د ستورو قافله
سترګو نه ستا د مخ ډيوه تېر وو
ځکه تر وړانګو لاندې شپه تېروو
د زړګي پاڼې غوړېدلې پرېږده
ورته د ژوند ټپي کيسه تېروو
ستا د موسکا د پسرلو په هيله
پر زړګي ژوند لمبه لمبه تېروو
هر اسوېلى مې شي منصوره وينه
ژوندون په دار لکه نشه تېروو
شهيد وطنه! ستا د زړه پردو کې
يو وخت د ستورو قافله تېروو
شونډې پر شونډو راته کېږده موسکۍ
روح ته د سره دوزخ وږمه تېروو
د خندا پېغلو وربلونه ټيټ کړئ
د يون د هيلو جنازه تېروو.
١٣٧٣/٨/٧
کاګري قصبه- کابل
مړاوى جانان
چې هم دې فکر هم ايمان شي جانان
څومره به مينې درته ګران شي جانان
د زړه په پاڼو مې بلېږي هجر
کاشکې چې پرخه شي باران شي جانان
د روح غوټۍ مې په کې وغوړېږي
ماته هم دين شي هم قران شي جانان
د تخيل په وزرو خېږم ورته
خير دى که ستورى د اسمان شي جانان
دومره ګلونه پرې د اوښکو شيندم
چې په شمېرلو يې ستومان شي جانان
بيا به مې پرېوزي دګرېوان پر کلي
چې مې تر اوښکو نه ارزان شي جانان
چې د خپل زړه دښار جنډې وويني
څومره به مړاوى را روان شي جانان
درد به دې وي خومحسوسېږي به نه
چې هم پردى شي هم دې ځان شي جانان
وړي د لونګو ښار ته ښکلې پښتو
ګوندې چې (يون) ددې ((کاروان) شي جانان.
دسمال
يو ګل دې له وربله نن شمال راوړى دى
زما سوو داغونو ته يې شال راوړى دى
زما پر مړاوي روح باندې دې وشيندل ګلونه
څه رحم دې په زړه کې ذوالجلال راوړى دى
د شعر زړګى مې ګل شو پټ په شونډو کې موسېږي
کوم چا ورته د تا د سترګو خيال راوړى دى
د څو کلونو درد مې په يوه شېبه کې هېر کړ
ريبار مې ستاسو کور ځنې دسمال راوړى دى
اشنا واک دې منم چې هم مې ښکېل هم مې ازاد کړې
يوه لاس کې دې جال او بل کې ټال راوړى دى
جانانه تندى ورين کړه بيا يې مينه باندې کېږده
د زړه له وينو جوړ مې درته خال راوړى دى.
١٣٧٤/٢/١٥
کارګري قصبه- کابل
د مينې پيغمبر
يو سپين د سبا ستورى وم سهر وژلى يم
د ګل د شونډو پرخه ومه لمر وژلى يم
په زور نه يم مات شوى ښکليه پورته راته ګوره
د تاپه نوم يې ياره په هنر وژلى يم
کوم څوک چې مې په زړه کې پيغمبر دمينې جوړ کړ
د روح پر کور مې ناست دې پيغمبر وژلى يم
ددغه کلي پېغلې او منګي پر ما خبر دي
ګودر يمه وژلى مازيګر وژلى يم
د کوم مغول لښکر مې د زړه ښکار کې پلى نه دى
شمشاد په وينو سور يمه خيبر وژلى يم
په دې کې د رقيب د تورې نښه ګوره نه شته
د خپل دلبر په غېږه کې دلبر وژلى يم.
١٣٧٤/زمرى
کابل
د سرو ټپونو کان
د زلفو په تيارو کې دې په نور نيولى يم
بس زه خو دې د ظلم په تنور نيولى يم
سهر په وينو رنګ کړمه ماښام په اوښکو لوند
د وخت امام دا زه څنګه تربور نيولى يم
د زړه شيمه مې نه شته هسې مينه مينه وايم
دې لوز ته چې هم ټينګ يمه غرور نيولى يم
دا شونډې پاڼې پاڼې چې ورېږي پر ما هسې
جانانه بيا دې کوم غم ته ضرور نيولى يم
د ستورو پت خو هغو جادوګرو شغلو مات کړ
دې تندر نو زه لمر په کوم قصور نيولى يم
د زړه د پرهرو پتري مې چوي خندېدى نه شم
د سرو ټپونو کان يمه ناسور نيولى يم
چا وې غېږه جنت، شونډې شراب زلفې وږمې دي
دا ځکه ورته زه همېش ترور نيولى يم.
١٣٧٤/٢/٩
مکروريان- کابل
د پاڼو مومن
ماښام شو خور د سهرونو پر بام سيورى کوي
لکه کوم ذهد چې د شونډو پر جام سيورى کوي
لمر راخېږي له مغربه د نمرود په ګوتو
د شرق د ښکلو لمر ګلو پر قام سيورى کوي
د پيغمبر فکر ژوندى دى خو د زړونو پر تخت
په وينو سور يو د جاليزه امام سيورى کوي
ددې ښامار وژل د پاڼو مومن نه شي کړلى
دومره هوښيار دى چې پر ونو په پام سيورى کوي
زړه مې لمبه شي چې دې زلفې پرمخ وغوړېږي
کفر ته ګورم چې پر ښکلي اسلام سيورى کوي.
١٣٧٤ل کال