يو شين انځور
له مانه څه شى غواړې؟
ماته د پلار تر مړينې وروسته
درې څيزونه په ميراث پاتې دي
اس
او هوجره
او يوه سره په وينو وللې توره.
له مانه څه شى غواړې؟
دغه د منډو
او د وينو
او ډوډۍ د واده شين انځور؟
١٣٧٥/٤/١٣
کابل
بيه
کلونه وړاندې مې ورته ووې:
دا ستا د شونډو څاڅکى په څو دى؟
وې: ستا د پلار او د نيکه وينه
او نن مې بيا ترې، پوښتنه وکړه:
ټول پېغلتوب دې وايه په څو دى؟
راته يې ووې:
ګرانه!
يوازې يوه ډوډۍ!
١٣٧٥/٤/٣١
کابل
دوه پرښتې
دوه پرښتې لکه جوړه بتکې
زما د کور په ايينو کې لامبي
پرښتې! اى پرښتې!
لاس دې زرغون،
پل دې زرغون،
خو وايه نن دې راته څه راوړي؟
(( هغه زرغون ګل د سپوږمۍ څڼو نه))
پرښتې! اى پرښتې!
لاره دې سپينه،
شپې دې سپينې،
وايه تا راته نن څه راوړي؟
(( دا د سپينکي لمر د لاس سپينه توره))
پر پګړۍ ګل،
لاس کې مې توره شنه شوه
پښتو! سپين آس شه
چې د وخت د مغولو جنګ له ورځم.
١٣٧٥/٥/٢
کابل
ونه
سکروټې دي، لمبې دي خو ټوکېږي يوه ونه
کلونه پس دې ښار کې زرغونېږي يوه ونه
رګ رګ کې يې د پاڼو خير که وينه پاتې نه ده
ريښه يې په اوبو کې ده غوړېږي يوه ونه
د څانګو په کېږديو کې يو غږ د شپېلۍ نه شته
کوچۍ ښارو رادرومه چې لويېږي يوه ونه
منم چې به لوګر راته کښت لو کړي د لونګو
تالو نه د لاره کله تېرېږي يوه ونه؟
سپېرو سپېرو شملو ته به سبا ګلونه راوړي
په سر مې چې نن سيورى سيورى کېږي يوه ونه.
١٣٧٥/٥/٨
کابل
دا جل، دا برسات
شوګير چې درته شپو پر څڼو مات راوړى دى
يو خوب مې درته سترګو کې سوغات راوړى دى
دا ډک جام چې نن رېږدي په لاسو کې د فرغون
موسى له کوه طور ځنې تورات راوړى دى
دا چا ويل چې وږې د پښتون شولې هوجرې؟
دې وږوميکائيل ته هم خيرات راوړى دى
شېبه پر لمبو سره ده او شېبه پر ګلو سره
دې خاورې کله جل، کله برسات راوړى دى
ساعت وروسته رازېږو دا ساعت خير دى چې مرو
تقدير راته بس دغسې حيات راوړى دى
سپېڅلى مسلمان دى خو يې زده نه شوه سجده
دې قام ته خداى دخپل غرور زکات راوړى دى.
١٣٧٥/٥/٣١
کابل
د خوب کوترې
ما بېګاني خوبونه
د ښکلي سيند په طلايي هندارو ټول مات کړل
د خوب زخمي زخمي کوترې مې
د ستړي او کوچي سيند د څپو کېږدۍ کې نه ځايېږي
کبه!
دا څه مې وکړل؟
سيند مې د خوب زخمي کوترو ته يو بام نه لري
د سيند لاسونه خو د غره کاڼو پخوا پرې کړي
څوک به زما د خوب کوترو ته په لپو کې دانې ورکړي؟
کبه!
دا څه مې وکړل؟
کبه!
زما د خوب زخمي زخمي کوترو ته
يو سيورى، يو پناه خو شه!
کبه!
