د صراط پُل
چې ستا په تخيل مې تخيل نيولى دى
منمه دګل شونډو کې مې ګل نيولى دى
دا خال د سپين تندي دې پاکوم د زړه په توره
موږ تل په تاترو باندې مغول نيولى دى
د زړه وينې مې څاڅي لاس دې لرې که جانانه
(کوم دېو) غوندې دې سخت لکه کابل نيولى دى
مجبور به د هر ښکلي د خندا په لمبو سوزي
دا زړه چې مو هر چاته په منګول نيولى دى
د مينې قاتلان يې ځنې څرنګه تېرېږي؟
زما مظلوم ملت د صراط پل نيولى دى
په سترګو کې دې يون شوم زړه کې يون په خوله کې يون شوم
دې مينې دې څه ښکلى تسلسل نيولى دى.
١٣٧٤/مرغومى
د جام جنازه
يو شور شو د جامونو شو قيام په ميکده کې
چا وې پرون ساقي شولو اعدام په ميکده کې
سهر د لمر په وړانګو جوړوي تسبيح له ستورو
د روح امام يې ناست وي هر ماښام په ميکده کې
ساده زړونو سجده کړه د محراب په لور په مينه
د فکر ستورو وليده امام په ميکده کې
له سترګو يې د اوښکو پاڼې ورو ورو توېدلې
د جام جنازه پورته کړه بل جام په ميکده کې
تر سپين قرانه لاندې د جامونو ډنډ کې ګورم
د مکر ذاهد بيا تړي احرام په ميکده کې
د زړه د وطن ښار مې يو ځل بيا په وينو لامبي
نن بيا نرخ ټاکل شوى مې د قام په ميکده کې.
١٣٧٤ل کال
کابل
د سندرو په وزرونو
يو عشق مې لوبولو د سندرو په وزرونو
کوم چې رانه شهيد کړلو د زغرو په وزرونو
شمله شمله لوګى شو د غره غېږې ځنې پورته
څه اور دى لګېدلى د نښترو په وزرونو
يو دېو د قاف د غره په ځنګلونو کې مېشته دى
د ژوند ډولۍ مې وړي د سوداګرو په وزرونو
د ښار د پېغلو خال وړي او د غاړو امېلونه
يو دوه ماران راوړي جادوګرو په وزرونو
څه لو دى د ګلاب ګلاب سرونو په وطن کې
يو اور خو خدايه بل کړې د لوګرو په وزرونو
پرون رمه له غره نه راغله کلي ته يوازې
څه سره وينه پرته وه د ګور ګورو په وزرونو.
١٣٧٥/٦/٥
کابل
شهيد غرونه
د مينې ستورى مې غاټول نه دى
ځکه زړګى مې پرې راټول نه دى
غرونه شهيد دي، دښتې بورې ناستې
ورته امېل د ګلو شپول نه دى
زړونه مو اخله خندا مه راکوه
دمينې ښار دى کار په تول نه دى
څپې څپې دريابه غلى درومه
د ژوند ماڼو مې سندر بول نه دى
ستونى زبېښي د ښار د هرې پاڼې
له ميو ډک يې لا کنډول نه دى.
١٣٧٥/٥/٥
کابل
څلور شپې
د ژوند سندره ليکمه د ګلو په خولو
د شعر ځيګر مې وينځمه د ښکلو په خولو
د وهم دېو څلورو شپو کې تېر کړلو له ستوني
کوم ښار چې و جوړ شوى د نتلو په خولو
د يار ستړى احساس مې په کې ورو ورو خوبومه
د زړه سيورى مې لوند دى د سنځلو په خولو
دى جوړ زموږ له وينې، دى جوړ د چا له مينې
د ژوند څراغ بل نه شو د ښاغلو په خولو
د شنې جلګې له پاسه کړه پر سپينو لېچو دمه
کوم چا درته وينځلي د شنو ولو په خولو
اشنا لاس دې نږدې کړه چې په سترګو ورته ځير شم
د بخت ستورى مې ګورم د منګولو په خولو.
١٣٧٥/٥/٢٨
کارګري قصبه-کابل
ستوري لمرونه
د جانان شنه خندا مې بيا له کومه لوري راځي
د غزل اوښکو کې مې بيا د مينې توري راځي
دلته هر غم قدم په پام ږدي بيا ښکلا لټوي
د تلې ښار دى غم هوښيار دى سودا ګوري راځي
د شعر مېوه مې زېړبخنه ده بازار نه لري
د ژوند پر هر فصل مې ډول ډول سيوري راځي
بيا تلى سپين امام د قاف د ځنګلونو دېو ته
زموږ د اوښکو هيلې بيا په هغو پلوري راځي
زړه کې مې ګرځي يوه ګرمه شان وږمه د پښتو
د قلم نوکې ته مې ټول ټکي سرزوري راځي
بيا مې د زړه ارمان موسکى شي بيا شي مړاوى غوندې
چا وې وطن ته دې لمرونه چا وې ستوري راځي.
١٣٧٥ل کال
کابل