پټې خبرې
تر څو به مو په منځ کې وي اشنا پټې خبرې
د مينې د رازونو او حيا پټې خبرې
زما زړګى درزا کړي او دتا شونډې رپېږي
دي څومره خوندورې زما و ستا پټې خبرې
سوزېږو به پرې زه او ته اشنا او زموږ مينه
زما او ستا په باب کړي نور همدا پټې خبرې
دنيا رقيب رقيب شوه او وختونه غمازان شول
مجبوره يو چې وکړو ياره بيا پټې خبرې
چا ويل درته چې وايه اسمعيل ته پټ رازونه
اخر يې درته ټولې کړې رسوا پټې خبرې.
١٣٦٧/١٠/٤
د اور تاو
د زړه ټوټې مې په انګار ونيسئ
ژوند ته مې غم عشق ته مې دار ونيسئ
اخلم لذت د خوږې مينې ترېنه
ما د غم زور ته په وار وار ونيسئ
پام چې رقيبو له څه ونه وايئ
زما په قتل باندې يار ونيسئ
خلکو راځئ د خوږې مينې په نوم!
د اور په تاو ما ګناهکار ونيسئ
د اسمعيل خړو سپېرو ملګرو
سورکۍ ډيوه مې په مزار ونيسئ.
١٣٦٧/٧/١٩
مرکزي ليله
د حسن لومه
عقل کې ستا شيرين نظر ونڅېد
ځکه جنون شو سر په سر ونڅېد
د حسن لومه دې په ناز غوړوه
چې په سينه کې مې ځيګر ونڅېد
وينې د مينې د ازمون وختونه؟
سر مې د مرګ په تود ډګر ونڅېد
ستا د خواږه نظر په توند کتلو
د زړه په تل کې مې پرهر ونڅېد
لمبه د ګرمو شونډو مه بلوه
تڼاکې زړه مې په نشتر ونڅېد
څومره دې حسن کې غرور تاو شوى
شوخو کتلو ته دې لمر ونڅېد.
١٣٦٥/١١/٦
رحمان بابا لېسه
پخه سکروټه
عشقه جنون ومه څه نور خو نه وم
يو اسوېلى ومه څه اور خو نه وم
ستا ناکردې دي څه ويلى نه شم
د ټنګه سرو د پېغور خو نه وم
چا درته ويل چې پل پر زړه ږده زما
پخه سکروټه وم لا سکور خو نه وم
څنګه دې وريت کړم اننګيو کې ژر
لکه اوربل پرې باندې خور خو نه وم
دا خو د تا د حسن اور سوى يم
که نه له سره دومره تور خو نه وم.
١٣٦٦/٥/١٥
خوشال خان لېسه