په ژمي کښي :
نه لرمه پــــلار او مور = خوار یتیم یم سر سر تور
تور لحد په شان مي کور = نه می شته دیګدان کښي اور
آخ � له یخه مرمه زه
واخ څوک نلــرمه زه
ریږدي مي له یخه ځان = ورک مي شو له تنه توان
لوند مي په ژړا ګرېوان = لیری ځي له ما خپلــــوان
آخ � له یخه مرمه زه
واخ څوک نلــرمه زه
پښې مي لڅي تش مي نس = نه مي دي څپلۍ په وس
خیژي مي تر خولې نفس = ومي نه لید هیڅ هوس
آخ � له یخه مرمه زه
واخ څوک نلــرمه زه
نور ټول پلوونه خوري = ښه ښه سالنونه خوري
هر راز کبابونه خوري = خوار یتیم غمونه خوري
آخ � له یخه مرمه زه
واخ څوک نلــرمه زه
خان صاحب چړچې کوي = خپلي تماشې کوي
هر طرف مېـلې کوي = کور کي ښې لمبې کوي
آخ � له یخه مرمه زه
واخ څوک نلــرمه زه
خان صاحب ابتر نه دی = پاته ئې موټر نه دی
زما په حال خبر نه دی = لڅ ئې د زوی سرنه دی
آخ � له یخه مرمه زه
واخ څوک نلــرمه زه
زوی د خان لري بړستن = ټول به سندلۍ کښي پلن
زه یم لڅ لغړ پمــــــن = نشته د کمیس لمــــــن
آخ � له یخه مرمه زه
واخ څوک نلــرمه زه