د وينو غزل
مادې اوږدې لارې څارلې خو اشنا مه راځه
قدر دې نه شته پسرليه پر دې خوا مه راځه
موږه د شپې د تيو روږدي يو سبا څه کوو
وړانګې دې ټولې کړه ورځه دلته سبا مه راځه
موږ د مرګي غشي پر زړه هر مازيګر خوړلي
د نظر غشيه پر دې سوې کربلا مه راځه
دلته سارا د ديدن قتله ده، هر کاڼى قتل
دلته يو پل د مجنون نه شته دى ليلا مه راځه
د وير په چم کې خنداګانې اورېدى کله شم؟
يو اسويلى شه راته ډکه له خندا مه راځه
د ذهن وران يو کور مې شته په کې د وينو غزل
دې بې قدرۍ کې د ښايست غزلې بيا مه راځه.
١٣٧٤/١/١٥
کابل
غر (٣)
غر مې د زړه پر هره پاڼه لکه ګل شين دى
غر مې چې زړه سمسورې دښتې کې کېږدۍ وهلې
لکه د ستا چې کشماليو کې کاکل شين دى.
زړه مې کوچى دى
وينه مينه په کې غره کرلي
کوچى بوډا شو،
کوچى مري،
خولا دغره په مينه موړ نه شو
کوچى دغره پر شګو ناست دى
دغره کاڼو ته لمونځونه کوي
کوچى چنار دى پاس د غره په تور وربل شين دى
غر مې د زړه پر وطن ټوله لکه کابل شين دى.
١٣٧٤/١/٢٥
لغمان
غر (٤)
ماته د غره د لاسو بوى راځي
مېږې وېدې دي زما ړوند سفر په خوب کې ويني.
هلته به غر دشنه سپرلي د دسترخوان پرسرلګيا وي
د باران پر رڼو څاڅکو به لاسونه مينځي
غره به د څانګو پر ورېښمينو تيو خوله ايښي وي
او ګلورينې پۍ به څاڅي څاڅکي څاڅکي له ګرېوانه د غره
هلته به سپين سهر ساقي وي
د غوټيوکنډوليوکې به وېشي دوږ موشراب دغره پرجل وهلوکاڼو
هلته به سيورو د څېړيو ته شپونکى اشناشپېلۍ غږوي
. ماته د غره د لاسو بوى راځي
مېږې وېدې دي زما ړوند سفر په خوب کې ويني.
١٣٧٤/١/٢٥
کابل
آس (٢)
آس لکه بوت هسې حيران ولاړ دى
نور يې له پوندو نه ګردونه د زلمو پر څڼو نه وورېږي
آس لکه مست ښامار،
دغاړې هسک بېرغ پرخپلوشلواوخوب وړو اوږو نه شي وړلاى.
آس لکه بوت هسې حيران ولاړ دى
نوريې د تورو غزلونه د ګامونو تندرونو کې زرغون نه شول
نوريې د لوړو غرو له څوکونه ارنه وړلې دشنوشنوتوپانونوکيسې
دا آس بې تورې،
بې جنډې
څومره بدرنګ ښکاري!
١٣٧٤/٣/١٠
کابل
خوب
پرېږده يوه بله پياله هم په سر واړومه
بېګاه مې خوب ليدلى
له سرو ګلابو پرښتو راته جامې اودلې
ستوري مې زانګي دګرېوان په ليکو
دلاس غل مې رانه ورک دى
ستا دزلفو توروشپو نه راته شپې راوړي
اود غنمو نارنجي فصل کري راته په سترګو کې
د وږو نارنجي خوبونه.
پرېږده يوه بله پېاله هم په سر واړومه.
١٣٧٤/٤/١٠
کابل
غر (٥)
غر،
سيند،
څېړۍ،
زه له همدغو جوړ يم
غر مې هډوکي
سيند مې وينه
او هر رګ مې د څېړيو څانګه
زما يې نوم د غره او سيند اودڅېړيو په لاسو ليکلى.
غر د څېړيو شنه شمله په سر د کلي پر دېرو خور دى
د خداى له شنه تخته پرې ووري لکه سپين باران
د پېغلو پېغلو ستورو حورې
سيند تر غېږې لاندې ناڅي
او څپې څپې تيونه يې اوبه اوبه شول.
سيند،
څېړۍ:
زه له همدغو جوړ پم
مور مې د غره د سرو لمرونو د توپان هغه زړه ابۍ ده
ټوله ورځ
د لمر په سرو وړانګو ډوډۍ پخوي
پلار مې دغره هغه ګوربت دى
چې تر سيورو د وزرونو يې
د ورېځو د کاروان د توپاني او ښانو پل وچ دى.
غر،
سيند،
څېړۍ:
زه له همدغو جوړ يم
چې د ګناه او ګناهونو ميندې لنګې شي،
له خولې د جبرائيل نه د غضب ځګونه لارې وکړي
نوح مې د غره پر سره کېږدۍ غوړوي
زموږه غرونه توپان نه پېژني
د ازادۍ او عشق نومونه ملايکو ته زما د غرو شملو ښوولي.
مورمې د سنيد څپو ته ناسته ده
په لمر راته ډوډۍ پخوي
پلار مې ګوربت دى
راته بولي د څېړيو د شنو څانګو
اود لوړو لوړو غرو د شملو سرود.
١٣٧٤/٤/٢٠
کابل
دا کښتونه- دا بادونه
دا ترڅو باران د اوښکو؟
دا ترڅو د تورو ورېځو چپاوونه؟
دا ترڅو قتل د لمر، قتل د سيورو؟
داترڅو زما کښتونه، ستا اسونه؟
دا ترڅو زګېروي د باغ، د سپوږمۍ چيغې؟
دا ترڅو د شپو په موټو کې قمچينې؟
دا ترڅو د بې حيا پردې په تورو
راته وژني پښتنې پښتنې مينې؟
دا ترڅو د مينې تور سفر ته لارې؟
دا ترڅو نېزې د باد، کمڅۍ د ګلو؟
دا ترڅو پر دې هوجرو يرغل د واورو؟
دا ترڅو تبر په غاړه کې د ولو؟
دا ترڅو دا خوارې ځمکې، خوارې سپارې؟
دا ترڅو دغه نهر نهر فصلونه؟
دا ترڅو زخمي ورغوي د لوګرو؟
دا ترڅو يې له تڼاکو نه باجونه؟
دا ترڅو د ريا سپين څادر پر ولو؟
دا ترڅو په رڼا ورځو کې لمونځونه؟
دا ترڅو تسبې په بنګو کې لړلې؟
دا ترڅو په تورو شپو کې ګناهونه؟
دا ترڅو مې بې پتي د سرو غوټيو؟
دا ترڅو د ستا اغزي زما باغونه؟
دا ترڅو په دې پردي پردي ټوپکو
قتلوې دا زما خويندې، زما ورونه؟
دا ترڅو وطن زموږ واک د پرديو؟
دا ترڅو وطن زموږ حکم د نورو؟
دا ترڅو زموږ د باغ پېغلې بلبلې
ګډوي راته هوجرو کې د سرزورو؟
دا ترڅو به نه اذان نه جوماتونه؟
دا ترڅو به نه ساقي نه يې جامونه؟
دا ترڅو د ابليس سره لمبه لاس کې
راته سيزي کله کور کله ښارونه؟
داترڅو د ورور په وينو کې منګولې؟
دا ترڅو د مور په سترګو کې کوکارې؟
دا ترڅو مې د وطن ابۍ شهيده؟
دا ترڅو مې د ولس، دا لارې لارې؟
ما ويل چې که ها سيورى دلته وشي
زه به بيا لکه انګور بېرته زلمى شم
ما ويل چې که ها لمر بېرته ژوندى شو
زه به ټول لکه ماڼو ورته لوګى شم.
ما ويل چې که دا شپه چېرته سبا شوه
بيا به نه زيږي بګوې له تيارو نه
ما ويل چې د اسمان شمله به وچوي
ددې ښکلو ښکلو ستورو له غونچو نه.
ماويلې چې يو ځلې که سپرلى شو
بيا به جوړ شي پر کمڅو د ګلو غرونه
ما ويلې که يوه څپه شوه وېښه
بيا به زېږي له لښتيو نه سيندونه.
خو مې کښت دې لېونو اسونو لوټ کړ
د لورونو غاړې يووړلې زنګونو
د کوچيو د کاروان مخې ته تم دي
دا اسمان اسمان اغزي زما د غرونو.
١٣٧٤/٤/١٣
لغمان
غزل
موسم ومه د جل، رانه باران شولې وږمې!
څادر مې شوې، تڼۍ مې د ګرېوان شولې وږمې!
دا زه وم چې مغرب ومه دښکلو د سجدو
داته يې چې سجدوته مې يزدان شولې وږمې!
دا زه هغه زه نه يم ټول تصوير يم ستا د مخ
زه سيورى ستاد سترګو، ته مې ځان شولې وږمې!
يوه شمعه مې بس وه د تياره کاله د شپو
تيارو ته مې د کلي چراغان شولې وږمې!
تالو کې ژبه وچه د غزل مې وه پرون
نن ټول شومه غزل چې مې جانان شولې وږمې!
١٣٧٤/٥/٥
کابل
اورنى پر درمندونو
دلته مه راځه اشنا پر کلي جنګ دى
هر مالت او هر ګودر په وينو رنګ دى
دلته ښکلې کمڅۍ سيورې دي باغ نه شته
دلته مېشت د تيارو زور دى څراغ نه شته
دلته شنه دي لور تر لوري توپانونه
دلته مړه دي په نغريو کې اورونه
دلته ځاله د ګوربتو په اور سوې
دلته زېږي له زمريو نه بګوې
دلته شرنګ نه شته مړوند کې د بنګړيو
دلته پل کلي کې ورک دى دسړيو
دلته مري له ډېرې لوږې تنورونه
دلته اور اخلي له تندې نه سيندونه
د پردېسو ګاولي نه شته په دېرو کې
د رباب ستونى وچ شوى دى هوجرو کې
دلته ټيټې د پښتون لوړې شملې دي
سپکې شوې مو د ميندو لوپټې دي
هر قدم کې پايکوبي ده د دېوانو
هر لوېشته کې کورګى دى د پېريانو
لمر يې وواژه د شپو دلته يرغل دى
قتل شوى مې په شونډو کې غزل دى
تاووي راته پر ژبو زنځيرونه
سړوي راته ککرو کې اورونه
درښتيا لوريې چې ويښه کړه تربور شو
چې د حق ناره يې جګه کړه منصورشو
چې يې ((نان)) ته ((ډوډۍ)) وويلې فاشست شو
چې ږيره پرمخ نه وه کمونيست شو
يو خنجر دى څو چړې دي څو لاسونه
راته ريبي د وطن دمور رګونه
رالوېدلې دنيکه دسر پګړۍ ده
خواره شوې د زړې ابۍ کېږدۍ ده
يو ((اکبر)) بيا ددې غرونو بچى نه شو
يو ((ايوب)) د ميوندونو سړى نه شو
فرهاد شته دى، تېشه شته خو غږ يې نه شته
پښتانه هسې ژوندي دي زوږ يې نه شته
دا چې نن د خونړي کاروان رهبر دى
د اوبو د ژيو هغه سوداګر دى
د زرتشت اور يې شهيد کړ سيلاب راغى
اورنى پر درمندونو درياب راغى.
١٣٧٤/٥/٢٢
کابل