يادون
د تېرو دوو لسيزو په بهير کې د پښتو شاعرۍ د څو مطرح څېرو له جملې څخه يو هم خداى
بښلى اسحق ننګيال و. ده د ځوانۍ په شېبو ( پنځوسمو کلونو په بهير) کې شاعري پيل کړې
وه، خو د ژوند تر پايه پورې له هېڅ شي سره دومره خواخوږى او نږدې پاتې نه شو، لکه
له خپلې شاعرۍ سره. شعر په حقيقت کې د هغه د ټکلي روح او روان د ټکورولو اغېزمنه
وسيله وه. ننګيال لږ تر لږه د خپلې څلېرويشت کلنې شاعرۍ په بهير کې د شاعرۍ دومره
پخې تجربې ترلاسه کړې او بيا يې د همدې تجربو له کبله دومره ښکلي شعرونه وزېږول، چې
په پښتو شاعرۍ کې د ښکلو غميو حيثيت لري او کولاى شي د ننګيال نوم زموږ د ولس په
ذهن کې تر ډېر وخته ژوندى وساتي. شاعر هم د بل هر انسان په شان په ټولنيزو، سياسي،
فکري او نورو مسايلو او چارو کې د بريو ترڅنګ له يو لړ ښويېدنو، تېروتنو، هيلو او
نهيلو سره مخامخېږي. کله چې پر ننګيال او دده پر شاعرۍ خبرې کېږي، نو ځينو ته ضرور
د هغه د شاعرۍ ترڅنګ، د هغه د ټولنيز، سياسي او اخلاقي شخصيت انځور هم تر سترګو
کېږي. د هنرمند د پېژندنې لپاره خو تر ټولو غوره لاره داده، چې د هغه خپل هنر وکتل
شي. د هنرمند تخليق او زېږونه پخپله د هغه د ظاهري او تر زياتې کچې د باطني شخصيت
هنداره ده، نو کله چې د ننګيال پر شخصيت خبرې کېږي، مجبور يو د هغه د شعر نړۍ وګورو
او هغه کلمه يوه يوه تر سترګو او فکره تېره کړو، چې د ننګيال له ضميره يې سرچينه
اخيستې او بيا د شعر پرښتې په خپلو اوښکو مينځلې او د مينې د نړۍ د ابديت غېږې ته
يې سپارلې ده. دا خبره د منلو وړ ده، شاعر تر هغه پورې، چې د فکري بلوغ پړاو ته
رسېږي، د فکر ستنې به يې يو او بل فکري لور ته کږېږي. تر هغه پورې چې شاعر خپله
ذهني او فکري شتمني بشپړوي، تر هغه وخت پورې يې د فکري ښويېدنو اټکل کېدى شي.
ننګيال د خپلې ځوانۍ په درشل کې پر شاعرۍ پيل وکړ او دا هغه مهال و، چې نور نو ټول
هېواد د ((عقيدې د بحران او د معنويت د سقوط)) پر لور روان و. ګڼو فکرونو د
بېلابېلو شعارونو تر پردې لاندې د هېواد د ځوان پښت د ذهنونو د خپلونې هڅه کوله.
شعارونه يې خواږه وو، خو وروستي عملونه يې ترخه...
د ننګيال د ذهن يوه برخه هم د يو سياسي فکر د جال په کړۍ کې ګير شوه، خو دې فکر لا
د شاعرۍ پر بې تکلفې ښکلا خپل سيورى نه وغوړولى، چې د ناورين لومړى پړاو پيل شو.
بياناورين دپاسه بل ناورين او غميزه راغلل، چې نه يوازې زموږ د هېواد او ولس د هر
ډول شتمنۍ ستنې يې ولړزولې، بلکې له ګڼ شمېر متفکرو مغزونو څخه يې هم لاره ورکه
کړه.
