کښت
دزلفو شپې دې راوړې خونسکورې درنه نه شي
ته ګوره هغه کړې وعدې نورې درنه نه شي
بلد نه يم په غېږ کې د سپېڅلې ګناه چېرې
داشونډې وچې روږدې دي سمسورې درنه نه شي
ما څښلي کله نه دي ساقي تور شراب په جام کې
ستاسترګې تکې سرې ښې دي چې تورې درنه نه شي
کمڅۍ دې راته دارکړه چې منصورشمه ژوندى شم
وېرېږم له هغې نه چې منګورې درنه نه شي
له ورېځو نه خير نه شته کښت مو هم له سينده لېرې
سپرليه! څو غوټۍ دي چې کمزورې درنه نه شي.
١٣٧١/١/١٤
کابل
عبدالباري جهاني ته (٢)
دهغه دشعر په ځواب کې:
مادرته نه وې چې ياغي شو اولس؟
مادرته نه وې چې ژړېږي وطن؟
مادرته نه وې چې نړېږي غرونه؟
مادرته نه وې چې ورانېږي وطن؟
مادرته نه وې چې د کارغيو سيورى
تاج د شيطان شو لوټوي پرښتې؟
مادرته نه وې چې د حورو حسن
پر ډمو پلوري، خرڅوي پرښتې؟
مادرته نه وې چې دنن سندره
غريبه اوښکه شوه په اور وسوه؟
مادرته نه وې چې ډيوه د سبا
ماته هنداره شوه په کور وسوه؟
مادرته نه وې چې هادرنې لوپټې
د اور او وينو پر ګودر زانگي؟
مادرته نه وې چې هاسپېڅلې تسبې
د څو لوليو پر ټټر زانگي؟
مايو زخمي تن د وطن ژړلو
اوس له وطن نه وطنونه جوړ شول
ما يې لا يو درد دواکړى نه و
اوس يې له هر ټپه ټپونه جوړ شول
تا ويل مه ژاړه جوړېږي وطن
زه ويم چې نه يې ناخبر ښه يې
تا ويل اور دى بيا ګلان دي پسې
زه ويم له دې اوره بهر ښه يې.
١٣٧١/١/١٥
کابل
وينې پر کاله
اوښکې د شېبو که دکلو وې په سر واوښتې
لپه وې اوبه،که په نېزو وې په سر واوښتې
ټول عمر باران و، يوه شپه مو رڼه ونه ليده
پوه نه شوودژمي که سپرلو وې په سر واوښتې
نه به وايي ژبه دغه ګونګ زړګى شاهددى خو
لښتې د کمڅوکه توپانو وې په سر واوښتې
خيرکه مو سر لاړ دپښو پل مو ژوندى پاتې دى
څوورځې کانې په قافلو وې په سر واوښتې
ستړې نه شوې غاړې زموږ اوداپڅې چړې ددوى
وينې پر کاله د پښتنو وې پر سر واوښتې.
١٣٧١/١/١٨
کابل
بيديا
سپېره بيديا ده په کې پل د بنيادم نه شته
يو څو پېريان دي له پرديو غرو راغلي
بربنډېږي، ناڅي،ناڅي
چې تياره شي بيا سينې پر خپلو ميندو سړوي
پر خواږه خوب پرېوزي.
د زهرو ونه ده ولاړه
پر بيزو ادې يې سيورى کړى
بيزو د زهرو پرګي خوري هره ګړۍ ورځنې حمل اخلي
د ورځې دېرش،څلوېښت بچيان زېږوي
دورځې دېرش، څلوېښت ځوانان شي
بيا قتلېږي
خو بيزو ادې پرګي خوري
او ليګا ده هره ورځ نوي بچيان زېږوي.
پېريان ګډېږي
د بيزو ادې په وير اوپر خواريو خاندي
چې شپه تياره شي
بيا سينې پر خپلو ميندو سړوي
پر خواږه خوب پرېوزي
سپېره بيديا ده په کې پل دبنيادم نه شته.
١٣٧١/١/١٩
کابل
ګيله
زه دې د کومې ښې ځوانۍ په خاطر؟
ستاد نيمګړې مينې
د سمسورتيا په هيله
پيالې په سر اړوم؛
او زه دې کومو مهربانو سترګو
ته شين غزل وليکم؟
پيالو ته شونډې
د غزل زلفو ته لاس نه ورځي
کله چې زړه کې مې يې.
١٣٧١/١/٢٢
کابل
شيخ
شيخ بې نغمې ګډېږي
شيخ د جومات کړکۍ تړلي د واټونو دېوالو ته ناڅي
شيخ د خپل عشق د باکرې مور
له ټپونو نه شراب څښلي دي.
شيخ لکه سپينه پاغونده
بادونه يوسي،
بېرته راشي
او خپل مست سيوري ته ښه وخاندي
شيخ د کوکنارو ګلان وټومبي په تورو څڼو
شيخ توره شپه شي
په غلا غلا د زليخا دمخ پوړني پسې لاس غځوي.
شيخ بې نغمې ګډېږي
شيخ د خپل عشق د باکرې مور
له تيونو شراب څښلي دي
شيخ تورو څڼو کې ټومبلي
د کوکناروګلان.
١٣٧١/٣/٩
کابل
ګړۍ
ګړۍ پېړۍ ده چې د نيمې شپې له ټکې ځنې نه خوځېږي
ستوري سوځېږي،
شمعې مري،
د ترږميولېونۍ د زنداني شېبو دژوندخړې آينې ته ناڅي
کاڼه په لارکې د مېږيود راتلو شېبو ته غوږ ايښى دى.
د دوو وروستيو د کمڅو پر سر سپوږمۍ بندي ده
او مساپرې پښې د غوړګو دکاله پر لوري لاره باسي
مټې زخمي دي،
بې نوکانوګوتې څڼوکې د شپې پاتې دي
ړونددګلونودرنګونو تماشې ته ناست دى.
ګړۍ زموږ د ژوندسپېڅلى او محکوم کلام دى
ګړۍ، پېړۍ ده چې کږه ملا سمولى نه شي
ګړۍ غريبه
د پېړيو د سکون پېټى په سر ګرځوي.
کاڼه په لارکې د مېږيود راتلو شېبو ته غوږ ايښى دى.
ړونددګلونودرنګونو تماشې ته ناست دى
١٣٧١/٣/١٤
کابل
پوښتنه
دومره قدرى يادشي چې يوڅه خو دې په تله ووې
پوه نه شوم قسم دى چې تا څه ووې ما څه ووې
ټوله شپه رښتيا دې پټ د زړه کور کې ساتلى وم؟
يو غلچکى خوب و په کاله مې تېرېده ووې
ستا دنظر تندر ته مې ټول خوبونه درمند شول
چاراته له ورېځو نه خبر د بارانه ووې؟
ويښ وم که ويده وم خداى زده ډېرې مودې تېرې شوې
مينه دې له زړه وه او که هسې دې په خوله ووې؟
کړې مې وعده وه چې دې بيا په کلي نه درځم
هېره وه له مانه خو ريښو دګرېوانه ووې
وپوښته رښتياترې کوم مغل دې چم کې شته که نه؟
څومره سپکې سپورې مېلمانه ته پښتانه ووې؟.
١٣٧١/٥/١٤
کابل
دا کلى، دا وطن
کلونه تېر شول، ځواني مري
او درنګونو پسرلي
زموږ پر سوي اوغريب مالت
ګذر ونه کړ.
وږمو د ستړي شپون
دڅڼو په ځنګلونو کې نڅا ونه کړه
دتورو دښتو دکېږديو د وريو ژبې
بياوچې شوې.
بيامو دکلي د چنارو
پر نيم سويو تنو اور بل شو
د شنو غنمود ورېښمين فصل کمڅيو ته يې
رنګ بيا د لوګيو ورکړ
بيايې د ستورو سره ټوکرۍ
د تورو ورېځو
د شيطان مريي ته وبښله.
کلى، وطن
بيا دڅپليو دمېخونو جنګ کې ساه وباسي
کلى، وطن مو
دڅو تورو تجمل ته
بيا له سره قربانېږي
هر قاتل يې
د زخمي ځان له هډوکو ځنې
لاستى د ((بېرغ)) اخلي.
زموږ سرونه،
زموږ وينې
دشنو چرسو اود بنګو هغه شنې دانې دي
چې دودوي يې ((باباقو)) ملنګ
دغم اود ستړياشېبه کې.
١٣٧١/٣/٢٥
کابل