د روح سپېڅلى زور
د هيلو شونډو کې مې پاڼې بياثمر نيسي
پس له کلونو مې ګلونه بيا ګودر نيسي
زه يو سېلاب شومه د اوښکو او سړو اسوېلو
دى راته لار کې د سپېرو شګو سنګر نيسي
دا چې شمله يې راټيټېږي نه، جګېږي پسې
دا خو پرې خداى(ج) د خپلې مينې خپل وزر نيسي
پرون يې سر کې وه نشه د فرعونيت د فکر
نن راته خړې خړې ګوري ځان اوتر نيسي
دا خو د روح سپېڅلى زور دى د خداى(ج) عشق وينځلى
په يوه وړانګه چې د ټول تورتم لښکر نيسي
بيا د نازو بچيو وتړلې تورې تر ملا
چا د ګورګين د مرګ ويل چا وې شيبر نيسي.
١٣٧٦/٣/٦
کابل
د شعر پري
د ښکلا سيمه شپې نيولې ځانته ښار جوړوي
د ژوند په هر واټ کې د دار له پاسه دار جوړوي
موږه د لمر وږمې شهيدې کړې د شپې په کاڼو
اوس مو له کلي پټ تېرېږي بله لار جوړوي
ما ځنګوي د تيارو څڼو کې د خداى(ج) په نامه
ځانته د ژوند په نوم يو ښکلى سپين سهار جوړوي
ربه د تا په نوم مې ژوند اخلي په خپله ګټه
د وخت واکمن څومره هوښيار دى څه ښه کار جوړوي
کله د ښو په نوم قربان کله د بدو په نوم
دا فرښتې څومره په سخته زما بار جوړوي
د شعر پري مې مروره شوه د شعر له روحه
سپينې خبرې دې له شعر ځنې شعار جوړوي.
١٣٧٥ل کال
کابل
سندريزه وږمه
د ژوند په هر فصل مې ځي راځي غميزه وږمه
د زړه په پاڼو کې مې رپي دا دوديزه وږمه
زه د ورېښمو د رباب تارو ته خوب کومه
جانان مې خيال باندې راشيندي اوسپنيزه وږمه
شهيده وړانګه يم د خپلو ستورو شپو وژلې
زړه کې مې بله ده د خپل غشي اوريزه وږمه
د ژوندون هر واټ کې مو جوړ دى وژنځاى د ګلو
لکه بيرغ پرې باندې رپي ارمانيزه وږمه
موږه غاټول زړونه قربان کړل په همدې هيله چې:
د ساندو کلي کې به راشي سندريزه وږمه
شمله زړه، پوړنى زوړ دى، منګى زوړ دى خو هم
څومره خوږه خوږه ترې اوري پتمنيزه وږمه
د جنګ اسونو مې د دښتو ګلان ټول ستړي کړل
خدايه يو ځل خو پرې خوره کړې سوله ييزه وږمه.
١٣٧٦ل کال د غويي ٢٦مه
کابل
د شعر حجاب
د ژوند مړاوې سندره مې رباب کې راولم
د ويښو شپو کيسه د عشق کتاب کې راولم
دا سر ربه! مات شوى دى، ټيټ شوى چاته نه دى
خو تاته يې پنځه وخته محراب کې راولم
نن بيا د غزا ډول د هندوکش په سر غږېږي
سپېرې طالبې څڼې مې په تاب کې راولم
د نقد ملايان ګرځي له دُرو سره په ښار کې
د شعر پېغله مې ځکه په حجاب کې راولم
زما تړلي لاس وو ستا درنې درنې څپېړې
يو وخت خو به اشنا دا په حساب کې راولم
د سره قهر غلامه بيا د چا غېږې ته درومې!
د سپينو وړانګو تاو به په کولاب کې راولم
خندا موسکۍ موسکۍ شي چې پر شونډو د کبانو
يو شور خو د سندرو په درياب کې راولم
په دې به هم د ډېرو له زړګو شي لمبه تاوه
دا وران د زړه وطن چې نغمه باب کې راولم.
١٣٧٥ل کال د کب ١٧مه
لغمان