چا ويل چې دګلونو ښار به وران شي؟
چا ويل چې د جنت حورې به وزانګي د اور په تنابونو
په پستو ګلابي شونډو
په ورېښمينو نرمو پښو؟
چا ويل د قاف د غره دېوان به راشي
د وحشت د عقيدې له اباسينه
او زموږ د ارمانونو د جنت ناوې به تاوه کړي
د خپلو هوسونو د زهرونو د شپو جام کې؟
چا ويل زما د مينې په کابل کې به (يزيد) راژوندى کېږي
جوړوي به د ګلونو له سرونو درمندونه
نړوي به د ښکلا دعواطفو محلونه؟
چا ويل يو چنګيزي شمال به بيا له پورته راشي
د مينو د ګلپاڼو په رنګونو
د ملالو د غيرت په ميوندونو
او د ګلو ښار به بيا له سره وران شي
د وحشت په ځناورو او دېوانو
او په خپلو چنګيزيانو يزيدانو؟
١٣٧٣/١/١
الينګار- لغمان
ولوليز پسرلى
د ارمانونو زړه مې دې يووړ
لکه د ورځې روح چې شپې يووړ
د غريزې د ميوو مست سباوون
تورې راکښلې عقيدې يووړ
د ولوليزې ځوانۍ سور پسرلى
په يو نظر رانه هغې يووړ
د ژوندون روح رانه په نوم د جنت
پر دين مينې معشوقې يووړ
لا مو د قهر په تاو سېزي هيلې
څه که ارمان موتر کعبې يووړ
عشقه تباه شو ستا د حسن لمر
چا په سره زور چا په پلمې يووړ.
١٣٧٣/١/١٩
نصرو کلا- کابل
د اوښکو احرام
( د يوې ګډې مشاعرې په ترڅ کې)
(( که چاپېر له تورو سترګو لام په کار دى
غله په زړونو لګېدلي پام په کار دى))
چې زنځير د مغوليزو وختو مات کړي
يو خوشال مې د منصور د قام په کار دى
ستا د ښکلو او شېرينو شونډو زور ته
ګلې ماغوندې فرهاد بدنام په کار دى
د سهار په رڼاګانو ډېر شکمن يم
زما مينې ته سکڼى ماښام په کار دى
چې ستا سرې کافرې شونډې رنګ په عشق کړي
زمازړه ورته موسکى اسلام په کار دى
ستا د مينې دښکلا طواف ته ياره
د رڼو اوښکو يو سپين احرام په کار دى
د کابل حسين زړګيو شهيدانو
د يزيد دوزخ کې نور قيام په کار دى
د وطن د حسن پاڼې مې باد يووړې
ورته نور د ترحم نظام په کار دى
د احساس د نوح بېړۍ په ډوبېدو ده
د غميزو د توپان فرجام په کار دى
د هوس ستوري دې خاندي تاج محل کې
موږ مينو ته د عشق مقام په کار دى.
١٣٧٣/ چنګاښ
پېښور
او د ګلو د سندرو اتڼ بيا له سره وران شو
زمانې د زمانې لمن نيوله،
شپه د ورځې، ورځ د شپې د روح په وړانګو
د تقدير مزو تړله
زېږېدل په کې د لمر ژوندون ستوري
د ګل پېغلو له سورکو نازکو شونډو
سندريز تفکر زړونو کې وزر وغوړولى
عقيدې و عواطفو ته ځيګر په لاس نيولى
د ګلونو د سندرو اتڼ جوړ و
نڅېدل ورته د مينې د غاټولو ځيګرونه
تاوېدل ترې د وږمو د تخيل د بڼ ګلونه
خو يو (چا) له کومه راوړ
د کينې د زهرو جام
د پستو پستو خبرو له خوږو ميو نه جوړ
او نږدې يې کړ د مينې عقيدې د سورکو شونډو تر سرونو
عقيدې لا په سر نه و اړولى د کينې د زهرو جام
چې د شونډو د احساس پر زړه يې راغلل خزانونه
په زړګي کې يې شول مړاوي د ښکلا د عواطفو سره ګلونه
نو شوه ټوله عقيده د زهرو روح د قهر سيند
بيا يې لوټ کړل د سپېڅلو احساساتو ارمانونه
د وږمو د سپوږمۍ حسن د خوږې مينې وزرونه
او د ګلو د سندرو اتڼ بيا له سره وران شو.
١٣٧٣/١/١٦
کارګري قصبه- کابل
يو جانان او يو جام
چې د رڼا په لوري ګام اخلو
موږ يې له زلفو انتقام اخلو
د مقدس اور عبادت وي مينه
خود يې له شونډو نه الهام اخلو
د روح وطن يې راته رنګ کړ په غم
اوس يې هم نوم په احترام اخلو
نمرود وختونه شي شداد شي امام
هر څو که ذکر د اسلام اخلو
عشقه دا ستا له غوړېدلي جنت
موږ يو جانان اخلو يو جام اخلو.
١٣٧٣/زمرى
خواږه خواږه زخمونه
سترګې مې ډکې شوې د اوښکو د لمبو له تاوه
د زړه پردو کې مې د غم زلزلو جوړه کړه د وهم څپه
زړګى مې وايي چې د خپلې معشوقې مخ کې په زوره زوره وژاړمه
او د احساس لمبې سړې کړمه په خپلو چغو
خو دې ګلپاڼې معشوقې مې په سورکيو او چاودلو شونډو
چې د سيليو ګرد يې ناست و پر خوږو اننګو
او د زړګي له هر يو تار يې څڅېدلې وينې
د حال په ژبه راته ورو وويل:
((زه پر تا څومره نازېدمه
تا په سرو شنو دېوانو خرڅه کړم مينه.
د سترګو توره نو اوس:
ماته مې خپل غمونه ډېر دي
په لويه لار کې راته مه ژاړه مېنه))
نو ماچې ټيټ کړ د احساس سر د ويده تفکر سور ګرېوان ته
زړه راته وويل زما معشوقه ((خاوره)) د دردونو له بڼ
د حقيقت په ژبه
څومره خواږه خواږه زخمونه سپړي.
١٣٧٣/١/١٧
نصرو کلا- بګرام