مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

سیندونه هم مري

برخه
-٤-
هغه ورځ مې چې غوښتل
کمڅۍ يې ورته له ګلونو ډکې کړم
د دښتو او بڼونو ګلان
سيليو يووړل
او نن چې، ګلان بيا راوغوړېدل
هغه نه شته.

هوکې!
زموږ برخه همداسې ده
تېر کال مو چې ويالې
له اوبو ډکې وې
زموږ دکلي ژرنده ورانه وه
او اوس چې
د کلي ژرنده بيا ودانه ده
په ويالو کې اويه نه شته.

١٣٧٠/٦/١٢
کابل




دنيا

زما زړه تر جهان لوى دى د حهان تنګه سينه ده
چې زه نه په کې ځايېږم دا دنيا څومره وړه ده؟
زه د جل د غرونو تږى پرواګير نه يم د لپو
ساقي! چم مې د ګوټ نه زده زما بحر پېمانه ده
ما مسيح حيران ليدلى د خپلې مور دعفت سوال ته
ما چې نوم دعشق اخيستى راته لښته زمانه ده
موږ يې څنګ ته د ګورناست يو پوکوو په کې ساه ګانې
ګنې دا دژوند ډيوه خولا پخوا تر ازل مړه ده
د تقديرکچکول پرغاړه مرګ نه خيردهستۍ غواړو
دا دنيا څومره لولۍ ده، دا دنيا څومره سپېره ده.

١٣٧٠/٦/٣
کابل





مساپر

څه د ښکلو اوښکو ستورى مساپر پر خاورو خوريم
د چا سترګو نه لوېدلى يوټوټې ټوټې انځور يم
اوس به چېرته پسې لاړ شم نا اشنا کوڅې دي ډېرې
دا دزړه تير به مې څوک وي چې يې زه د شګو کور يم
چې يې ټپ په سترګو ړوندکړم ترې سړو بادونو يووړم
دا د چا د نظر دوديم؟ دا د چا د نغري اور يم؟
قتلوي مې چې خوبونه، لېونى خيال مې چې وژني
دادکوم پښتون شملې ته د مغل دخولې پېغور يم
ځغلوم اس په درياب کې، ګرځوم بېړۍ په وچه
دا دکوم جنون امسا يم، دا دچا دعشق شبکور يم؟

١٣٧٠/٦/٨
کابل




پياله

دا ځواني مې صدقه شه، خو پياله مې تشه مه شه
د زړګي لپه چپه شه، خو پياله مې تشه مه شه
ښه پوهېږم چې مې وژني دا بربنډې دتاک پېغلې
عمره! يوڅاڅکى نشه شه، خو پياله مې تشه مه شه
څو يې څښم نه تمامېږي راته څه د زهرو سين شو
دا دژوند وچه چينه شه، خو پياله مې تشه مه شه
دا د دوه کاڼو دنيا چې دومره ګرانه پر موږ پلوري
لکه دود پر اور خوره شه، خو پياله مې تشه مه شه
نه په بر د عمر خوښ يم، نه په ګز د ژوند خو شاله
ټول دلوڅو پښو ناره شه، خو پياله مې تشه مه شه.

١٣٧٠/٧/٧
کابل



لاره

د ژوند مزي خو لنډشول هغه شپه قراره چېرته ده؟
ياران د لارې ډېر دي خو ملګرو لاره چېرته ده؟
کاروان مو د سپوږمۍ تر څڼو برشو، خو زموږ مينه
چې تاويل څاروانه! اوس دخداى لپاره چېرته ده؟
ساقي! راځنې وچې شوې ډالۍ ورته دزړه لپې
زموږ د وينو تږې دا ويده خماره چېرته ده؟
موږه ساده ګان يې د دوکو پر ژرنده دل کړلو
اى عشقه! د دروغجن ديدن هغه ريباره چېرته ده؟
دا دومره پېړۍ شپه کې دسبا سبا نارې چې دي
شيمه مو د نيمزالو ډيوو تر سهاره چېرته ده؟

١٣٧٠/٨/٣
کابل

کب
سيندلا همغسې
څپاند روان دى
او ا سپين ږيرى جاله وان
خداى زده
پر کومې دې شګلنې غاړې
خوب وړى دى نه ويښېږي
سترګه مې ورپېده
او ستا دکور کوتره راغله
ستا راکړى ګل يې
زما شملې نه يووړ.
زه پوهېدم چې
نن به داسې وشي
او نور به هېڅکله
در ونه رسمه:
بېګاه مې خوب کې
له لاسونو ځنې
کب لوېدلى!
١٣٧٠/١٠/٣
کابل

مينه

نيمه شپه، نيمه شپه ده
د سپوږمۍ څانګو ته ناست يم
يو څوسيوري راته ناڅي
لکه ډمې عربانې.

