څوک راته سلګۍ که څوک مې ځاى پرځاى وژلي دي
ما چې په ملالو سترګو هرې خوا کتلي دي
زه چې سترګې تورې شونډې سرې اوربل شانه کړمه
تورې زلفې نورې په سپين مخ دانه دانه کړمه
ښايي چې تمام عالم به واړه دېوانه کړمه
سترګې به ړندې وي په ليدو چې مبتلا نه شي
هغه زړه دې وچوي چې په يو نظر تالا نه شي
وينې به يې سپينې په هر رګ کې په جوش رانه شي
زړونه مې د مينې په سيخ اړخ په اړخ داغلي دي
ډېر زما له غمه حال زبون څيرې ګرېوان ژاړي
هر خواته چې ګورم لېوني خواره پرېشان ژاړي
بل مې د خولګۍ په تمه تل سوى حيران ژاړي
ډېر راته راغلي بېنوا راځنې تللي دي.
رانه هېر کړو ډېر يادونه دا ستا ياد
چې راياد شي بس زړګى شي په فرياد
افرين دې په دا هسې يارانه شي
زه دې غم کړم صبح و شام و ته عناد
ستا په مينه چې زه هغومره صادق يم
په جهان به نه مجنون و نه فرهاد
پس له مرګه که ښادي راشي لحد کې
څه فايده ده چې په ژوند نه شومه ښاد
نه د رب په رضا لاړه نه روغېږي
په حيران بېچاره وشو څه فساد.
په ښکلو ارمانونو به دا سوى زړګى سوړ کړم
وطنه! تا به جوړ کړم وطنه تا به جوړ کړم
زما ښايسته وطنه ولا ښه به دې سينګار کړم
دا تورې سپېرې دښتې به دې ښې ګل و ګلزار کړم
ښايسته ښکلي زلميان به دې راپورته په تلوار کړم
دا وږي يتيمان به دې هر يو په ګېډه موړ کړم
ړانده، کاڼه بچي به دې بينا په زېربنا کړم
بيرغ به دې راپورته په چک چکو په هه ها کړم
زموږ ملي ناموس يې ټول به تا ځنې فدا کړم
قربان به دې خدمت کې نر او ښځه ځوان او زوړ کړم
د پوهې لمر ختلى معلومداره ښکاره لار ده
تيارو د ناپوهۍ نه يو وتلي اوس سهار ده
منزل و هو روان يو خپل هدف ته مو تلوار ده
قسم دى چې بدخوا به دې په ډېر ارمان کې سوړ کړم
ستا ناوې به سينګار شي لور تر لور به خوشالي شي
حيرانه بيا به هلته ټول جهان سره سيالي شي
ازبک و هزاره افغان به کلکه ورورولي شي
هر خوا به کور په کور درځنې ورک ملي اروړ کړم
تر څو په خوب ويده دي د وطن ښايسته زلميان
راپورته شئ بيدار شئ لږ څه وپېژنئ ځان
وطن زموږه کور دى په خپل کور کې نا محرم يو
چې نوم د وطن واخلو نو په دې ولې مجرم يو
څه وجه ده ځوانانو سپېړ خور دهر ظالم يو
بېګاه سبا په سر د ظالمانو خورو سوکان
نه مو ښې جامې په تن کړې نه په نس باندې ماړه شو
د يو څپک جواري په ارمانونو کې زاړه شو
نه هېڅکله د خان صاحب د قرض ځنې ساړه شو
تر څو به دوى خانان وي موږه وږي مزدوران
جهان کې کونج په کونج ورک شوى نوم د استعمار
اختر دى مساوات دى هر يو بوخت دى په خپل کار
تبعيض له منځه تلى د مزدور او د بادار
تراوسه زموږ غوښې خوري ناترسه باداران
په ډېره شتمنۍ کې موږ ولې خوار و زار يو
دا ځکه چې حق غواړو بس کافر شو ګنهکار يو
ملا صاحب کړو امر دوزخيان شو معلومدار يو
حيرانه وايه موږه به شو کله جنتيان.
د جاهلانو خندا اورمه ځورېږم
خلک مې ولې کچه بولي
هنر زما پيشه دى
عقل، شعور لرم انسان يم
ځواني طاقت لرمه ځوان يم
د قام د هيلو ترجمان يم
د ګران ولس په خدمتونو نه شرمېږم
هنر زما پيشه دى
مين په خپل ملي کلچر يم
په اهليت کې ښه خبر يم
مسخره نه يم با هنر يم
خير که خلک خاندي زه خو ډېر په دې نازېږم
هنر زما پيشه دى
بشر خو ټول مغه بشر دى
يو اراده يو يې مصدر دى
که خوار غريب که معتبر دى
په کور او کلي کې زه ولې بد يادېږم
هنر زما پيشه دى.
ماته په کعبه د چا قسم مه راکوه
مينه مې حرم دى بل حرم مه راکوه
مينه خو پېغور نه دى د مينې لېونيه
ماته پېغورونه د صنم مه راکوه
خير دى که د يار له غمه مرم حکيمه ودې مرم
بس د زړه زخمو ته مې ملهم مه راکوه
دا زه حيران له غمه لېونى او غمجن خوښ يم
غم مې د يار خوښ دى بل يو غم مه راکوه.
ابتره راغله ساه نيولې قسم
بې پروا تېره شوله غلې قسم
بېګاه مې خوا نه بې پروا تېره شوه
غره د حسن په ښکلا تېره شوه
له قاره شنه ښکلې ليلا تېره شوه
بيا کوم ناترسه قارولې قسم
يوه شغله وه راښکاره غوندې شوه
د عاشقانو ننداره غوندې شوه
کږه وږه شوه کناره غوندې شوه
شوخه هوسۍ چا ځغلولې قسم
په ښايسته مخ يې سره ګلان کرلي
په سپينو لېچو يې ماران روزلي
په کرشمو يې عاشقان وژلي
د زړونو ښکار ته راوتلې قسم
حيرانه خيال وکه سودا د مينې
دا کوم مثال دى په دنيا د مينې
يا حقيقت به وي ليلا د مينې
که مې په خوب چېرته ليدلې قسم.
سترګو دې بيا ناغې پيدا کړلې غمجنې دي
چانه ګيله منې دي د زړګي سره
خاطر دې بيا ولې ملال دى د زړه سره زما
سترګې دې بيا ناغې ناغې شوې نازپروره زما
چاته له درده غاښچيچي لري دلبره زما
په مخ دې مړې اوښکې خورې سلګۍ غمجنې دي
زړګى دې ډک دى له ګيلو په خوله ويلې نه شې
د اندېښنو توپان د زړه تسلولى نه شې
د خواشينۍ، سلګۍ په شونډو پټولى نه شې
د غم سلګۍ دې بيا بې واره لغوړنې دي
د بڼو څوکې دې ابترې شوې تسل به غواړي
له اوښکو ډکې چاته برې شوې تسل به غواړي
د حيران خواته برابرې شوې تسل به غواړي
له ګيلو ډکې کرشمې دې اندېښمنې دي.