مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د مـــور نـــــاره

دزړګي سر ئې زما = د ژوند ثمر يې زما
نور البصر یې زما = شیرین پسر یې زما
هله پاڅېـــــږه زویه
ژر پورته کېـږه زویه
زویکه لمر ختلی = وطن ئې ټول نیولی
حال د ویدنې تللی = وخت د ویښتوب راغلی
بلبـــــلان بیا چغـــېـږي
همزولي ستا مسـېـــږي
هر څوک کارونه کوي = خپل روزګارونه کوي
ښه خدمتــــــــونه کوي = هر لور سیلـــونه کوی
مکتب ته ځي هلکـــان
د وطن نوي ګــــــلان
ته هم راپور ته شه ژر = څو به بیده یې ابتر
سر ته راغلی دی لمر = لږخودی ځان کړه خبر
تر څو یې پروت بیکاره
زویه ! د خدای د پـــاره
و تا ته پــــــاته وطن = په خوږ ئې اوسه خوږمن
خوب په کارنه درځي نن = پرېــږده ګدله بړستـــن
وسم میـــــدان ته ووزه
نوي جهـــــان ته ووزه
د پښتون پت وساته = د پلار غیرت وساته
انسانیت وســـــاته = خپل شان شوکت وساته
ورک کړه بې ځای چرتونه
د سرې غرمې خـــــــوبونه
دښمن خندا کړي پر تا = خپلوان ژړا کړي پر تا
ځیني وا وا کړی پر تا = څوک واویلا کړي پرتا
هلته دښمن شو خوشحال
خپلوان دي ګرځی ملال
ما چي ته ښه روزلې یا په جـــارجـــار بللې
په شیـــدو ما پــــاللې خوب ته مي نه ساتلې
ته ولي وغځېــــــدې
په ژوند ، ونه پوهېدې
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery