مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

په اورونو کې سندرې

اسمان او ځمکه پوه دي

عقل رنځور و؟
د سورکۍ ښکلا د شونډو په خوږو يې
د زړګي د ارادې مزي تړلي وو ټول.
احساس يتيم و
زنګولې يې د خپلو بڼو ټال کې
ځلېدونکې اوښکې
غيرت په وينو رنګ و
د کلي رنګه بړک الوتې وه
يو وهم خور و،
هېڅوک هم پوى نه شول چې څه وشولو
يوازې شنه اسمان
د خپلو رڼو سترګو
د رڼو اوښکو له ستورو څخه
هر څه چې وشول هغه وليدلو
يوازې ځمکه پوه شوه
چې زما د زړه د ارمانو د وطن
څومره بې شمېره جنازې يې
زړه ته ننوېستې.

١٣٧٠/٣/٣


نيمه لاره
پرې مې ږدئ چې دود شم د ارمان په نيمه لاره
داسې چې پرې ايښى يم جانان په نيمه لاره

زما د خوږې مينې نو په دې کې ګناه څه وه؟
سپرلى چې رانه لوټ کړلو خزان په نيمه لاره

اشنا شونډې غونچه کړه سترګې جام اننګي مينه
زړګى دې رانه وړى دى ارزان په نيمه لاره

د کومې مينې غچ و او د کوم سرود بدل و؟
يوازې چې دې پرېښودم حيران په نيمه لاره

هېچا د زمانې د مکر زير او بم ونه پوښت
دې يون خو ورته څيرې کړ ګرېوان په نيمه لاره.

١٣٧٠/٨/١٨
مرکزي ليليه، کابل پوهنتون



ستوري ستوري اوښکې
که د راڼه زړه د ((پوهنې)) د ځوانۍ د ځوانو هيلو خندا
د ګل د شونډو د عطرونو سيند کې تاوه کړي
د خپلو ارمانونو لمبه
او د احساس له پاڼو پاڼو څخه جوړه شي ډولۍ د ژوندون
عاطفه سور او زرغون شال شي پرې راوغوړېږي
ته لکه سپينه سپوږمۍ ځلې په کې
سپرلى د ټول کلي کوڅې او لارې ووينځي په خپلو وږمو
او لمر د ټول طبيعت زړه ته په سجده کړي
خپلې نرمې وړانګې
د کلي لر او بر ګودر کې د منګيو اتڼونه جوړ شي
او زه تر شلو کلو وروسته،
څڼې غوړې کړم د (چا) د اننګو په خولو
د وريت احساس د دنګو غرو د مست کوچي په شان يې
د خپل اواز له ترنمه سره
په ولو ونڅوم
او ستا ډولۍ ته اوږه ورکړم د زړګي په قوت
څومره به ښه وي چې نور خاندي د هوس په شونډو
او زه له ډېرې خوښۍ
ستا د ډولۍ له هره ګامه سره
په لپو لپو ستوري، ستوري اوښکې تويې کړمه!!

١٣٧٠/٣/٢
کابل


ماتې هيلې
زړګى به په کې وران شي که ځيګر به په کې وران شي
زما خو به دا دواړه ستا نظر به په کې وران شي

زما د غيرتو او ستا د حسن دښمنۍ کې
مورچل وايه اشنا او که ګودر به په کې وران شي

د شونډو د سپرلو پاڼې دې مه رپوه ياره
زما د ماتو هيلو جوړ لښکر به په کې وران شي

د ظلم او وحشت د پخلاينې په اتڼ کې
لويان به نور هم لوى شي در په در به په کې وران شي

راځه د يون د هيلو په زړه مه اړوه خاورې
د (هغې) معشوقې د پل اثر به په کې وران شي.

١٣٧٠/٨/١٥
مرکزي ليليه، کابل پوهنتون
 


د څلورو کلو شپې مې
د يو ځوان عمر څپه مې
اسوېليو رانه دود کړه
د څلورو کلو شپې مې
د کوم چا روژه نيولي غوندې شمار کړلې په ګوتو
ددې دومره عمر پاڼو د رڼو سترګو انځور کې
مې هېچا ته هم ونه ويل،
چې کوم رنځ مې په زړه ناست دى؟
د چا حسن مې څښي وينه؟
چا مې وړى زړه په مينه؟

١٣٧٠/٦/١٤
نصرو کلا- بګرام


د کفر رحم
د لسو کلو درد مې له دې قام نه تپوس وکړئ
زما د وچو شونډو بيا له جام نه تپوس وکړئ

د کوم هوس په زړه کې سوز او درد د مينې ګورئ
د سوز او درد اثر له ما ناکام نه تپوس وکړئ

احساس مې راته رپي چې يار خاندي او زه ژاړم
د حال ژوندون خو دادى له انجام نه تپوس وکړئ

د يار له شونډو مه پوښتئ زما زړګي ته ګورئ
د کفر به څه رحم وي اسلام نه تپوس وکړئ

زما په ګودرو کې چې د چا اسونه تېر شول
سهر پرې خبر نه دى له ماښام نه تپوس وکړئ

يو يون په لويه لاره مينانو ته دا ووې:
که غواړئ ژوند مو اور شي ما بدنام نه تپوس وکړئ.

١٣٧٠/٨/١٩
مرکزي ليليه- کابل پوهنتون

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery