هغه شېبې، هغه کلونه
دا چې لګيا يمه زخمونه شمارم
تورو کمڅو ته دې ګلونه شمارم
تا چې پرې ايښى نازولى قدم
هغه کوڅې هغه بامونه شمارم
ستاله رښتيا ستا له درواغو لوګى
څه دې وعدې څه دې لوزونه شمارم
حسن يې يو دى يې مغروره په څه
ته چې خالونه زه داغونه شمارم
ته لوبوه په ګرېوانونو امېل
زه د ګرېوان زاړه تارونه شمارم
حساب يې ورک شي راته راشي خندا
څومره ساده يمه غمونه شمارم
کله به راشې په مزار د ننګيال
هغه شېبې هغه کلونه شمارم.
١٣٦/١/٢٦
خيبري تنده
ټول عمر درنه ده سپکېدو ته يې چې پرې نږدئ
خاوره پښتنه ده او پردو ته يې چې پرې نږدئ
پرېږده خيبري تنده چې بيا په وينو ماته شي
ګرمه معرکه ده سړېدو ته يې چې پرې نږدئ
سره چې وړي اورونه په کمڅو کې د پښتو ناوې
ښه ده چې لمبه ده لوګېدو ته يې چې پرې نږدئ
زلفو د جانان ته چې څو سرې وينې غوټۍ نه شي
لاره تکه سره ده وچېدو ته يې چې پرې نږدئ
نن مې د خوشال توره چې بيا هوس د شرنګ لري
تاوه په شرنګ ښه ده چوپېدو ته يې چې پرې نږدئ
ګورئ چې اسمان کې ورېځ د ستورو د لار پل وهي
ورځ خو لا اوږده ده تورو شپو ته چې يې پرې نږدئ
وړي يې چې غرور ته ثريا په جام د سترګو کې
نېغه مو شمله ده کږېدو ته يې چې پرې نږدئ.
١٣٦٤/٩/١٧
طلايي مرغان
سهر اوچت شو
دتيارو لمن يې څيرې کړله
او سپرلنيو وږمو
ددې شينکي اسمان په دښتو کې
په سرو منګولو
باغ دنارنجو جوړ کړ
او،
ددې لوى درياب په غاړه کې
دحسن په کور
د شنو اوبو د سپينو سپينو آينو د پاسه
د سرو لمرونو
طلايي ماهيانو ولامبلې.
١٣٦٥/٢/٧
ښکاري ته
اى ښکاري اشنا! درته سلام کوم
پرېږده چې دا سپينې مرغۍ والوزي
لاړې شي جوړې جوړې ګلونه شي
ښکلي شي ښايسته شي امېلونه شي
واخلي په وزرونو کې تنکي بچي
وموښي سينو کې ګلالي بچي
سپينې سرې مښوکې زرکني بچي
پام کوه!
پام کوه ماشې ته ګوتې مه ور وړه!
اى ښکاري اشنا درته سلام کوم
پرېږده چې دا شنو جلګو کې وځغلي
پېغلې د هوسيو د دامان په لور
واړوي پيکي د شنه اسمان په لور
وخاندي راتاوې شي مستي وکړي
ورغړي نخرې وکړي خوښي وکړي
پام کوه!
پام کوه ماشې ته ګوتې مه ور وړه!
اى ښکاري اشنا درته سلام کوم
پرېږده د غونچو په لمن پريوځي
زموږ دکلي باغ کې د سپرلي بلبل
زموږ د خمارونو شرابي بلبل
پرېږده چې په سرو مښوکو وبولي
زموږ د بام د پاسه د سپرلو سرود
بڼ ته د غوټيو د ښکالو سرود
ځمکې ته د ورېځو بارانو سرود
پام کوه!
پام کوه ماشې ته ګوتې مه ور وړه!
اى ښکاري اشنا! درته سلام کوم
ګوره دا بې ژبې مرغان مه وله
نه يې چې کوم ووړ بچى بې موره شي
ته هم ګوره پلار يې او بچى لرې
پېغله لور ښايسته زوى ګلالى لرې
درد لرې، ارزو لرې، زړګى لرې
نو!
اى ښکاري اشنا! درته سلام کوم
پام کوه ماشې ته ګوتې مه ور وړه!
١٣٦٥/٣/١، کابل
څار
باده! لږ پام کوه
ورو، ورو چلېږه.
دوير ګلان مې د سهار له اننګو ټول کړي
د ورېځو سيورو ته مې ايښي دي
بې خوبه ککي
د شپو سارا کې د درواغجنو ستورو
لارې څارم!!!
١٣٦٥/٣/٦
کابل
ګناه
هېره دې جفا که نور دې نه درځم په کلي
دا ځلې خوله راکه نور دې نه درځم په کلي
مادرته نيازبين زړګى ټوټې ټوټې راوړى
ډېره دې ادا که نور دې نه درځم په کلي
نن راته ساقي د انګوري ميو ست مه کوه
شونډې دې مينا که نورې نه درځم په کلي
خوله خودې ښېرا نه غير دعاته جوړه نه شوه
سترګو کې موسکاکه نوردې نه درځم په کلي
ټول عمر ډک نه شو تش کچکول د ګداسترګو
نن ديدن سېواکه نوردې نه درځم په کلي
زه ملامت نه يم صبر مات شو ته مې ښکل کړې
معافه مې ګناه که نور دې نه درځم په کلي.
١٣٦٥/٥/١٦
کابل
غزل
زړګيه اوښکه د لېمو شوې دا دې څه وکول
تېر د قاتلو په کوڅو شوې دادې څه وکول
دلته د ښکلو مينه سرغواړي د عشق په بدل
راغلې مين په داسې غلو شوې دادې څه وکول
دلته خو لارې د جنون وې د هوس خو نه وې
تاو د جنون په زنځيرو شوې داد څه وکول
قدم چې خوشې دلته اخلې په اغزيو لګي
ته يې په خيال د پسرلو شوې دا دې څه وکول
ته خو پښتون وې سرټيټى دې چاته هم نه و زده
بې شرمه دلته په سجدو شوې دا دې څه وکول.
تشې هوجرې
ګلونه شته خو له وږمو خالي دي
جامونه ډېر دي له نشو خالي دي
نور يې نو شرنګ نه شته چې پا مې څوي
سپين مړوندونه له بنګړو خالي دي
نجونې سرتورې شوې بهر نه راځي
ځکه قبرونه له ډيوو خالي دي
چې يې پيزېب شي زنګ وهلې کړۍ
دغه کوڅې له لېونو خالي دي
چې مې رقيب په کلي زغرده راځي
ښايي هوجرې له پښتنو خالي دي.
١٣٦٦
کابل
زما دلور (اوښکې)
د زوکړې په شپه
د سرو وينو دشپو څانګې...
د سپوږمۍ ټيک په وربل کې
دا له کوم لورې نه راغلې؟
د موسکا په ډکو شونډو
د ساړه ژوندون زندان ته!
دلته مرګ دى، دلته وينې
موږ پر خپل ژوندون په تنګ يو
تا بې غمه جهان پرېښود
د ژوندو مړو مېلمه شوې.
دلته زموږ د ژوند پر ولو
زموږ د مېندو په سينو کې
د زلميانو په ککو کې
د پېغلوټو په کمڅوکې
رازنګېږي، رازنگېږي
د سور وينو د شپو څانګې...
١٣٦٦/٢/١٠،کابل
شپه
تاسو پر کمڅيو باندې تېره کړه
موږه شپه اغزيو باندې تېره کړه
دا د ژوند مروړلې او ترخه کيسه
ټوله مو سپرغيو باندې تېره کړه
يوه شېبه رودل به وو د شپو له تي
دا شپه مو پېړيو باندې تېره کړه
تاخو په سرور، ما د نشو ډولۍ
تورو تروږميو باندې تېره کړه
ډېرو ستمګرو مو د وخت توره
څو ځلې مريو باندې تېره کړه.
١٣٦٦/٨/٢٥