سوى اسوېلى
د سترګو په خوږو کې ډوبېدم نه پوهېدم
د مينې په لمبو کې تاوېدم نه پوهېدم
احساس مې عقل پرېښوده په لاره د جنون
منصور ومه په دار که ځړېدم نه پوهېدم
دا ستا د مينې زور و که د عشق د خوږو تاو؟
په نره چې په اور کې نڅېدم نه پوهېدم
حيرت کې شو غيرت زما د مينې په ازمون
سورګل غوندې بې وخته رژېدم نه پوهېدم
موسکۍ شه لا هم نوره زما سويو اسوېلو ته
ساده وم چې په تا مينېدم نه پوهېدم.
١٣٦٦/٣/٣١
لغمان
د خپل پلار د شهادت د تلين په درنښت.
افسوس چې قبر دې معلوم واى!
ما به د ګرم احساس وينو باندې
د عشق د پاڼو د خندا په څپو
ستا د تڼاک اميد پولۍ ليکلې
او د تيزابو د اورونو په سيند
به لمبېدلم ستا د عشق د تکلونو په زور
هر مازيګر به مې دپېغلو د وربل ګلونه
د خپلو سپينو توپاني اوښکو له سپينو امېلونو سره
د اور په رنګ باندې ليکلو سرو شعرونو سره
تا پر مزار شيندلو پاڼې پاڼې
افسوس چې قبر دى معلوم واى
افسوس چې قبر... .
١٣٦٦ل کال
د ماضي خندا
د آه په تاو عشق لېوني وخندل
شونډو د ګل کې چې اغزي وخندل
عقل به وناڅي احساس ته خجل
حسن د غم کې که زړګي وخندل
دود شو تکل د اسوېليو په اور
ورته پرهر زړه ارماني وخندل
د ګل خندا يې په لمبو ونيوه
سيلۍ په مينه د سپرلي وخندل
نور د سبا د حسن شونډې موښي
پر توند(شمال) باندې ماضي وخندل.
١٣٦٦/٦/٢٠
خوشال لېسه
خوږلنې سترګې
مينه کې د وخت د انګار سره موښم
اور مې د ګوګل په درانه موښم
پرېږده چې څپه د ازمون واړوم
سوزندو سکروټو کې مې زړه موښم
بله دې لمبه کړه د مغرور نظر
چا ويل چې زړګى مې په کې نه موښم
ته ولې د عشق له زوره څنګ کوې؟
اور کې خو د مينې ځيګر زه موښم
ستا خوږلنو سترګو کې اشنا په عشق
زړه مې لکه وړه په تناره موښم
نور دې به خوږو کې احساس ولړي
زه خو مې شعرونو کې ترخه موښم
بوى به کړمه ياره ستا د حسن ګل
نن چې يې اغزي په ګرېوانه موښم.
١٣٦٥/١١/١٨