فصل
شېبې،شېبې لکه وږمې مړاوو باغونو کې ځو
د وصل لاره کې رقيب خير که کوهي کيندلى
سبا به غاړه غړۍ ياره! منزلونو کې ځو.
١٣٦٧/٤/٣
کابل
لوونه
ګډشول هر خواته په کروندو لوونه
موږه کوو د خپل سرو لوونه
ته دې ګلان دلۍ دلۍ وړه پر سر
موږ ته راپېښ دي د غونچو لوونه
موږ د لونګو کرونده کړې وه
اوس پکې کېږي دا غزو لوونه
خواشيني نه يو پر بې سرو تنو
مګر چې نه شي د شملو لوونه
خير دى که نور راکې څه پاتې نه دي
وطنه! ځار درنه د زړو لوونه.
١٣٦٧/٦/٣
کابل
مات خوبونه
هېڅ نه پوهېږم،
چې سبا به مې دماتو ارمانونو
مړاوي شوي بڼ کې
د شنو اغزيو باچاهي
پر کوم ګل اوربلوي؟
هره شېبه، هره ګړۍ مې
دخوږو خوږو خوبونو
دماتېدلو اوازونه اورم.
هره شېبه، هره ګړۍ
له خپله ځان تښتم
هره شېبه، هره ګړۍ مې
څوک له ځانه شړي
د يوه ځنګله پر څانګو ناست يم
يوه سيوري کې مې ځاله کړې
سيورى زما په هره ساه کې
ځغلوي د خپلې ساه تنستې؛
زه،
سيورى،
څانګې،
لاس په لاس د تور ځنګله له پاچاهۍ نه
دغريبې مهاجرې کورنۍ په څېر
په ګډه تښتو.
زه د مزل په هر يو ګام کې
د پرون شاهدان وينم
او د نن شهيدان.
زه مې د غرونو او څېړيو
د ګونګۍ ژبې اورينو افسانو ته ناست يم
چې هره ورځ کې راته ښيي
په خوني ټکو دوينو
او اورونو تاريخ.
زه يې په سترګو کې
د خپل نن او پرون
ماتې هندارې وينم.
زه په زړو هديرو لولم
د نيکونو په لاسونو کې
د نن د زېږېدلو کيسې.
١٣٦٧/٦/١٨، کابل
کوټنۍ
نور مې تر دې چت لاندې
خوبه نه راځي
نور له خټينو دېوالونو
او بامونو ستړى شوى يمه
ماته له دې ځايه نه لېرې
په ځنګله کې
يوه د غوړګو کوټنۍ کوړه کړئ!
١٣٦٧/٦/٢٤
باور
منم د ژمي چې اثر نه شته دى
خو پرسپرلي هم څه باور نه شته دى
ګودر به وي، نجونې به ډېرې وي خو
هغه د ښکليو مازيګر نه شته دى
تڼاکه وم مګر اوبه چې نه شوم
د اتشي سترګو نظر نه شته دى
شپه سبا شوې له مودو ځنې پس
خو زور په زړه کې د سحر نه شته دى
لويې دېرې چې مو اغزو ونيوې
جګې شملې پګړۍ په سر نه شته دى
١٣٦٧/٦/٣١
کابل
د مسکو پېغلې ته
زه چې ګورم ستا د زلفو دمارپېچو غرونو باغ ته
ماته ياد شي
زموږ د پېغلو وران پيکي، ځنګل سرونه
زه چې ګورم ستا د شونډو د شرابو سره لښتي ته
ماته ياد شي
پر وطن مې د سرو وينو ډک سيندونه
زه مې خپل او هم خو ستا بخت ته حيران يم
پر ماکاڼي وروي، پر تاګلونه
١٩٨٨/اکتوبر١٣مه
مسکو
ستړې مور مې
هر څو زبېښمه ورو ورو (د بلبل اوښکې))
هر څو زبېښم د ورېښمو شونډو څاڅکي
هرڅو خېږم د نشو پر مينارونو
لامې مينه تاوده نه وي چې راياد شي
دا زخمي زخمي وطن مې
او دا ستړې ستړې مور مې
هر يو ګوټ شي د شرابو
پيمانه راته د زهرو
راته يادې کړي مچکې
د ملګرو سور ټټر مې.
اى زما وطنه!
اى د مرګ او وينو کوره!
لږ مې پرېږده، لږ مې پرېږده
چې مېلمه يم پس له عمره
د يورپ د ښاپېريو.
١٩٨٨اکتوبر ١٩مه
کيف