غچ
...خويو تريخ د زهرو جام دى
نه څه سره لري نه سپينه
نه يې رنګ شته
نه يې خوند شته
نه يې پاتې شته نه مړينه.
عجيبه ډالۍ يې راوړه
پرښتو، د جنت حورو
شپېلوي راته هډوکي
قتلوي سر توره مينه
سين د زوو دى ترې څاڅي
وريتوي د زړونو وينې
اوس پوهېږئ؟ څه يې وکړل؟
ها لوبګرو د باغونو؟
يوه وښوده په ګوته
بل يې دل کړه پر غاښونو.
اوس يې غچ له موږه اخلي
ږدي مو ژرندې پر سرونو
ورشه غوڅه دې کړه ونه
راشه وادې خله غنمينه
نه يې رنګ شته
نه يې خوندشته
نه يې پاتې شته نه مړينه
قتلوي سرتوره مينه
وريتوي د زړونو مينه
...خويوتريخ د زهرو جام دى
نه څه سره لري نه سپينه (!)
١٣٧٢/٢/١٢
لغمان
ښاپېرۍ
دغره په لوړه څوکه ګورئ
چې د ستورو د هيليو تر بڼکو لاندې
زما دمينې ښاپېرۍ ناسته ده
چيغې وهي
تندې اخيستې پرې باران نه ووري
په تور وربل يې
د چندڼو پاڼو اور واخيست
غزل وسوځېد.
څومره درنه او پښتنه ده اوښکه
اوښکه دزړه له نازولې کوره راغله
زما په لپو کې راپرېوته
او زه لګيا يم لوړې څوکې ته
په لپو کې اوبه خېږوم
څوکې ته ورسم نږدې شم
بيا د ځمکې تل ته ولوېږم
اوبه اوبه شم
ښاپېرۍ تنده وژني
او زه اوبو وړى يم!.
١٣٧٢/٢/١٦
سيلاني بلبلې
سيلاني بلبلې لاړې
نور دباغ د خوب په سين کې
د بلبلو سرود نه شته
د شنو چيغو تصوير تت دى
نور دباغ د سرو ګلونو
د بلبلو دسرو شونډو
نازولې مينه مړه ده
نور دپاڼو پر کمڅيو
سهارونه دسپرليو
چېرته پرخې پرخې نه شول
((سر له سره پالنګه هسک کړه فتح خانه
لويه خدايه، سيلانې بلبلې والوتې له باغه.))
سيلاني بلبلې لاړې
نور پر اس د ننګياليو
د پګړيو د شملو
د لوړو لوړو
اسماني غرو پته نه شته
نور د برېتو پر سرونو
هغه تاوه
د پښتون
اسرافيلي شپېلۍ کڼه ده
نور هغه ډګر مات شوى
او پرغاړه د پرديو
هغه مستې
سپينې تورې لښتې نه شوې
((رابيا)) بله ناره وکړه:
((سره له سره پالنګه هسک کړه فتح خانه
رابياګلې پونده ورته کړه سپره شوه)).
١٣٧٣/٣/٣١
کابل
روږده
زړه شړلى يم له کوره اور مې بل دى په کاله کې
لږ مې پردېږده چې ويده شم ستادزلفو په ځنګله کې
سترګې ستا سترګو کې لامبي ملامت راباندې مه کړه
تنده کله ماته شوې د کبانو په وياله کې؟
ما دمات زړه له هرشرنګه د شنوچيغومالت جوړکړ
نه دي نوم وځي له زړه نه،نه مې شپه کوي په خوله کې
دسينې پرباغ دې تلم ستادسينې قراول تم کړم
اوس نوپرې چې مې زندۍ کړي ستا دغاړې امېله کې
چې په پټه دې خوله راکړه تاپه خپلو لاسو غل کړم
نن سترۍ وې سبا درمند روږده داسې کوي غله کې
١٣٧٢/٤/٣
کابل
تنده
د فردوس د عيش کوربه دى
غرقوي دنيا دترکو
خو لا تشې مړۍ غواړي
د سوالګر ساړه نغري نه.
د سوما جامونه لاس کې
زموږ دوينو لامبوزن شول
نه سړېږي، نه ماتېږي
دمړو شومانو تنده.
١٣٧٢/٤/٢١
کابل
زما د دوه ويشت کلن ځوان وراره شفيق الله متين شهادت
ويرنه
خلکو ګورئ چې پر کور مې د غم اور لکه غر پرېوت
د فلک خونړى لاس مې لکه تبر پر سر پرېوت
هر يو کاڼى مو قاتل شو راته بېل بېل پر در پرېوت
د سرو وينو په کاله کې بيا د وينو ګودر پرېوت
څه درانه چنار ته ناست هم دمرګي پر خنجر پرېوت
يو روڼ لمر مې دکاله و، سهر وخوت سهر پرېوت
مرګه څومره ګناهکار يې ورانوې د عزت کلي
له بې پتو ځنې تښتې ړنګوې د عفت کلي
خدايه څنګه به شم صبر څنګه اور مړ کړم په زړه کې
زېږېدلى يم لويېږم دا دوير په زنګانه کې
چېرته اور چېرته توپان وي راته سم ووري کاله کي
غم زما دکور کوربه دى، مرګ مې ناست په دالانه کې
نه په غېږ کې د نيا لوى شوم نه په غېږه د نيکه کې
پرون پرې دپلارمرۍ شوه نن ساه قتله په وراره کې
څه د غم په ورځ پيدا يم څه دغم په ورځ به مرمه
لويه خدايه لويه خدايه! دا څه يمه دا څه يمه.
ټول کهول مې جارجارو واى خو((شفيق))راته په کور واى
دا زلمى ستورى د کور مې د نيکه پر درګاه خور واى
تل دقام د پګړۍ ګل واى د ټبر د پت انځور واى
غم يې تل زماپرسر واى دا دژوند پر نيلي سور واى
دده درد واى زما مرګ واى دده کور واى زما ګور واى
زماخونه واى خرابه خو ودان نغرى د ورور واى
تولعنت زماپه غم شه زه يې زوړکړم دى زوړ نه شو
کال په کال رانه کښت رېبي خو وږ سترګى دى موړ نه شو
لايې سيوري ته ناست نه وم ځوانيمرګ شو بهار وسو
سم چې ګل جوړشوشلمې ته، شمله وسوه ګلزار وسو
چې راخوت د سهار ستورى، ستورى وسوسهار وسو
هغه ړنګه ځواني وسوه هغه دنګ دنګ سپېدار وسو
ځارېدې چې ورنه ښکلې ها دښکليو سردار وسو
ګلالى لالى مې وسو، وطن وسوځېد ښار وسو
پر هر سرباندې اوربل دى سر دې پورته کړه ((شفيقه))
پر مزار باندې دې سوځي له (يمينه))تر ((عقيقه)).
وروره ته خو د ګور نه وې ستاځواني دګل ځواني وه
ستاښايست د ګل ښايست و، ستاثاني دګل ثاني وه
ستا د خولې د تکبيرچيغه ددې کلي وداني وه
ته دسرو ياقوتو کان وې خو وطن کې ارزاني وه
ورور د ورور په لاسو وژني دلته دا مسلماني وه
دلته داسې ناداني وه، دلته داسې ناداني وه
مګرته يوازې نه يې دلته دنګ غرونه قتلېږي
دلته سيند پرچړو وژني دلته ټول وطن نړېږي.
١٣٧٢/٤/٢٢
کابل
داسې لور داسې لوونه
ورېځې بيا لامبي پر اور ووري پر ګلو
دا زلمى سپرلى خو نه دى د سوځلو
له اسمانه د سکروټو غر راپرېوت
سوځوي مې ښکلى کلى د سنځلو
بيا د ګلو د حيا پرناموس جنګ دى
څانګې ستړې شوې د ځان پر قتلولو
دباغ سپين مړوند رېبلى دى اغزيو
پرې يې نه ښود چېرته جوړ ګرېوان د ګلو
د سيندونو مست اوښان وسول له تندې
د هيليو پېغلې بيا لاړې له کلو
دسپوږمۍ پر وربل مري غونچې دستورو
لمردځان جنازه وړي پر خپلو ولو
موج دوينوګلان و کول سپرلى شو
څه حاجت شته؟ دګلاب اود سنبلو
بيا لنده نه شوه ډوډۍ د ((عيسى)) جام کې
پاتې نه شول هغه سره شراب د څښلو
دپيالو پر شرنګار يو ويده ويښ نه شو
نه ساقي شته نه کنډول د کړنګولو
يوې شمعې د شپو دېو پرتندي ونه ويشت
يو پتنګ نه شته لمبو کې دلامبلو
دا ويدې سترګې دبڼ پرې رڼې نه شوې
چيغې پرېوتې رانجو کې دبلبلو
فلک اور پسې اخيستى ستړى نه شو
ددې مستو چټو ستورو په رېبلو
نازولې غوټۍ نه شوې په کې بلې
تور لوگي دي چې ټيکري شول د وربلو
دماتم ډمو بنګړي دښکلومات کړل
غوڅوي ورنه نکريزې له منگولو
په پرهر زړه مې لاس مه وهه جانانه
دا خوسا لوپټه نه ده د ګنډلو
زرغون شوى چم په چم برسات د اوښکو
قتل شوي موسمونه د خندلو
دا چمن چمن وطن دار ته بس نه شو
نه يو شين ډډ دچنار شته نه د ولو
مني بيا ورته له سره سيخان سره کړل
دا لاله دي له ازله د داغلو
ددې خوارو پر قسمت به باران نه وي
چې لمبې ووري په کور د جل وهلو
يو پرې شوى رګ مو ښخ لکه تاک نه شو
يو سر نه شته په دې ښار کې د ښندلو
نه د عقل پر اس سور نه ليوني شته
نه شته ژبه د زنځير نه دويلو
څه ايرې د بې قدرۍ ورباندې شنې شوې
دا درنې شناختې خو نه دي دکتلو
ددې کلي ښاريان مړه له سره وژني
غشي ولي بيا پر زړونو د بسملو
نه يومټ د تيارو جنګ ته چېرته پاتې
نه يولاس د خپل ګرېوان د څېرولو
د لمبو ترخېمو يو ((ابراهيم)) نه شته
پيدا نه شو يو ((منصور)) د دارختلو
بيالوېدلى دى((رستم)) د((شغاد)) څاه کې
لاره نه شته دې ګړنګ نه دوتلو
نه يې ګرد په تورو دښتو کې د اس شته
نه نارې د شهسوارو د دانګلو
بيايوشين زمرى دې غرونوکې لوى نه شو
يوه تشه جنډه نه شته پر مورچلو
د شنو چيغو له کاروان سره سفر دى
ژبه نښتې په تالو کې د غزلو
سرله توروخاوروپورته کړه ((خوشاله))!
لا خو غچ د ((هجري))پاتې پر ((مغلو)).
١٣٧٢/٥/٩
کابل
نه جام، نه څادر
څو تور سرې
څو سپين سرې
((يو څو اوښې))
((څو پسونه))
څه غريب ستړى کاروان دى؟
باد راوړې پاڼې رېږدي.
((قاف)) لمبو پرسر اخيستى
ښاپېرۍ شوې مساپرې
خداى خبر دى چې به دمه
بيا پرکومو غرونو کېږدي؟
څنګه ړنګې ميکدې دي
څنګه ښکلې شونډې سوځي
جانه بيا به دې ساقي شم
((که مې غم د ډوډۍ پرېږدي)).
نه تړانګې د کېږدۍ شته
نه څپلۍ، نه څادرونه
لوټوي دجام ناموس مې
پر شهيدې پګړۍ پښې ږدي.
څو تور سرې
څو سپين سرې
((يو څو اوښې))
((څو پسونه))
څه غريب ستړى کاروان دى؟
باد راوړې پاڼې رېږدي.
١٣٧٢/٧/٩
کابل