مخ مې د هجران په لمبو سوى سوى سکور دى
دا زبېښلى رنګ مې ګوره څه له غمه تور دى
هسې ناکردې چې دې زما په ژوندون کړي دي
ستا خمارو سترګو مې د ژوند سرمايې وړي دي
ستا له ظلمه زوره مې اعضا د بدن ستړي دي
هسې دې په ما را اړولي د غم خړي دي
زه په فرياد ناست يم ستا خوښې او لړې چړي دي
دود مې له سر خېږي بل مې زړه کې دغه اور دى
حق ويلى نه شم راسره د هجران وېره ده
تا چې په ما کړې اوس مې هغه کرده هېره ده
دا تعدا لا څه کوې چې تېره لا په تېره ده
خير دې عاقبت وي راته دا ظلم لا چېره ده
دا څنګه ياري ده چې له مينې جفا ډېره ده
ښاد په وصال نه شوم د هجران اندېښنه زور دى
زه په ژړا ناست يم ته زما په ژړا خاندې
چاته ستا له لاسه دا زخمي زړګى کړم وړاندې
هسې ناکردې چې ته زما په ژوندون کاندې
خود دې زه حيران په اور ستي کړم لاندې باندې
ما په سر ګاللي ستا له خوا نه ترخې تاندې
خير که ستا له لاسه مې خراب د زړګي کور دى.
زه چې ژړېږم اشنا هم ژاړي
ټوله دنيا زما په غم ژاړي
د يار له غېږې په ژړا پرېوتم
لکه په ګل کې چې شبنم ژاړي
زړګيه ويلى شه ټوټې ټوټې شه
چې نازولى په حرم ژاړي
زما د ژوند صحنه قلم ليکلې
که حيران نه ژاړي قلم ژاړي.
چاته ښکاره کړمه د زړه زخمونه
اشنا پرې ايښي دجفا داغونه
زما له غمه دفترونه جوړ شول
نه شته د يار دغه عمده عرضونه
يو مې له ځايه زړه په غم ستي و
سترګو پرې ښخ کړل د بڼو سيخونه
زړګى مو موړ دى په نعمت د مينې
سبا بېګاه خورم د وصال غمونه
حيرانه زړه دې په جفا تسل کړه
د عاشقانو وي نصيب دردونه.
هغه يار د مينې بې وفا و پر ستم و خوت
چاته فريادي شم جفا کار زما صنم وخوت
څو به ستا له لاسه نازنينې د زړه وينې خورم
ستا د بېرحمۍ څپېړې زړه باندې سنګينې خورم
دغه زما حال دى اندېښنې دا ستا د مينې خورم
وکړه يو نظر د مينې ستا په خيال مې دم وخوت
نور عالم کل واړه زندګي لري خندا سره
دا خو بخت زما دى الوده غم و سودا سره
زړه زما بلد شو اندېښنو وير و ژړا سره
څه وکړمه خدايه په نصيب مې د يار غم وخوت
چاته ستا له لاسه دا زخمي زړګى ښکاره کړمه
څوک به مې عرض واخلي که ګرېوان پاره پاره کړمه
ستا د ظلم و زوره به نګاره څه چاره کړمه
بس کړه ظلم پرېږده له زخمي زړګي مې نم وخوت
زه حيران مجبور شوم فريادي درته راغلى يم
اور مې په سر بل دى لکه شمع سوزېدلى يم
مرمه نه روغېږم له ډېر درده کړېدلى يم
ولې دې غماز په در کې مانه مقدم وخوت.
درد مې په زړه دى ته ګولۍ راکى د سر ماما
مرض مې ګوره بيا نسخه راکړه ډاکټر ماما
وايم د غاښ معمولي درد لرم نسخه که راکړې
ته د اتو کالو ليکې راته بستر ماما
معاينه خانه کې کښته پورته ګورم هېڅ نه شته
خالي خلتې دي د سېرمو زوړ نيشتر ماما
همدغه وينې مې رګو کې وې چې توى دې کړلې
دا پېچکاري وه که د زوړ غويي وه ښکر ماما
پيسه دار درولې غريب په ټيل وهلو باسې
بيدار ولاړ دى دروازه کې کمبوډر ماما
حيران به څو درته په شعر ستايي د زړه دردونه
خداى دې غريب له زړه نه خپله که خبر ماما.
نه به ژوندى يم نه به ښکلې ليلا بيا ووينم
نه به يې سپينه خولګۍ ډکه په خندا ووينم
نه به ژوندى يم نه به بيا هغه نازونه کوي
نه به په تورو سترګو پټ اشارتونه کوي
نه به يې سرې شونډې نازک نازک ستونه کوي
نه به د بلې معشوقې داسې وفا ووينم
نه به ژوندى يم نه به بيا هغه خيالونه کړمه
نه به يې تورې زلفې بيا د ناز ټالونه کړمه
نه به يې بيا له سپينې غاړې تاو لاسونه کړمه
نه به په خوب کې چېرې هغه تماشا ووينم
نه به ژوندى يم نه به بيا هغه اشنا راشي
نه به مې بيا غېږې ته مسته په خندا راشي
نه به په مخه نازولې ليلا بيا راشي
نه به د مينې ډکې سترګې په موسکا ووينم
نه به ژوندى يم نه به بيا زلفې تاودارې کړي
نه به په سپين جمال خالونه لارې لارې کړي
نه به حيران ته راښکاره سترګې خمارې کړي
پيدا به نه شي که څلور کونجه دنيا ووينم.