مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

سیندونه هم مري

شپېلۍ (١)

د غره په ذهن کې خوره شوه شپېلۍ
په سرو مماڼو مېلمنه شوه شپېلۍ
دا د کېږدۍ پلو خو واړوئ لږ
تللې کوچۍ وه راستنه شوه شپېلۍ
وري زلمي شول، اوښې پېغلې شولې
لکه څېړۍ په غرونو شنه شوه شپېلۍ
ستورو جامې د اتڼ واغوستلې
د هسک د دښتو ترانه شوه شپېلۍ
پښتني غرونو په کې ساه پو کړې
ځکه درنه او پښتنه شوه شپېلۍ
راته يې ښکل کړلې غمبورې د خيال
بيا د غزل د کور ډيوه شوه شپېلۍ.

١٣٧٣/٩/٣٠
کابل




د زرتشت خوب

زرتشت ترونې لاندې پروت دى
د ستړيا او د خولو دا خونړى سېلاب يې باد ته ايښى
زرتشت جل وهلى
زرتشت له ډېرو مودو پس د ستړيو سترګو تورو څمڅو کې
د خوب له پرښتو سره تر غاړې وتى
زرتشت ويده دى
زرتشت جل وهلى.

زرتشت ويده دى
زرتشت جل وهلى
زرتشت د خوب د پرښتو د وربلونو د ماښام پر ځنګله نه مړېږي
زرتشت د ښکلو پرښتو د اننګيو په هندارو کې خوبونه ويني
زرتشت ويده دى
زرتشت جل وهلى
اى د ځنګلونو
او د غرونو لويه خدايه!
نه پوهېږم
هغه مار چېرته دى؟

١٣٧٣/١١/١٨
کابل





راته وناڅه هندارې!

نن مې اوښکې
دا د سترګو له صدف نه څڅېدلې مرغلرې
زما د څيرې اوبو وړي ګرېوانه خړې ډولۍ کې
لکه ناوې سرې منګولې د بڼو پر ځنګله ايښي
د پښتون کور ناوکۍ ده
په خوله ژاړي
نن مې اوښکه ناوې شوې
راته وناڅه هندارې!

نن مې کب د سرو ويرونو
د غمونو د ويرجن سيند
د تورتمو، لېونيو او ياغي څپو د زړه پټې کېږدۍ نه
د ښکاري خندا د جال مزو کې کېوت
نن مې لوند ګرېوان وچ شوى
خو يو څاڅکى په کې شين دى
ته به وايې د لمر کور دى
ته به وا د سپوږمۍ شپه ده
نن مې اوښکه ناوې شوې
راته وناڅه هندارې!

١٣٧٣/١١/٢٧
کابل

درځنې لاړم کليه!

څومره ښايسته دي
زموږ د کلي چم کې
دا د شنه سين په شنو اوبو کې
د کبانو بچي.
څومره ښايسته دي دې ويالو کې
د هيليو دغه سپينې لوڼې
د دوى نازکې منډې
د دوى نازکې چيغې.

څومره ښايسته دي
زموږ د کلي
د سپېدارو ترټيکريو
غرمني خوبونه
او مازيګر په شنو چينو کې
د کرۍ ورځې ستړياوو مينځل.

څومره ښايسته دي
زموږ د کلي په چېلو کې
د انګورو ښيښې
او د ګيلاسو د وړو وړو نيالګيو
ګڼې، ګڼې شنګلې
چې سرې مرۍ يې دي
زموږه د باغو
د ښاپېريو ياقوتي غوږوالۍ.

څومره ښايسته دي
زموږ د کلي
د غوزانو هسکې، هسکې ونې
او د ښاخونو په هر رګ کې يې
د مست زړګي د وينو لپې
چې ترې غريبې پېغلې اخلي
خپلو شونډو ته
د حسن خدايي رنګونه.

څومره ښايسته دى
دې ګودر کې
زموږ د پېغلو د شينکيو منګوټيو
د چاودون
او ماتېدلو اواز.
څومره ښايسته دى
دا زموږ د کروندګرو
د څپرو کلى.
څومره ښايسته ده
دا زموږه د لوګرو
دا هاړ دېره.
زه درنه ځم
د خداى پامان
درځنې لاړم کليه!
مادې د حسن په مالت کې
ددې وخت د سوداګرو
وينې څښونکې سترګې چېرته پرېږدي؟

دروغ

ډېرو ډېرو ښکلو مې
پر دښتې د سينې، د تورو زلفو شپې زرغونې کړې
ډېره د اورنيو اننګيو د لمبو د سيند څپو کې
زما د شونډو بېړۍ تاوه شوه راتاوه شوه
شپه د تورو زلفو
او وږمه د اننګو شوم
خو دا ګل
او دا شاعر زړګى د چا نه شو
ډېرې مودې وشوې چې مې زړه
د ستا د زلفو په ځنګله کې
د ماښام د شېبو ستورى دى
زه د هېچا نه شومه
يوازې ايکي ستا شومه
تا هم راته دروغ ووې دروغجنې،
درواغجنې!
درواغجنې!
هغه ګل، هغه شاعر زړګى مې بېرته را!.
١٣٧٤ل
کابل


غزلبولې

ما يې په سترګو کې کېږدۍ وهلي
خدايه! ګرداب کې مې بېړۍ وهلي
چې يې په شپو کې خپل غر هم شي ترې ورک
هغو کمڅو کې مې غوټۍ وهلي
دا چې يې نن لاره کې سم شين شومه
نيمو شېبو کې مې پېړۍ وهلي
دا د باران څه زړه چاودون خو نه و
ما يې پر بام باندې سلګۍ وهلي
ترې غزلبولې چغې هم نه وري
بيا يې پر ټپ راته پټۍ وهلي.


سيند ته غزل

رژېږي پاڼې پاڼې تش ګرېوان شولې اى سينده!
يو ښار وې د هندارو ولې وران شولې اى سينده!
يوه مسته نغمه نه شوې په ورا کې د کبانو
نه دې سپينو هيليو ته جانان شولې اى سينده!
پرون خو د شېبو د ناوې پېغله ښکلا ته وې
خو نن يې لکه زلفې پرېشان شولې اى سينده!
سپين ږيرى جاله وان د کلي نه شته مودې وشوې
دا اوس ولې په سترګو کې حيران شولې اى سينده!
اشنا ګوره چې بيا دې د څپو زمري ګونګي دي
ارامه غلو وهلى يو کاروان شولې اى سينده!
يو لور وې د شنو ولو خو اوس ښکاري چې په خپله
کېږديو غوندې ونه د بيابان شولې اى سينده!.

١٣٧٤
کابل



غزل

د غره تر غاړې ناست يم شپه سپوږمۍ سره کومه
خبرې دې جانانه! له شپېلۍ سره کومه
ستا سترګې خو کوچۍ شولې ايلبند په ايلبند ګرځي
اوس جنګ د هغو سترګو له هوسۍ سره کومه
نازونه خو تا وکول پر ما باندې زوال شول
د خال پر ځاى دې مينه تروږمۍ سره کومه
ماخوب درځنې وړى دى خپه چې نه شئ ستورو!
ګيلې يې لکه ورېځې له سيلۍ سره کومه
يو غر دى او څو کاڼي يوه شنه کبله نه شته
باران شوم ژړاګانې له کېږدۍ سره کومه.

١٣٧٤/١/٢
لغمان

شپېلۍ (٢)

شپېلۍ د پرخو پرخو شونډو په غرمو وري
شپېلۍ د ستړې شپنې لارې ته کېږدۍ وهلې
شپېلۍ په للمو للمو غرو اوري.

شپونکيه! ماته دې شپېلۍ مه شه
د جل موسم دې،
د جل شپې دې
او د ورېځو اوښې بيا شنډې دي
راته يو څاڅکى د باران خو شه!
باران پښتون شو
د خپل کور پر بامو نه وورېږي
باران ورغلى په پرديو ووري.

شپېلۍ پر للمو للمو غرو اوري
شپېلۍ د ستړې شپنۍ لارې ته کېږدۍ وهلې
شپېلۍ د پرخو پرخو شونډو په غرمو اوري.

١٣٧٤/١/٨
کابل



غوښتنه

مادې د تن سپينې ښيښې نه هغه سره شراب لا نه دي څښلي
ما دې يوازې دوه غوټۍ د اننګو ښکل کړې
خمار دې کړمه خو نشه دې نه کړم
د بېسدۍ هغه شېبه دې نه کړم
تندې اخيستى يم
شراب قطره قطره خو راکړه
د مرغلينو ښيښو منځ کې
د خوږې ګناه کاله ته
اجازه خو راکړه!

١٣٧٤/١/١٤
کابل

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery