څاڅکي...څاڅکي
بيا ددې تور اسمان په غېږه کې
د ورېځو هادي
په تورو شپو کې
دسپوږمۍ په وينو ولمبېده
او اورني بادونه
د شنو پستود پېغلتوب د وخت
شينکې خوبونه
تنکي، تنکي سوځوي
او په دې شنو شنو دامانو کې
د هوسيو بچي
اود زيتونو
دتنکي ذهن بې ژبې پاڼې
د خپلو وينو په بدل
څاڅکي د لمر غواړي.
پسرلى، ږلۍ، باران
سږکال به هېڅکله سپرلى را نه شي
غوټۍ به چاته شنه موسکا ونه کړي
ځکه دا کلى، داکورونه
اودا ورانې کوڅې
خپله سپرلى، سپرلى دى
او راټوکېږي
هره ورځ په کې دښتي ګلونه
زموږ دوينو غوټۍ
سږکال به هېڅکله باران ونه ووري
ځمکه به هېڅکله محتاجه داسمان نه شي
ځکه: هر ګام او هر قدم
راته باران نيولي
يوه ترېدلي باران
يوې ترېدلې ږلۍ
داسې باران چې زموږ دپېغلو د بڼو له وريځو
له دې يتيمې ځمکې
ان په اسمان ووري.
استاد واصف باختري ته:
ليک
ته يې سپېڅلې لکه وړانګه او اروا د مرغلرو
د صدفو د سپېڅلو رڼاګانو د ښکلا کعبه يې
ته يې سپېڅلى لکه د روح د ((ادم))
او د جنت د ښکليو حورو اننګيو او ککيو کې يو روڼ
دانطهور څاڅکى.
زه دې په پاکو بې ګناه سترګو کې وينم
د دنيا دبېګناهو او سپېڅلو ارواګانو فرياد
يو ګونګ شوى، يو بې ژبې، يو بې وينې، بېګناهه انځور
زه دې د زړه په دې ناپايه سمندر کې هر ساعت
هره شېبه د يوې ياغي بېړۍ د ستر ماڼو د ستړيو شېبو
ليکي وينم،
چې لا خوځېږي پسې، لارې وهي، منډې وهې ځي او دارمان
غاړې ته نه رسېږي.
کله چې خاندي
ستا مالګينې خنداګانې ماته وير، ماته فرياد
ماته فغان رابښي
ژړا دې نه پېژنم
کله چې ژاړي نه ژړلى نه خندلى شمه
خو دومره پوه يم چې کاتب د مخلوقاتو زماوستا
د ژوندون پاڼه د خپل ((قار)) او له ((مستۍ))
ډکو شېبو ليکلې
چې ژړا نه پېژنو
خندامو هم نه ده زده.
ته يې سپېڅلى لکه وړانګه او ارواد مرغلرو
د صدفو د سپېڅلو رڼاګانو د ښکلا کعبه يې
ته يې سپېڅلى لکه روح د ((ادم)).
١٣٦٩/١/٢٨
کابل
سيورى (١)
دا څو ونې
دا څو ولې
دا څو څانګې
دا زموږ د وطن نه دي
دوى نه بوى ځي د پرديو.
دا سپېڅلې خاورې وايي:
دوى زما د غېږې نه دي
دا دباد د مور اواز دى:
چې ما تى ورکړي نه دي.
د لمر وينې وهي کوکې:
چې دوى ما لوى کړي نه دي.
کاڼي، غرونه راته وايي
دا سيندونه راته وايي:
پام چې څنګ له يې ورنه شې
يو ساعت شي درته سيورى
بل ساعت درنه ساه اخلي.
١٣٦٩/٢/٩
کابل
شناختې
يه ښکلې، ښکلې
يه سپېڅلې ملايکې!
دې مالت او په دې چم کې
ګناهونه هومره ډېر دي
چې تا هېڅ
د خپل وبال اودګناه غاړه کې
څوک نه ويني،
وايه! په دې لار چې راتلې
هغه زموږ د پلرو
اود نيکونو قبرونه څه رنګه وو؟
نښه يې وه؟
خاوره يې وه؟
شناختې يې وې او که نه؟
موږ خو دپلار اود نيکه هغه سپېڅلي
اودرانه قبرته نه پرېږدي څوک.
١٣٦٩/٢/٩
کابل
ګامونه او قدمونه
سيلۍ! د کومو اورنيو غرو له څوک دې
زموږ کلي ته لاره کړې؟
موږ چې قدم پر قدم اخلو
ستا دغېږې د اورونو پر سکروټو
او سپرغيو لګو.
چې د غنمو فصل شين شي
او دغوړګو نازولي بچي قد وباسي
ددنيا ټولې سرې لمبې مو مېلمنې شي
د کبلو او کبانو د سپېڅلو خنداګانو
د معصومو څپو وينې زبېښي.
سيلۍ، له کومې نا سپېڅلې او بدبختې لارې راغلې
د ګناه اودويرونو ساز پر شونډو
زموږ د ژوند او ددعا او عبادت کلي ته؟
موږ چې قدم پر قدم اخلو
هر قدم مو د کربوړو پر قدم او پر پلونو لګي
قدم زګېروي کوي
ګامونه چغې وهي
لارې له شرمه لارې نه راکوي.
سيلۍ، قدم چې دلته اخلې باغ له شرمه
خپل ورمېږ غوڅوي
موږ له غوټيو او غوټۍ له موږ مخونه نيسي.
وايه ته څوک يې؟
د کوم ځاى يې؟
او له کومه دې زموږه د دعا او عبادت کلي ته پېښه کړې؟
١٣٦٩/٣/١
کابل
توپير
دا دشنه اسمان ناوکۍ
څومره مينه ګر کې ده!
شپې چې د ګناه شي
هر څو ځان په خيرو ولړي
دا راته موسکۍ شي
د خپل ځان په سپينو پيو مې څادر مينځي
دلته مې د ځمکې
دا سپين سرې نيا ميره شي
هر ساعت راته قبلې
د شنو ډنډونو په اوبو ولي.
١٣٦٩/٣/٩
کابل
کلى
لښتي وچ شول
ويالې ورانې
سين د تورو کاڼو غر شو
اوس حيران يم چې دکلي
دا هيلۍ به چېرې لامبي؟
نه پوهېږم، نه پوهېږم
اى د کلي مازېګره
ها زموږد کلي چم کې
هغه سپينه کېږدى څه شوه؟
هغه شنې څپرې څه شوې؟
ها لوګرې جنۍ چېرې؟
تا ته ياد شي مازېګره!
د ګودر د غاړې ليکې؟
لکه باغ د ښاپېريو،
لکه لارې د کوترو؟
تاته ياد شي مازيګره!
هغه شنې دېرې دکلي؟
پکې هسک د شملو غرونه
پکې ورېځې دچلمو.
نه، نه ودان دى
کلى ودان دى
يوه ځاله په کې نه شته
ها د ښکليو توتکيو
يو نغرى هم اباد نه دى
دابيو د لاس نښه.
لښتي وچ شول
ويالې ورانې
سين د تورو کاڼو غر شو
اوس حيران يم چې دکلي
دا هيلۍ به چېرې لامبي!!.
١٣٦٩/٣/٢٥
کابل
چغه
وخت د ديدن اور شو د لمبې پر سر ولاړ يمه
څه وکړم پښتو ده د وعدې پر سر ولاړ يمه
څاڅکى څاکى راغلم ستا د حسن پر بام پرېوتم
اوس چې پر ځان پوه شوم د ناوې پر سر ولاړ يمه
ته خو به تندى دشپې نن بيا پر کاسو وولې
زه څومره کمبخت يم د توبې پرسر ولاړ يمه
لږ خودې کاږه واږه باڼه راباندې سيورى کړه
خير دى مساپر يم د غرمې پر سر ولاړ يمه
اوښکه د غزل مې د ساحل د غاړې چغه شوه
ډوبه مې بېړۍ ده د څپې پر سر ولاړ يمه.
١٣٦٩/٤/١٤
کابل
دپښتو خبرې
ماته انکار تاته د هو خبرې نه دي زده
تا ته د راتلو ماته دتلو خبرې نه دي زده
ته خوبه ماڼۍ د وعدو بياراته ودانه کړې
ماته له دروغجنو د ګيلو خبرې نه دي زده
ستا خوبه امېل لکه سپوږمۍ په ټتر وزانگي
ماته دناڅيرو ګرېوانو خبرې نه دي زده
ته دخم مېلمه شه، سر تر پښو د مستې څانګه شه
ماته يې د اوښکو دنشو خبرې نه دي زده
زه بې له پښتو نه په ټول ژوند پر بل څه پوه نه شوم
ستا لکه مغله دپښتو خبرې نه دي زده.
١٣٦٩/٦/٣١
کابل