دې پړاو ډېر زيات دوام وموند او ننګيال هم په داسې يو جغرافيايي او مسلکي چاپېريال
کې ژوند تېراوه، چې هلته د يو داسې فکر واکمني وه، چې د ننګيال د اصلي شاعرۍ له
سپېڅلي روح سره يې تګلورى په ټکر کې و. ننګيال په دې کلونو کې لکه د نورو ګڼو
ليکوالو او د فکر د خاوندانو په څېر په داسې يو جال کې راګير و، چې تر دې دمه يې لا
نه پوره سترګې رڼې شوې وې او نه يې د شعر د ښاپېرۍ وزرونو خپلواک پروازونه کولاى
شول. په دې پړاو کې د ننګيال فکري بلوغ هم د خپل پوخوالي پړاو ته رسېدلى نه و، نو
ځکه خو يې د هغه وخت په نظمونو ( نه په شعرونو) کې يو لړ فکري ښويېدنې ليدل کېږي،
خو پر همدې وخت بيا هم دده په شاعرۍ کې د فکري او انساني بغاوت او د عاطفي سيند د
څپو يو پټ شور پروت و او داسې اټکلېده، چې يوه ورځ به دده ددې فکري تېروتنې پر ځاى،
دده د فکر او ضمير هغه دنننۍ نړۍ راڅرګنده او د خپل شعر ناوې به پرې سينګار کړي.
کله چې شاعر د فکري او شعري بلوغ پر لوري بريمن ګامونه اخلي، نو تپل شوى، تصنعي او
ناشعوري اندود يې هم ورو ورو له منځه ځي. کله چې لږ نوره رڼايي هم راغله او په کابل
کې د يو زيات شمېر ليکوالو سترګې رڼې شوې، نو هر چا د خپل هېوادني اند اصلي جوهر
ميندلو ته هڅه وکړه. ننګيال چې په پټ ضمير کې يې همدا راز پټ و، له ځينو نورو څخه
په دې لار کې څو ګامه دمخه شو. جرئت او رښتينولي يې ددې مرغلرې د ځلونې او خپلونې
لپاره امېل کړل. تر ١٣٦٢- ١٣٦٤ کلونو وروسته وختونو پر مهال په کابل کې د مقاومت د
ادبياتو او د شعر د شعري جوهر د پياوړتيا لپاره په څرګند ډول هڅې پيل شوې. په همدې
کلونو کې په څرګند ډول د شعر او شعار ترمنځ پوله ډاګيزه شوه. د ادبي مبارزې په دې
تاوده ډګر کې د هېواد د پياوړي کره کتونکي او کيسه ليکونکي زرين انځور او بيا د
تکړه کره کتونکي لطيف بهاند او نورو زيار او هڅې د يادونې او ستاينې وړ دي. دوى يو
زيات شمېر هغه ځوان شاعران چې په شاعرۍ کې يې د ((شعاريت)) پر ځاى د ((شعريت)) جوهر
پياوړى برېښېده او يا په کې د شاعرۍ تومنه څرګندېدله، دېته راوبلل چې له شعارونو
څخه خپله لاره بېله کړي. ننګيال يو له هغو ځوانو شاعرانو څخه و، چې تر ټولو لومړى
له همدې پيل شوي بهير سره يوځاى شو. دا د شعر د پوخوالي پر لوري د ننګيال د بريمنو
هڅو د پيل کلونه دي. دې بهير تر ١٣٧١ل کال پورې خپل عمر ته دوام ورکړ.
په همدې واټن کې د ننګيال شاعري، دومره خوږه، سپېڅلې او عاطفي شوه، چې د هغه
محبوبيت يې د هېواد د يو ستر عاطفي شاعر تر بريده ورساوه. ننګيال د همدې کلونو په
بهير کې د خپلو شعرونو څلور مجموعې (ډالۍ، سپېره ډاګونه او غوړېدلي بزغلي، هغه شېبې
هغه کلونه او څاڅکي څاڅکي)) چاپ کړل. څرنګه چې دده شعر ورځ پر ورځ د خوږوالي او کره
والي پړاوونه وهل، نو په (٧٠) کلونو کې دى د خپلو شعرونو له ځينو چاپي مجموعو، په
ځانګړي ډول ((ډالۍ او سپېره ډاګونه او غوړېدلي بزغلي)) څخه څه ناڅه پښېمان و او هغه
يې ((شعرونه)) نه ګڼل. د ده شاعرۍ د پرمختګ بهير دومره ګړندى و، چې د خپلې دمخنۍ
شاعرۍ زياتو شعرونو ته به يې خندل، سره له دې چې دده په شاعرۍ کې د شعر اصلي تومنه
او جوهر له پيله ښکاره کېده، خو وروسته وروسته يې د خوږو کلمو يو زرين شال ور په سر
کړ. کله چې د ١٣٧١ل کال د غويي مياشتې پر ٨مه نېټه په کابل کې د اسلامي انقلاب (!)
په نوم يو ستر ستمي ناورين او غميزه پر افغانانو ور وتپل شول او د هېواد ټول نظام
ګډ وډ شو، د ننګيال ژوند او ان دده فرهنګي کارونه هم له سختو ستونزو سره مخامخ شول.
د سرو ګوليو په باران کې يې ايله دومره وکړاى شول، چې خپله کورنۍ تر لغمانه پورې
ورسوي، د کور شته يې ټول تيت و پرک شول او څو ځله په يوه ښار کې له يوه ځايه بل ځاى
ته مهاجر شو. د کور دکاليو په کيسه کې خو نه و، خو د کتابتون د چور او تالان له غمه
يې له سترګو لمبې پورته کېدلې او همدا يې ويل: ((ياره پيرجانه افسوس چې دا کتابونه
يې راڅخه نه واى وړي)). د کتابونو غم لا نه و سوړ شوى، چې د يوې درنې ګولۍ ګوزار هم
ورته ور ورسېد؛ د توپ يوه ګولۍ يې څنګ ته ولګېده او څو ټوټو يې د بدن ځينې برخې
غلبېل کړې. له ناروغۍ لا پوره ښه شوى نه و، چې بېرته يې د ليکوالو په ټولنه کې خپلې
دندې ته ځان ورساوه. شپه او ورځ به همالته په ټولنه کې و. د ليکوالو انجمن يې هم
کور و او هم د دندې ځاى. څو مياشتې لا وتې نه وې، چې کوم چا ورته کوم پنجشېرى
ولمساوه. تياره ماښام و، ډيوه يې لا لګولې نه وه، چې د وره له ټک ټک پرته دا شخص له
خپلو نورو ملګرو سره يوځاى په کوټه ور ننوت. خداى(ج) خبر هغه په کوم فکر کې ډوب و،
چې يو ناڅاپه يې پر دوى سترګې ولګېدې. ده لا هغو ته د ناستې او ست هيله لرله، چې يو
ګوزار دده ترمخه داسې راورسېد، چې دده يو غوږ يې هم د څه وخت لپاره بې حسه کړ او دا
يې ورته وويل چې: (( ما چرم کن استم، سبا تا يى وقت اين اتاقه ايله مى کنى، ديگر ده
اينجا نبينم ات، اى اتاق را ما براى چرم کنى کار دارم)). څو ورځې د هغه په سترګو کې
له اوښکو او په څېره کې يې له يوې سترې نهيلۍ پرته بل څه نه ليدل کېدل او داسې يو
حالت ته په هيله و، چې بيا په دې هېواد کې د يو ملي فکر د حکومت وزرې خپرې شي او د
يو سوله ييز ژوند وړانګې هره خوا رڼا کړي. کال دوه لا وتي نه وو، چې د طالبانو
اسلامي غورځنګ پر کابل سپين بيرغونه ورپول. سهار د وخته، چې لا ډېر خلک د کابل پر
فتحې خبر نه وو، زموږ د کور ور يې ټک ټک کړ او په بېړني ډول يې وويل: ((پيرجانه
راوځه، طالبانو کابل نيولى او سقاوي ختمه شوه)). هغه د يو سپين سباوون په هيله و،
خو شاعر لکه چې ازلي بدمرغه وي. ننګيال بيا خپلې دندې ته لاړ، خو دا ځل دا دنده بل
ډول وه؛ نوي نظام د ليکوالو د ټولنې پخواني تشکيل ته بدلون ورکړ، خو ننګيال بيا هم
په همدې تشکيل کې پاتې شو. دا تشکيل د دولت لوړ مقام ته د منظورۍ لپاره ولېږل شو.
تر هغه وخته چې د ننګيال د مقررۍ امر راته، په دې کې يوولس مياشتې تېرې شوې، خو په
دې يوولسو مياشتو کې ننګيال هره ورځ د پخوا په څېر خپله دنده پرمخ وړله، يو ځل بيا
يې شپې په همغه ټولنه کې شوې، چې ده ته ترې د وتلو امر شوى و. ننګيال دنده سرته
رسوله، خو بې معاشه او بې امتيازه. ګڼ شمېر ځوان ليکوال او شاعران به ترې راتاو وو،
خو يو وخت يې اقتصادي حالت دومره ويجاړ شو، چې د چا خبره د پولۍ ټک ته کېناست. څو
ځله يې دا خبره زما تر غوږ تېره کړه: (( ياره پيرجانه د ماشومانو غمه مې که نه واى
ما په نهره هم شپې سبا کولې، خو له کابله نه وتلم، کابل خو زما د دردونو، غمونو،
برياوو او ماتو کور دى، زه دا کله يوازې پرېږدم. خو افسوس چې د ماشومانو غم دى)).
بيا به يې يو سوړ اسويلى وکېښ او يوه ترخه موسکا به يې پر شونډو تېره کړه. نور يې د
دندې د ساتلو لپاره پيسې او مالي لګښت نه درلود، چې دى پرې خپله دنده وساتي. لغمان
ته راغى او بيا يې د پېښور مخه ونيوله. په پېښور کې هم تر ډېرو انتظارونو او
کړاوونو وروسته ورته د بي بي سي د روزنيزې ډرامې د ليکوال په توګه دنده وسپارل شوه.
د کلدارې معاش مزه يې لا څکلې نه وه، چې د مرګ پرښتو يې روح پر خپلو وزرونو د ابديت
پر لوري يووړ او بيا د بي بي سي راډيو له لارې داسې يو خبر خپور شو: (( په خواشينۍ
سره مو خبر ترلاسه کړى، چې د هېواد نامتو شاعر اسحق ننګيال نن په پېښور کې د ٤٢
کلونو په عمر د زړه د درېدو له کبله په حق ورسېد)). ددې خبر په اورېدو سره د هېواد
ټولو فرهنګيانو که په داخل کې وو او که په بهر کې داسې يو دردونکى ټکان وخوړ، چې د
ټولو زړونو ته يې د غم لمبې ورسولې. دا د ننګيال د سرګردانه ژوند په باب څو يادونې
وې چې دلته يې لنډيز راوړل شو. سره له دې چې ننګيال د ژوند په اوږدو کې له ډول ډول
کړاوونو سره مخامخ شوى، خو د تېرو شپږو کلونو کړاوونو هغه دومره ځورولى او ټکلى دى
چې نور پر هېڅ وخت هغه دومره روحي، رواني، سياسي، اقتصادي او نور فشارونه نه دي
زغملي. د يو ليکوال په اند: (( غوره ادبيات د اختناق په حالت کې رامنځته کېږي)) او
شاعر يا ليکوال د اختناق په مقابل کې له ادبياتو څخه د يو روحي او رواني غبرګون په
توګه کار اخلي.
هر څومره چې دا فشار او اختناق پياوړى وي، عکس العمل يې هم هماغسې وي. د ننګيال د
تېرو شپږو کلونو شاعري د همدغو ډول ډول ظلمونو او اختناق زېږنده ده، نو ځکه پکې سوز
او درد دده تر پخوانيو شعرونو څه زيات دى.
د غم او درد په دې تېرو څو کلونو کې د ننګيال د شعر ښاپېرۍ لا پسې سينګار شوې ده.
دده د فکري تګلوري ليکې او ستنې محکمې شوي او شاعر د شعر د پوخوالي، فکري ثبات او د
بشپړو انساني ارزښتونو په پېژندنه او ځلونه کې بريالى شوى دى. په حقيقت کې د ننګيال
د وروستيو کلونو شعرونه د هغه د ښکلې او اوچتې شاعرۍ رنګين او مانيز ګلابونه دي.
(ښکاري ته) دده يو ښکلى عاطفي او انساني شعر دى چې ده د ١٣٦٥ل کال د غبرګولي د
مياشتې پر لومړۍ نېټه ليکلى دى. دې شعر نه يوازې په هېوادنۍ کچه زيات منښت پيداکړ
او ډېر اغېز يې وشينده، بلکې د شمالي کوريا په هېواد کې د ځوانانو د يو نړيوال
فيستوال په ترڅ کې، چې د افغاني سندرغاړو له خوا د موسيقۍ په څپو کې په سندريزه بڼه
ولوستل شو، نو د ټولو اورېدونکو او مينوالو د منښت وړ وګرځېد او دې شعر هلته لومړى
مقام وګټه، خو د ننګيال د شعري بهير د پرمختګ په وجه، د مړينې پر نږدې وختونو کې
هغه دا شعر ((پوره شعر)) نه ګاڼه او ويل يې چې د ((شعاريت)) نښې په کې ليدل کېږي.
ننګيال د تېرو اوو اتو کلونو په موده کې ښه ډېر شعرونه وليکل، خو د ځانګړو مجموعو
او يا مجموعې د چاپ امکانات ورته برابر نه شول. له دې کبله د هغه د وروستيو کلونو
شاعري د شعر د زياتو مينوالو او لوستونکو له ليده لرې پاتې شوه. ځکه نو کله چې به
کوم ليکوال او يا کره کتونکي دده د شاعرۍ په باب ناسم نظر ورکاوه، نو دى به ډېر په
قهرېده او ويل به يې: (( دى نو زما له اوسنۍ شاعرۍ څخه څه خبر دى هغه خو ټوله له ما
سره په کتابچو کې پرته ده...)).
د ده يوه ستره هيله همدا وه، چې د خپلو شعرونو ټولې مجموعې چاپ او په خپلو سترګو
وويني. د ننګيال په ژوند خو د هغه هيله پوره نه شوه، خو دادى د هغه تر مړينې
وروسته، په جرمني کې د افغان فرهنګيانو او فرهنګپالو په مالي مرسته د هغه دا ارمان
پوره شو. ما چې کله د هغه د ناچاپه شعري مجموعو د چاپ پر کار پيل وکړ، نو ننګيال مې
يوه شپه په خوب کې وليد، خوله يې له خندا شنه وه او همداسې په خوشالۍ يې راته وويل:
((پيرجانه! زما مجموعې چاپېږي؟ بېشکه والله...)) ما ورته ويل هو ستا ټول شعرونه
چاپېږي. په هغه شپه له خوبه راويښ شوم، تر سهاره خوب رانغى، لاټين مې ولګاوه او د
ننګيال په چورت کې لاړم- يو ځل مې د هغه ټولې خاطرې تر نظر تېرې شوې.
کله چې مې د هغه د شعرونو توري لوستل، نو په هر توري، هر شعر او د شعر په هره پاڼه
کې راته د ننګيال تصوير تر سترګو سترګو کېده. زه ددې شعرونو تر پايه په دې پوه نه
شوم، چې زه په کوم حالت کې يم، لکه يو څوک چې په خلا کې روان وي.
