ازمون
عقل مې د عشق په تکل اور کې په لمبو رغړي
مينه مې خوږلن کې په انګار او په ايرو رغړي
(نن) راته په سترګو کې لمبه د قهر تاوه کړه
هيله مې له دې هم د سکروټو په سرو رغړي
څومره د اميد په مينه نازي مې ګوګل کې زړه
عشق باندې په مالګو کې په خپلو پرهرو رغړي
چا د اور په سترګو کې ليدلې د اوبو مينه؟
عقل بې احساس دى په لمن کې د پردو رغړي
بيا نازکو نرمو له ازمون نه پښې وکښلې
موږه مټکورو سره چېرته په اغزو رغړي
ښکل به مې اميد کړي د سره حسن اننګي په عشق
ځکه چې نن وخت ورته په پښو کې په توبو رغړي.
١٣٦٥/١٢/١٥
پرهري اميد
د دوزخي شونډو له خوند نه چې خواږه وروې
په پرهرونو مې دمالګو کاڼي ته وروې
څنګه به عقل د جنون په اور کې ونه رغړي
داسې خوندونه د وختونو خو پرې نه وروې
دود شو زړګى مې ستا د حسن د ښکلا په نظر
د مکر دام دې له خوږو ځنې ترخه وروې
ستا د شاعر د قلم تاو به عقل لولپه کړي
د سترګو اور چې ورته تل په ګرېوانه وروې
خود به لمبه شي ستا نظر نه مټکوره نينې
د اورنيو شونډو تاو نه چې پرې سره وروې
١٣٦٧ل کال، چنګاښ
مټکور
زه د ارمان لپاره
لکه د جوارو دانه
د اور بټۍ کې
د ازمون په ګوتو
په مينه مينه
په اور واوښتم راواوښتلم
خود لمبو له تاوه
سپينه پولۍ نه شولم
او د خوږې مينې
د عشق له زوره
د اور لمبو کې
مټکور پاتې شوم.
١٣٦٥/١١/٣
د ماضي عشق
اشنا دا ستا د ماضي عشق له زوره
زه له خوندو د ننني ووتم
عشقه دا ستا د رنګينو جهان ته
خالي راغلى وم خالي ووتم
١٣٦٧/٤/٢١