مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

سیندونه هم مري

د چغوتصوير

زماد چغو شين تصويردې مات کړ
زما نصيب، زما تقدير دې مات کړ
هغه ريبار خوب مې اوس هم نه راځي
څه د ديدن ښکلى زنځير دې مات کړ
راته په برندو سترګو ګوره خو مه
زما د زړه د کوټې تير دې مات کړ
شپه شهرزاده وه، کيسې وې او عشق
دغه دټول عمر شوګير دې مات کړ
چې يې راوستې زلزلې پر وطن
ګرانې کچکول د کوم فقير دې مات کړ.

١٣٧٤/١٢/٦
کابل



غر (٧)

د غره پر کلي مې د سرو ګلونو سيند راغى
زمادغره په وينو سرې تيږې ډولۍ شوې
د سپرلي ناوې ته
غر مې د وينو او ګلونو د غه سرې سرې پګړۍ دواړه تړي.

د ورېځو اوښې مې د غره په تورو څڼو
هر سهار څري
غر مې شپونکى دى
دشنوپاڼوپه شنولوښوکې دتوروشپوله تيو ځنې ستوري لوشي
غر مې رمو سره نارې د سرو لمرونو کوي
غر مې د وينو تار په لاس کې
له غوټيو نه جامې جوړوي.

غر مې څېړۍ څېړۍ راخور دى
پر ټپي ګوربتو سيورى کوي
غر مې لاسونو د زخمي زخمي ګوربتو کې
له شپو سره جګړې ته
د رڼو ستورو لورونه کري
زما د غره ګوربت د زړه د رڼو وينود ياقوتو له دېرې نه
راته باد د ازادۍ ووروي
زماد غره نوم
دسرو وينو
او دګل
او ازاديو نوم دى
غرمې د وينو او ګلونودغه سرې سرې پګړۍ دواړه تړي.

١٣٧٤/١٢/٢٣
کابل



خوب په ايينه کې

لمرشود شنو پرخو ښيښې يې راته ماتې کړلې
څه د ګلپېغلو لوپټې يې راته ماتې کړلې
ګوره ګوزار مې د پښتون اشنا څه سم ولګېد
زولنې پاتې شولې پښې يې راته ماتې کړلې
زمادزړه خم يې که تش کړ، تشوي دي خير دى
څومره ظالمه ده پېالې يې راته ماتې کړلې
مايې د سترګو ايينې کې و يو خوب ليدلى
دې مې کور وسو ايينې يې راته ماتې کړلې
داسې سجدې سجدې چې وايې ړوندخونه يې ملا
چېرته سجدې وکړم کعبې يې راته ماتې کړلې.

١٣٧٥/١/٤
کابل




ذبيح الله انيل ته:

له ابليس سره

کلونه وشول چې مې روح
دخداى د مينې د غوټيو په شينکۍ ځولۍ کې نه ځايېږي
ماد ابليس اشنا د ښکلو سترګو پاڼوکې
د حسن اود مينې غوړولى څادر
خداى رانه کرکه لري
مګر شاعر ابليس مې سترګو
اود شونډو جاودو دښتو کې لګيا دى
راته زړي د غزل کري
څوک مې دښکلې شاعرۍ په قدر نه پوهېږي.

کله چې شپه شي
د خوږې ګناه د پېغلې د سرو شونډو جام پر سر واړوم
ابليس د حورو د سرو شونډو د سرو پاڼو
کليمې پټې کړي
اود غزل لونګين خور کړي زماد شونډو پر شاعرو پاڼو
کله دې خوب کې د ((حوا)) د چمبو غږ ليدلى؟
چې يې غزل ته ((آدم)) مست شي ان له شپې نه ترسبا پورې
هغه چمبه، هغه غزل زه يم
نو ته چې ځې راپسې ژاړې ولې؟
لکه ابليس درسره مل يمه زه.

١٣٧٥/١/٢٨


داستاد روهي په مړينه:

هغه غر، هغه سيورى

ډک جام مۍ له منګولو د جانان ونړېده
يو ستورى له لمنې د اسمان ونړېده
دا شپې به دکيسو دزمانې راته څوک راوړي
اى عشقه چې رباب د ادم خان نړېده
يوشين قامت چې ړنګ دى اويوشين سيورى چې نه شته
يو ګټ مې له دې غره نه د افغان ونړېده
حيران يم د غزل شبنم به خدايه چېرته تم شي
زموږ چې د شعرونو سايبان ونړېده
ځولۍ به څنګه ړنگه د پښتو دابۍ نه وي
يو غر غوندې روهي د روهستان ونړېده.

د ١٣٧٥ل کال غبرګولى.

وير، مينه
هلته پر مړو ژاړي
خو زه او ته لکه جوړه بتکې
د غېږو غېږو څپو غرونو کې بربنډ ناڅو.

هلته پر مړو ژاړي
هلته د وچې کربلا د تيږو ښار کې
د سرو وينو ناليدلې سرې غوټۍ ښکلوي
خو زه د کب په شانې
ستا دمچکو سمندر کې لامبم
ته لکه سره انګور په وينو لنده
زما د لاسو د ونې څانګو کې ټالونه وهې
موږ نه ((يزيد)) او نه ((حسين)) ليدلى.

کابل
د عاشورا ورځ
١٣٧٥/٣/٨




پيرمحمدکاروان ته:


مينه او ژوند

يوه زړه ونه خوره ده پرې
تر سيوري يې يو ځوان ناست دى
يوه سپينکۍ پيشو يې غېږ کې ويده
اود ورځپاڼې په هر توري کې يې ستړې سترګې.
شونډې چلم ته ورنږدې کړي
ورنه واخلي د لوګيو امېل
ورو ورو په شونډو کې موسکى شي
د پيشو په غوږ کې نارې کړي او ووايي چې:
- پيشو تا مينه کړې؟
مينه د چرسو يوه شنه نشه ده
مينه ورځپاڼه ده
په ژوند کې يې پو ټکى د رښتيا نه شته.
- پيشو! پوهېږې چې ژوندون څه دى؟
ژوند دشنو چرسو د وريښمينې نشې شين واټ دى
چې د ارمان اس په کې وځغلي
او ستړى شي
او ومري په کې
او دکوڅو سپو ته يې تشه شان کيسه پاتې شي
پيشو! تا مينه کړې!
پيشو! ژوندون څه دى؟

١٣٧٥/٣/١٦
کابل

کوچى په باران کې

ستورو د شپې پر تيو خولې ايښي ارام ويده دي
د شپې ماڼۍ نه دسپوږمۍ پېغله زلمو ونو ته نه راګوري
نرى باران ووري
او د بادونو هوسۍ
د ځوانې دښتې د تيونو پرګلونو څري
هلته يو ستړى کوچى
دپتاسو دستمال په لاس کې د باران د طلايي مچيو
له شنې ورا تېرېږي
په لاره ځي، ځان سره وايي کوچي:
نرى باران دى
له کېږديو نه د سپو د ويښې غږ نه راځي
درخو به خوب وړې وي
دا خو به څوک ويښه کړي؟
ستورو درواغ وويل.

١٣٧٥/٣/٢١
کابل

کله چې لمر ګل وکړي
کله چې ټال د شپې راوشلېږي
د سترګو په هنداروکې د لمر کوترې ځالې وکړي
کوترې سپين وزرونه پرانېزي
دخوب د شنوځنګلونوماتوڅانګو نه دانې ټولې کړي.
کله چې مخ د سهار ګل شي
اودشاتو مچۍ ټولې شي پرې.
کله چې کاڼي د ښوونځيو د تبيو تندى ‌ښکل کړي
او ماشومه نجلۍ
له تور کميس او سپين سالو سره په لاره کې خوره وره شي
لکه د ورېځو او سپوږمۍ د ودېدلو شېبه
کله چې ووړ ماشوم د تورې تختې مخ باندې
د سپين تباشير خال کېږدي
او شېبه وروسته ماشوم وږى شي
د ووړ جزدان له واښکو نه د ږيو مهار لرې کړي
د وچې ډوډۍ ښکار وکړي
راشئ مين شئ پرې
او مينه وکړئ
زه چې زلمى وم هره ورځ مين وم.
١٣٧٥/٣/٣٠
کابل


د باغ غزل

سپرلى شو پېغلې دښتو ته وږمو کې وايي څه
اى ونې! شينکى باد درته نغمو کې وايي څه
شاعر سيند مې نن خدايزده چې ليکلى کوم غزل
لږ تم شه ورته عشقه! چې څپو کې وايي څه
رمو ته د ګلانو سهار څه ويل شپېلۍ؟
کوچۍ موسکا دې ګوره چې اينو کې وايي څه
يو وږم دې کېږدۍ نه د ګرېوان ووت څه يې وې
يو خوب دې په ټوکريو د ليمو کې وايي څه
يو باغ يې خو زرغون کړ چې غوټۍ وکړې لاسو
ستا خيال مې نور د سترګو په زانګو کې وايي څه؟

١٣٧٥/٤/٤
کابل
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery