زېږدا
هغه ګړۍ خداى د جنت د ښکلو حورو
د ليمو پاڼو کې
د ښکلاګلو ته په لپو ورکولې اوبه
چې ته راوزېږېدې
او ته د خداى دباغيچو د سرو ګلونو
هغه شنه ((وږمه)) شوې.
١٣٧٤/٧/٦
کابل
زېرې (٢)
زما په سترګو کې يې شين فصل د وير کرلى
د لمر زخمي زخمي کوترو ته
يو زېرى دباران خو مې شه!
کوچيان په سره وچکالۍ راغلل
دې وړو وړو وريو ته د اوښکو دسترخوان خو مې شته!
١٣٧٤/٧/٩
کابل
بې نښې
پوهېږم نه،
له کومه ځايه يې پر ما باندې راپېښه کړې؟
دلته يې سيورى هم د ځمکې په سر خور نه دى
په سپينه ټنډه کې يښه د ټبر نه شته
د زلفو باغ نه يې دښار د بازاري ګلونو بوى نه خېږي
نه يې خو ښکلواننګوکې د شنوکليودتاودوبادونو مچه ښکاري
پوهېږم نه،
له کومه ځايه يې پر ماباندې راپېښه کړې؟
داسې حيا د پرښتو سترګو کې هم نه شته
دا سترګې نه دي
د حيا چينې دي.
١٣٧٤/٧/٢٦
کابل
غر (٦)
د باد له څڼو مې د غره د هغه شنه ځنګله سلام راځي
باد مې د غره د سپينو کاڼو په هندارو کې د خپل زلميتوب خوب ليدلى
باد مې د کلي دتيارو شپو تورو زلفو ته د غره د رڼو ستورو کجاوې راوړي.
که چېرې نه واى غره!
زما په سترګو کې نوځالې د ګربتو ځايېدلې کله؟
مابه دلمر ټپي تور زنو ته دپاڼو پر ورنونو طلايي خوبونه چېرې پلټل؟
او که ته نه واى غره!
ما به د خپلې هسکې غاړې دغه دنګ اس ځغلولو چېرې؟
١٣٧٤/٧/٢٢
کابل
خوب ته سرود
خوبه! څادر راباندې وغوړوه
نور مې ويده کړه چې ويښتياوو ستړى کړى يمه
نور مې ويده کړه چې له ويښې نه مې کرکه راځي
زه چې ويده يم ويښ يم
خوبه! څادر راباندې وغوړوه!
خوبه قربان دې شم
نور ماته ددې ورځو دا بربنډې پېغلې مه راښيه
زه يې د سترګو په هندارو کې
د اور اود سکروټو او لمبو ازانګۍ نه شم ليدى
زه خپله لاره بې له شپو په رڼو ورځو کې موندلاى نه شم
ورځ مې د سترګو په هندارو کې اورونه کري.
خوبه ويده مې کړه
څادر راباندې وغوړوه!.
١٣٧٤/٧/٣٠
کابل
تش صدف
څانګه مې وچه ده غوټۍ نه لري
هغه کوچۍ يم چې کېږدۍ نه لري
هغه صدف يم چې ترې لوټ شوه سيپۍ
زه هغه شپه يم چې سپوږمۍ نه لري.
١٣٧٤/٨/١٤
کابل
استاد رشاد ته د هغه د څلوراويايمې کليزې په مناسبت:
جامِ جم
مشواڼۍ يې رانه يوړه قلم نه شته
بت پرست يم خو مې ښکلى صنم نه شته
يويې ته يې دامنې؟ چې ټول وطن کې
بې له څو تنو نه زوى د ادم نه شته
ستا درنې پګړۍ ته څه وکړم حيران يم
دې مالت کې بې له ځوزو شړشم نه شته
نن دې نوم ځکه په خوله اخيستى نه شم
ما مينځله خو جانانه زمزم نه شته
زه دې سترګو کې هر رګ د جهان وينم
څومره دروغ دي داچې بل جامِ جم نه شته.
١٣٧٤/٨/١٧
کابل
له خوشاله تر ننګياله
مالي راشه اغزو د زړه پر ګل وهلى يم
((سقاو)) په زړې تورې د((مغول)) وهلې يم
رقيب به مې د زړه له وينو تشه((ژۍ))کړې ډکه
خو سر مې د ايل نه دى که يې سل وهلى يم
يو ګل څه په کمڅو کې د پښتو دناوې نه يم
ناره د ((اناالحق)) يې په کاکل وهلى يم
حيران يم د ((اکبر)) پر مړي بيا څه پسات شوى
پرديو مې د خپل کور په درشل وهلى يم
تقدير به مو وي داسې له خوشاله تر ننګياله
همدا چې کله غيرو، کله خپل وهلى يم.
١٣٧٤/١٠/٧
کابل
((ياسير)) نه مري
((ياسير)) روان دى دايمان بېرغ په لاس کې
د خپل ژوندد دوروستني ټکي شهيدپه خپلو وينو مينځي
((ياسير)) له سره زېږي
((ياسير)) په زړه د اناالحق فصل کرلى
اهريمن د توپانونوپرې څپېړې اودتندرپرې سپرغۍ ووروي
فصل د مرګ نه پېژني
((ياسير)) دشنه فصل د وږو پر وېښمنو کمڅو سورى کړى.
((ياسير)) دلمر له کلي ځي د زنداني ستورو خلاصون ته
تورې ورېځې د شهيد زړه په سرو وينو ولي
((ياسير)) د ښکلې ځوانيمرګې سپوږمۍ غوږ کې
د مسيح دژبې دم د رغېدلو ولوست
((ياسير))دخپلونارو ونه ددې شپو په اسماني دښتو کې کېنوله.
((ياسير))روان دى د سفر د لارې غرونه، ځنګلونه ريبي
((ياسير)) دېوانو ته بلنه د جګړې ورکړې
((ياسير)) لګيا دى دمنزل مزي په پښو کې د يارانو شيندي
او ورته ښيي د فلاح سرود
((ياسير)) دخداى (ج) د پاکې مينې د اسمان ستورى
((ياسير)) د ((قاف))دغره د څوکودښايسته ښکلو پيريانو غزل.
١٣٧٤/١٢/٣
کابل