زما د خوب زخمي زخمي کوترو ته
د ستړي درد دوا خو شه!
(( نه... نه!
مور مې لګيا ده له سهاره تر ماښامه په زړو ګوتو جامې مينځي
لور مې تمامه ورځ ايينې سره خبرې کوي
زما هم خوب راځي)).
سيند لا روان دى
سيند بهېږي پسې
د خوب کوترې مې کوچۍ شوې بېرته نه ستنېږي.
١٣٧٥/٦/٥
کابل
مات لمر
يو ستورى ستورو وواژه يو لمر د سبا مات شو
د غرونو په لاسونو مې يو غر د سبا مات شو
منم چې سپين سبا دى شپه کوچۍ شوه چېرته لاړه
موسم د سبا راغى خو وزر د سبا مات شو
دا بيا مې د نشو په ګناه څه نيسې زاهده؟
ساقي لاړه منصور شو او ساغر د سبا مات شو
دا شپې پرېږده اوږدې شي ان چې ستوري څانګې وکړي
کلاله! ستا په لاس کې چې هنر د سبا مات شو
موږ وړ د رڼا نه يو تښتېدلو ورېځو راشئ!
رهبر د سبا نه شته دى، لښکر د سبا مات شو.
تله ١٣٧٥
کابل
هغه دار- هغه چنار
پښتنو وينو غوټۍ وکړې بهار دى
ساقي ګوره چې پېړۍ وروسته مو وار دى
پوروړي څه د تاک د پېغلې نه يو
هر يو رګ يې زموږ د سرو وينو ابشار دى
زنګ وهلې تورې غړپ د لمبو غواړي
ساقي زار شم راکوه يې چې خمار دى
لا د ژيو سوداګر سره جګړه ده
لا خو پاتې جوړ د هغو اوبو ښار دى
رباب ګونګ دى ادم هېرې چيغې غواړي
چا ترې وړى د درخو د غاړې هار دى
شنو زمريو ددې غرو ته خبر ورکړئ
چې اباد لا د زړو بګوو غار دى
بيا پر غاړو د شملو غرونه اوچت شول
اور ګډ شوى د ټيکريو پر بازار دى
هره پېغله ملالۍ، هر ځوان ايوب دى
هر سنګر مو سور ميوند د کندهار دى
ورېځو دا مو د يو څو ستورو نېزې دي
لا کاروان مو د لمرونو خو په لار دى
ازموينې ته يې وخته! څه حاجت شته؟
يو په دوو توتو لوى، بل په انګار دى
هر يو ښاخ يې چې و دار د ژيدارانو
هغه ووړ نيالګى هسک شوى لوى چنار دى
ته په نشته غوږ کږه خولۍ په سر وړه
ما تړلى د خوشال بابا دستار دى
اوس نو زر لالي د نورو ترېنه زار کړئ
چې مې ځوړند خپل لالى پر سر د دار دى.
١٣٧٥/٨/٣
کابل
مينې ته...
مينې! له شرمه در کتلى نه شم
پېريان د ((قاف)) له غرونو راغلل
بيا د عشق د پرښتې د ګرېوانه غاړې ته لاس اچوي
ابليس لګيا دى پر زمزمو، د ګناه خپله کېږدۍ غوړوي
مينې له شرمه در کتلى نه شم!
مينې له شرمه درکتلى نه شم
سيلۍ الوتې زموږ د باغ
د سرو ګلونو د ښايسته وو
پاکو ميندو په کمڅو کې تومتونه اوبي
مسيح تېره توره په لاس د تومتونو په
واټونو کې زنګېږي او خپل غم ته خاندي
نور په دې ښار کې لېونى د مينې پاتې نه دى
مينې له شرمه در کتلى نه شم!
مينې له شرمه درکتلى نه شم
چې مو هر غږ پر هوا خور شي دلته ځمکه، دلته خاوره
ترې د غرو په څېر ماران زېږوي
دلته جنډه د يوه نر پر قبر هم نه شته
شيطان پر ځمکې بادشاه شوى او زموږه پر سرونو
هغه تخت د سليمان ګرځوي
پېريان يې حمد بولي،
مرغان پرې سيورى کوي،
اوبه زموږ له لپو تښتي او بادونه مو په کاڼو ولي
دلته له زړه اسم اعظم هېر دى
مينې له شرمه درکتلى نه شم!
مينې له شرمه درکتلى نه شم
نور مو د کلي د ګلونو په کاله کې
پېغلتوب د ګل غوټيو چېرته هم نه شته
او ابراهيم د خپلې ښکلې نازولې د جمال او د عفت
د لوټ کوڅو کې د غارت قصې ته خوب وړى دى
نور مو د باغ نجونو ته ((هسکې)) او ((کږې)) شملې
دښمنې ښکاري.
مينې له شرمه درکتلى نه شم!
١٣٧٥/٩/١٦
کابل
شپه
اى شپې!
راځه چې ځو د خوب په کرونده کې مې ځايېږي خونه
شپه د کمڅو د غرونو ټال کې ځنګېدلې راغله
پلو د تورو ورېځو
په کې پاولي د ستورو
لکه:
کوچۍ پېغله رمه کې د ښايسته وريو
خو د سپوږمۍ هنداره ماته ده اى شپې!
ته به د خپل حسن
او عشق
د پېغلتوب تماشه چېرې وکړې؟
١٣٧٥/١٣/١
کابل
غزل
بيا رانغلې بڼو ته په پستو پستو وزرونو
زما د خوب کوترې ستا د سترګو له بامونو
څلو وهلي ګوره څه خواره واره پرې ګرځي
د شونډو بوراګانو مې ستا د شونډو پر ګلونو
په خپل شرنګ به ويده شمه، په خپل شرنګ به راويښ شم
بنګړي مې کړه د لېچو ګرځوه مې په لاسونو
زما مينه يو سيند دى او ستا زړه ووړ کوټى کلى
دا سيند چېرته جانانه او کېږدۍ د حبابونو
لاښکاري چې موده لېونتوب مې پوره نه ده
يو څوک راته نارې وهي د غرونو له سرونو.
١٣٧٦ ورى
کابل
ژوند
ښايي چې ژوند يو ګنهکار وي
چې تراوسه پورې
لا د زمان د اسماني سکوت
د دنګو، دنګو غرو غاړو کې
لکه پر غز ((حنيفه))
چې د الله د مخلوقاتو د ((قاتل))
او د سرو وينو د سېلاب د بهوونکي په نوم
د خداى له شرمه
زنداني د تورې څمڅې پاتې
هاسې د خپلو سرو غچونو
په کوم خوب تللى وي
ځکه:
د ژوند د بنده ګانو هغه شنه خوبونه
د شيطانانو
له تورجنو خوبو
تور پاتې شول.
١٣٧٦
کابل
دا هوجرې او دا شملې
نه ساقي شته، نه جانان شته مازيګر دى
څومره تږى د پېړيو مې ساغر دى
پسرلى نه دى پرې نوم د سپرلي مه ږدئ
ډوب په وينو کې يو سور چريک د لمر دى
د نارنجو ښاخ منم ورته بنګړى شو
خو مات شوى مې مړوند د سپين سهر دى
نازولې سپوږمۍ مه خېږه شه تمه
چې د ورېځو اوښ ولاړ درته پر سر دى
شنه منګي مې د جنکو پر ولو مات شول
د نامرده مغل يون پر دې ګودر دى
رانه اخلي د رڼو ستورو ناموس مې
چې ويده د شپو په تيکو کې خنجر دى
ته دې غشي وروره ګوندې چې ويښ شم
لامې پاتې ځاى په زړه کې د پرهر دى
د دېرو د قام شملې ورنه لوګى کړئ
د هوجرو طالب ختلى په سنګر دى.
١٣٧٦/١/١٩
کابل
ليک
څو مياشتې وشوې چې در تللى نه شم
لارو کې ډبرې شنې دي
ګلان د اوښکو وروم پرې
ټوله ورځ د ستا د ياد ښکلې زانګو زنګوم.
همدا چې لمر شين شي
زموږ د ښار هغې زړې دښته کې
زموږ د ښار مين په کاڼو ولي
زموږ په ښار کې د مينو د سنګسار پسرلى بيا راغلى
نو لوپټه دې غواړم
په کې د خپلو تورو سترګو يو انځور
د نارنجي غږ پر ورېښمينو تارو واوبه
راويې لېږه
چې ستا د ياد هغه خيالي حورې مې
زانګو نه باد يو نه سي
راته سنګسار يې نه کړي
څو مياشتې وشوې چې درتللى نه شم
لارو کې ډبرې شنې دي.
١٣٧٦/٢/١٢
کابل
مړوند
مړوند يو خوب، مړوند ستړيا نه لري
مړوند د غره د ابۍ پۍ رودلي.
تا د سکندر کله ژړا ليدلې؟
يو سپين مړوند پرې د سرو تورو ګوزارونه کوي
يو سپين مړوند يې د غرور د اسويال رېبلى
سکندر له ليرې لارو راغى د فيلانو له سرو تېر شوى
سکندر د پاروپاميزاد ښاپېريو شنه خوبونه ويني
يو سپين مړوند ورته جګړې ته وتى
ورباندې تندر د مړوند ووري
خو اى د سپين مړوند ((روښانه)) پېغلې
تورې په ورو،
تورې په پام وروه
سکندر په تورې هغه سپينه ډوډۍ نيمه کړله
نقاب دې سپين مړوند ته اور واچاوه.
١٣٧٦/٢/١٩
کابل
د لور غزل
پلو پرې د مخ خور کړه غوړېدلي دي سرونه
جانانه! ستا وربل ته موږ کرلي دي سرونه
دې قام ته د منصور وايه کوم دار شته دى که نه شته؟
لوګرو که هر څو ورنه رېبلي دي سرونه
د يار د سينې دښته کې د هار نسيمه وروځه
غمي نه دي دې ټال کې زنګېدلي دي سرونه
څراغ چې شي دې دښته کې د وخت ستړي کاروان ته
په لوړ ښاخ د چنار کې ځړېدلي دي سرونه
چې سرې سيلۍ شوې ګونګې او د لور غزل يې وچ کړ
هر ګل مو هرې پاڼې ته ښندلي دي سرونه
ايرې شول خو يو چم د ټيټېدلو يې زده نه کړ
الله مو د غيرت پر لمبو وللي دي سرونه
رقيب پر ډمو وپلوره موږ سر داو کړ پر حورو
يو چاته په سوغات کې مو لېږلي دي سرونه.
١٣٧٦/٢/٢٥
کابل
غزل
سپرلى که راوړى نه شئ ترې د سترګو انځور راوړئ
دې شپو ته سبا نه شته يوه لپه د نور راوړئ
منم چې يو سر نه شته دى چې غچ يې د سر واخلي
دې دار ځنې ملګرو خو دا سر د منصور راوړئ
چې پښو لاندې کړ ورېځو، چې د شپو ډمې پرې خاندي
د لمر ټپي آسونو نه لوېدلى غرور راوړئ
د سترګو تور مو بار که د ((يعقوب)) کړ پر اوښانو
دې وږې مېلمنې ته لږ د ستورو انګور راوړئ
راځي چې تور ماښام کې رانه وړي چې زلمى عقل
يوه يې له تاکونو نه په بدو کې لور راوړئ
په شونډو کې همت که د خندا راوړلو نه شته
دې ښار ته خو تابوت د ځوانيمرګه سرور راوړئ.
١٣٧٦/٣/١٦
لغمان
زما د چم ونه
زما د چم ونه بربنډه ده
شرمېږم ورنه
د باد رهزنو ترې د شنو پاڼو جامې وړې دي
په سپين ټټر يې يو څو څاڅکي دي د خامو پيو
څانګې يې زړه روي،
تيونه يې ارې وړي دي.
ونې! سپرلى دى
واورې نه شته چې کفن شي درته
زما د مور شنه لوپټه هم بېګاه غلو وړې ده
ما مې خيالي څادر ګرو کړ
_ د کلو وږى وم_
د پلار شمله خو مې له وخته توپانو وړې ده.
زما د چم ونه بربنډه ده
شرمېږم ورنه
مور مې سر توره ده
ټيکرى نه لري
نه څه شمله شته
نه څه خوردى څادر
زموږ دېرې مازيګرى نه لري.
يو سيورى، يو ګل
مرغو! چوپ شئ ماله خوب راځي
دلته د زړونو باغچې شنډې دي
يو سيورى او يو ګل نه شته
دلته د سين سپينو هندارو کې
د لمر
د طلايي کبانو رنګ تور شو
دلته د شونډو د موسکاوو هوسۍ
قتلې شولې
غشو يووړې
او بنګړيواله سپوږمۍ
دلته د تاک پېغلو ته
د ستورو بنګړي نه اچوي
مرغيو!
چوپ شئ
ماله
خوب راځي
مرغيو چوپ شئ ماله خوب راځئ!
دلته د باغ د شهزادګۍ بکارت مات دى
د سپرلي ښکلې شهۍ
د قاف دېوانو وړې
دلته پر ونو
د ((ايوب)) سيورى راخور دى
هرې پاڼې
هر اندام نه يې چينجي ووري
دلته تيارې
د شپو په بلاربو اسپو راغلې
د رڼا درمو لو کوي
دلته کورونو ته
د ژوند له شوم شيروار نه د سپېدو کټوې تشې راځي
مرغيو!
چوپ شئ
ماله
خوب
راځي.
١٣٧٦/٤/١٢
کابل
ګناه
څومره نېکمرغه يم ګناه کومه
تمامه ورځ ورېځې د باد له ژرندو باسم
او د لمر په تناره کې پسرلي ته ترې ډوډۍ پخوم
څومره نېکمرغه يم ګناه کومه.
زما د کور دا دېوالونه
د څو خاورو
څو اوبو
او د څه لمر
څو ترکيبونه نه دي
زما له کوره دېوالونه د ښيښو راتاو دي
زما او زما د کاله خټه يې
د تاک
او د انګورو
او شرابو
په لاسو ايښې ده
ما مې د سترګو د راڼه نور په وسعت
دومره شراب څښلي دي.
دومره مغرور يم چې
د هسک د نازولي دربار سيوري لاندې
خپله ځواني راته پېغور ښکاري
خو مانه لوى غلام د ښکلو نه شته
يوه شېبه زما د لاس بېړۍ
د ښکلو د سينو په سمندر کې
ستړې شوې نه ده
زه لکه پلار هسې يم
پلار مې تر مړينې نه يوه ګړۍ دمخه هم
د شنو غنمو وږو لاندې
زموږ د کلي د بزګر له ارتينې سره بربنډ پروت و.
١٣٧٦/٤/١٣
کابل
کله چې لمر شين شي
کله چې لمر شين شي
ستاديادونوشنه ګلان مې د زړګي پرمساپرې دښتې څانګې وکړې،
وغوړېږي
کله چې لمر شين شي.
کله چې لمر شين شي
ستا ديادونو طلايي کبان په ښکلو او زرينو وزرو
زما د سترګو په چينو کې ستا د سترګو تصويرونونه خوبونه مينځي
کله چې لمر شين شي.
کله چې لمر شين شي
ستا ديادونو هغه پېغله هوسۍ راشي
تر بېګاه زما د زړه په جل وهليو کروندو کې څري
کله چې لمر شين شي.
زما د زړه دښته کې څاڅکي دباران نه ووري
زمادسترګوچينه وچه ده،د اوښکومرغلرې ورنه غلو وړي دي
څوکاله وشول چې ږلۍ مې د زړګي پرفصل ووري او کېږدۍ مې
توپانونو وړې
نو ستا د ياد هغو ګلونو ته باران،
هغو کبانو ته اوبه،
اودې هوسۍ ته به شپونکى څنګه شي.
بېګاه شپونکى باد ستا د څڼو له غرو راغى
په پګړۍ کې يې يو ټکى د يو ګل نه و
له نرۍ ملا نه يې لمر هغه زرين وستنى نه و راتاو
چايې په تشې او ريښې ريښې بخڅۍ کې يود ستورونارنج نه وايښى
نور مې په کلي کې باد نه چلېږي، باد هم مساپر شو ورنه
څومره تنها،
څومره يوازې ده
زما دکلي ښکلې نازولې سپوږمۍ.
بېګاه مې خوب ليدلى:
زموږ دکلي دچنارو تر شنو سيورو لاندې
پر هغو لويو پلنګي کټونو
يو څو کارغان ناست دي
ږلۍ د لښتو وروي،ګډوي ځان ته زموږدکلي سپينې هيلۍ
زموږ د کلي په دېره کې د چلمو د کږو وږو لوګيو پر ځاى
خورې ورې دي د ښايسته هيليو تکې سرې د پېغلو وينې
کلي کې يو سيورى د برېتو
او يو شرنګ د سپينو تورو نه شته
رښتيا!
د کلي په دېره کې
د زلميو څڼورو
د اتڼ هغه سکڼى ماښام درياد شي که نه؟
ستا ديادونو شنه ګلان مې
د زړګي پر مساپرې دښتې څانګې وکړي
وغوړېږي،
کله
چې
لمر
شين
شي.
١٣٧٦/٧/١٢
پېښور- پښتونخوا
غزل
څه ښکلى سوداګر دى څومره ښکلى باران پلوري
يو اس د سپينو ورېځو دى د ورېځوګلان پلوري
د ستورو په تېشو يې جوړې کړي ورته څڼې
نن دلته په دې چم کې يو کافر دى بتان پلوري
يو بار يې د رنګ راووړ د سپرلي جوارګر ګورئ
چې څومره يې ګران راووړ چې يې څومره ارزان پلوري
يو شين لوګى راخوردى يو سور اور دى لګېدلى
يو مست زردشت راغلى دى يو غلى اذان پلوري
بازار يې د نور لوټ کړ د اسمان سپينې کوترې
له لمر ځنې ټيک اخلي اود ستورو کاروان پلوري
د باد په نيلي سپور د سهار سپين شهزاده راغى
د شپو بربنډې پېغلې پرې شلېدلى ګرېوان پلوري.
١٣٧٧ کال د پسرلي لومړۍ شپه
لغمان
يوباد، يو منصور
يوباد رالګېدلى ماله ځانه سره وړي
د زړه اس مې له باره د ارمانه سره وړي
د شپو پراوښ يو غل دى زموږ کلي ته راغلى
ګلونه او باغونه له باغوانه سره وړي
يو پل وم چېرته لرې ستا پر لاره زرغون شوى
يو لوټ مې اوس له بادوله بارانه سره وړي
يو څوک دى ستا لاس شراب يې ټول راځنې وڅښل
دا سره کېږدۍ د خوب مې له توپانه سره وړي
زموږه يې په سترګو کې د شپو دوړې شيندلي
دا لوى کاروان مو ځکه له څاروانه سره وړي
نارې د اناالحق يې ورته وچې کړې پر ژبې
منصور وطن مې دارته له ايمانه سره وړي
١٣٧٧/١/١٧
لغمان