د ننګيال د وروستيو کلونو، فکري او عاطفي شخصيت کټ مټ د هغه د اوسنيو شعرونو له
مانيزې او عاطفي خوا سره منطبق و. هره پاڼه کې ننګيال و، په هر توري کې ننګيال و،
دا هغه ننګيال نه و، چې د خپلې شاعرۍ په پيل کې او يا تر هغه وروسته د څو کلونو په
شاعرۍ کې ځلېده. دلته يو بېل ننګيال و. هغه د خپلې مينې او عاطفي پر سپين آس سور او
د ښاپېريو ښار ته روان و او لکه له هغه ځايه يې د خپل ستي او ټپي ولس د درملونې
لپاره د ښکلاوو ټکورونه راوړل. ما هره شېبه له ننګيال سره خبرې کولې او دومره خبرې،
چې د هغه په ژوند به مې ورسره نه وي کړې او کېدى شي لوستونکي هم زما پر برخليک اخته
شي.
خو ددې سوچونو او فکرونو په منځ کې خوشاله په دې وم، چې د هغه د ټولو ناچاپه شعرونو
غټ جونګ چاپېږي. کله چې دا مجموعه چاپ شوه، نو زه به يې د الينګار د ښکلې شاعرانه
درې د بسرام په کلي کې د ننګيال پر قبر کېدم او مبارکي به ورته ورکړم. د هغه روح به
څومره خوشاله شي او هغه ارمان چې دده پر ژوند پوره نه شو، وروسته تر مرګه به پوره
شي. په همدې هيله مې د هغه شعري مجموعې چې په کور کې يې وې ترلاسه کړې. هغه يوه
شعري مجموعه چې کاپي يې ده سره په کور کې وه انځور صېب ته هم لېږلې وه، هغه هم
ترلاسه شوه. دا شعرونه چې ما وکتل زما په نظر کم ښکاره شول، ځکه ننګيال چې به کوم
شعر وليکه، نو د نورو شاعرانو په شان به يې خپلو ملګرو ته ضرور اوراوه.
حفيظ الله ګردش، صديق الله بدر، نورمحمد لاهو او عبدالغفور لېوال ته مو د ننګيال
صېب د هغو شعرونو په باب چې په دې مجموعو کې نه وو او په ځينو اخبارونو کې په
متفرقه ډول چاپ شوي وو، وويل موږ ټولو په اخبارونو او نورو خپرونو کې د ننګيال صېب
هغه شعرونه پيدا کړل، چې په تيت و پرک ډول چاپ شوي وو او په دې مجموعو کې نه وو
راغلي، بيا هم ماته د خپل اټکل له مخې دا شعرونه پوره نه برېښېدل. د کتاب د تورو
لوستل بشپړېدو ته نږدې شوي وو، چې يوځل بيا په لغمان کې د ننګيال صېب کور ته لاړم.
د هغه مشر زوى (ارش) ته مې د ننګيال صېب د يو داسې عکس يادونه وکړه، چې تراوسه په
خپرونو کې چاپ شوى نه وي او هم مې ورته وويل چې د ننګيال صېب کتابونه او پاڼې يو ځل
بيا وګوري، ګوندې څه شعرونه يې ترلاسه شي. هغه ماته وويل: (( موږ څو ځله د خپل پلار
کتابونه او يادښتونه واړول راواړول، څه چې وو هغه مو تاسو ته درکړل، خو موږ به يوځل
بيا هم ټول کور وګورو)). په پېښور کې د مجموعې کار د بشپړېدو په وروستيو شېبو کې و،
چې د ننګيال صېب زوى (ارش) په ډېرې بېړې له لغمان نه ځان راورساوه او د ننګيال د
شعرونو يوه بله کتابچه يې هم راوړه. ما چې د ننګيال صېب دا شعرونه وکتل، دومره
خوشاله شوم، چې د ټولو ستړياوو بار مې يو ځل له اوږو لرې شو. بيا مې دا ټولې کتابچې
له اخبارونو او خپرونو او په متفرقه ډول راټول شويو شعرونو سره پرتله کړې، تکراري
شعرونه مې ترې لرې کړل، دغه راز مې دده له دوو چاپ شويو شعري مجموعو (هغه شېبې هغه
کلونه او څاڅکي څاڅکي) څخه يو شمېر شعرونه ورسره يوځاى کړل. اوس تر زياته بريده پر
دې باوري يم، چې د ننګيال نور شعرونه به نه وي پاتې. ده له خپل ناوډلي (نامنظم)
ژوند دود سره سره د خپلو شعرونو د ثبت انتظام ته ډېره پاملرنه کړې وه. له دې څخه دا
څرګندېږي، چې ننګيال تر خپل ځاني ژونده هم، له شعر سره ډېره مينه درلوده، ځکه چې
هغه د خپل ژوند د ښېرازۍ مېړنى نه و، خو د ښکلې شعري شتمنۍ څښتن و. ده انځور صېب ته
د يو ليک په ترڅ کې ليکلي وو: (( څو شعرونه مې له ((سپنتا)) سپين ږيري سره پاتې شول
او له ماسره يې اوس کوم نقل نه شته، هغه غوښتل څه پرې وليکي، خو حالاتو وخت ورنه
کړ، که چېرې مې بيا وموندل نو در وبه يې لېږم)). له ((سپين ږيري)) څخه يې مقصد
(ښاغلى سليمان لايق) دى چې ننګيال ورسره د شاعرۍ ښه ملګرتيا لرله. دا چې دا شعرونه
به پياوړي شاعر سليمان لايق سره وي او که نه؟ زه خبر نه يم. د ننګيال صېب د شعرونو
د کتابچو او د شعرونو د نېټه ليک له تسلسل نه داسې ښکاري چې د ننګيال صېب نور
شعرونه به نه وي پاتې. دا ليک هغه انځور صېب ته له کابل نه د ١٣٧١ل کال د زمري پر
١٢ نېټه ليکلى و. تر هغه وروسته د څو کلونو په ترڅ کې هغه خپل شعرونه له سره په
نويو کتابچو کې ليکلي وو او د هغو شعرونو بل نقل هم ورسره موجود و، چې انځور صېب ته
يې لېږلي وو، نو کله چې انځور صېب ته د لېږلو شعرونو نقل وروسته ترتيب شوى، نو دغه
راز به ښاغلي سليمان لايق ته ورکړل شوي شعرونه هم بيا له سره په کتابچو کې ليکل شوي
وي. بيا هم که ښاغلي لايق سره دا شعرونه موجود وي او هغه ددې مجموعې له شعرونو سره
پرتله کړي او کوم چې په دې مجموعه کې راغلي نه وي، ترچاپ وروسته د هغو د خوندي کولو
هڅه وشي، نو دا به پښتو ادب ته يو ډېر ګټور کار وي.
د ننګيال دا مجموعه (سيندونه هم مري) د هغه د (ښېرې په مالت کې، نه جام نه څادر، دا
جل دا برسات، سيندونه هم مري، ځينې متفرقه شعرونو او د چاپ شويو دوو مجموعو هغه
شېبې هغه کلونه او څاڅکي څاڅکي) له څو شعرونو څخه جوړه ده. ددې مجموعې چاپ د پښتو
شعر په ځانګړي ډول ازاد شعر په برخه کې يوه ډېره په زړه پورې، درنه او ارزښتمنه
ډالۍ ده. خو له دې درنې ډالۍ سره سره به مو دا ارمان تل په زړه کې پاتې وي چې:
((کاشکې ننګيال ژوندى واى چې داسې نورې ښکلې او ارزښتمنې ډالۍ يې خپلې ژبې ته
وړاندې کړى واى)). ننګيال ته دعاګانې.
په مينه او درناوي
محمد اسمعيل يون
١٣٧٧ل کال- ليندۍ
پېښور- پښتونخوا