د فـضـلـيـار پـېـژنـدنـه
فضـل هـادي فضليـار د منځـني قـد، سـپين رنګ او لـه خـندا ډکـې څـېرې لـرونکـى
تنکـى ځـوان دى؛ چـې لـه نـنـه درويشـت کالـه وړانـدې يـې د محـترم مـولـوي
عـبدالعـزيـز پـه کـورنـۍ کـې نـړۍ تـه سـترګـې پرانسـتي دي.
څـرنګـه چـې هغـه د سـره رود د نـومـوتـي عالــم مـولـوي علـي احـمـد (چـې پـه
جــرنـيـل صـيـب مشهـور و) لمـسى دى، او د يـوې ديـنـي او مـذهـبي کـورنـۍ پـورې
تـړاو لــري؛ نـو د ښـو او بـدو لـه پـېـژنـدو ســره ســم يـې ديـنـي زده کـړې پيـل
کـړې. فضـلـيـار د وخـت پـه تـېـرېـدو سـره ځـان لـه جـومـاتـه ښـوونځـي تـه ورسـوو
، د ننګــرهـار لـه عالـي لېسـې فـارغ شـو او د کابل د پـوليسـو اکاډمـۍ جــنـايـي
څـانګــې تـه لاړ.
فضـلـيـار خـپلـې ښـوونـيـزې هڅـې نـورې هـم ګــړنـدۍ کــړې، د ننګــرهـار
پـوهـنتون تـر انـګــړه ورسـېد؛ او اوس د همــدې پـوهـنتـون د انجــيـنـرۍ
پـوهــنځـي د پنـځــم کال زده کــړى (محصـل) دى.
فضـلـيـار هغـه د چـا خـبـره ژونـدۍ مـرۍ ده، د لــوړو زده کــړو تـرڅـنګ پـه
فـرهـنګـي بـرخـه کـې هـم ډېـر فعـال دى او د خپلـې ژبې سـره د بـې کـچــې مـينـې
لـه املــه د فـرهنګـي ډګــر پـه سـرلارو کـې راځــي.
هغـه مخکــې د مـينـې مجلــې د کـتونکـې ډلـې غـړى او تـر څـنګ يـې د پـژواک خـبـري
اژانـس پـري لانـس ژورنـالسـت و. خـو اوس مهـال د نــړۍ مجلــې مسـئول مـديـر او د
ځـوان کلـتـوري خـوځـښـت د علمي او خـپـرنـيـزې څـانګــې مشـر دى. دغـه راز د يـو
شـمــېـر نورو خـپـرونـو ســره قـلــمي هـمـکاري هــم لــري.
فضـلـيـار د خـپلــې شـاعــرۍ پـه څــېـر ډېـر خـــوږ او د نـرم خـوى څـښـتن دى.
ډېـرې خــبـرې نـه کــوي ، او بـې ځـــايـه کــړتـې پـړتـې يـې نـه خــوښـيـږي.خـو
د ځــيـنـو مــلګـرو پـه انـد د مــيـنـه نـاک طــبيعـت تـرڅــنګ ډېـر شــوخ هـم دى
، او يـو شــمـېر يـاران يـې لــه شــوخـۍ څخـه ســـر ټکــوي.
پـه هــر حـال د هغـه خـوځــنـده قلــم او ګــړنـدۍ فــرهـــنګـي هڅــې د سـتايلــو
دي. زه ورتـه ددې غـزلـــټـولګــې د چــاپ مـبـارکـي وايـم او خـپلــه ليکـــنـه د
حــمزه بـابـا پـه دې بيـت پـاى تـه رســوم چــې وايــي:
خـداى دې مـين ډېـر کــړي چـې ښــېرې کــوي
مــاتـه خــو نــور چــــــل د دُعـــــــا نــه راځــــي
نصيراحمد ښاد
د ځوان کلتوري خوځښت مشر