دوير مالت
ته راته خانده زه سلګوسره خوشاله يمه
ته پسرلى شه زه اغزو سره خوشاله يمه
د وير مالت کې دهوس د ادا نه شته قدر
د غم موسم دى له غمو سره خوشاله يمه
ستوري دې اوري پرخې پرخي پر خوب وړي نظر
زه لکه شمعه شوګيرو سره خوشاله يمه
دزلفو ورېځې ووروه بلې دې نه شي ډيوې
د ژمي شپه يم له تيارو سره خوشاله يمه
نادان قاتل راته په لاره کې کرلي سپرغۍ
زه لکه دود لويو لمبو سره خوشاله يمه
څومره خوږه شوه په دې چم کې د وحشت ارتقا
چې يې ښاغلو لېونو سره خوشاله يمه.
١٣٦٩/٩/٣١
کابل
پسرلى
پسرلي شو، پسرلى شو
پسرلى مې مساپر پر کاله راغى
پسرلى مې چې کري
ګلابي حورې
پسرلى مې چې دخداى
له مهربانو سترګو ووري.
پسرلى شو، پسرلى شو
هره لوېشته د وطن مې
دنرګس ډکه کمڅۍ شوه
هره لښته مې دکلي
تکه شنه د جنت څانګه
غنمي وږمې په زلفو
غرنۍ کوترې راغلې
د هوسيو لوڼې ناڅي
د شنو دښتو پېغلتوب ته.
پسرلى شو، پسرلى شو
د لمر سرې تورې يې ښکل کړې
لمبوي درڼا ناوې
غوڅوي دشپې رګونه
کري دښتو داسمان کې
د انځرو شنه باغونه
سپوږمۍ سپين رباب اخيستى
راڼه ستوري نڅاګر شول.
پسرلى شو، پسرلى شو
تودوي مې سړې مينې
زوړ خمار پر عقل ولم
سدمې اخلي د تاک وينې
ګناهکار ساقي ته ناست يم
راکوي جنتي ((پينې))
هره پاڼه د هر ګل مې
دې ياغي سرته پګړۍ شوه
هر يوکاڼى مې ګلاب شو
هره پرخه مې غوټۍ شوه.
١٣٦٩/١٢/٢١
کابل
کليزه
نن مې دښکلې لور د حسن پر سپرليو
يو بل ګل وټوکېد
نن يې دژوند پنځلسم ستورى رابرشو
د کمڅو پر ماښام
نن يې د تاند عمر د لښتې پېغلتوب ته
بل ګهيځ شين شو
لور مې نن پېغله شوله.
نن مې وعده وه، چې دزړه دوچې دښتې
دسمسورې غوټۍ جشن لمانځم
نن مې وعده وه چې به ناوې کړم
د کور پنځلسمه سپوږمۍ
نن مې وعده وه چې سلګۍ ورته
د شمعو دودوم
او بلومه ډيوې
خو نن د خپلې بدنصيبې سرې غوټۍ
موسکا ته کېنناستم
مايې د باغ د پېغلتوب
ددې تنکۍ شېبې سلام وانه خيست
ما شمعې ونه شواى راوړاى
ورکې ډيوې بلې نه شوې
مايې ترخو شونډو ته
رنګ د خوږو هم ور نه کړ
مايې پر زلفو يو کوچنى پوړنى
نه کړو راخور.
او نن ماښام چې ټوله ورځ
روژه په خوله
دلوى الله پر عبادت بوخته وه
په دې ګناه چې
په نغري کې
ماښامي ټېپر ترې وسوځېدل
مور يې له شپې نه
تر سبا ورته غمبوري
په څپېړو شنه کړل.
هو!
موږ دبچو کليزې داسې لمانځو
زموږ د ستور داسې دى!!!.
١٣٦٩/١٢/٢٦
کابل
عبدالباري جهاني ته(١)
دهغه د شعر په ځواب کې:
مساپر خيالونه راغلل
مساپر له لرې غرونو
مساپر له لوى سفر نه
يادوي ((دماضي پاڼه))
رانه پوښتي دنن وينې.
اوس به څنګه ورته وايم؟
اوس به څنګه ورکړم ((زېرى))؟
چې يه ستړيه مساپره!
هر لوېشته دددې کلي
چې د خداى (ج) له خوبه شنه وه
اوس ېوازې د کارغانو
او زاړه شېطان کېږدۍ ده.
اوس به څنګه ورته وايم؟
چې د غرونو څنګل لوټ شو
د څېړيو څڼې پرې دي
ځالې ډکې له کربوړو
د چنارو په سينه کې .
اوس به څنګه ورته وايم؟
چې دنن مينزو کړې ماتې
د پرون ښکلې هندارې
زموږ بوډۍ مورې يې کړه بوره
ټول وطن شهيد شهيد شو
دلته مري د ماضي فصل
دلته مري دسبا زړي
شمله ور غرونه مات شوي
را ميراتې لوټې دي.
اوس به څنګه ورته وايم؟
چې مې مري دمستۍ کلى
دلته وير دې خندا نه شته
د مرګي لوبه جاري ده
چا خنداراته وژلې
چامو کور پر انګار وويشت
چا مو پڅو چړو باندې
دبچيو مرۍ پرې کړې.
اوس به څنګه ورته وايم؟
چې د نجونو تور وربل کې
سپرلى شين شو د ځوزانو
دلته اوس دګودر لاره
د اغزو لښکر نيولې
اوس د ښکلو دسرو شونډو
هغه شنې موسکاوې مړې دي
اوس د ښکلي ريبار ژبه
د اغيار پر نوکو وتې
دلته لويې دېرې نه شته
د هجرو ټغر ټول شوى.
اوس به څنګه ورته وايم؟
چې شهيد پلو پر سترګو
د وطن ادکۍ ژاړي
ړنګوي ددعا څلي
هسکوي دښېرو غرونه
((زور)) له لوړ ګرېوان نه نيسي
د سرو اوښکو په لاسونو
ترېنه غواړي د خپل فصل
ددې شنو دانو مرګونه
چې نامردو بزغليو کې
دمور څه قدر نه شته.
ته دې ورک سيوري ته ژاړې
زه له خپل سيوري نه ستړى
ته له ځان سره په جنګ يې
زه فلک سره په جنګ يم
راته وايي:
ژمى درومي
توتکۍ به بېرته راشي
لکه وړانګې د سپرليو
په ورېښمين ورېښمېن وزرونو.
زه وايم:
اى د ټولو ربه!
که ته چېرې توتکۍ واى
ته راتلې زموږ پر کلي؟
لکه وړانګه د سپرليو
په وريښمين ورېښمين وزرونو؟
=١٣٧٠/١/١
کابل
تاک
چې يې دنيا ته سترګې راکړې
او غونچې غونچې شوې
پرهغه ورځ مې د مور سرې سترګې غوټۍ شوې
بېرته ونه غوړېدې
چامې پر تږيو او ماشومو شونډو تى کېنښود،
پر هغه ورځ هم دلمر سرې وينې شوې وچې
او يوه شېبه راونه ورېدې
شپه شوه، شپونکۍ، سپوږمۍ د ستورو درمو
وږيو وريو پسې هم ونه وتله
تمامه شپه د مړو سلګيو پرزانګو ويده شوم.
سهارچې پاڅېدم
زموږه د کاله د سرو انګورو نرۍ ونې راته ايښې وه
غولانځه پر سپېرو او جل وهليو شونډو
ما ورته مور وويل.
اوس هغه څاڅکى د انګورو مې پر زړه باندې
نيالګى ولاړ دى
څوچې لويېږم ښاخور تاک مې
له ژوند سره سم لويېږي
زه او تاک دواړه له يوې ريښې يو.
١٣٧٠/٣/١٠
کابل
دلبرې
هرڅومره چې پى مخې دي او ښکلې دي دلبرې
هغومره ستمګرې او قاتلې دي دلبرې
پوهېږم څو خونخوره مېلمنې وې درنه لاړې
زړګيه! خپه نه شې نازولې دي دلبرې
نه لوز، نه يې وعده، نه يې رښتيا ده چا ليدلې
دې چم کې د وفا له غرو لوېدلې دې دلبرې
زموږ که ځواني اورشوه د دوى ګل له څڼو پرېوت
دا هسې پر خپل حسن غولېدلې دي دلبرې
توبه! لکه دخوار فقير دې خپلې غوسې وسوم
درنې دي، پښتنې دي اوښاْغلې دي دلبرې.
