څه خبر یم چي الهام و ، که روحي کیف و ، د میني
په روڼو ستــــــــرګو مي ولید ، یاحالت و ، د ویدني
هیڅ تعبیر ئې په ما نشي ، له ما مه غواړه څېـــــړنه
لېــونیو نه به څو کړې ، کیفیت او کیف پـــــوښتنـــه
که ته روغ ئې رانه باڅه ، روغ به څه اوري غمونه
ناروغــــانو ته په کار دي ، د ناروغـــو فریـــــادونه
==========
د صحرا لور ته رهي وم ، نا خبر له خپله ځانـــه
تمدن مي تر شا پریښـــود ، کناره شوم له انســانه
چي آزاد د زړه په خوښه،خپل د سوز نارې فریادکړم
د قدرت لمن ته غوځار شم،چي دا چا هسي نامراد کړم
آه ، ماته غوښته چي ښاد شم،دي ناقص انسانیت کښي
ما بهر له دې جنجــاله ، غوښته نور څه حقیقت کښـي
هو ! ښادي دي وي دنورو ، ماته غـــــم د میني بس دی
له دې غمه دي خلاص نشم،څو په خوله کښي می نفس دی
==========
په دې حال د غره وخواته ، تلمه ډوب په اندېښنـــو کښي
د ماښام تیارې خورې شوې ، د آسمان په کنـــــاروکښي
ځای به ځای به ځلېـدله، د آسمــــــان په تندي ستوري
سپوږمۍهم ورو،ورو،روانه،تله د خپل مقصد په لوري
خــامــوشي وه وهر لور ته ، نه انسـان نه ئې آواز و
له آسمـــانه بیــا تر ځمکي څه چي و ، د مینی راز و
نه څه خیال د جهانګیــــــرۍ و ، نه د وینو تویـــول و
نه د خپــل مقصد د پــاره ، د بل روغ انســـان وژل و
او نه دا چي قربــــاني شي ملـت څو تنـــــو د پـــــاره
یا ضعیف پښو کښي پامال شي ، د ظالمـــــو له آزاره
==========
زړه مي پاک شو له وحشته ، چي له خلقو کناره شوم
روح مي والوتئ فضا ته ، د خپل ځان په ننداره شوم
بې اختیـــــاره مي له خولې نه ، ووتل ساړه آهـــــونه
لکه دا چي قــدرت ویني ، زما د سوي زړه داغــــونه
زړه کښي پټ د میني اور و ، بیا را پورته ئې لمبه شوه
چي په تاومي ئې له سترګو،څو سره څاڅکي را ایله شوه
روح له خپله ناکامیه ، غوښت چي ولاړ سي آسمانو ته
هم هالته ځان تسلیم کړي ، د سپېــڅلي عشق لاســـو ته
په دعا په مناجات شو ویل : �درومي غواړه خــــوا ته
د ناکــــامه مین روح یم ، یم ناکــــــــام راغلی تـــــاته�
===========
په دې وخت له تورو خاورو، یوه �آه� شوله راپورته
ورسره سوی آواز و، ورو، ورو، لاړ د آسمان لورته
له آوازه دا نارې وې:�چي مي هیـر نګـــړې نفســــه !
