مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

سیندونه هم مري

سريزه:

اسحق ننګيال
دپښتو دنوي شعري بهير په يون کې
د پښتو د معاصرې او نوې شاعرۍ په يون کې ، اسحق ننګيال کله څوک هېرولى شي! ننګيال د پښتو دنوي شعري بهير د ښايست يوه نښه وه، ننګيال زموږ د شعر د نوي کتاب يوه زرينه پاڼه وه، ننګيال هغه فقير، هغه ملنګ شاعر و، چې په همدغه لنډ او غم ځپلي عمر کې يې هم موږ ته د هنرونو د ښايستونو دومره شته راپرېښودل، چې زموږ نوى ادبي بهير پرې وياړ کولاى شي، خو که هغه مرګي داسې بې وخته، يو ناڅاپي او په ډېره بېړه له موږ نه واى اخيستى، په دې کې هېڅ شک نه شته، چې زموږ د ولس ادبي هنري پانگه به يې نوره هم درنه کړې او ښکلې کړې واى.
ننګيال د پښتو په اوسني شعري يون کې په عمومي توګه، د يولاس دګوتو د شمېر له نومياليو او وتليو شاعرانو څخه ګڼلى شو او که دافغانستان د پښتو د نوي نسل د شعرپه حدودو کې، يوازې دوه کسه هم تر نورو زيات ځلېدونکي، پياوړي او دپاملرني وړ وي، يو يې اسحق ننګيال دى؛ دا يو ستر وياړ دى، يو لوى ارزښت دى، يو خورا مهم هنري ادبي دريځ دى.
دننګيال شعر، په افغانستان کې په ډېرو کړکېچنو، کږلېچنو او غمجنو شېبو کې اوج او شهرت ته ورسېد. سره له دې، چې هغه د لمريزو پنځوسمو کلونو له پيلامې څخه شاعري راپيل کړې ده، خو د اوج کلونه يې د ثور له غميزې او بيا د روسي سرو يرغلګرو، تر يرغل وروسته، را رسېږي، دا هغه کلونه دي، چې په شروع کې يې د افغانستان په شاعرۍ کې د هنري- ادبي ارزښتونو پرځاى، دنظمونو او شعارونو بازار ښه ګرم دى او دغو وچو شعارونو او نظمونو پر وړاندې د هنرې- شعري ارزښتونو لپاره هلې ځلې، نه يوازې دا چې يوه لوړه هنري ادبي هڅه وه؛ بلکې د هغه وخت د حالاتو په رڼا کې په يو ډول سياسي مبارزه هم بدله شوې وه. د سرو نظمونو او سرو شعارونو پلويان د ګوندي او دولتي واکمنۍ د فرمانونو او دستورونو ناظمان وو او يوازې پر همدغه اړخ يې ټينګار کاوه، خو د دوى پر وړاندې د هنري-ادبي ارزښتونو لپاره هلې ځلې نه يوازې دا چې د يو هنري تقدس لپاره ټينګار و، دګوندي- دولتي دستورونو او فرمانونو پروړواندې يې، د يو ټولنيز- سياسي (ملي) ملي تقدس په توګه هم ارزښت لاره، ننګيال، سره له دې چې د شعري ژوند په