د ګـران فـضـلـيـار غـزلـيـز نـوښـتـونـه
ځـيني خـلك پـه دې عقـيـده ښـكاري، چـې خـپـل كلـتـور او مقـدسـاتـو تـه سـپكاوى او
يا سـتـغې سـپورې پـه ادب كـې بـغـاوت دى، او پـه دې ډېـر خـوښ وي، چـې د بـاغـي
شـاعـر او لـيكــوال پـه نـوم وپېـژنـدل شـي. حـال دا چې د ادب ژبـه د هـنـر ده، او
هـنـر لـه ښـكلا پـرته بل انځـور نـه لـري. په سپكـو او سـپورو كې بـه جـذبـه وي،
خو هيڅكله ورته فن ويلى نه شو، او نه ښكلاييز ارزښت لري. دغه ډول شعرونه په اصل كې
له فكري او ايډيالوژيكي ستونزو نه زېږېدلي ښكاري، او ادبي بغاوت نه دى.
شاعـرانه بـغـاوت به هم لـه ښـكلا او هم لـه هـنـره ډك وي. د بېلګـې پـه ډول د شـيخ
مـتي بـابـا نظـم د نصـر لـودي او شـيخ اسمعـيل د منظـومـو پـه وړانـدې يـو ادبـي
بغـاوت دى. ځـكـه شـيخ بابا په كايـنـاتـو كـې د لـومـړي ځـل لـپاره پـه
سـيستماتيـك ډول د جـمال مشـاهـده تـر سـره كــړې، او نظـم يـې لـه سـتـر مـولانا
رومـي (رح) سـره پـه سـيالـۍ د لاهــوت پـه لـور په الــوت دى. همدارنګه خوشال بابا
او بيا ورپسې استاد حـمـزه درواخلـه.
خـبره بـه نـه اوږدوم، زمـونـږ د ځـوانـو شـاعـرانو تـرمـنـځ د ښـاغـلـي فـضـلـيـار
غـزلـيـز نـوښـتـونـه مـاتـه يـو ډول ادبـي بـغـاوت ښـكاره شـو، پـه دې ډول چـې نـه
يـې روايـت تېر او تكـراري سمـبـول ګڼلـى، او نه يې په فكـر د فـن مـلا مـاته كـړې،
هـر خـيال ته يې د هنر د ښـاپـېـرو لباس وراغوستى، خو دا فېشن او ارآيش هيڅكله هم
پردى نه ښكاري، او نه د چا تقليد دى.
لار يې بېـلـه او ځـانـګـړې ده، لـه داسـې يـوه تشخـص سـره روان دى، چې د پښـتـون
فطرت د رومان پالنې د ستر ذوق اسـتاځـي كوي:
(د تـروو اوبو ماهى) بـه دومـره د چـا خـوښ نـه شـي، او نـه دغـه تـركـيب پـه
ړومـبيو كې خـوږ لګـي، خـو چـې كلـه ورتـه شـاعـر پـه خـپل شـاعـرانـه منطـق رنګ
امـيـزي وركـوي، او تـصـويـر تـرې جـوړوي، كـټ مـټ د (زشــت و زيـبـا) ادبـي
صـنـعـت تـر پـولــو رسـي:
تـه د تـروو اوبـو مـاهــى يـې د جـانـان انـځــوره!
تـل مې د سـترګـو پـه راڼـه سمـندرګـي كـې اوسـې
او تــر دې يـې دغــه بـل انـځــــور لا ښـكلـــى ښــكاري، چــې مـلــي احـسـاس
يــې هــم بـدرګـــه كـــوي:
د يـار وصـالـه تـه هـم سـم د خپلـواكۍ غـوندې يې
مـاتـه، كې نـه ښـكارې پـه سـوري د بـري كـې اوسـې
او كـه د هـمـدغــه غـــزل پــه يــوه بـل بـيـت كــې يــې د (كــم عـقــلې) خــطاب
نــه وى، نــو زمـا غــونـدې خــوش بـاورو خـلكـــو بـه پـه څــه نـاڅــه ډول د
عــرفــان د وجـــودي تـــګلارې لاروى ګاڼـــه:
نـورو نـه ولـې سـتا پـوښـتـنـه وكـړم وه كم عـقـلـې
تـه خـو هـر وخـت ګـوره زمـا پخـپـل زړګي كې اوسې
د كره كتنې په نيت نه خـو د نظـرمـاتي په دود بـه ددې ښكلـې غـزل يـو بل بيت هم په
نښه كړم، چې د جانان خيال پكې له مضر چينجي او سر له وچ لرګي سره تشبيه شوى، چې د
شعري توكو له مخې هيڅ ارزښت نه لري، خو څرنګه چې د ښـاغـلـي فـضـلـيـار لـه
شـاعـرانـه بـرلاسـۍ او لـوړ اسـتـعـداد نه ښكاري، په ډېرې لږې پاملرنې دغه ستونزه
حل كولى شي، او ما ورته هغه د چا خبره ځكه ورياده كړه، چې ډېره ستاينه يې همدلته
بريك نه كړي، پرېده چـې نـور ښـه نـوښــت رامـنـځــتـه كــړي، او دا الـهـي (ج)
قـانـون هـم دى، چـې كاينات يې پـه يـو ځـل بشـپړ او سـالـم نه دي را اسـتولـي،
ځكـه بـيـا بـه زمـانـه د خـلاقـيـت لـه جـوهـره بـې بـرخـې شـي.
د بـل هـر لـوړ او بـااسـتـعـداده ويـنـاوال غـونـدې ښـاغـلـى فـضـلـيـار د خـپـل
ځانګـړي فطـرت لـه مخـې مشـخـص تــشـبـيـهـات، اسـتـعـارې او نـومـونـې لـري، چـې
دده تـصـويـرونـه يـې ګـڼـلـى شـو، داسـې نـه ده، چـې د نـورو پـخـوانـي او زاړه
نـوښـتـونـه يـې كارولـي، چـې د شـاعـــرۍ د سـقـــوط نـښـه وي، همدغه يې مـاتـه يو
ادبي بـغـاوت او يـا نـوښـت ښـكاري:
راشـه چـې خـپـل كلـي كـې سـنـدرې درتـه ووايـم
تـه پـه بـازارونـو كـې شـغـارى د چـنـار غـواړې
***
يو وخت به ددې خاورې شهيدان ټول راژوندي شي
يو وخت به زمونږ سترګې بيا غړيږي دوى ته څنګه
د فـضـلـيـار شـاعــري پـه مـجـمـوعـي ډول د انـځــــور پـه بـرخـه كـې لـه
ښـكلــــو تـشـبـېـهـاتـو او اسـتـعــــارو نـه ســرشــاره ده، او زيـات وخــت
دغــه تـشـبـيـه پـه تـمـثـيـل هـم اوړي:
وايـي زمـا مـيـنـه بـه خـپل زړګـي كـې پـټـه سـاتـې
دا ســاده ګلــه رانـه لــپـه كـې دريـاب غــواړي
***
سـتـا لــومـړۍ خـنـدا شــپـېـلـۍ د اسـرافـيـل وه
يـو ځـل بـيا وخـانـده شـابـاس چـې ژونـدى شـم
(په سـترګـو كې خـبـرې) غـزل ټـولـګــه چـې لـه سـره تـر پـايـه وكـتـل شـي، هـر
ځـاى پكـې فـضـلـيـار د يـوه پـښـتـون او سـپـيـڅـلــي ګـروهـمـن پـه تـوګـه
څـپـانـد دى، شـاعــري يـې دومـره سـپـېـڅـلــې ده، چـې د تـقـلـيـد بـوى هـم نـه
لـري، داسې نـه ده لكـه څـو تـنـې او يـو سـر.
پـه شـاعـرۍ كـې يـې ټـولـنـيـز ارزښـتـونـه، مـقـدسـاتـو تـه درنـاوى په لـوړه
هـنـري ژبـه تـر دې حـده دى، چې د خپـلـې ټـولـنـې عـكاسـي او انـځـــور يې ګڼلـى
شـو. د پـتـمـن مـلــت تـشـخـص، د ازادۍ جـذبـه او د يـرغـلګـرو ماتـې پـكـې د يـوې
حمـاسـې پـه ډول پـه څـپـو دي.
زه پـه پـاى كـې دغـه ژور فكــر پـه لا لــوړ خــيـال ښكلـى غــواړم، او ګــران
فـضـلـيـار تـه لـه لـوى خــداى (ج) نـه د خــــوشــــال بـابـا د (پـښـــتـون) او
د شـاعـر اسـلام عـلامـه اقــبـال د (مــرد كامـــل) جـوړېـدو دعـا كــوم.
پـه شــاعــرانـه ولــولــو
فضل ولي نــاګار
پـوهـنـتـون مـېـنـه
۳۰|۵|۱۳۸۶