زه هم تا غـــــــوندی ځلمی وم ، ولویدمــه له هوســــه
په وطن کښي مي همزولي ، شا وخوا رانه چاپېـــر وو
یو بر بل سره مین وو ، د دنیــــا غمـــــونه هېــــــر وو
چي په ډله کښي به چیـــري ، دیوه په زړګي غــــم شو
د دا نورو په خنــــــدا به دغه ویر له منځــــه کــــم شو
غولول په منځ کښي نه وه ،زړوته تېـرخواږه یاران وو
نه مو لاس د بل په کار کښي،نه غرض مو په جهان وو
ما پیښ کړی کوم ضرر و ، وم د چا پر پښه ختلی
چي فلک زار وزبون کړم ، راغلم خاورو ته نتلی
نورهمزولي به وي هلته، به عشرت اوپه هوس کښي
زه جـلاله خپــــله سېـله ، دلته بند شوم په قفــس کښي
دا د کوم ناترسه لاس و ، چي ئې بېـل کړم له ټولیـــه
خوږ وطن را څخه پاته ، مرګ مي شو له ناکـــــامیه
لاس دې مات شي په بندو کښي،چي یاران به بېلوي څوک
یا نفسي مقصـــــد د پاره ، دزړه مینــــه ژوبــــلوي څوک
==========
دا آواز لا خاموش نه و ، چي له بلي خوا فریاد شو :
�ما هم هېره نه کرې ګوره ، زلمیتوب مي نامراد شو
دا زما حال هم پورته عرض کړه،آه نامراده یو نجلۍ وم
باعفتـــــــــــه پښتنـــــــه وم ، را وتلـې له کــــــږدۍ وم
پنځه کاله دي چي کیږي ، یار مي بند دی په زندان کښي
زه هم یار پسي را ورکه ، شوم بندي په ګورستان کښي
په کږدۍ کښي سره ناست وو ، ما پر یار کول نازونه
د وصـــــال لومړی ساعـــت و ، ناخبـره له بیلتـــــونه
دا لومړۍ شپې د واده وې ، چي مي یار سره وصلت و
لاس په لاس به ګرځېـدلو ، زړه په زړه سره صحبت و
راز و نیاز دمیني خبور و ، خوله مي ډکه له خندا شوه
د فلـــــک څپــېړه راغله ، خندنۍ خــــوله په ژړا شوه
یار ئې و یوست زما له غــېږی،به ژړا،ژړا جدا شوم
دی بندي شوپه زندان کشی،زه ځوانمرګه نیمه خواشوم
له وطنه شوم را بېـله، نه مي پلار شته ، نه مي مور شته
خاطره د یار د مینی ، بل دغه خـــــــــاوری د ګور شته
نه مي څوک پر جنازه و ، نه پر مرګ مي چا فریاد کړ
نه مزار باندي ګلونه ، نه مي بیا نوم چـــــــــا په یاد کړ
په ژړا دي سترګي ووزي ، چي مین به ژړوي څوک
آل عیال دی په کړاو شي،چي به زړونه کړوي څوک
=========
دې فریــاد لا ازانګـــه کړه ، چي یو بل نری آواز شو
د ماشوم د زړه ارمان و ، چی څرګنده ئې پټ رازشو:
�دګناه نه پاک ماشوم وم ، د خپل پلار سره فرار شوم
مورمي مړه شوله په لاري، په حسرت ترېنه کنارشوم
پلار مي مړکئ ظــالمانو ، زه ئې پریښــــودم بې پلاره
آه څه سخت زړه د انســــان دی ، نه ویرېـږي له آزاره
نه مي ناز د بابا ولید ، نه د مور په غېـږ کښي لـــــوبي
کله دلته کله هلته ، رنګ می زیړ ستــــــرګي بې خوبي
په شپو شبو به وږی تږی، یخ ته پروت وم تر سهـــــاره
د زړه سوي په ستــــــرګو ماته ، هیچا نه کتـــل له عاره
څوورو،وروپه رنځ اخته شوم،مرګ مي شوپردي وطن کښي
نور له حاله خبر نه یم ، چي یم پروت د چـــــا کفــــن کښي
د بشر نوی نهال وم ، چا محروم کړم له ژونــــــدونه؟
شوه تر تورو خاورو لاندي ، زما د زړه ټول امیدونه
رب دې مرګ په ناکامۍ کړي،چي ماشوم آزاروي څوک
یا چي زوی له موره بېل کړي،اوپلارداربې پلاړوي څوک
==========
په زرګونه فریادونه ، شوه را پورته په فضـــــــــا کښي
چي ټول مړه له ناکامیه ، و مو نه خندل دنیـــــــــا کښي
زه مبهوت ولاړم دې حال ته،چي دا څوک دا څه غوغا ده؟
زه خو تښتـېدم له خلقو ، دلته هم د شور دنیـــــــــــــــــا ده
په حیرت په اضطراب شوم ، چي دا څنګه منظـــــره ده
چا په غوږ کښي راته و وې، پردیســــانو هدیــــــــره ده