١٣٧٠/٣/٢٩
کابل
ازادي
دلته څوک نورد پسرليو
دګلونو او وږمو په سوچ کې نه دي
دلته چاته نور زموږه د کورونو
دبامو سپينو کوترو ته
دانې ورکول نه زده.
دلته دښتوکې د باد له کوچي هېر دي
چې بيا ښکل کړي
په پردېسو وچو شونډو
د لوګرې پېغلې څڼې
دلته چت پر کاله نه شته
چې دا ستړې توتکۍ پکې دمه شي.
دلته وينه، مينه مړه ده
دلته فصل د لمر وچ شو
دلته قتلې دي دعشق اود ځوانۍ
او پېغلتوب ددې سپېڅلو ګناهونو
د جنت ښکلې هندارې.
دلته ساه په باغ کې نه شته
دلته مات د ګل انځور دى
دلته بڼ کې زرغون شوې
د ساراوو د زړو بګوو چغې.
موږ د مرګ کام کې ژوندي يو
د ښکاري ګوتو کې ناڅو
دسبا کښت يې رالوټ کړ
دا دنن شېبو دېوانو
د پرون پاڼې ورستې شولې
دمږو اودخاڼو په لاسونو
ازادي خو وي همداسې
ژوند خو داسې وي کنه!؟
١٣٧٠/٥/١٤
کابل
څو منثور شعرونه
مصطفى جهاد ته:
زموږ مړينه
-١-
پرېوزه،
ارام ويده شه!
زموږ مړينه داسې ده
لکه زوکړه مو چې وه
او زوکړه مو
لکه مړينه مو چې ده.
هغوى چې د خپلو کورونو
پر دسترخوانونو
ډوډۍ خوند نه ورته ورکوي
ژوندي وي.
پرېږده!
هغوى چې د پرديو د کاروبار
د افيونو او الکولو په چينو کې
د لغړو فواحشو
دپستو او مرمرينو غولانځو پر غرونو
يوه شېبه خوب
زموږ د ټولو په ژوند نه ورکوي
ژوندي وي.
او پرېږده!
هغوى چې وياړ گڼي
دخپلو ناوو پېغلتوب
له هغوى نه
په پرديو کټونو کې واخلي
ژوندي وي.
او،
زه او ته
چې ژوندي وو مړه وو،
نو،
پرېوزه
ارام ويده شه!
زموږ مړينه
لکه زوکړه مو چې وه
او زوکړه مو
لکه مړينه مو چې ده.
١٣٧٠/٥/٣٠
کابل
درد
-٢-
د پلار مړينه مې وليده
اودوروڼو زړه چاودون هم
لوږې مې ډېرې وزغملې
او تندې هم
خو يوه يې دومره دردوونکې نه وه
لکه:
نشه چې نه وي پوره
او ښيښه پاى ته ورسي.
١٣٧٠/٦/١٧
کابل
پېغمبران هم ژاړي
-٣-
ونې! ولې ژاړې؟
ښاخونه يې رانه غوڅ کړل
چا؟
ښاخ مې،
ومې روزه، ومې روزه
چې رالوى شو
تبر ته لاستى شو.
- مورې! چېرته ځې؟
- دخداى کلي ته.
- مګر دا لويه نړۍ؟
- نړۍ خو د دېوانو ده.
- مېړه دې شته؟
- رانه ورک شو.
- او زامن؟
- لرم يې: قابيل او هابيل.
- مسيحه! ته او اوښکې؟
- اوښکې نه، وينې.
- دچا له لاسه؟
- د يهودا له لاسه.
- ومې روزه، ومې روزه
- چې رالوى شو
- دښمن ته يې وسپارلم.
- وطنه! ته؟
- او دا دى زه هم ژاړم.
- څوک دې ژړوي؟
- ملت مې.ملت مې دوه برخې شو:
- قاتل او مقتول
- درېيمګړى نه لري.
١٣٧٠/٣/١٨
کابل