عبدالله پويان ته!
يو رنګ- يو باد
زه د دردونو رسېدلى فصل
زه مې د ځوانو ارمانونو شهيد
زه مې د پېغلو سهرونو قاتل
زه مې د ستړيو منزلونو شهيد.
زه له خپل ځانه ستړى شوى سيورى
زه له خپل ځانه ستړى شوى شاعر
زه هغه هېر، هغه نيمګړى غزل
هغه له سترګو غورځېدلى شاعر.
زه رالوېدلى د موسکا له غرونو
اور راکې مړ دى هسې سکور يمه زه
زړه کې هنداره د سبا قتله ده
لکه حباب هسې يو کور يمه زه.
زه ددې تورو شپو کېږدۍ ته ناست يم
مانه د ورځو تاج محل هېر دى
زه د تيارو د ډمو رنګ وهلى
مانه د سرو شونډو غزل هېر دى.
زه د ابليس ناوې په ښکار وړى يم
زه د بدرنګې ګناه اور کې سوځم
زما يې خوله د شپې پر تيو ايښې
زه د کمبختو ستورو کور کې سوځم.
زه ددې ورېځو سمندر کې لاهو
او ته ساحل راته د لمر ښيې
زه د لوليو شپو په غېږ کې ستړى
ته راته غېږه د سهر ښيې.
ما د زړو بګوو چيغې وژني
رانه پېښې څه د بلبلو غواړې.
زه د بلا ژامو کې شپې تېروم
ته راته عزم د خندلو غواړې.
زما يې چيغې په زنځير تړلي
لکه فرهاد راته تېشې راکوې
زما يې شونډې په توبو ګنډلي
ته ګنا هکار راته نشې راکوې.
ګوره زه مړ يم ته آيت د سبا
راځه راځه اشنا يه هېر مې که
رنګ مې وانخلې له دې سوي دردمند
باد يم راوړى په باد تېر مې که.
١٣٧٣/٣/٢٨
کابل
غزل(٢)
غر څومره ښکلى دى؟
د تيږو دارام سين
د موسکا
ويښو څپو کې ويده،
غر
ددې شګو په ټوکريو کې
د لمر د سرو انګورو
د باران هادي.
غر څومره ښکلى دى!
د لارې د کاروان د تږيو اوښو
هر قدم کې
د شنو پرخو ګړى
غرمو د مينو د کيسو
سمسوره ژبه
او د ښکلو ښاپېريو
د کمڅو د سرو ګلونو
د باغچو مالي.
غر
د ښارونو
او کوڅو
او د بامونو
له تورتمو زندانونو نه د وتو
شنو يادونو
د سفر او ازاديو ډګر.
غر
د هوسيو او بازانو
ددې ستړيو ستړيو منډو
او خويونو
دغه ښکلى
زړه راکښونکى انځور.
غر څومره ښکلى دى اشنا
دا څومره ښکلى دى غر!
١٣٧٣/٥/٢٧
لغمان
غزل او خنجر
يو روڼ د سبا باد يم تکل شته خو وزر نه شته
دا څنګه پسرلى دى؟ سهر شته مازيګر نه شته
اى شپې! ته دې له ستورو نه دا وږې پلو ډک کړه
زموږ د ورځو برخه کې خو څاڅکى د لمر نه شته
جنډې نه شوې دېرو کې هغه شنې د چلم ورېځې
وطن مې د شملو دى، خو يوه هم پر سر نه شته
يو ګل چېرته کمڅو کې لکه ستورى زرغون نه شو
منګولې پر نکريزو او منګى پر ګودر نه شته
راشنه نه شوه پر ژبه د چا بيا ميوندي کړيکه
شپېلۍ پر کږو برېتو، يو غمى پر خنجر نه شته
ننګياله چې دې خوا کې نه ((خزان)) شته نه ((ټکور شته))
والله چې په دې ښار کې غزل نه شته، هنر نه شته.
١٣٧٣/٧/١٣
کابل
کجاوې!
څوک دى؟ د کوم ځاى دى؟ او چېرې درومي؟
نه پوهېږم!
چې د سهار د شنو وږمو د شنې زېږدا شېبه کې
د جامو غر په اوږو مات کړم
د شنه خوب د شنو اوبو په سين کې ولامبم او ستړى شمه
دى شي نږدې
سپينې جامې راځنې وتښتوي.
او د غنمو پر ورېښمينې پولې وخېږي او چيغې کړي چې:
اى لامبوزنه،
اى د سين سپينو کبانو،
اى د باغ مرغيو!
ما درته سرې، تورې جامې راوړي
راشۍ دا سپينې او خيرنې جامې وغورځوئ!
څه شېبه وروسته ددې کلي د مرغيو
او کبانو جامې نوې شي
سين تور شي
ونې تورې
کلى سور
او کلى تور غوندې شي
بيا کجاوه پر اوږو بار کړي
خداى زده چېرته به ځي.
کله چې پاڅم
هغه وينم چې روان دى
او د دښتو پر نويو لارو منډې وهي
او کجاوه يې زما له تکو شنو خوبو ډکه ده
بيا د کوچيو د کاروان مخې ته تم شي
او هر خوب مې
موټى موټى پر وريو او اوښانو وېشي
کجاوه بيا تشه شي
بيا درمو له مخې شنه واښه راټول کړي
کجاوه له سره ډکه شي
موسکۍ شي
بېرته وخوځېږي
شپه شي، تياره شي
نورو ورېځو سره يوځاى شي
باران شي
او له ستړې کجاوې سره راوڅڅېږي
بيا د غنمو پر ورېښمينو زلفو وخېږي
او چيغې کړي چې:
جامې مو سرې
جامې مو تورې،
او خويونه مو ژېړ!
داسې يو زېرى راته وکړي
او روان شي
خداى زده چېرته به ځي؟
١٣٧٣/٦/١٨
کابل
چوپتيا
زما د کور څراغ ماښام نه تر سبا سوځي
او له ماښامه تر سبا
د خپلې ښکلې تنهايۍ له تورو زلفو سره مينه کوم
ما يې د زړه پر دښتې کور کرلى
ما د چوپتيا له سپينو تيونه
د ژوند د چينې غړپ کړى دى.
زما د کور څراغ ماښام نه تر سبا سوځي
خو به مې خيال
لکه يتيمې مرغلرې
د غزل له ياقوتي شونډو راونه څڅېږي
نور به د سترګو له هندارو نه د خيال
او د غزل شنه انځورونه ټول کړم
نور مې د خيال واګې چوپتيا ته بښم.
١٣٧٣/٦/٢٤
کابل
د عبدالقهار عاصي پر شهادت
يوه منثوره ويرنه:
زه هم درځم!
موږ چې سترګې غړولي
او موږ چې دادى سترګې غړوو
د مينې کيسه مو نه ده زده
موږ مينه نه پېژنو
وينه پېژنو
وينه او مړينه زموږ برخليک دى
وينه او مړينه زموږ تاريخ دى.
موږ لا مينه نه ده ليدلې
مينه هغه کوچى باد دى چې پر غولي مو هېڅکله شين نه شو
موږ مينه نه پېژنو
زموږ نوم يې له وينې او مړينې سره تړلى دى
رښتيا،
د((حسين)) او ((يزيد)) کيسه دې زده ده؟
پېړۍ پېړۍ کېږي چې
د ((يزيد)) په لاس کې توره شنه ده
يوه توره توره
يوه سره توره
هغه توره چې ((حسين)) پرې هره ورځ وژني
او د ((حسين)) پر مرۍ يې راکاږي
مګر تا د ((حسين)) مړينه ليدلې ده؟
مګر دا ((يزيد)) نه دى چې هره ورځ مري؟
((مګر دا ((حسين)) نه دى چې هره ورځ زېږي؟))
هو،
موږ مينه نه پېژنو
وينه پېژنو
وينه او مړينه زموږ برخليک دى
وينه او مړينه زموږ تاريخ دى
_ خو څرنګه برخليک؟
د ((حسين)) برخليک؟
خو څرنګه تاريخ؟
د ((حسين)) تاريخ!
رښتيا،
زموږ نوم يې د ((حسين)) له نامه سره هم تړلى دى.
اى تاته وايم!
موږ دې په ياد يو؟
زموږ جونګړې دې په زړه دي؟
اوکله دې زموږ پر جونګړو
هغه بې ييبرې لوګي نه دي هېر؟
هلته چې خاوره يې يوازې يوه لويشت ده
نيم يې زندان او نيمه يې هديره
هغه زموږ کلى دى
او هلته زموږ جونګړې شنې دي
هلته چې د نغريو پر سرونو لوګي له لوږې مري
او اوبه له تندې جل وهي
هلته زموږ کلى دى
زه او ته هلته پيدا يو
زموږ د کلي لاره پر ګلونو نه
پر اغزيو ده
پر دغو لارو زموږ يبلې او تڼاکې پښې
پر لوټو
پر کاڼو لګي
زموږ لارې قاتلې دي
زموږ لاروي قاتلان دي
دغه ستړې او قاتلې لارې
زموږ ستړيو کاروانونو ته
اوبه نه
وينې ورکوي
زموږ د ستړيو منزلونو وينې
زموږ د ستړيو ارمانونو وينې
هوکې!
موږ مينه نه پېژنو
وينه پېژنو
وينه او مړينه زموږ برخليک دى
وينه او مړينه زموږ تاريخ دى
رښتيا،
کله دې د سيندونو مړينه ليدلې ده؟
ګوره! سيندونه هم مري
او زموږ نوم يې
د سيندونو له نامه سره هم تړلى دى.
اى! کله چې ټپي پرښتې
لکه د وينو څاڅکي
دانه دانه له اسمانه څاڅي
تا د اسمان د زړه چاودون شېبه
اى! کله چې ورېځې
د سپوږمۍ د سپين کميس تڼۍ پرانيزي
تا د ستورو په سترګو کې
د وينو چغارې ليدلې دي؟
او کله چې ږلۍ
د غوټيو موسکۍ شونډې
په غاښونو څيري
ته د ونو او ګلبوټو د ويرجن غزل کاڼو
پر زړه ويشتلى يې؟
هوکې،
سپوږمۍ مري
او ستوري هم مري
خو ته يې چېرې هديرو ته ناست يې؟
دا تيارې دي چې هره ورځ مري
او دا
سپوږمۍ او ستوري دي چې
څو مري هومره زېږي.
موږ چې رازېږېدلي يو
او موږ چې دادى ژوند کوو
له غزل سره زېږېدلي يو
او له شعر سره مو ژوند کړى دى
غزل مو د ډوډۍ مالګه
او شعر مو د کور چت دى
زموږ ژوند شعر دى
يو تريخ شعر
او زموږ شعر ژوند دى
يو تريخ ژوند
خو تا کله د غزل مړينه ليدلې ده؟
او کله د شعر مړينې ته ناست يې؟
موږ مينه نه پېژنو
وينه پېژنو
وينه او مړينه زموږ برخليک دى
وينه او مړينه زموږ تاريخ دى
رښتيا،
زموږ نوم يې د شعر له نامه سره هم تړلى دى.
پوهېږې؟
زه او ته دواړه له يوې ونې يو
ته لاړې
خو باور لرم چې زه هم درځم
څو دا شلېدلې ريښه يوه شي
باور لرم!
باور لرم!
١٣٧٣/٧/٢٤
کابل
مور ته مثنوي
مورې دا غر د غمو چېرته يوسم؟
دا هديرې پر اوږو چېرته يوسم
راته ميراث يو سور ګرېوان خو نه دى
دا يو يعقوب او يو کنعان خو نه دى
هره لوېشت څاه ده هره څاه کې يوسف
د هر کاروان د پښو درزا کې يوسف.
مورې په وينو کې خوټېږي چړې
لکه باران پر موږ ورېږي چړې
دا پر يوه ((حسين)) ژړا خو نه ده
دا يو څو ورځې کربلا خو نه ده
راغى په سر راته بادشاه شو يزيد
زموږ د کلي شهنشاه شو يزيد.
مورې په زړه کې يو پرهر خو نه دى
مورې تنها قتل د لمر خو نه دى
دلته هر ستورى او سپوږمۍ قتله ده
دلته هر ګل، هره غوټۍ قتله ده
مورې لوګى شو او سوزېږي وطن
مورې په سرو تورو قتلېږي وطن.
مورې يو وير او يو ناکام خو نه دى
دا يو خوشال او يو بهرام خو نه دى
دلته يوازې مسيحا خو نه دى
دلته يوازې يهودا خو نه دى
دلته هر کاڼى او انسان شو قابيل
هر يو لستوڼى هر ګرېوان شو قابيل.
مورې يو غر دلته اباد خو نه دى
هغه پامير، هغه شمشاد خو نه دى
دلته کبان دلته سيندونه سوځي
دلته له تندې بارانونه سوځي
د باغ ناموس راته اغزيو لوټ کړ
پت د کېږديو مې پرديو لوټ کړ.
مورې شملې شته خو سرونه نه شته
دېرې مو شته په کې کټونه نه شته
بادونه راغلل چلمونه مات شول
هغه د کلي چنارونه مات شول
مورې زخمي دى مورې وران دى ګودر
يو جل وهلى بيابان دى ګودر.
مورې يو غم او زړه چاودون خو نه دى
مورې د وينو يو جيحون خو نه دى
دلته هر کاڼي کې جيحون دى مورې
دلته په خپل کور کې بېلتون دى مورې
مورې يو تندر دې پر کور ولګېد
ستا پر سپېڅلې لمن اور ولګېد.
مورې زړګى دې را چې ويې ژاړم
دا مات منګى دې را چې ويې ژاړم
زه دې د مړې ونې بلبل نه شومه
سويو کمڅيو ته دې ګل نه شومه
سترګو ته اوښکې څو پيالې خو راکه
دعا دې نه غواړم ښېرې خو راکه.
١٣٧٣/٨/١٩
کابل
زېرى (١)
زړګيه زېرى زېرى چې وږمه د سبا راغله
زما د تيارو کلي ته ډيوه د سبا راغله
باور مې کله نه شو چې به بيا پېښه راوکړي
دې قتلو پسرليو کې غونچه د سبا راغله
حيران وم چې ماشوم غزل به کوم غوږ کې ويده کړم؟
کاڼه کاڼه مالت ته مې نغمه د سبا راغله
کلونه پس به بيا پر جل وهلې دښتې ووري
له سپينو پرخو ډکه لوپټه د سبا راغله
نه مړ نه يې ژوندى کړم دې مغول يوازېتوب مې
اى وږيو هوجرو زېرى پښتنه د سبا راغله.
١٣٧٣/٩/٢٥
کابل
نيمګړى غزل
ولول زلفې خورې کړه غوړوه راباندې شپې
له تورو شپو دې جار شم ووروه راباندې شپې
ږمنځ دې کړو کاکل کې اخر زړه راته زخمي
هر څاڅکى يې شو ستورى څڅوه راباندې شپې
ما ستا د خيال يو سيورى کړ د شپو له سپوږمۍ پور
سپوږمۍ شه لکه خيال مې بلوه راباندې شپې
هر خوب مې وږى وږى دى هر خوب وهلى جل
کېږدۍ مې د ليمو شه خوروه راباندې شپې
ستا سترګې پښتنې دي زه يو ستړى مساپر
د سترګو په هوجرو کې تېروه راباندې شپې
بس دومره چې سپرلى شم او يو ګل شم د کمڅو
خړوب مې په دې شپو کړه بهوه راباندې شپې
ارمان مې د نيمګړي غزل هېڅ نه شو پوره
په لېچو مې سر کېده زنګوه راباندې شپې.
١٣٧٣/٩/٢٧
کابل