څولومړيوکلونوکې يې د شعارونو او نظمونو ځينې بېلګې هم وړاندې کړې دي، خو له شعارونو او نظمونو څخه د شعري-هنري ښکلاوو پر لوري د هغه د ورېښمينې لارې سفر وروسته، که هغه دمينې شعر ليکلى، که يې کومه عاطفي شېبه انځور کړې او که يې کوم بشپړ سياسي شعر ليکلى دي، تر ډېره زياته حده يې له هنري-ادبي ځانګړنو او ارزښتونو سره نغاړلي دي.
اسحق ننګيال په وروستيو شلو کلونو کې، د افغانستان د شعري بهير له څو فوق العاده او استثنايي شخصيتونو څخه دى. که د وروستيو شلو خونړيو کلونو، غمجنو بهيرونو، موږ ته کومه ښه ډالۍ هم راکړې وې، ښايي يوه يې د ننګيال په څېر ديو شاعر ظهور وي، چې هغه يې هم يوازې يوه ورځ ورسته بېرته له موږه واخيست. داسې چې که ددغې خونړۍ غميزې پيلامه د ١٣٥٧ل کال د غويي له اوومې پيل شي، نو ننګيال د ١٣٧٧ل کال د غويي پر اتمه ځوانيمرګ کېږي.
دلته به زه، پر هغو ټکو، هغو ارزښتونو څو خبرې وکړم، چې اسحق ننګيال يې، زموږ په اوسني شعري بهير کې، تر نورو ډېرو، زيات ځلولى او د پاملرنې وړ کړى دى.
لومړي: د افغانستان د وروستنۍ شل کلنې غميزې انځورګري، ننګيال تر بل هرچاڅخه په ښه ژوره، هر اړخيزه او شاعرانه توګه کړې ده. هغه غميزه چې د ثور له اوومې پيل کېږي، د جدي پر شپږمه او ج ته رسي او څوارلس کاله وروسته د ثور پر اتمه يو بل نوى غمجن پړاو ته ور داخلېږي او د ننګيال تر مرګه هم لا دغه غميزه پاى ته نه رسېږي، ننګيال ددغې غميزې په زړه کې پروت دى. همدغه غميزه د ننګيال زړه خوري او څاڅکي څاڅکي يې د ويرژړليو شعرونو په توګه څڅوي، ننګيال د همدغې شلکلنې غميزې ډېر پياوړى انځورګر شاعر دى. هغه د غم ددغو کلونو ډېره زياته برخه د افغانستان په زړه، کابل کې، تېروي او د ټولو غمجنو شېبو شاهد پاتې کېږي. دغه شېبې که غمګينې او له وير او وينو ډکې دي، خو شاعرانه کېږي. ننګيال د همداسې يو غمګين برخليک شاعر دى او ځکه خو هغه د افغانستان د شلکلنې غميزې د ويناوال په توګه راڅرګندېږي.
دماښام ډمې مې بولي په ژوندون د مرګ بدلې
اى د وير پېغلې نغمه شه چې دشپو د جېل بندي يم
راته وژني خوب په ګوتو د شوګيرپيغمبر راغى
مه ځه راستنه شه چې د شپو دجېل بندي يم
غواړي ځان ته مې سجده کړي، زه په ټيټ سربلد نه يم
دغيرت ناوې شمله شه چې دشپودجېل بندي يم...(١)

او يا داچې:
زما دکور هغه وړه هغه بېباکه فضا
زما دکور هغه زاړه هغه خټين بامونه
چې ډوبېدل به دماشومو خنداګانو سين کې
زما د کور وړه باغچه کې د سپرلي ښاپېرۍ
دسرو ګلانو د شو پاڼو جنتي تخت نه يې
چې شنو موسکاوو کې ډک جام د بدمستۍ راکاوه
زما د کلي هغه لويې، ها پراخې کوڅې
زما د کلي هغه شنه، هغه سمسورباغونه
زموږ د نجونو حرم
زموږ دسپين ږيرو دېرې
زموږ د ستړو کروندګرو د غرمو څپرې
د مرګ په ولو زانګې
اسمان د لويو خړو ورېځو او باروتو لوګى
ځمکه دوينو او دمړو له کوپړيو ډکه
انسان د وير او د دردونو او مرګونو کوربه
کور مې د مړاوو بېګناهو اميدو هديره
دنيا مو ټوله نړوونکو توپانو نيولې
نو عقله!
نو عقله اى د توپانو دغلوپه لاس تښتول شوې بېړۍ
وايه چې چېرته لاړ شم؟
او پردې ځان څه وکړم؟(٢)
او:
ته راته ګورې چې محل مې له کارغانو ډک شو
اوپه ويالو کې د هيليو بچي وسوزېدل!
او زموږ د کلي ميندې
دميلاد شپوکې ((بې لاسو اوپښو بچيان زېږوي))
ته راته ګورې؟
ته راته ګورې چې مې ټول کلى چاړه چاړه دى؟
خلک په نوکو او برچو د يو بل سترګې باسي
او دمالت نجونې
په خپلو تورو تورو څڼو کې ځوزان ټک وهي
آه،
آه نازولې سپوږمۍ!
آه درڼا مورې!(٣)
ننګيال، په کابل کې د تنظيمي حکومت د ټوپکوالو د څلورنيمو کلونو د وحشت تر ټولو اوڅار شاهد شاعر هم دى. د ننګيال د ناچاپې شاعرۍ زياتره برخه د دغو وحشتونو شاعرانه انځورګرۍ ته ځانګړې شوې ده.
هغه د بدمرغيو په دغو بهيرونو کې د کابل ((مينې)) ته هم وايي، چې نور درځينې شرمېږم. د ((انسان)) په نوم له دغو (انساني)) اعمالو شرمېږي اود ((افغان)) په نوم له دغو ((افغاني ضد)) اعمالو:
مينې له شرمه در کتلاى نه شم
نور مو د کلي د ګلونو په کاله کې
پېغلتوب دګل غوټيو چېرته هم نشته
او ابراهيم د خپلې ښکلې نازولې دجمال اودعفت
د لوټ کوڅو کې د غارت کيسې ته خوب وړى دى
نور مو دباغ نجونو ته ((هسکې)) او ((کږې)) شملې دښمنې ښکاري
مينې له شرمه درکتلاى نه شم (٤)
او لکه چې هغه د ((کلي)) په نوم شعر په يوه برخه کې وايي:
نه پوهېږم، نه پوهېږم
اى دکلي مازيګره!
ها زموږ د کلي چم کې
هغه سپينه کېږدۍ څه شوه
هغه شنې څپرې څه شوې
ها لوګرې جېنۍ چېرې؟

تاته يا د شي مازيګره!
هغه شنې دېرې دکلي
په کې هسک د شملو غرونه
په کې ورېځې د چلمو

نه نه وران دى
کلى وران دى
يوه ځاله په کې نه شته
ها دښکلو توتکيو
يو نغرى هم اباد نه دى
د ابيو د لاس نښه

لښتي وچ شول
ويالې ورانې
سين د تورو کاڼو غرشو
اوس حيران يم چې د کلي
دا هيلۍ به چېرته لامبي.(٥)
ننګيال په خپلو دغه ډول شعرونو کې د جنګ هغه رښتينې وحشي څېره ډېره ښه تصوير کړې ده، چې زموږ وطن خوري، زموږ ولس وژني او زموږ د هېواد ټولو ارزښتونو ته ګواښونه کوي. ننګيال د دغو غميزو په انځورګرۍ کې شاعرانه او هنري ارزښتونو ته بشپړه پاملرنه کړې ده او هېڅکله يې د ښکاره، بربنډ او څرګندو شعاروي خبرو په څېر دغه مسايل نه دي راوړي، بلکې له شاعرانه ښکلاوو سره يې يو ځاى کړي دي او همدا د ننګيال ددغه ډول شعرونو دارزښت بنسټيز ټکى دى، همدغه خبره ده، چې شعر له عادي او خبري مسايلو راجلا کوي.
دويم: د ننګيال د شاعرۍ يوه بله د ارزښت وړ ځانګړنه داده، چې دهغه شعرونه له عاطفي شېبو ډک دي. د هغه شعرونه لکه د عاطفې سيند، لکه د عاطفې سمندر، داسې دى. د هغه په زياترو شعرونو کې د يو خواخوږي، د يو زړه سواند ((انسان)) عاطفه په خپل اوج کې ځان راڅرګندوي. ډېرو شاعرانو او شعرپوهانو په شعر کې د ژورې عاطفې پر شته والي ټينګار کړى دى. عاطفه او په عمومي توګه احساسات د شاعرۍ له اساسي برخو څخه ګڼل کېږي او په دې کې د پاملرنې وړ خبره داده، چې څنګه دغه عواطف په شعر کې د انتقال ځواک پيداکړي؟ دننګيال په شاعرۍ کې دغه ځواک وينو. د (( دا کلى مه ورانوئ)) د شعر يوې کوچنۍ برخې ته پاملرنه کوو:
دا کلى مه ورانوئ!
ګورئ هلته چې لکه زرکې زموږ د کلي نجونې
ګورئ چې هلته د بامو پر سر نورسې پېغلې
کتار،کتار
دلمر تر وړانګو خپل پيکي جوړوي
او په مينو ژبو
د پېغلتوب غوږ کې د ځوان هوس سندرې بولي
دا کلى مه ورانوئ... (٦)
ننګيال ددغه ډول عواطفو په باب، له ((ډيوې)) سره په يوه مرکه کې ويلي وو: ((هغه چې ډېر عاطفي نه وي، زما په اند نه شي کېدلى، چې ډېر ښه شاعر شي. دخپل ژوند کيسه درته کوم: د اوړي يوه توده ورځ وه، په دېره کې ناست وم. يوازې او تنها له خپلو سوچونو سره لوبېدم، چې يو ماشوم چې په يوه لاس کې يې مړ ژواندى چرګ او په بل لاس کې يې تېره چاړه وه، راته راغى چې چرګ يې حلال کړم.نه مې غوښتل چې خپل لاسونه په وينو سره کړم،خو چرګ ناروغه و، مړه کېده او هلک زارې راته کولې، چرګ مې حلال کړ، خو اوس چې له هغې ورځې نه درې کاله تېر دي، هغه چرګ مې خوب ته راځي، وسله وال وي، په ټوپک مې ولي، چاړه ورسره وي، حلالوي مې، په اوونۍ کې يو ځل داسې خوب حتماً وينم...))(٧)
د ننګيال د عاطفې شاعرۍ يوه ډېره مشهوره بېلګه ((ښکاري ته)) د هغه شعر دي:
... اى ښکاري اشنا درته سلام کوم
پرېږده چې دا سپينې مرغۍ والوزي
لاړې شي جوړې جوړې ګلونه شي
ښکلي شي، ښايسته شي امېلونه شي
واخلي په وزرو کې تنکي بچي
وموښي سينو کې ګلابي بچي
سپينې سرې مښوکې زرکني بچي
پام کوه
پام کوه ماشې ته ګوتې مه وروړه (٨)
د اسحق ننګيال په شعر کې دغه ډول عواطف، د هغو احساساتو په بڼه نه دي، چې ((شېبه يي)) او ((موقتي)) ارزښت ولري، دننګيال عواطف د يو شاعرانه زړه د ډېرې ژورې (انساني))مينې څرګندوى دي. لکه چې په همدغو عواطفو کې د شاعر زړه هم څاڅکي څاڅکي راڅڅېده او ځکه خو يې داسې ژر هغه شاعر زړه ودرېد.
درېيم: کوم بل ټکى چې دننګيال په شاعرۍ کې د پام وړ دى، هغه د اوچت شاعرانه تخيل لرل، د نويو مفاهيمو او شاعرانه ترکيبونو جوړول او د ښکليو شاعرانه تصويرونو نوښت دى. هغه په شعر کې له دغو نويو شاعرانه ترکيبونو، ژبې ته يوه نوې ښکلا وربښي او د نويو تصويرونو له لارې زموږ د معاصرې شاعرۍ تابلوګانې رنګينوي او دپاملرنې وړ يې ګرځوي. کله کله خو يې په شاعرۍ کې د اسطورو راوړنه او پر ځاى کارونه هم دهېرولو نه ده او دغه راز يې شاعرانه او هنري سمبولونوته غور په کار دى.
دغه راز موږ وينو، چې د اسحق ننګيال د شاعرۍ دغه ګڼې ښکلاوې او دغه د نوي شاعرۍ بنسټيز ارزښتونه هم د هغه په غزليزه شاعرۍ کې ځان راڅرګندوي او هم په ازاده شاعرۍ کې. لومړى يې د ښکلي او روان بيان، خو اوچت تخيل ننداره، په دغو غزليزو بېلګو کې ګورو:

ويلي ويلي په درګاه کې د صنم مرم
پر سرو شونډو د ګلاب لکه شبنم مرم
د سلګو مزل مې خدايه چې لنډ نه کړې
ستړى ستړى يې په هر ګام او قدم مرم
پاڼه نه يم چې په تش لوګي لمبه شم
لکه شمع تر سبا قلم قلم مرم
وچو شونډو ته مې ست د خمار څه کړې
ساقي! دلته چې په څنګ کې د حرم مرم
د ځوانۍ شپې مې جنت ته نيسه مه ږدئ
زه سرکښه په لمبو د جهنم مرم (٩)

او:
روڼ مې مستقبل شو خو تيارو ونيو
رب دپسرليو مې اغزو ونيو
ماوى چې مړوند به يې زر پوشه شي
مات په کې بنګړي شول هتکړو ونيو
چېرته يوسم جام د شرابي عقل
ځاى د مېکدو چې مې کعبو ونيو
نور مې نو اشنا په پلو مه راځه
دلته هر قدم قصابخانو ونيو.. (١٠)

او:
بيا رانغلې لېمو ته په پستو پستو وزرونو
زما د خوب کوترې ستا دسترګو له بامونو
څلو وهلي ګوره څه خواره واره پرې ګرځي
دشونډو بوراګان مې ستا د شونډو پرګلونو
په خپل شرنګ به ويده شمه په خپل شرنګ به روايښ شم
بنګړي مې کړه د لېچو، ګرځوه مې په لاسونو

زما مينه يو سيند دى او ستا زړه ورکوټى کلى
دا سيند چېرته جانان اوکېږدۍ د حبابونو
لا ښکاري چې موده د لېونتوب مې پوره نه ده
يو څوک راته نارې وهي د غرونو له سرونو (١١)

همدارنگه د ننګيال په ازادې شاعرۍ کې د نويو شاعرانه مفاهيمو او ترکيبونو او دغه راز د شاعرانه سمبولونو سيند بهاند دى. دننګيال شاعري، د پښتو د ازادې شاعرۍ په عمومي مطالعه کې هم دپوره پاملرنې وړ ده. په پښتو ازاده شاعرۍ کې د ننګيال هستونې ښکلې او پياوړې دي.
دا د سپرلي د شينکي باد وزرونه چا تړلي؟
چې د تيارو په جهنم کې د اغزيو لښکر
د بلاربو بوټو له شيدو نه ډک تيونه شکوي
اود نرګسو دا موسکۍ موسکۍ رنګينې سترګۍ
د لاس په نوکو باسي...(١٢)
اود يوبل ازاد شعر د بېلګې يوې برخې ته يې هم پاملرنه کوو:
((... بېګاه شپونکى باد ستا د څڼو له غرو راغى
په پګړۍ کې يو ټکى د يوګل نه و
له نرۍ ملا نه يې د لمرهغه زرين ومستنى نه وراتاو
چايې په تشې او ريښې ريښې بخڅۍ يو د سنورو نارنج نه و ايښى
نور مې په کلي کې باد نه چلېږي، باد هم مساپر شو ورنه
څومره تنها
څومره يوازې ده
زما دکلي ښکلې نازولې سپوږمۍ
بېګاه مې خوب ليدلى:
زموږ د کلي د چنارو تر شنو سيورو لاندې
پرهغو نويو پلنګي کټونو
يوڅوکارغان ناست دي
ږلۍ دلښتو وروي پرې،ګډوي ځانته زموږدکلي سپينې هېلۍ
زموږ دکلي په دېره کې د چلمو د کږو وږو لوګيو پر ځاى
خورې ورې دي دښايسته ښايسته هيليوتکې سرې د پېغلتوب وينې
کلي کې يوسېورى دبرېتواويوشرنګ دسپينوتورو نه شته رښتيا!
دکلي په دېره کې
دزلميو څڼورو
د اتڼ هغه سکڼى ماښام در ياد شي که نه؟... (١٣)
څلورم: د اسحق ننګيال په شاعرۍ کې ملنګي، شاعرانه لېونتوب، باغيتوب او ياغيتوب ګڼې بېلګې هم راترسترګو کېږي. دغه شاعرانه لېونتوب او ياغيتوب، د هغه شاعرۍ ته يو جلا رنګ ورکړى دى. د مستې او باغي شاعرۍ نمونې يې د لېونېو شاعرانه ولولو څرګندونه کوي:

-ملاڅه مې د ورځې په دې ډکو کاسو ولې
د حورو لېونيه ماښامونه خومې خپل دي (١٤)
دا زه د توبو نه يم که توبو کې اثر نه شته؛
توبې مې زړه کې سوځي که توبو ته مې زړه سوځي (١٥)

ښکل کړلې ذاهدو دساقي ګوتې
ماتې شوې توبې په هوا والوتې
دې بحرنوشۍ خو دې حيران کړمه
شېخه زنګېدې په هوا والوتې
تاچې کړې ښکاره له لوپټې سترګې
خلکو نه شملې په هوا والوتې...(١٦)

د شاعر دغه ډول شعرونه کله کله د پښتني عنعنوي، کلتوري، اخلاقي ارزښتونو په پام کې ساتلو سره ، تر هغو هم پښه اړوي اود نمونې په ډول، کله چې د ((ګناه)) په نوم شعر داسې پيلوي:
څومره نېکمرغه يم ګناه کومه
تمامه ورځ ورېځې د باد له ژرندو باسم
اود لمر په تناره کې پسرلي ته ترې ډوډۍ پخوم
څومره نېکمرغه يم ګناه کومه...(١٧)
نوشعر په داسې ډول پاى ته رسوي، چې د کلتوري، عنعنوي او اخلاقي ټکو په پام کې ساتلو سره يې يو لوى شاعرانه لېونتوب او ياغيتوب ګڼلى شو. د داسې څرګند او بربنډ بيان بېلګې به په پښتو شاعرۍ کې بېخي لږې وي.
د ننګيال بې وخته مړينه، د پښتو پر نوي شعري بهير، د تندر له ګوزاره کمه نه وه او دغه ګوزار د پښتو يو ننګيال، يو بريال شاعر له دغه بهيره واخيست او دومره په بېړه لکه چې ترې پټ کړى يې وي. لکه تښتولى چې يې وي. ننګيال، يو ګل و، يو ملنګ و. دغه ګل لا بشپړ غوړېدلى هم نه و، چې پاڼې پاڼې شو، دغه ملنګ لا د خپل شعر کچکول د فطرت د ښکلا او رنګينو له ډاليو بشپړ نه و را ډک کړى، چې کچکول ترې چا پټ کړ.
ننګيال به د خپلو شعرونو په کرښه کرښه کې ژوندى وي، خو کاشکې هغه د پښتو د شعر د لا ښکلې کېدونکې ناوې د سينګار لپاره لږ څه نور وخت هم لرلاى.

دا مجموعه:
زموږ نوميالي شاعر اسحق ننګيال د روان کال ١٣٧٧ل کال د غويي (ثور) پر اتمه (١٩٩٨م د اپريل ٢٨مه) د افغانستان د معاصر تاريخ پر دغه توره ورځ له نړۍ سترګې پټې کړې. د هغه په مرګ د افغانستان ټولې ادبي او کلتوري کړۍ غمجنې شوې شوې.د هېواد په داخل او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې افغانانو د هغه يادونه ولمانځل اود غونډو او محافلو په لړ کې يې د هغه پر مرګ خپله غمشريکي څرګنده کړه.
په همدغه لړ کې د ١٣٧٧ل کال د غبرګولي پر نهمه د ١٩٩٨م د مى پر دېرشمه د جرمني د کولن ښار کې ((دافغانستان د کلتوري ودې ټولنې)) له خوا د هغه په باب يوه درنه ياد غونډه جوړه شوې وه. ياد شوې غونډه کې د شاعر پر ژوند، شخصيت او اثارو ګڼ شمېر مقالې ولوستل شوې او يو شمېر شاعرانودهغه پر بې وخته مړينه د اوښکو څاڅکي توى کړل. په همدغه غونډه کې د (( د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې)) غړيو وپتېيله، چې د ارواښاد ننګيال د ناچاپوشعرونو مجموعه د همدې ټولنې په لګښت چاپ شي او د همغه نېک کار لپاره پر هماغه ورځ يو شمېر دوستانو يوولس سوه مارکه سره راټول کړل.
څو کاله پخوا ګران ننګيال د خپلو ناچاپو شعرونو دوه کوچنۍ مجموعې زما په نوم له کابله پېښور ته رالېږلې وې او ورسره يې زما په نوم دغه ليک هم دخپلې مجموعې په پيل کې ليکلي و:
((ډېر ګران انځور صېب:
هيله ده، چې ژوندډېر درته بد نه وي او لکه چې پر موږ چې يې وکړل، هاسې ميرڅي يې درسره نه وي کړې. زموږ خو ژوند څه ژوند نه دى او بايد همداسې هم وي، ځکه زما په اند ژوند پوچ دى-ژوند رنځ دى، ژوند قاتل دى او ژوند له ژونده د غچ اخيستنه ده. حتا ډېر ښه ژوند هم د شرابو پياله ده، چې د پېغمبرانو له ستوني نه تېرېږي. څښل، خوړل، کار کول او ويدېدل، دا دي هغه کلمې چې خداى (ج) د ژوند په نامه دژونديو په ځوليو کې اچولي دي او زما ژوند خو تاته تر هر چا ښه څرګند دى، ټول عمر مې له دوو نومونو سره ژوند وکړ:
ښيښه او شعر. سره مو وژړلې او پر ژوند مو ناړې تو کړې.
ښيښه يې رانه واخيسته او اوس زه او شعر دوه په دوه سره ژوند کوو. ډېر کله هغه له ما مرور وي او زه له هغه. ((درېيمګړى)) نه شته، چې سره مو پخلا کړي او که سره پخلا هم يو هغه تېره لېونۍ پخلاينه نه ده، ټوله ورځ راته د عقل او منطق ناندرۍ غږوي...
ښيښه خو لاړه مګر شعر تر اوسه راسره شه. د وخت لوبي مې وېروي، چې له ده هم خلاص نه شم. پخوا به مو هره ورځ د مرګ ننداره کوله، اوس يې هره شېبه نندارې ته ناست يو، مرګ مو په وينو او رګونو کې ځاله کړې ده.
يوه شپه به سوچونو کې ډوب وم، چې يوه څه مې زړه ته راولوېدل، زړه مې راته وويل، چې دا خپل څو خام او نيمګړي شعرګوټي تاسو ته امانت درولېږم، چې که څه وشول ضايع نه شي. ښيښه خو تر ما دمخه مړه شوه، وېرېږم، چې شعر مې له ما وروسته هاسې نه شي او که هېڅ هم ونه شول، راته چاڼ خو به يې کړې! څو شعرونه مې ((سپنتا)) سپين ږيري سره پاتې شول او له ما سره يې اوس کوم نقل نه شته، هغه غوښتل څه پرې وليکي خو حالاتو وخت ورنه کړ. که مې چېرې بيا موندل نو در وبه يې لېږم.
يوه ورځ به که خداى(ج) کول سره له نږدې وګورو.
ستاسو لېونى
١٣٧١/٥/١٢
کابل))
ما هغه وخت غوښتل چې دا دواړه برخې په يوه مجموعه کې چاپ کړم، خو دا به د خداى تعالى (ج) رضا وه، چې د اوږدو لارو مساپر شوم او اوس هغه مجموعه د ننګيال تر مړينې وروسته خپرېږي.
ما دخپل اوږد سفر په پيلامه کې هغه مجموعه خپل ګران ورور او تکړه شاعر او ليکوال لال پاچا ازمون ته د امانت په توګه وسپارله. له ښاغلي ازمون څخه د زړه له کومې مننه کوم، چې زما اود ننګيال هغه ګډ امانت يې، د يو ستر ادبي يادګار په توګه دغه څو کاله په ډېر کړکېچنو حالاتو کې له ځانه سره وساته او دا دى اوس دشعر مينه والو ته وړاندې کېږي.
دغه راز له خپل ګران ورور ، پياوړي ليکوال اود پښتو له سوې ستي خدمتګار اسمعيل يون څخه هم زياته مننه کوم، چې دغه مجموعه يې چاپ ته چمتو کړه، له هغو يادو شويو مجموعو سربېره يې د ګران ننګيال نور ناچاپ شعرونه هم ورسره يو ځاى کړل، دغه راز يې دهغه چاپي شعرونو څو وتلې بېلګې هم ورسره ملې کړې اوداسې يوه ارزښتمنه مجموعه يې ترې جوړه کړه. له نورو ټولو هغو دوستانو څخه هم مننه څرګندوم، چې له ډولونو څخه په يو ډول يې ددې مجموعې په چاپ کې مرسته کړې ده.
په مينه او درنښت
زرين انځور
١٣٧٧ل کال د وږي ٢٧مه
١٩٩٨م کال د سپټمبر ١٨مه
جرمني � د کولن ښار

اخځليک
١- ننګيال، اسحق، څاڅکي...څاڅکي.. کابل، د افغانستان د ليکوالو انجمن: ١٣٦٨ل کال (٦-٧)م،م.
٢- همدغه اثر. (١٨-١٩)م،م.
٣- همدغه اثر. (٩٢-٩٣)م،م.
٤- ډيوه (مجله-لندن) ١٣٧٤،غويى(١٩٩٥م ،مى) ١٧مه ګڼه (٢١)مخ.
٥- ازمون، لال پاچا، پګړۍ کې کم نه يې له کاکله ګله (دنارنج ګل د دوديزې مشاعرې په وياړ) ننګرهار (اطلاعاتو او کلتور لوى رياست) ١٣٧٦ل کال، (١٤٦-١٤٧) م،م.
٦- ننګيال، اسحق، څاڅکي...څاڅکي.. کابل، د افغانستان د ليکوالو انجمن: ١٣٦٨ل کال (٦-٧)م،م.
٧- ډيوه (مجله-لندن) ١٣٧٤،ورى،(١٩٩٥م ،اپريل) له اسحق ننګيال سره د ښاغلي اسمعيل يون مرکه، (١٥)مخ
٨- ټکور، افضل، دا ليکوال دا څېرې( د اسحق ننګيال د شعري بېلګو يوه برخه) کابل، ١٣٦٦ل کال،(٤٢٩-٤٢٨)م،م.
٩- ننګيال څاڅکي... څاڅکي (٤٧-٤٨) م،م.
١٠- همدغه اثر(٨-٩)م،م.
١١- ازمون، پګړۍ کې کم نه يې له کاکله ګله. (١٤٨)م.
١٢- ننګيال څاڅکي... څاڅکي (٣٧) م،م.
١٣- ننګيال، کله چې لمر شين شي. ازاد افغانستان، جريده (د افغانستان د مطالعاتو مرکز) پېښور، لومړى کال، لومړۍ ګڼه، ١٣٧٧ل کال، ورى (١٠)م.
١٤- ننګيال څاڅکي... څاڅکي (٢٦)م.
١٥- همدغه اثر (٣٩)م.
١٦- همدغه اثر (٦٩-٧٠)م.
١٧- ننګيال، ګناه، لېمه (مجله-مسکو) لومړى کال، ٤مه ګڼه، ١٣٧٦ل کال سنبله (١٩٩٧م کال، سپټمبر)، (٥٤)م.
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery