مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

سیندونه هم مري

سيورى (٢)

ماخوټول عمر له کوچيو سره مينه کړې
کوچي لوگي،
کوچي بادونه،
کوچۍ پېغلې
او کوچۍ کېږدۍ
ماخو ټول عمر له کوچيو سره مينه کړې

- کله چې باد
زما دکور پر رژېدلو او خټينو بامو
د خپل ناپايه منزلونو سفرونه وهي
زه ترې مدام
د خپل ورک شوي سيوري
د ټوخي غږ اورم.
- کله چې
ما د شوګيرو د تورو غرونو ترشا
د خوب کوچۍ
زما دسترګو په رڼې کېږدۍ راپېښه وکړي
زه دکوچيو د کاروان
د هغه مست
خو ددې ستړي اوښ
دغاړې له زنګونو ځنې
د خپل ورک شوي سيوري
ستړى غزل اورم.
- کله چې
د کوچۍ پېغلې د رنګين وربل ماښام
اودکمڅيود غځېدلو غرونو شپو ته ګورم
زه ترې مدام
د خپل ورک شوي سيوري
د پرهرجنو وينو
د شنو غوټيو شين سلام اورم.
- کله چې
تر ستړيو ستړيو منزلونو وروسته
د هغو دنګو غرو تر غاړو
د وړو وړو وريو
د خندا تمځايونه ګورم
زه مې خپل سيورى وينم
چې ورته لپو کې اوبه ورکوي
او له شنو سترګو يې ستړياوې مينځي
ما خوټول عمر له کوچيو سره مينه کړې.

اى د بې نښو
اوبې کوره شنو بادونو په څېر
زموږ د کوچيو
لالهاند کاروانه!
- اى ددې دنګو دنګو غرونو
او د لويو دښتو
په سپينو سپينو او سپېڅلو پيو
را لويه شوې کوچۍ!
- اى ددې غرونو د څېړيو
او چندړو دباغونو
پر لندو لښتو ويده کوچيه!
_ او اى د غرونو د شپونکيو
د شپېليو په وزرونو کې
راتاوې کېږدۍ!
سيورى مې بېرته راکړئ!
زه مې يوازې د غم غر
او د خنداوو جنازې
پر خپلو ستړو
او بې کسو اوږو نه شم وړلاى
سيورى مې بېرته راکړئ!
زه پر دې ارتې او پراخې نړۍ
ايکي يوازې
همدا سيورى لرم
سيورى مې بېرته راکړئ!

ما خو ټول عمر له کوچيو سره مينه کړې
کوچي لوګي،
کوچي بادونه،
کوچۍ پېغلې
او کوچۍ کېږدۍ
ما خو ټول عمر له کوچيو سره مينه کړې.

١٣٨٢/٨/٢٦
لغمان

مېرمنې ته ليک:

کورمې

شپې شي، شپې ومري
او د ورځو اوښې بيا وزېږي، بياقتلې شي
خو زه ژوندى يمه د شپو، ورځو د قتل انتظار ته ناست يم
ويې څښم، ويې خورم،
ګړۍ، ګړۍ ويده پاتې شم، بيا پاڅېږم
پورته شم، بيا يې وڅښم، بيا يې وخورم، بيا ويده شم
شپې شي،
شپې ومري،
او د ورځو اوښې بيا وزېږي
بيا قتلې شي.

زما د څانګې يخ وهلي ګلان لاړل
چې د ښکلي مشرق زلفو نه
په څڼو کې د لمر ښکلي ګلونه کېږدي
او زه يوازې د پنجرې په څنګ کې ناست يم
له خپل ځانه سره ((ګاټي)) کوم
کله نانځکو ته لمنې اوبم
کله انګړ کې له خپل سيوري سره پاڅم په ((موسييو)) سر شم
خو د ((موسييو)) چم مې هم نه دى زده
کله د خداى له وېرې پاڅم
ستا لمن مخې ته واچوم پرې لمونځ وکوم
ستړى ستومان شم پر لمونځونو
خو لمانځه نه وروسته
خولې ته دعا نه راځي
خداى ته دعا هم پښتنې ژبې ته سوال ښکاري
او زه د سوال او د سوالګر له نامه کرکه لرم.
شپې شي،
شپې ومري،
او د ورځو اوښې بيا وزېږي
بيا قتلې شي.

زما د کور ښاپېرۍ تللې د مالت د کوه قاف په سفر
نور مې د کور له دېوالونو نه
د عطرو ګلان نه ورېږي
هره شېبه
د سرو ګلونو د غوټيو د عطرونو پر ځاى
د ورور د چرسو او د شنو بنګو دودونه څښمه
څوک د ډوډۍ پر سر لګيا دى
نامينځلى لاس ګولۍ تاووي
بل د يو بل د خولې مړۍ شماري
بل پخلنځى د شنو نسوارو په شنو لاړو ډک کړ
نور ددې کور د عادتونو په ښيښه کې خپل مخ نه شم ليدى
ښاپېرۍ بېرته راشه!
ګلونو راشئ!
زما تشه څانګه بيا ډکه کړئ!

١٣٨٢/١٠/٣
کابل




غزل (١)

منم چې وطن وران شو مګر وران نه شو دا غر
اسمان يې په سر کېوت خو ستومان نه شو دا غر
حاجت څه د بېړۍ شته دا مې کلى دا مې کور
خبر دې چېرته نوحه په توپان نه شو دا غر
هر کاڼى يې رهبر دى هره پرخه يې قيام
بې تورې بې شملې نه شو حيران نه شو دا غر
ورېږي دې اورونه پرې دا غاړه دا يې سر
سوزېږي خوله هوډه پښېمان نه شو دا غر
قربان يې شم له ضده چې يې هېڅ نه کړو بدل
هماسې چې افغان وبل افغان نه شو دا غر.

١٣٨٢/١٢/٣
لغمان






رحمان

وچې خاورې نه بهر شو
هومره لوى شو لکه غر
هغه ړوند سترګې پيدا کړې
هغه ګونګ شو ژبور
په بې پوندو پښو ګرځي
دا سپوږمۍ ده که دا لمر
لويه ځمکه يې پيدا کړه
هسک په تله برابر
دا شنې ونې دي که څانګې
ورته ټولو ايښى سر
هر څه پړمخې پراته دي يادوي نوم د رحمان
تاته چا وې چې درواغ دي نعمتونه د سبحان؟

څوک يې جوړ کړ له کودړي
څوک يې پاڅوه له اوره
څه خوږې، تروې اوبه دي
ځي بهېږي لور تر لوره
تکه شنه هره دانه ده
هره ونه يې سمسوره
لکه غرونه بېړۍ ګانې
په دا شنه درياب کې ګوره
څوک پيدا کړي څوک فنا کړي
څوک تر کوره څوک تر ګوره
يا خو وباسي له سينده مرغلرې او مرجان
تاته چا وې چې درواغ دي نعمتونه د سبحان؟

وخت د تلې رانږدې دى
نه بقا شته نه مهلت شته
که پېرى دى که انسان دى
نه يې زور نه يې همت شته
بې لوګيو سرې لمبې دي
نه ارام شته نه راحت شته
دا اسمان به چوي له وېرې
داسې غم داسې هيبت شته
له اسمان او ځمکې ووځه
که دې توان که دې طاقت شته
چې کرل دې اوس يې رېبه دا ده ورځ د امتحان
تاته چاوې چې درواغ دي نعمتونه د سبحان؟

 دا شعر له سوره رحمان څخه په الهام ويل شوى دى.

١٣٨٢/١٢/١٤
لغمان




سيند

پېړۍ يې تېرې شوې هوښيار نه شو
چا وې د کلي سيند مهار نه شو؟
زه به رسوا کړم بې ننګي د څپو
که جاله وان راته په قار نه شو.

١٣٧٣/١/٦
کابل- ماهيپر

کرونده

ځمکه هېڅکله د سينې د سر شين شوى نازولى زړى نه هېروي
زړى هم مور غواړي.

باد ددې غره له تالا شوي کلي راغى
زموږ د ښکلې کروندې په سپينو تيو کې يې پۍ وچې کړې
زړي له لوږې مړه شول
او زه تنها پاتې شوم
د کروندې پر وچو تيو د ماشومو شهيدانو سرې جنډې شنې شوې
کرونده بوره شوله
کرونده زړه پر شا پرته ده
د اسمان د مور پر سپينو نازولو بچو ناړې شيندي
کرونده باد نه دا د څيرې لمن پور غواړي.

کرونده ژاړي راته چيغې وهي:
زويه! فقيره او ناکامه شومه
سبا به سره اورونه مړه وي
او د کلي دغه سوړ تنور به ژاړي
او له لوږې به مري
لاړ شه! د بلې کروندې د سينې زړى شه او وغوړېږه
زه به دې هله مور شم
چې ها بزګره او نهره پېغله راشي راته وخاندي
او ووايې چې اى مورې!
دادى نن بيا مړه شوم
وچه ډوډۍ مې بيا له لاړو سره تېره کړله.

تنور لګيا دى رانه اور غواړي.

١٣٧٣/٢/١٥
کابل

کچل
يو سړى نوم يې حسن د کونډې زوى و
د کچل په نوم مشهور پر کلي، کوى و
پيدا کړى رب تنبل او هم بېکار و
همېشه به دى د مور پر اوږو بار و
يوه ورځ يې ابۍ ويوسته له کوره
څه په چل، څه په تدبير او څه په زوره
کچل لاړه له خپل ښار ځنې بهر شو
تر هغو چې پر يوې دښتې برابر شو
خوار او ستړى يوې ونې ته دمه شو
چې له لرې يو ټولى ورته ښکاره شو
يو هجوم و چې پرې راغى د مچانو
سره جګړه وه چې پرې جوړه شوه يارانو
کچل دم ساعت پر ټولو بريالى شو
له غروره هسې مست لکه زمرى شو
بيا يې وليکل پر غټو تورو باندې
چې ويده و د هغې ونې د لاندې:
((شل مې مړه، سل مې زخمي، سل مې ازاد کړل
دښمنان مې په يوه ګوزار برباد کړل))
په دې وخت کې يو لښکر چې د سلطان و
پر همدې لاره په کوم مقصد روان و

دوى ليدل چې يو سړى دلته ويده دى
او ترپاسه يې يو ليک په رپېده دى
ليک يې ولوسته لښکر ورته حيران دى
وې يې دادى چې رښتينى قهرمان دى
لښکر وخوځېد په منډو خپل سلطان ته
وې يې راشه شاها! ګوره پهلوان ته
سل ازاد، سل يې زخمي، سل يې وژلي
اتلان نه شته تر ده چې موږ ليدلي
ددې شاه چې له بل شاه سره جګړه وه
د بري او ماتې وېره ور سره وه
په ليدو ددغه ځوان هومره خوشال شو
ته به وا چې د بري يې شين نهال شو
حسن راغى د دربار د غاړې ګل شو
د عيشونو تود باران ورباندې تل شو
بله ورځ هغه د جنګ چغه خپره شوه
اول ټولو نه حسن باندې ناره شوه
د جګړې کالي يې واغوستل کچل ته
اوس يې بيايي د مېړانې تود مورچل ته
وې يې زين کړه هغه اس چې دې خوښېږي
مېړني پر مېړنو اسو سپرېږي

خو کچل چې لا د خره سپرلي يې نه زده
د جګړو پر مېړنو اسو يې څه زده؟
کچل هغه اس راخلاص کړ له رسۍ نه
چې بېزار وله ازله زنده ګۍ نه
هغه اس چې نه مردار و، نه ژوندى و
پرې سپور شوى د سلطان دا مېړنى و
ټولو ووې په رښتيا چې قهرمان دى
پر همدې اس د جګړې پر لور روان دى
کچل ووې اوس مې وتړئ په پړي
چې چارپېر مې شي تر اس د بدن غړي
د کچل خو دا کارونه و له ډاره
چې ګوزار يې نه کړي اس په سمه لاره
خو پادشاه وې چې دا کار دى د نرانو
نه وېرېږي په تش لاس له دښمنانو
کچل لاړه د جګړې په لور وان شو
سر لښکرى ګډ د رزم په ميدان شو
چې يې وليد د دښمن د لښکر سيورى
هلته جوړ شو له کچل ځنې کربوړى
دى روان و چې تر مخې يې شوه ونه
هغه ونه چې له بېخه وه چينجنه
بيا له وېرې يې ترې غېږه کړه چارپېره
ونه ووته له خاورو نه تر زېره
پر اس سپور، ونه په لاسو کې کچل
ښکارېده هغو دښمنو ته اجل
دښمنانو چې يې نوم و اورېدلى
خو پر سترګو يې هر ګز نه و ليدلى
وې تړلى پر اس سپور پر موږ روان دى
ونه باسي په لاسونو دا څه ځوان دى
موږه نه يو پر رښتيا د ده د زور
داسې برېښي لکه تندر، لکه اور
دښمنانو د جګړې له لوري شاکړه
فتحه داسې رب پر برخه د پادشاه کړه
پادشاه وويلې کچل ته پهلوانه
مبارک شه لور مې در کړه درته ځوانه
بيا کچل سره له ناوې راغى کور ته
شهزادګۍ يې کړه نوکره خپلې مور ته
اوس مېړه د مېړنيو حسن خان دى
هم باتور دى، هم اتل دى، هم ښه ځوان دى.

١٣٧٣/٢/١٩
کابل

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery