لېوني
د عشق نظر نه شول لمبه لېوني
تورو تيارو کې شول ډيوه لېوني
ميکدې خود د زهد اور کې ناڅي
په کې دېره نه دي هغه لېوني
دا چې بې درېغه پرې قدم ږدې اشنا!
کلي کې نه شته دي سوچه لېوني
د عشق په تور يې په دار مه ځړوئ
کله کوي چاته سجده لېوني
زموږ په کور به لمبې بلې وي لا
تر څو چې پاتې وي دا (دوه) لېوني.
١٣٦٧/٥/٢٦
کليزه
شعره! ګلونه شه غوټۍ شه پاڼې پاڼې شه
د ميو پاڼې
لاړ شه! زما د يار په نرمو او خوږو زلفو کې
وځلېږه
وخنده
او زما د زړګي
د خوږې مينې د اسرو او اميدو له تله
ورته په مينه مينه
مبارکي ووايه
نن يې کليزه ده
د ژوند کليزه
يوه د حسن او ښکلا کليزه
د اسمعيل د محبوبا کليزه.
مرکزي ليليه
زمانه
چا زمانه څوک زمانې وخوړل
چا ميخانه څوک ميخانې وخوړل
زما د عشق تنکي تنکي ګلونه
د تا د سترګو پيمانې وخوړل
د اسمعيل سپېره مېره ملګري
منم چې خپلې يارانې وخوړل.
١٣٦٧ل کال
اوښکه او خندا
زه اوښکه اوښکه شم پر مخ راشمه
ته ټول هوس شې او بيا وموسېږې
زه اسوېلى شمه د سوو هيلو
ته په نڅا شې او کړس کړس وخاندې
نو زما و ستا يارانه نه شي سره
ځکه چې اوښکې خندا نه جوړېږي.
١٣٦٥/١١/١٩