د جنت پېالې يې راوړې
څه ورېښمينې پرښتې دي؟
رانه اخلي تاج د عقل
دجنون جوغه يې راکړه.

اوس د زړه پر پاڼو ليکم
ستا د دوه سترګو غزلې
لکه خداى چې مينه ليک کړه
دا دحورو په لاسونو.
١٩٩١ جنوري
مسکو


څانګه

د کومې شپې بله ډيوه يې څانګې!
چې مې د زړه پر کور خوره يې څانګې!
لږ صبر وکړه چې وزګار خو شمه
څنګه بې صبره پيمانه يې څانګې!
شېبه د ژمي د راتلو خو نه ده؟
داسې چې بيا کږه وږه يې څانګې!
نه چې ياغي شونډو مې وکړ تېرى؟
له شرمه بيا چې تکه سره يې څانگې!
څنګه د عشق پر قيام نه کړم باور؟
چې راته سيورى او شمله يې څانگې!
د وخت سيلۍ دې رانه وړاى کله شي
د پښتني کور مېلمنه يې څانگې!

١٩٩١ جنوري
عشق اباد




زه او غر

تاسو مې پېژنئ؟
زما دتن هډوکى
اود خاورو په رنګ مسته وينه
زما د غرونو د هستۍ نښې دي
ما مې د غرو له تيو پۍ رودلي
زما دکور دبامبوټۍ له پاسه
غر ولاړ دى
او په انګړ کې
هر قدم ته د څېړيو ونه،
په هره يو ښاخ کې يې
د لمر د زېږدلو کيسه
او شين اسمان يې
خپلو سترګو ته
له پاڼو نه
رانجه پوروي.
ماته د خوب او ستړيا
چم نه دى زده
تيارو ته ستوري،
د سبا بربنډو پېغلو ته
لمنې ګنډم
او کرۍ ورځ سترګې په لار تېروم.
سترګې په لار يم
خو دڅه لپاره؟
نه پوهېږم!
وه چې زما تر سيوري هاخوا
دا دنيا نن څومره ښکلې ښکاري
درېغه!
له شرمه راته پاس
د کتو وس نه لري.
١٣٧٠/١١/٢
کابل

لوى احمدشاه بابا ته:
د غمنو وږى
-١-
د غنمو وږى زما د پګړۍ څانګه
د غنمو وږى زماد غرونو ژبه
د غنمو وږى زماد ماضي درمند
د غنمو وږى زماد سبا توره.


د غنمو وږى زما اوښکو ټکى
د غنمو وږى زما د موسکا پاڼه
د غنمو وږى رنګ د ښاپېريو
د غنمو وږى زما ديار سندره


د غنمو وږى لمر دشپو د تيو
د غنمو وږى سيورى دغرمومې
د غنمو وږى وږم د سپرليو
د غنمو وږى تن دشنو څېړيو



-٢-

د غنمو وږى پاس پر شملې شين شو
طلايي تاج يې نسکور کړ له سرونو
د غنمو وږى شنه دوياړ جنډه شوه
لکه سره وينه ايت د پاني پت شو.


د غنمو وږى توره د برېښنا شوه
د دښمنو ورېځو ګېډې يې کړې څېرې
د غنمو وږى زما د غرونو باد شو
له هيبت نه يې زمرو ګيدړې راوړې.


د غنمو وږى وينه د غيرت شوه
په ککرو کې يې اور د ايمان پو کړ
د غنمو وږى زما دپلار شمله شوه
ټيټېدل يې لکه ستورى چېرته نه زده.





د غنمو وږى اور شو پرنامردو
هره لوېشته يې تنور کړه پر بګوو
د لمر بڼ يې له لويديزې سيلۍ خپل کړ
د شمال د باد ترخه ژبه يې پرې کړه


د غنمو وږى ټول هېواد هېواد شو
د غنمو وږى ټول ولس ولس دى
د غنمو وږى زما د وطن هسک شو
چې تر غاړې يې د بلا لاسونه لنډ دي.


د غنمو وږى زما د پګړۍ څانګه
د غنمو وږى زماد غرونو ژبه
د غنمو وږى زماد ماضي درمند
د غنمو وږى زماد سبا توره.

١٣٧٠/١١/٣
کابل  

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery