مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د غـزل پـېـغـلـو مـاڼـو ورتـه لـوګـى كـړئ



د سـتـرګـــو شـاعــــر ( فـضـل هـادي فـضـلـيـار ) پـه ١٣٧٩ لمريز لېږديز کال، د ننګـرهـار په عالي لېسه کې زما د دولسم ټولګي زده کوونکى و. د وطن په حساب مې هم ورسره اړيکې درلودې او د خوږو اخلاقو خو به يې څه نه وايم.
خــداى شـتـه چـې هـاغـه مـهـال يـې پـر شــاعــرۍ خــبـر نـه وم خــو شعر يې لکه چې پټ ليکه ، ځکه د ډېرو نـورو پـښـتـنـو پـه څـېر، دده پـه مـالت کـې هـم دې هــنـر تـه پـه درنـه ســتـرګـــه نـه کـتل کـېږي. خـو اوس پوه شوم چې فضليار لا ډېر پخوا د هنر د کلي په کوڅو کې د غزل وظـيفه ټولــه کــړې ده.
مـا چـې دده نـوښـتـګـــره، خــوږ ژبـې او غـزلـــبـولــه شـاعــري وليـده، نـو حـيران شوم چې زما مات او ګـوډ قلـم به کلــه دومـره تـوان ولـري چې د فـضـلـيـار غـوندې ځلـــمي په تانده شــاعرۍ هـــنري او ادبي ليکــنه وکــــړي.
فـضـــلـيـار د ځـــيـنـو نـورو ځـــوانـو شــاعــــرانـو پـه څـــېـر بـې دانـو بـوس نـه دي بـاد کـــړي ، او نـه يـې هــم اســمان د خـــيـال پـه تيګـــو ويـشــتى.
هغـه هـــر څــه تــه پــه خـپـلــــو شـــوخـــو هـــنـري سـتـرګــــو کـتـلـــي او هماغسې انځورونـه يـې تـرې اخـيســـتي. د خـــيـالـي نــړۍ د تـرخــو اوبـو پـه ســـيـنـد کـې يـې لامــبـو نـه ده وهـلــې ، بـلکــې ځـــان يـې د شعـــر د خـــواږه ابـاســين تل تـه رســولـى او اصـيلـې مـلـغـلـرې يې تـرېـنـه راوېـسـتي دي.
د فضـلـيـار شـعـر اخـلاقــي، ديـنـي، ټـولـــنـيـز، پـښــتـنـي، مـلــي او حـمـاسـي ښـېـګـــڼـې لـــري. د نـکـــريـزو، ســرو شــونـډو، شــنـو خــالـونـو، بنـګــړيو او .... په بـازار کـې ډېـر نـه دى ګرځــېدلى. هغـه هــر څـه تـه د حـقـيقـت په سترګه کتلي او هغه يې د ريالـېزم د سـروزرو په تلـه تللـي دي.
د فضليار د نـقــادۍ ژبـه اورونـه بلــوي ، او لکــه د څـېړيو د سکـــــروټــو غــونـدې ســرې ســپرغـــۍ بــادوي. شـعـــر يــې د خـوشــــحـال خـــان د حمــاســــو رنــګ لــري. خـــــوشـــــحال بــابــا وايـــي:
څـــو وانـخــلـي لــه غـلـــيـمـه انـتـقـــام
مــرد نـه خــوب کا نـه خــوراک کـا نـه ارام

د فضـلـيـار لانــدې بــيـتـونـه وګــــورئ :
خپلـواکـي مـې د خـپل قـام راڅخـه غـواړي
لـه غـلــيـمـه انـتـقـــام راڅـخــه غـــواړي
بـاغـي روح مـې د بـدن قفـس کـې تنـګ دى

د وحــشـت پـر ضــد قـــيـام راڅـخـه غــواړي تر پايه....
د شـعـر ژبـه يـې ډېره ســـپېڅـلې، ســاده، روانـــه او رڼـــه ده؛ او د نــورو ژبــو لـــه اغــــېزه يـې د غــــــزل جـــامې پـاکـې ســـاتلــي دي.
فضــلـيـار کــه څــه هــم د عـمـر زيـات کلــونـه پـه کــوزه پښــتـونـخـــوا کــې تېـر کــړي خـو د هــنر خولــه يې په بېلـمازه اوبو نه ده کنــګال کـړې.
شـعـر يې د بـديـع او بـيـان په هنري او ادبي صنعتونو داسې پسوللى، چې سړى ورته ګوته په غاښ پاتې کېږي. د ښه تکړه انجينر او معمار غوندې يې د تشبيې، استعارې او کنايې خښتې په خپلو ځايونو لګولي او د غزل رنګينه ماڼۍ يې ورڅخه جوړه كړې ده.
فضـلـيـار کـشـر هـلک دى ، خــو پـه غــــزل کــې يـې د ډېـرو مشــرانـو پــر پـلـــونـو پـل ايـښــى ، حـــيـران يـم چــې دا الـهـــام ورتـه لـــه کـومــو غــــرونو د غـــــزل ښــــاپـېـريـو راوړى دى. وګــورئ ، پـه لانـدې غـــزل کــې د کاظـــم خـان شــيدا غـونـدې ښـه پـوهــېـږي خـو دار تـه پـه ډېـر ويـاړ روان دى.
کاظــــم خـــان شــــيـدا وايي:
هـسې نـه چې دار محـروم پـه مـيدان پـرېـږدې
کــه يــو ســر پــه تــن لـرې بـلــنـد هـمــتـه

فضليار صيب هم ورسره مناسبه سيالي کړې ده ، دا وايي:
ښـه پـرې پـوهـېـږم چـې مـې سـر پـه لــور د دار روان دى
خـو بيـا هم شکـر دى چې سـتا د عشـق پـر لار روان دى
وطـنه! سـتا ميـنـه کې ځـيـني لـه سـرونـو تـېر شول
د ځــيـنو نـورو پـه همـدې نـوم کاروبـار روان دى


زه ورتـه دا بـيـتـونـه ډالـــــۍ کـــــوم:
داره جــــنـازه مــــې درنـــه ونـــه کـــړي
ځـــوړنــد تــر قــيـامـتـه داســې ښـــه يـمــه
پـاتــې کـه دا زوړ ګــرګــيـن لـــه مــانــه شــو
زه به لـه مــيـرويـــس نـيـکـــه نـه نـه يـمــه

فـضـلـيـار پـه پـورتـه غــــزل کـې خـپلـــه ايـمـــانـي او افـغــانـي دنــده پـه څـومــره بـريـالـــيـتـوب ســره ســرتـه رســولـې ، او هـــنـري ارزښــتـونـه يـې څـومـــره خـونـدي سـاتـلـي دي. خـپل ســر د وطــن لــه مـيـنې قــــربـانـوي او دار تـه پـه خـــوشــالـۍ روانـيـږي، خـو د وطـن خـرڅـوونـکـــــو او بـې نـنـګــو دلالانـو لـه مخـونـو څخـه پـردې پـورتـه کـوي او راتلـونـکـي نسـل تـه يـې ورپـېـژنـي.

زمـا پـه انــد فضـلـيـار د شـعـر خـپل ځـانـګـــــړى ســـــبک او بـېـلــــه لار لـــري ، چــې هـغــه لـــه نـــورو څخـه بـېـلـــوي. د هغــه د شــــاعـــرۍ يــو څو ځــانګـــړنـو تــه پــه لانـدې ډول ګــــــــوتـه نيـســــم:
د فضليار له شعر نه معلوميږي چې د افغانـستان د نورو سـيمو لهجې او ګړدودونه يې زده دي ، او په بېلا بـېلو پـښتنو سيمو کې راته بلد ښکاري.
نـور سخـتې دلـتـه شـپـې شـوې لـه دې کلـي کـډه وړم
تـرخـې د ژونـد شـيـبـې شـوې لـه دې کلـي کـډه وړم
د ژڼـو ګلالـۍ څـېـرې سپـېـرې شـوې فضـلـيـاره
شـروع پـکـې نـشـې شـوې لـه دې کلـي کـډه وړم


پـه پـورتـنـي بـيـت کـې د ( ژڼـي ) يا د جمعې پـه بـڼـه د ( ژڼــو ) کلـيـمـه د هــېـواد پـه جـنوبي سيمو ( پکتيا، پکتيکا او خوست ) کې مروجه ده. ده کمال کړى چې د نورو لهجو رواجولو ته يې هم پام کړى او خپل غزل يې پرې رنګين کړى دى. په لاندې غزل کې يې کندهارۍ لهجې ته پام وکړئ :
کــنـدهـاري يــاران چـې کلـه راپــه زړه سـي بـارا
پــه هــغــه دم مــې نــو زړګـى ذره ذره سـي بـارا
ژبـه مـې ګـونګـه سـي بيخـي غـزل ويـلاى نـسـم

خـو چـې تــا وويـنــم غــزلـې راشــېـوه سـي بـارا تر پايه....

هـمـدارنـګــــــه پـــه لانــدې غــــزل کـې يــې د کــــــوزې پـښـــــتـونـخـــــوا د پـښـتـنـو لـهـجـــــــــه راخـيـســـــتې ده:
هـر وخـت پـه کـې ملـګـرو شـور مـاشـور غـونـتـه کـې دى
دا زړه مـې بـس د څـو شـوخـانـو کـور غـونـتـه کـې دى
سـهـار نـه تــر ماښـامه مـې پـه ژبـه سـتا نـامـه وي

هر لفـظ يـې پـه ايـمان د ټـنـګ ټـکـور غـونـتـه کـې دى
تــر پايه...

هــمـــدارنـګـــه د فضـلـــيـار بـلــــه ښــه بـرلاســــي پــه شـعــر کـــې داده ، چـې مـهـمـل الـفــاظ يـې پـه ډېـرو مــناســـبـو کلـيـمــو پـســې تـړلـــي او د خــپـل غـزل مـقـام يـې پــرې لـــــوړ کـــــړى:
نـه ښـکلـي ملـي، نـه مـې څـوک تـنـکـي مـنـکـي خـوښـېـږي
خـو بـيـا مـې هـم دا يـو او نـيـم چـټـي پـټـي خـوښـېـږي
نـظــم چـټـيـاټ ګــڼـي ازاد شـعــر تــه اور اچــوي
د فضـلـيـار خــو غــزلــبـولـه شـاعـري خـوښـېږي

د فضـــلـيـار کمــال تـه ځـــير شـئ ، چـې څـنـګـــه ښـه يـې لــه ( تنــکــي ) سـره د (مـنـکـــي ) او له ( چــټـي ) ســره د ( پـټـي ) مهمــلــې کليمې راوړي دي.
د فضليار صيب د شعر بله ځانګړنه چې د هغه شعر له نورو ځوانانو څخه بيلوي ، داده چې هغه په سياسي مسايلو کې ادبي نزاکتونه مراعتوي ، لـکــه د نــورو غــونـدې کـنـځـلـې نـه کـوي بلكې د واقـعــتـونـو لـــه مـخـــه د کــــنـايـو او اســـتـعـارو پـه ژبــه حـجــــابـونـه پورته کـــوي.
تاسو يې لاندې بيتونه وګورئ، چې په څومره ادبي نزاکت سره د ګاونډيو هېوادونو په اوږو د احسان درون پېټى ږدي او د شوروي تګ لورې ورته څرګندوي. دغه راز د جهاد په اتلانو غږ کوي چې که له روس نه مو مخ راړولى نه وى، نو کفري لمن به يې له نړۍ څخه نوره هم ټوله شوې وه:
دا خـلك دې مـــونـږ تــه دُعــاګانــې کـــړي
مونـږ کــه نـه واى روس تـر هـنـدوسـتـانـه تـه
ولـــې دې افـغـــانـه دومــــره ژر پـرېـښـــود
ســـتا دوښــمـن روان و لـه جـهــانــه تــه

دا چـې فضـلـيـار پـه يـوه عـلـمـي او ديني چــرګـۍ را لـــوى شــــوى، پـلار او تـرونـه يـې ديـنـي عـالــمان او نـيـکـــه خــو يـې د طـالــبـانو او مـلايـانو جـــرنـيـل و. نو ځکـه يې په غزلــو کې ډېر مذهبي څرکونه هم ليدل کېږي.
تـاســــو وګـــورئ چــې پـه لانــديـنـيـو بـيـتـونـو کــې يـې څـــــومـــــره لـــوړ ديـنــي مـفـاهـــيـم پـه ډېـرو لـــــنـډو او ســاده ټکــــو کـې بـيـان کـــــړي دي:
زړه! څـه چـې دې خـوښـه وي کـوه يـې خـو
پـام کـــوه چـې رب درڅـخـه هــيـر نـشـي

فضـلـيـار زړه تـه د هـر څـه د کـولـو اجـازه ورکــوي خــو يـواځــې يـو شـرط پرې ږدي ، چـې خـــداى بـه نـه هــيروي. دده کمـال دادى چــې همــدا يـو شــرط دومـره جامع شرط دى چې له امله يې سړى له هر ناوړه کاره ژغورل کېداى شي. ځکه چې الله د چا په ياد وي نو هېڅکله به بې لارې نشي.
هــمــدارنـګـــه لانـدې بـيـتـونـه يـې وګـــــــورئ:
پـرتــه لـه تـقـــوا پـرتـه لــه ديـن څـخـه
څـوک وايـي چـې ژونـد لـکـه زقـوم نـه دى

***
هغـوى ژونـدي دي هغوى ژونـد او مـيـنـه دواړه کـوي
د خداى پـه لاره کې مـړه شـوي مونـږ تـه مـړه نـه ښـکاري

او داسې نور.
همدارنګه د فضـلـيـار لـه شـعـر نـه د هـېـواد د ابـادۍ ، ملـي ازادۍ ، ســولـې
او ارامـۍ وږمــې راولاړېږي ، هېوادوالو ته د ښه او نوى ژوند زيرى ورکوي ، نهيلي په کې ډېره نه ترسترګو کېږي ، له ټوپک او جنګ څخه کــرکــه کـوي او پـر ځـاى يې د کـتـاب ، قلـم او پښتني حجاب سره مينه لري :
فضـل د خـداى دى د ټـوپـک پـر ځـاى ګـلاب غـواړي اوس
چـا چـې بـه کلـي ورانـول هغـوى کـتـاب غـواړي اوس
دده د لاسـه مـو د مـړه نـيـکـه هــډوکـي خـرڅ کـړل
خـدازده چـې نـور راڅخـه څـه شـى انقـلاب غـواړي اوس
تــرپــايــه....

هــغـــه د هـــمـــــدې غــــزل پـــه پــاى کـــې خـــــپـل يــــو خـصــــوصـيـت او ځـــانـګــــړتـيـا تــه اشـــــاره کــــــوي او وايـــــي:
نـور دې د سـتـرګـو او بـڼـو پـه ژبـو نـه پـوهـيـږي
د فضلـيـار زړه درنـه تـکـه سـپـيـن ځـواب غـواړي اوس

ريـښـتـيـا ده چـې فضـلـيـار ســپـيـنـې او زړه ورې خـــبـرې کـــوي ، او لــه نــورو څـخـه د هـغــوى د کــړنـو ســپـيـن حســاب غـــواړي. پــه غـــزل او ورځــيـنـي ژونـدکـې لــه هـيـچــا څـخـــه نــــه وېـرېـږي ، د رحـمـــان بــابـــا غــونـدې نــه د چـا بـې ځــايـه غـــنـدنـه کـوي او نـه هــم بـې ځــايـه ســتـايـنـه.
مــا چــې دده جــــرئـت، اســتـعــداد، هــــنـري شـــوخــــۍ او خــوږو اخـــلاقــو تـه ســـوچ کــــړى، نــو دا غــــزل مــې پـه ذهـــن راورېـدلـــې ، چـې دلــتـه يــې فـضــلـيـار صــيـب تـه ډالـــۍ کــوم:

نـه پـېـچــومـي کـې تـم شــوى نـه پـه ځــوړ
دا د هـسـکــــو غــــرو د ســـپـيـنـو واورو چــړ
هــره چـــيـغـه يـې ږلــــۍ د پـشـــه کال ده
چــې بـاران ورسـره مـل شـي جـوړ کـړي خـوړ
غــاړکــۍ يـې د غـــــــزل نــاوې تــه راوړه
مـلـغـلـــرو نـه يې جــوړ دى هـــر يـو لــــړ
پـه قـلـــم او ځـلـمـيـتـوب يـې بـرکــت شــه
راتـه ښــکاري د پـامـــيـر لـــه غـــره نـه لـــوړ
نـنـداره يـې چـې پــه ســـپـيـنـه ږيـره وکــړه
يـارمـحـمـد يـې د ســــتـايـلــــو بـولـــــي وړ


زه خپلـه لـيکــنـه رانـغــاړم او د فضـلـيـار صـيب د شــاعـرۍ پـه هکلـه دومره وايم، چې هغه واقعاً خوندوره، ساده او ښکلې پښتنه شاعري کړې ده. زه يـې پـه دواړه مخـه ښکلــوم او د راتلونکي نسل د وياړ هنري شمله يې ګڼم.
پــه اشــعـارو کـې يـې بـې ځـايـه ، شـډل او بـازاري لـُغـتـونـه نـه دي راوړي. غـزل يـې د پـښـتـو ادب لـپـاره غـټـه پـانـګـــه ده. د ريـالــېـزم پـه رڼـه لار يـې قـدمــونـه اخـيستي او د خـپـلــو هـمــزولــو نـه يـې د غــزل لاره بـېـلــه کــړې ده. لـه ښــاره وتـى خــو نـرخ يـې نــه دى پـرېـښـى، د قـافـــيـو خــونــد او د شـعــر طـــول او عـــرض ورنـه نــه دى خــــراب شــــوى. زه وربـانـدې ويــاړم ، مـــور و پــلار او ټـولـــو پـښــتـنـو تـه يـې مـــبـارکــي وايـم.
بـې عــيـبـه يـواځــــې الله دى ، انـســان کــه هــر څــومـــره پـيـاوړى او تـکـــړه شـي بـيـا هـــم نـيـمـګــــړتـيـا لـــري ، داســې بـه د ده پـه شـعــر کــې هــم نـيـمـګــــړتـيـاوې يـي. خـــو فـضـلـيـار خـپـلـــو نـيـمـګـــړتـيـاو تـه هـم پـاخـه او هنري رنګونه ورکړي.
زه پـه پـاى کــې دده تـانـــدې هــــنـري ځـــوانـۍ تــه د دُعـــا لاســــونـه لـــــپـه کـــــوم او پـه لانــدې ډالــــۍ يــې لـمــــانـځــــم:
د پګړۍ بلا دې واخلـم د شملې دې را پـه سر شه
خداى دې وساتـه له سترګو غليمـان دې له نظر شه
له سپين ږيرو نه يې وروسته،هلکان دې نيوى نشي
د غـزل تـوره تـېـره کـړه لــږ څـه نـور هـم زړور شــه
سپوږمۍ ونيسه له لاسه ستوري ټول په خوب ويده کړه
د غزلـو لمـر دې خـور پـه پښـتونـخوا کې لـروبـر شه
خداى دې دواړه په جنت کړي کوچى داسې درته وايي
فضـلـيـاره دا کـتاب دې مور او پـلار تـه بخـتـور شـه

پـه پـښـتـنـه مــيـنـه
استـاد يـار محمد ( کـوچى )
د کــوچــيـانـو کلــى، قـصـبـه، جـلال ابـاد
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery