د خندا وزرونه
په فرهاد فرهاد زړګي مې د اورونو پرېشاني شوه
په شيرين جنت وطن کې چې مې جوړه سقاوي شوه
د منصور عقل لمبه به څنګه پاڼې شي دمينې؟
د سپين دېو منطق کې ډوبه د عشقونو پاچاهي شوه
د احساس پاڼو رژېږئ، د عطرونو وږمو ژاړئ
سندريزو ولولو کې پابندي په پسرلي شوه
د خندا وزرې پرې کړئ، د ګلونو غاړې غوڅې
د ژړا په اور کې کېنئ عقيده مو اسلامي(1) شوه
عقله څنګه ورته رېږدې؟ ورته جګ کتلى نه شې!
ستا رڼا کې د غلو څنګه کامراني شوه کاميابي شوه
اى د اور په ميوو مستو د عشقونو سپينو ستورو!
د ظلمونو شپه رڼا کړئ ګنې ختمه زندګي شوه.
١٣٧٢/٩/١٥
کابل
امام شکرونه باسي
د ګلو ښار لمبه لمبه شو
او د چټو پېغلو
له سپينو سپينومړوندونو نه د وينو لمبې دارې وهي
د ښار واټونو کې ګزمه ګرځي د وهم دېوان
او ګرځوي پر دواړو ولو دمرګونو ډالۍ
په څلور لارو کې دي جوړې هديرې د ژوندون
هره کوڅه د ښار رنګ شوې ده په اوښکو وينو
اوس د بنګړيو بازار سوى دى د غم په لمبو
او د شنو، سرو، سپينو بنګړيو پرځاى
د رنګارنګه کارتوسونو درمندونه جوړ دي
او د عطار له هټۍ نه راځي د عطرو او لونګو د وږمو رنګين
رنګين تخيل.
اوس هر ماښام له شپږ پوړيزو خونو
پېغلې د خپلې حيا روح سپاري
د خداى(ج) دفرښتو ګوتو ته
او د سپېڅلې ځمکې غېږې ته پنا وروړي
خو امام ناست دى د هوس په مرمرينه خونه
په خپلو ګوتو د وطن دمرګ تسبيح تېروي
او د قدرت د جنون
د خوږو ميوو په ډنډونو کې بربنډ لامبي
او د ژړا پر ځاى شکرونه باسي.
١٣٧٢/٩/١٦
کابل
د اور په جېل کې
په اوښکو لوند په وينو سور قسمت
زما په برخه شو منصور قسمت
چا وې د ناز غرو ته دې سرټيټوم؟
درته ټيټ کړى يم مجبور قسمت
هر اسوېلى مې شي پرهر په شونډو
په زړه مې لوبې کړي ناسور قسمت
ددې ټپي وطن ګزک زخمونه
کله جوړېږي په رنځور قسمت
زه پرې ګلان، دى پر مازهر شيندي
ماته جوړ شوى دى تربور قسمت
ځواني مې تېره کړه د اور په جېل کې
بدل مې نه کړ رنتبور قسمت
د سره دوزخ د لمبو تاو منم خو:
جنت کې نه غواړم مزدور قسمت.
١٣٧٢/١١/١٥
تېمرګره- دير
پوړنى
هغې د ژوند پاڼې کړې ژېړې د جانان د پسرلي په هيله
هغې د خپلې فرښتې غاړې امېل څخه کړه جوړه ګردنۍ د ټوپک
دخپل باتور جانان لپاره په ورېښمينو ګوتو
هغې پنځه لس کاله تېره کړه د ژوند څپه پر شونډو لکه
زهر دمرګ
او اخترونو کې يې ونه ليده چا پر سرو ورغوو د نکريزو سپوږمۍ
هغې په شپه ورځ کې پنځه وخته دربار ته دخداى(ج)
د تقدس په وږمو وړله د جانان د مقدس جنګ د بري سندره
خو يوه ورځ يې جانان راغى ددې کوره پورې
جامې يې سرې ګردنۍ سره وه په اهونو او سرو وينو باندې
او د ټوپک له خولې يې سره اوشنه لوګي جګېدل
نو چې يې ولګېدې سترګې د هغې په ولوليزو کتو
او ښاپېريزې ښکلا
د تور ټوپک په ميل يې کش کړ له معصومو زلفو
د زر کلن عفت سورکى پوړنى
کوڅه کې شور شو او هاها شوه کوڅه ړنګه شوله
د ښار واټونو کې د بنګو او د چرسو واټ شو جوړ
په يوه نوي ريتم
او بيا بنګيانو دوړې پورته کړې له خپلو ولو
پېغله يې ګډه کړه بربنډه لکه سپينه او معصومه سپوږمۍ
او د هوس سترګو پرې جوړ کړل پر زړګي زخمونه
د پېغلې مخ باندې خورې شوې د نري رنځ د نهيلي ژوند
داوښکوليکې،
خو پېغلې پورته نه کړه دا ځلې د خداى(ج) دربار ته
سپين لاسونه
او د نهيل شمال په مړو وږمو يې
د مات ولس ټپي اهونو ته
په نرمو شونډو ورو وويل:
((پرېږدئ چې خړ سېلاب مې يوسي
په لامبوزن جانان مې ډېره نازېدمه.))
١٣٧٢/١١/٢٠
تېمرګره-دير
د رڼا حورو!
چې دې په سترګو کې نيولى نه يم
ښکاري همدا چې دې بللى نه يم
د اسوېلو مزل د هجر دښتې
په لنډه لار درته راغلى نه يم
هره موسکا دې زړه کې اور بلوي
په خوله يم چوپ دننه غلى نه يم
د ناز د غرو خندا دې وړلاى شمه
د غم فرهاد يم نازولى نه يم
د رڼا حورو شپه راټوله نه کړئ!
زه يې تر شونډو رسېدلى نه يم.
١٣٧٢/١٢/٢٤
الينګار- لغمان
د زهرو فصل
د رڼا پاڼې خو مو بلې کړې د شپې په لمن
خير که يو څو داغونه شنه شول د ډيوې په لمن
د جنت مينه د ښکلا د عواطفو ستوري
موږه کرلي دي د خپلې معشوقې په لمن
احساس شو مات خندا ژړېږي ښکلا نه غوړېږي
چا کړ د زهرو فصل شين د عقيدې په لمن
زما پر زړه د پرهرونو د سپرلي ګلونه
دومره تورونه لګېدلي دي ددې په لمن
اوس به د جام شونډو کې چېرې وي موسکا د ميو؟
د عقيدې سېلاب شو خور د ميکدې په لمن
شونډې مې رېږدي زړه مې تښتي ويى نه شمه چې:
څومره ژړا وه د کابل د هديرې په لمن
نور د هوس د جنتونو ډنډ کې ولمبوئ
ما ويده پرېږدئ تل د مينې د نشې په لمن
د سترګو يون، د زلفو يون، د شونډو يون جانانه!
څنګه دې يوځاى کړل د خپلې ارادې په لمن؟
١٣٧٢/١٢/٢٦
الينګار- لغمان