تاب
زما په اسوېلو ستا په نازونو تيږه کېدو
په يو، وايه اشنا که په دوه ګونو تيږه کېدو
زما ساده ملګرو، اى په يو نظر مينو!
لږ ټينګ شئ چې د ښکلو په مکرونو تيږه کېدو
منو د معشوقو د اداګانو تاب مو نه شته
څه لويه قرباني ده چې په زړونو تيږه کېدو
زما او ستا د سترګو جنګ پخوا ځنې عادت دى
نو څه که اوس په دروغو په جنګونو تيږه کېدو
بس يو ځل مې د شونډو په خوږو کې روح اوبه که
منم پس له هغه به د لوزونو تيږه کېدو
يو چا په ګونګوسيو ورته غوږ کې داسې ووې:
راځه د يون د هيلو په قبرونو تيږه کېدو.
١٣٧٠/٤/٥
کابل
د ارواګانو سلګۍ
خلک خو وايي چې اولاد
د مور او پلار د زړه د مينې د باغ
تنکي ګلونه دي چې مړاوي شي او ورژېږي
نو زړونه هم مړاوي شي ورژېږي.
خو ما نه هېچا هم ونه پوښتلې،
چې ستا د ګرانې نازنينې مور د هيلو،
اميدونو ارواګانو چې سلګۍ وهلې،
او ستا د پلار د جنازې د وينو رنګ کټ چې،
د کلي منځ کې،
له تا نه پټ تېرېدو،
نو تا د لوى دېوال تر شا،
څومره په زوره زوره وژړلې!؟
١٣٧٠/١/٢٨
د کوچني اختر دويمه، کابل
ساده قتل
د سپينو اوښکو نور واى ورېدلى ورېدلى
د چا په سوو زړونو توېدلى توېدلى
افسوس د نرمې غېږې په خوږو کې دې تاو نه کړم
اسمان خو به څه نه وغورځېدلى غورځېدلى
دا څومره ساده قتل و چې بې اوره دې مړ کړم
تر شونډو دې وم کله رسېدلى رسېدلى
څه ګرمه پاچاهي به وه د جوجو او ماجوجو
که مخکې يې قاف نه واى ودرېدلى ودرېدلى
دتا د خوږې مينې ټول خواږه پر ما حرام دي
پر زړه باندې که نه وم لګېدلى لګېدلى.
١٣٧٠ل کال
د ژوند رنګ
لکه د شپې په زړه کې
چې د سهر د وږمو پاڼې
شونډې وسپړي موسکۍ شي
او رڼا د خپلو سرو مرغزلينو وړانګو
د شال ورېښمين پلو پر ځمکه خور کړي
نو ورځ زرغونه شي ترې
او بيا د ورځې د ښکلا د پرېشانۍ له سجدې
د شپې روح وټوکېږي.
داسې مې ژوند کې د غمونو د جام
له پيمانې څخه خوښي جوړېږي
او د خوښيو د خندا د غرو له څوکو نه مې
غم څاڅي
او د ژوند پاڼو ته مې رنګ ورکوي.
١٣٧٠/١/٢٨
د کوچني اختر دويمه- کابل
سهوه
ډېره ښه شوه چې په خلکو کې رسوا شوم
نه د ځان شوم نه د زړه او نه د تا شوم
ستا د شونډو دسپرلي د بوډۍ ټال ته
په ژړا کې ګلې څنګه په خندا شوم؟
ددې سترګو په خوږو کې دې څه روح و؟
چې يوه شېبه کې څو ځلې پخلا شوم
تر دې زيات د نهيليو ماتم څه دى؟
د هغې ډولۍ چې تله نو په ژړا شوم
د غمونو او دردونو دې دنيا ته
لويه سهوه زما دا وه چې پيدا شوم.
١٣٧٠/٨/٢١
کابل پوهنتون
نامعلوم قبرونه
که يوه ښه ګېډۍ د ګلو کړمه جوړه د زړه باغ کې
د احساس له پاڼو
او د ورېښمين حسن ځلا ته يې د زړه د عاطفې د اوښکو ستوري،
لکه سپين څاڅکي د سهار د پرخې ونڅوم
لاړ شم د کلي هديرې ته!
نو به د چا پر قبر کېږدمه د ګلو ګېډۍ؟
د چا د قبر توغ به وموښم په خپلو سترګو؟
د چا له شناختې نه به تاوه کړم د زړه د ارمانونو لمبه؟
د چا د قبر د سپېرو خاورو سپېره ګردونه
به د ماتم ماتم ژوندون پر تندي باد کړمه
په لپو لپو؟
قبرونه ډېر دي
هديره ډکه ده
خو زه د خپلې نازولې مور او پلار قبرونه
نه پېژنم.
١٣٧٠/١/٢٩
د کوچني اختر دويمه- کابل