دا په کومو سترګو ګورې؟
تا خو وې چې زما دواړه سترګې ستا دي
په کې ګوره د خپل مات ژوند
د رڼو اوښکو د هيلو انځورونه
د سبا د اميد ستوري
د خوږمن زړګي اهونه.
تا خو وې: ((زما په سترګو کې دې ګل شي
که به يې ستا په مينه بل ته غړومه))
خو اوس اى د مينې څړيکې!
د ښکلا د سپوږمۍ وړانګې!
دغه نوى پسرلى چې:
ستا په زلفو کې يې وټومبل ګلونه
تا يې وموښل په مينه
په لاسونو کې لاسونه
دا په کومو سترګو ګورې؟
کابل
برى که نا برى
منم زما که دې سرور مات کړ
ستا د ښکلا مې هم غرور مات کړ
لږ خو مې سترګو ته په ځير شه اشنا!
چا د لوزونو کوه طور ماته کړ
مغوله خياله! په سجده شه راته
خوشال زړګي مې رنتبور مات کړ
تا مې په زړه د اور باران وراوه
ما دې په سترګو کې د عشق نور مات کړ
دا دې برى که نا برى وبولم؟
چې په خپل لاس دې خپل منصور مات کړ.
١٣٧٢/٥/١٥
کابل
سپېڅلى غرور
چا وې د ژوند سپرلي ته دې په کمو سترګو ګورم؟
پخوا که په رڼو و اوس په نمو سترګو ګورم
د تا د شونډو پاڼې چې غوړېږي او موسېږي
دا زه ورته محبوبې په شبنمو سترګو ګورم
قربان د داسې مينې د غرور له سپېڅلتيا نه
چې خپل رقيب ته ګورمه په برمو سترګو ګورم
دا څو ځلې دې راکړل سترګو سترګو کې زهرونه
دې سترګو ته دې نور خو په پرچمو سترګو ګورم
په دې ورانه کوڅه کې مې ځيګر او زړګى مات شول
خو اوس هم ورته ياره په صنمو سترګو ګورم
زما د زړه چينه کې د عشق اور دى لګېدلى
نو ځکه ټول جهان ته په همدمو سترګو ګورم.
١٣٧٢/٥/١٦
کابل
د سپينو خولو پرخې
ياد خو به دې وي؟
چې يوه ورځ مې ستا په سترګو کې
د هيلو ګلان يو يو ټوکولو
لاس مې ستا په لاس کې کېښود
ټول وجود مې سره لمبه شو
ستا په زنه کې راټولې شوې
د سپينو خولو پرخې
ما په خپلو دواړو سترګو
په کې وليد
د خپل مات برخليک سيورى
ستا د مخ خولې مې وچې کړې په خپلو اسوېليو
خو زما له سترګو اوس هم
سرې او سپينې اوښکې څاڅي.
١٣٧٢/٥/٢٦
کابل
د اوښکو سباوون
د زړونو زور مو دلبرانو لوټ که
لکه وطن چې رهبرانو لوټ که
زما قاصد ستا په کوڅه کې اشنا!
په رڼا ورځې رقيبانو لوټ که
د عاطفې د بڼ د ګلو لښکر
خزان لوټ نه کړ باغوانانو لوټ که
ربه! د تا د دين روښانه څراغ
پر دين مينو پتنګانو لوټ که
زما د ټول عمر د هيلو سپرلى
د کلي ټولو مشرانو لوټ که
د معشوقې د مخ د مشکو کاروان
تر غلو لاړ نه شو کاروانيانو لوټ که
د اسمعيل د اوښکوسپين سباوون
شاوخوا ټولو اشنايانو لوټ که.
١٣٧٢/٥/١٩
کابل
زهرجنه خندا
څه د احساس څه د جذبې په نامه
ځواني مې لاړه د هغې په نامه
د وينو جام مې نڅوي پر شونډو
د تا دشونډو د کعبې په نامه
د زړه رڼا مې سره په وينو شوله
د (هغې) (دغې) عقيدې په نامه
د توپانيزو اسوېليو لښکر
سترګو دې لوټ کړ د جرګې په نامه
د زهرجنې خندا شنه پسرلي
پر موږه اوري د وعدې په نامه
اوښکې مې څښلي اسوېلو کې لامبم
دار ته مې بيايي د نشې په نامه.
١٣٧٢/٩/١٤
کابل